Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»بودائیزم»د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه : ۲۴)
بودائیزم سه شنبه _18 _اگست _2026AH 18-8-2026AD

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه : ۲۴)

kalemaat.netBy kalemaat.netڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهرالله عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه : ۲۴)
د بودیزم افکار او عقاید
۵– د معاد څخه انکار ( ادامه لري)
دویمه برخه: د ارواحو تناسخ ( ادامه لري)
د تناسخ نظریې اړوند د نور وضاحت لپاره ، غوره ده په دې پوه شو  چې دغه عقیده په څلورو ډولونو یا څلورو پړاوونو وېشل کېږي:
۱– نسخ :
په دې ډول تناسخ کې روح له یوه انسان څخه بل انسان ته لېږدول کېږي. دوی دې ډول ته «نسخ» وایي؛ ځکه روح له یوه شخص څخه جلا کېږي او د بل شخص په بدن کې راڅرګندېږي. دا ډول لېږد د د همدې نوعې انسانانو په منځ کې ترسره کېږي.
۲– مسخ :
دا ډول تناسخ د هغو انسانانو پورې اړه لري چې د خپلو ناسمو کړنو او ګناهونو له امله یې روح تر مرګ وروسته د حیواناتو بدنونو ته انتقالېږي. په دې حالت کې د روح لېـــــږد د حیواناتو د جنس په محدوده کې ترسره کېږي.
۳– رسخ :
په دې ډول تناسخ کې روح د نباتاتو په څېر موجوداتو ته انتقالېږي. د دوی له نظره دا ډول یې تر نسخ ډېر دروند  او سخت دی؛ ځکه لومړی دا چې روح له یوه جنس څخه بل جنس ته انتقالېږي، لکه د انسان روح چې نبات ته ولېږدول شي. دویم دا چې روح په دې حالت کې د اوږدې مودې لپاره په یو ثابت او بې‌حرکته حالت کې پاتې کېږي، لکه نبات یا آن ډبره چې اکثره وخت ثابته بڼه لري.
۴– فسخ :  
دا ډول یې له نورو ډولونو سره توپیــــر لري او هغو نباتاتو ته ځانګړی دی چې پرې کېږي یا هغو حیواناتو ته چې حلالېږي؛ یعنې هغو موجوداتو ته چې له نابودېدو وروسته یې هېڅ نښه نه پاتې کېږي. په دې پړاو کې د ارواحو تر ټولو ټیټه مرتبه پای ته رسېـــــږي او د تناسخ دوره ختمېږي.
خو په برهمني هندوییزم او بودیزم کې د تناسخ بنسټيزه موخه یو  له بل سره توپــــیـــر لري. په برهمني آیین (هندوییـــزم) کې ویل کېږي چې د تناسخ هدف د دنیايي ژوند له میلان او دلبستګیو څخه خلاصون دی؛ یعنې روح بېرته خپلې لومړنۍ سرچینې، «برهما» ته ستنېږي او ورسره یوځای کېږي، لکه د اوبو یو څاڅکي چې په لوی سمندر کې ورګډ شي.
خو په بودیزم کې د پرله‌پسې زېږونونو د دې دورې یا  څرخ وروستۍ موخه «نیروانا» ته رسېدل دي؛ یعنې بشپړه خاموشي، د ټولو کړاوونو پای او د دې تلپاتې کړۍ او تګ راتګ ختمېدل.
په تناسخ باور یوازې د بودیزم ځانګړنه نه ده؛ بلکې د تاریخ په اوږدو کې نورو ډلو او ملتونو هم پرې عقیده لرله. ویل کېږي چې لرغونو مصریانو، ځینو یوناني فیلسوفانو او یو شمېر هغو ایرانیانو چې ځانګړي فکري تمایلات یې لرل، هم دا باور درلود. همدارنګه د هندویـــیــــزم د پیروانو ترمنځ دا عقیده له بنسټیزو او لرغونو باورونو څخه شمېرل کېږي.
په حقیقت کې د هند ډېرو مذهبونو ، که د بودا له ظهور څخه مخکې وو او که وروسته ، دا عقیده د هند له دیني دودونو څخه اخیستې ده. آن ویل کېږي چې تناسخ له هندي دین سره دومره ګډ شوی چې که څوک پرې باور ونه لري، هغه د دې دین بشپړ لاروی نه ګڼل کېږي.
ب: ځواب او نیوکه
د تناسخ عقیده چې بودایان پرې باور لري، یوه خرافاتي او باطله عقیده بلل شوې او ریښې یې د لرغوني مصر او یونان په فلسفو کې وجود لري. دا  ادعا چې د انسان روح له مرګ وروسته بېلابېلو جسمونو ته لېږدول کېږي ، د عقل او نقل له نظره د رد او بطلان وړ ده. له همدې امله به دا فلسفي او عقیدوي نظریه د عقل او شریعت له لیدلوري په روښانه او مستدل ډول وڅېړل شي.
لومړی:
د دوی د عقیدې له مخې، انسان د خپل پخواني ژوند د کړنو له امله جزا یا ثواب ویني. دا له عدالت سره سمون نه لري؛ ځکه انسان د خپل پخواني ژوند هېڅ یادښت ، خاطره او پوهه نه لري. جزا او ثواب هغه وخت معقول او عادلانه ګڼل کېږي چې یو شخص په دې پوه وي چې کوم کارونه یې تر سره کړي دي.
دوهم:
د تناسخ په تعریف کې وویل شول چې روح له یوه بدن څخه بل بدن ته انتقالېږي. خو پوښتنه دا ده: که شخصیت، حافظه، ذهني ځانګړنې او حتی بدن په بشپړ ډول بدل شي، نو کوم شی ثابت پاتې کېږي چې وکولای شو ووایو: «دا هماغه شخص دی؟» که هېڅ پېژندل کېدونکی عنصر پاتې نه شي، نو بیا هماغه فرد ته د جزا او ثواب منسوبول ډېر ستونزمن کېږي او د منلو وړ نه ښکاري.
دریم:
د دې عقیدې د بطلان له بېلګو څخه یوه دا ده چې که د انسان روح د حیوان بدن ته ولېږدول شي، حال دا چې حیوان هیڅ اخلاقي شعور نه لري، نو څنګه به وکولای شي د خپل تېر ژوند مسؤلیت ته دوام ورکړي یا یې جبران کړي؟ یو موجود چې د اخلاقي انتخاب ځواک ونه لري، څنګه د جزا یا اخلاقي تکامل ډګر ګرځېدلی شي؟
څلورم:
فیلسوفان وایي چې یوازې روحاني عذاب بسنه کوي. خو دا ډول عذاب دومره کمزوری ګڼل شوی چې نه د ظلم مخه نیولی شي او نه د بدو کړنو مانع ګرځېدای شي. حقیقي خوند او کړاو  تل له جسم سره تړاو لري. لمس، لید، درد او خوښي ټول د جسم اړوند دي، نه یوازې ذهني تصور. نو که عذاب یوازې روحاني وي، انسان به څنګه له بدۍ څخه راوګرځوي؟
دوام لري…
 مخکینی برخه

