ليکوال: میا نور آغا
ابراهيمي ملت (برخه: ۱۰)
شپږم بحث: د مکې مکرمې فضائل
د مخکیني بحث په سلسله کې امام رازي رحمه الله د مکې مکرمې څه فضائل ذکر کړي چې له ځای سره مناسب او د مکې په عظمت دلالت کوي، له دې امله مو د فضیلت تر عنوان لاندې ذکر کړل.
چې کله دا ثابته شوه چې مراد له اولیت نه زیات فضیلت او بهتري ده له دې امله دلته د بیت الله څو فضیلتونه ذکر کوو.
اول فضیلت: ټول امتونه په دې متفق دي چې باني د بیت الله (ابراهیم) خلیل علیه السلام دی او د بیت المقدس باني سلیمان علیه السلام دی، بېشکه ابراهیم خلیل علیه السلام له سلیمان علیه السلام نه په مرتبه کې اوچت دی له دې امله خامخا بیت الله له بیت المقدس نه بهتره ده.
پوه شه! الله جل جلاله خلیل علیه السلام ته د بیت الله په جوړولو امر کړی او فرمایلې یې دي «یاد کړه هغه وخت چې کله ځای د بیت الله موږ ابراهیم (علیه السلام ته) مرجع (د جوړېدو او د عبادت) و ګرځوله (ورته ومو فرمایل) له ماسره هیڅ شی مه شریک کوئ او زما بیت پاک کړئ د طواف کونکو لپاره او اوسېدونکو لپاره او لمونځ کونکو لپاره» رسوونکی ددې مسؤلیت جبریل علیه السلام و، له دې امله ویل کیږي په کائناتو کې له بیت الله نه ښه بنا نشته، آمر یې الله جل جلاله دی مهندس (نقشه اچوونکی) یې جبریل، جوړوونکی یې خلیل، شاګرد یې اسماعیل علیهم السلام دي.
دویم فضیلت: مقام ابراهیم دا هغه تیږه ده چې ابراهیم علیه السلام پرې خپل قدمونه ایښې دي، الله جل جلاله د ابراهیم علیه السلام د قدمونو په اندازه دا تیږه لکه خټه وګرځوله تردې چې د ابراهیم علیه السلام قدمونه په کې ننوتل، په دې باندې غیر له الله جل جلاله نه بل څوک نه قادریږي او یوازي په انبیاؤ علیهم السلام یې ښکاره کوي، بیا چې کله ابراهیم علیه السلام قدم ترې اوچت کړ الله جل جلاله بیرته سختوالی په کې پیداکړ، بیا الله جل جلاله دوام داره وساتله، دا ناشنا او ښکاره معجزه ده چې الله جل جلاله په دې تیږه کې ښکاره کړې.
درېیم فضیلت: په جمراتو کې د شګو لږوالی دی (د شیطان ویشتلو په ځای کې د ویشتل شویو شګو او تیږو کموالی دی) بېشکه دا له زرو کلونه دي او هر کال ویشتونکي انسانان شپږو لکو ته رسیږي او د هر کس تیږې شپږ اویا ته رسیږي، سره له دې هلته د یوه کال څخه زیات تیږې او شګې نه ښکاري، دا ځای نه خوړ ده چې د ابو لاره شي او ويسي او نه تیزې هوا ګانې چلیږي چې نقل یې کړي او بېشکه په روایاتو کې راغلې: د چا چې حج مقبول وي دده د جمراتو تیږې آسمان ته پورته کیږي. (امام رازي رحمه الله د خپل وخت خبره ذکر کړې په اوس وخت کې ټول ترتیب غالبا د حکومت له طرف څخه کیږي).
څلورم فضیلت: بېشکه مرغان د آلوتلو په وخت کې د بیت الله په سر باندې نه تېریږي بلکي چې کله ور نژدې شي یو طرف ته ترې کږیږي.
