Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»ابراهيمي ملت (برخه: ۶)
اسلام سه شنبه _4 _اگست _2026AH 4-8-2026AD

ابراهيمي ملت (برخه: ۶)

kalemaat.netBy kalemaat.netڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: میا نور آغا
ابراهيمي ملت (برخه: ۶)
(۵) د الله جل جلاله لپاره یې خپل بچی ذبحې او قربانۍ ته وړاندې کړی و.
الله تعالی د صافات سورت له ۹۹ آیت څخه تر ۱۰۷ پوري فرمایي:[1]
ژباړه: او وویل (ابراهیم علیه السلام) بېشکه زه تلونکی یم (فرمان د) رب خپل ته ژر به لاره را وښيي ما ته، اې ربه زما راوبخښه ما ته (زوی) له صالحانو، پس زېری  ورکړ موږ ده ته په داسې هلک چې ډېر تحمل والا به وي، کله چې ورسیده (اسماعیل) خپل پلار سره حد د سعي ته وویل (ابراهیم علیه السلام) اې بچيه! بېشکه زه پرله پسې وینم په خوب کې داسې چې بېشکه زه تا ذبحه کوم پس ته هم نظر ورکړه چې څرنګه مصلحت ته ګڼې؟ وویل (اسماعیل) اې زما پلاره! وکړه هغه چې درته امر شوی دی، ژر ده چې وبه مومې ما که د الله جل جلاله اراده وي له صبر کونکو څخه او غږ وکړ موږ ده ته داسې اې ابراهیم! په تحقیق ریښتیا کړ تا خوب، بېشکه موږ همداسې (لکه نېکه او ښه جزاء د ابراهیم ښه) جزاء ورکوو محسنانو (نېکو کارو) ته بېشکه چې همدا (ذبحه) خامخا همدا ښکاره ابتلاء او ازموینه وه او فدیه مو ورکړه ده ته (اسماعیل ته) په مذبوحې لويې (جنتي) سره.
تفسير ابن کثیر ددې په اړه وایي[2]:
ژباړه: بېشکه وروسته له دې چې الله جل جلاله ابراهیم علیه السلام په خپل قوم باندې غالب وګرځاوه او ابراهیم علیه السلام د قوم له ایمان راوړلو نه وروسته له دې چې لوی معجزات یې ولیدل ناأمید شو، له دوی نه یې هجرت وکړ «او ویې فرمایل (ابراهیم علیه السلام) بېشکه زه تلونکی یم (مامور به د) رب خپل ته ژر به لاره را وښيي ما ته، اې زما ربه راوبخښه ما ته (زوی) له صالحانو» یعني فرمانبردار اولاد، د هغه قوم او قبیلې په عوض کې چې دی ترې جدا شوی و، الله جل جلاله فرمایي  «پس زېری ورکړ موږ ده ته په داسې هلک چې ډېر تحمل والا به وي» او دغه هلک اسماعیل علیه السلام و، بېشکه دی اول بچی دی چې ابراهیم علیه السلام ته یې زېری ورکړی شوی او دی په اتفاق د مسلمانانو او اهل کتابو له اسحاق علیه السلام څخه مشر و، بلکي د دوی په کتاب کې دي چې اسماعیل علیه السلام چې پیدا شو د ابراهیم علیه السلام عمر شپږ اتیا کاله و او اسحاق علیه السلام یې د نهه نوي کالو په عمر کې پیدا شو او د دوی په کتاب کې دي: بېشکه الله جل جلاله ابراهیم علیه السلام ته امر وکړ چې یوازینی زوی دې ذبحه کړه! بيا دوی په درواغو سره د (اسحاق) لفظ زیات کړی او دا جائز نه دی ځکه دا د دوی د کتاب له نص سره مخالف دی، دوی اسحاق ځکه زیات کړ چې د دوی پلار دی او اسماعیل د عربو پلار دی، پس دوی عربو سره حسد کړی او دی یې زیات کړی او په (وحیدک) لفظ کې یې تحریف کړی، په دې معنا سره چې له تا سره بغیر له ده بل نه وي، بېشکه اسماعیل خپلې مور سره مکې طرف ته تللی و، دا باطل تأویل او تحریف دی، بېشکه (وحید) هغه ته ویل کیږي چې د ده لپاره بل نه وي او همدارنګه بېشکه اول زوی سخت ګران وي د هغه چا لپاره چې تر اوسه یې اولاد نه وي، نو امر په ذبحې د ده سره مبالغه ده په امتحان او ازمیښت کې.
