لیکوال: مهرالله مهاجرعزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونوتحلیل ( برخه : ۲۳ )
د بودیزم باورونه او افکار
۵. د معاد (آخرت ورځې) څخه انکار :
په تېره برخه کې مو د معاد او نبوت (پیغمبرۍ) په اړه د بودیزم عقیده واضحه کړه . یادونه مو وکړه چې د معاد باور په درې برخو وېشل کېږي، چې له هغو څخه یوه برخه، یعنې «کارما» تشریح شوه. اوس به د دې عقیدې نورې دوه برخې یعنې د ارواحو تناسخ او نیروانا، راوسپړو او د اسلام له نظره به یې نقد او ارزونه وکړو.
دوهمه برخه: د ارواحو تناسخ
الف: د عقیدې تبیین
بودیزم لکه د برهمني هندوییزم، کلداني، مصري او زردشتي دینونو، د ارواحو په تناسخ یا په بېلابېلو جسمونو کې د روح په بیا را ژوندي کېدو باور لري. لومړی باید پوه شو چې د تناسخ تعریف څه دی او دا څه ډول عقیده ده؟ وروسته به یې ځواب او نقد ته ورشو.
د تناسخ لغوي مانا :
په عربي ژبه کې تناسخ ، له مرګ وروسته بل بدن ته د روح د لېږدیدنې مانا لري. پخوا به عربو د «تناسخ» کلمه د شيانو د پرلهپسې توب او لاس په لاس کېدو په مانا کاروله. هغوی باور درلود چې زمانې، پېړۍ او واکمنۍ تکرارېږي او یوه د بلې ځای نیسي. لنډه دا چې، شیان «تناسخ» مومي؛ یعنې یو د بل ځای نیسي، لکه حکومتونه یا تاریخي پړاوونه.
همدارنګه، د هغوی په اند د «نسخ» کلمه د یو شي د له منځه وړلو او د بل شي د ځای پر ځای کولو مانا لري؛ لکه د پیغمبرانوعلیهم الصلاة والسلام رالېږل، چې پر له پسې او بې له ځنډه به راتلل.[۱]
خو په اصطلاح کې تناسخ دې ته وایي چې انسان باور ولري چې له مرګ وروسته یې روح یوه نوي جسم ته لېږدول کېږي. دا نوی جسم د یو بل انسان بدن هم کېدای شي او آن د کوم حیوان بدن هم. کله چې هغه دویم بدن هم له منځه ولاړ شي، روح بیا دریم بدن ته ځي، او دا لړۍ همداسې بېپایه دوام مومي.
د هغوی په باور، روح په دې تګ راتګ کې کله په نعمت او هوساینې کې وي او کله په کړاو او سختۍ کې؛ او دا حالتونه د هغو ښو او بدو کړنو پایله ده چې پخوا یې تر سره کړې وي.
که نېک کار یې کړی وي، په نوي بدن کې هوساینه ویني، او که بد کار یې کړی وي، له کړاو سره مخ کېږي.[۲]
د هغوی په اند، همدا تناسخ د انسان لپاره د بدلې او سزا یوازینۍ لاره ده. له دې څخه په څرګنده معلومېږي چې هغوی د آخرت په ورځ، د حساب او کتاب لپاره د انسانانو په بیا راژوندي کېدو، او په هغه جنت او دوزخ چې آسماني دینونه یې بیانوي، باور نه لري.
په تناسخ او له یوه جسم نه بل جسم ته د روح په لېږد باور، د هغوی له بنسټیزو عقایدو څخه ګڼل کېږي. هغوی وایي، انسان چې په ژوند کې کوم حالت لري، د هغو کارونو پایله ده چې په پخوانیو ژوندونو کې یې کړي دي. دا بهیر په هر ژوند کې تر هغه روان وي چې روح د «کارما» له اغېزو پاک شي او په پای کې دا لړۍ یوه ورځ پای ته ورسېږي.
د بودیزم پیروان دا باور لري چې له ژوند سره د انسان مینه او تړاو د تناسخ سبب ګرځي او د انسان همدا دروني غوښتنه ددې لامل کېږي چې بېرته د ژوند کړۍ ته راوګرځي.
د هغوی په اند، د روح لېږد یوازې د انسان بدن ته محدود نه دی؛ بلکې کېدای شي روح د انسان له بدن څخه د کوم سپک حیوان بدن ته هم ولېږدول شي، او د هغه حیوان ټیټوالی د نوموړي د تېرو ګناهونو او بدیو پورې اړه لري.
وروسته، کله چې روح تر یوه بریده پاک شي، یو ښه حیوان ته لېږدول کېږي او وروسته بیا د انسان بدن ته راګرځي؛ او دا تګ راتګ همداسې دوام لري، تر څو په پای کې دا لړۍ خاموشه شي.
دوام لري…
مخکینی برخه
سرچینې :
- تناسخ الارواح، اصوله و حکم الاسلام فیه، ص ۲۳۱.
-
احمد شلبی، ادیان الهند، ص ۱۵۱؛ محمد الحمد، رسائل فی الادیان والفرق، ص ۵۵.