پنځم فضیلت: بیت الله سره وحشي حیوانات جمع کیږي او یو بل ته ضرر نه رسوي لکه غرڅه هوسۍ، سپي او زمریان او دلته زمریان او درنده ګان ښکار نه کوي او دا ناشنا صفت دی، همدا رنګه څوک چې په مکه کې اوسیږي هغه له غلا او غارت ګیري نه محفوظ وي، همدا د ابراهیم علیه السلام د دعا برکت دی لکه چې فرمایلې دي «اې ربه دا ښار په امن وګرځوه» او الله جل جلاله یې د امن په صفت کې فرمایلې دي «آیا نه ګوري چې موږ حرم امن ګرځولی او اطرافو کې خلک شکول کیږي» او فرمایلې یې دي «تاسو د دغې کعبي خاوند عبادت وکړئ هغه چې له سختې لوږي نه یې وروسته دوی ته طعام ورکړ او له ډار نه یې په امن کړل» همدا رنګه هیڅ نقل نشته چې کوم ظالم کعبه او مکه ټوله نړولي او خرابه کړي وي او بیت المقدس بخت نصر ټول ونړاو.
شپږم فضیلت: کله چې د فیل والا ابرهه اشرم لښکرې مکې ته راوستې ددې لپاره چې کعبه ورانه کړي، قریش یې له مقاومت نه ناتوانه شول او له مکې نه ووتل مکه یې ابرهه ته پرېښودله، الله جل جلاله په لښکر باندې ابابیل راولېږل، ابابیل ټولی ټولی واړه مرغان وو چې تیږې یې بار کړې وې او دوی یې پرې ویشتل، سره له دې چې ډېرې وړې وړې تیږې وې پاچا او لښکر یې هلاک کړل، دا ښکاره دلیل دی په شرافت د کعبې باندې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم نبوت لپاره ارهاص ( مقدمة) وه.
اووم فضيلت: الله جل جلاله کعبه په وچه دره کې جوړه کړې، د حکمت وجهې یې:
اول، الله جل جلاله په دې سره د حرم اوسېدونکو او خدمت کوونکو امید له بل چا نه ختم کړ تردې چې یوازي په الله جل جلاله باندې توکل وکړي.
دویم، ددې لپاره چې هیڅ ظالم او پاچا په کې او نه اوسیږي، ځکه دوی د دنیا نعمتونه غواړي چې کله دا نشته نو دوی هم پرېښودله، مقصد دا دی چې د دنیا غوښتونکو د وجود له ګندګۍ نه پاکه شي.
درېیم، ددې لپاره چې څوک د تجارت په نیت ورته را نه شي بلکي خالص د عبادت او زیارت لپاره راشي.
څلورم، په دې سره الله جل جلاله د فقر شرافت ظاهر کړ، ځکه بهتر بیت (کور) یې د دنیا تر ټولو فقیر ځای کې جوړ کړ، ګویا داسې یې ویلې وي، ما فقیران په دنیا کې د بلد امین اهل وګرځول، همدارنګه یې په آخرت کې د مقام امین اهل ګرځوم، دوی لپاره په دنیا کې د امن بیت و او په آخرت کې کور د آمن دی.
پنځم، ګویا چې ویلې یې وي کله چې زه کعبه د دنیا په داسې ځای کې ګرځوم چې له ټولو دنیاوي نعمتونو څخه خالي وي، همدارنګه زه د کعبې محبت په داسې زړه کې ګرځوم چې د دنیا له محبت څخه خالي وي.
دا څو خبرې د کعبې له فضائلو سره تعلق لري، له دې سره دا ښکاره شوه چې دا اول بیت دی په انواعو د فضیلتونو او شرافتونو کې چې د خلکو لپاره جوړ شوی، چې کله دا ښکاره شوه نو د یهودو خبر باطله شوه چې بیت المقدس له بیت الله څخه بهتر دی. و الله اعلم[1].
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1] تفسير الرازي، تحت ایت: إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِلْعَالَمِينَ، سورة آل عمران، ایت: ۹۶، دار الکتب العلمیة بیروت لبنان.