او یو جماعت د علماؤ دې ته تګ کړی چې ذبیح اسحاق علیه السلام و او دا له یوې ډلې د سلفو نه نقل شوی، تر دې چې له ځینو صحابه ؤ هم نقل شوي، دا نه په قرآن کې شته او نه په سنتو کې شته، زه دا ګمان کوم چې دا د اهل کتابو د علماؤ له طرفه ویل شوي او مسلمانانو بغیر له دلیل نه دا خبر اخیستې ده او دا قرآن شاهد او هدایت کونکی دی چې دا اسماعیل علیه السلام و، ځکه قرآن زېری په بالغلام الحلیم سره ذکر کړی او داېې ذکر کړي چې دا ذبیح دی، بیا یې له دې وروسته ویلې  «موږ زېری ورکړ (ابراهیم علیه السلام ته) په اسحاق سره چې نبي او له نېکانو څخه به وي» او چې کله ملائکه ؤ ابراهیم علیه السلام ته د اسحاق زېری ورکړ ویې ویل «بېشکه موږ زېری درکوو په ډېر عالم هلک سره» (اسحاق علیه السلام سره یې د علم صفت ذکر کړی) او الله جل جلاله فرمایلې «پس موږ زېری ور کړی دې ته (سارا ته) په اسحاق سره او وروسته له اسحاق نه په یعقوب سره» یعني د اسحاق علیه السلام زوی به د ابراهیم علیه السلام او د سارا په ژوند کې پیدا کیږي چې نوم به یې یعقوب وي، نو د ده لپاره به نسل وي. او له دې نه وروسته دا جائز نه ده چې په وړکووالي کې یې په ذبح امر وشي ځکه الله جل جلاله له دوی سره وعده کړې چې له ده وروسته به ولد وي او د هغه لپار به نسل وی، نو دا څنګه ممکن دي چې له دې وروسته دې د ده په ذبح امر وکړی شي چې دی وړوکی دی؟ او اسماعیل په حلیم سره موصوف شوی ځکه دا له دې ځای سره مناسب دی.
(۶) د مېلمستیا، ختنې (سنتۍ) او د بریتونو لنډولو بنیاد یې اېښی و.
 1437 – و حَدَّثَنِي عَنْ مَالِك عَنْ يَحْيَى بْنِ سَعِيدٍ عَنْ سَعِيدِ بْنِ الْمُسَيَّبِ أَنَّهُ قَالَ كَانَ إِبْرَاهِيمُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَوَّلَ النَّاسِ ضَيَّفَ الضَّيْفَ وَأَوَّلَ النَّاسِ اخْتَتَنَ وَأَوَّلَ النَّاسِ قَصَّ الشَّارِبَ وَأَوَّلَ النَّاسِ رَأَى الشَّيْبَ فَقَالَ يَا رَبِّ مَا هَذَا فَقَالَ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى وَقَارٌ يَا إِبْرَاهِيمُ فَقَالَ يَا رَبِّ زِدْنِي وَقَارًا.[3]
ژباړه: ابراهيم عليه السلام اول د خلکو دی چې مېلمه ته یې خوراک ورکړی (مېلمه پالنه یې کړې) ، اول د خلکو دی چې سنتي یې کړې، اول د خلکو دی چې بریتونه یې لنډ کړي او اول د خلکو دی چې سپینږیرتوب یې ولید (په ږیره کې یې سپین ویښته ولید) بیا یې وویل دا څه دې اې ربه؟ (د دې څه حکمت دی) الله جل جلاله وفرمایل: عزت دی اې ابراهیم! بیا ابراهیم علیه السلام وویل اې ربه! زما عزت زیات کړې!
5824 – حَدَّثَنَا أَبُو الْيَمَانِ أَخْبَرَنَا شُعَيْبُ بْنُ أَبِي حَمْزَةَ حَدَّثَنَا أَبُو الزِّنَادِ عَنْ الْأَعْرَجِ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ اخْتَتَنَ إِبْرَاهِيمُ بَعْدَ ثَمَانِينَ سَنَةً وَاخْتَتَنَ بِالْقَدُوم. مُخَفَّفَةً. قَالَ أَبُو عَبْد اللَّهِ حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ حَدَّثَنَا الْمُغِيرَةُ عَنْ أَبِي الزِّنَادِ وَقَالَ بِالْقَدُّومِ وَهُوَ مَوْضِعٌ مُشَدَّدٌ.[4]
ژباړه: رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي ابراهیم علیه السلام له اتیا کلونو وروسته سنتي وکړه او سنتي یې په قدوم وکړه.
قدوم په تخفیف د دال سره د نجار آلې ته ویل کیږي او په تشدید د دال سره د ځای نوم دی.