 

سرچینې :

  1. تناسخ الارواح، اصوله و حکم الاسلام فیه، ص ۲۰۱، نقل له : ضحی الإسلام، ج ۱، ص ۲۵۰؛ والفلسفة الإسلامیة، ص ۱۳۴.
  2. بحث الیوم الآخر عندالبوذیة، ص ۱۱.

، د معاد منکران بودیزم د تناسخ عقیده
Previous Articleفراماسونري (برخه: ۴۹)

اړوند منځپانګې

بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه : ۲۳ )

چهارشنبه _12 _اگست _2026AH 12-8-2026AD
نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه : ۲۲)

یکشنبه _26 _جولای _2026AH 26-7-2026AD
نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه : ٢١)

چهارشنبه _15 _جولای _2026AH 15-7-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه : ۲۴)

سه شنبه _18 _اگست _2026AH 18-8-2026AD1 Views

لیکوال: مهرالله عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه : ۲۴) د بودیزم…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۴۹)

دوشنبه _17 _اگست _2026AH 17-8-2026AD4 Views

لیکوال: عبدالله زماني فراماسونري (برخه: ۴۹) د عباسیانو په دوره کې د فراماسونرۍ اغېزې: په…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو علیهم‌السلام  په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه: ۶۲)

یکشنبه _16 _اگست _2026AH 16-8-2026AD5 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو علیهم‌السلام  په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه:…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۵)

پنجشنبه _13 _اگست _2026AH 13-8-2026AD13 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۵) د امام…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه : ۲۴)

سه شنبه _18 _اگست _2026AH 18-8-2026AD

فراماسونري (برخه: ۴۹)

دوشنبه _17 _اگست _2026AH 17-8-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.