(۷) د دین لپاره په دنیا کې تر ټولو خطرناک اور ته غورځول شوی و.
قَالُوا حَرِّقُوهُ وَانْصُرُوا آَلِهَتَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ فَاعِلِينَ ۶۸ قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَى إِبْرَاهِيمَ ۶۹.[5]
ژباړه: وویل (نمرودیانو) وسوځوئ تاسو دغه (ابرهیم) او مرسته وکړئ تاسو د معبودانو خپلو که چیرته یاست تاسو کونکي (د دې مرستې) موږ وویل اې اوره! یخ او خاوند د سلامتیا شه په ابرهیم باندې.
فلما لزمتهم الحجة وعجزوا عن الجواب {قَالُواْ حَرّقُوهُ} بالنار …[6]
ژباړه: چې کله ابراهیم علیه السلام په دلیل سره کفار بند او ملامت کړل او دوی له جواب ورکولو نه عاجز شول «ویې ویل دی وسوځوئ» په اور سره ځکه چې دا ډېر بد او رسوا کونکی عذاب ورکوي «او د خپلو خدایانو مرسته وکړئ» له ده نه په انتقام اخیستلو سره «که چیرته کونکي یاست» یعني که چیرته د خپلو خدآیانو کلکه مرسته کونکي یاست نو د ده لپاره سخته سزا وټاکئ او دا په اور سوځول دي، که نه نو تاسو به په مرسته د دوی کې کوتاهي کړې وي، هغه کس چې د سوځولو مشوره یې ورکړه نمرود او یا د کوردانو یو سړی و. او ویل شوي چې کله دوی قصد وکړ په سوځولو د ابراهیم علیه السلام، دی یې بندي کړ، بیا یې په کوثي مقام کې ځای جوړ کړ او یوه میاشت یې قسما قسم لرګي راجمع کړل، بیا یې لوی اور بل کړ، چې نژدې وه د لمبو له امله په هوا کې مرغان وسوځوي، بیا یې په منجنیق کې کیناوو چې په زولنو کې تړل شوی او بیا یې اور ته ور وویشتی او ده ویل: حسبي الله ونعم الوکیل.
(۸) د حج اعلان یې کړی و.
وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ.[7]
ژباه او اعلان وکړه (اې ابراهیمه!) په خلکو کې د حج (د ادا کولو) لپاره چې راشي (حاجیان) تا ته پیاده او سواره په هر ډنګر اوښ چې راځي (دا اوښان) له هرې ژورې (لرې) لارې څخه.
{وَأَذِّنْ فِى الناس بالحج} ناد فيهم والحج هو القصد البليغ إلى مقصد منيع …[8]
ژباړه: «او اعلان وکړه په خلکو کې د حج » په دوی کې اواز وکړه او حج د محکم مقصد لپاره لوی قصد ته وايي، روایت دی چې ابراهیم علیه السلام د ابو قبیس غره ته وخوت او ویې فرمایل اې خلکو! د خپل پالونکي د بیت حج وکړئ، د پلرونو له ملاګانو او د میندو له رحم څخه هغو جواب ورکړ چې دوی ته حج لیکل شوی په لبيك اللهم لبيك سره. او له حسن  نه روایت دی دا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خطاب دی او امر ورته شوی چې د حجة الوداع په موقع دا انجام کړي؛ خو اول قول ډېر ښکاره دی. «چې راشي (حاجیان) تا ته پیاده» په پښو. رجال د راجل جمع ده لکه قائم د قیام «او سواره په هر ډنګر اوښ» دا حال دی او عطف دی په رجال باندې، ګویا داسې یې ویلي چې پیاده او سواره. او ضامر ډنګر اوښ ته وايي، پیاده یې په سورو مخکې کړل تر څو د پیاده تلونکو بهتري ښکاره شي لکه څنګه چې په حدیث شریف کې ذکر دي او یأتین د ضامر صفت دی ځکه چې ضامر معنًا جمع دی.
(۹) د حج مناسک او افعال یې خلکو ته ښودلي ول.
رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُسْلِمَةً لَكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَا إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ.[9]
ژباړه: اې ربه! او وګرځوه موږ حکم منونکي ستا او (وګرځوه) له اولادې زموږ څخه یوه ډله حکم منونکي او وښیه موږ ته احکام د حج زموږ او قبوله کړه توبه زموږ، بېشکه هم دا ته ښه توبه قبلوونکی، ښه مهربان یې.
وأما”المناسك” فإنها جمع”منسك” …[10]
ژباړه: مناسک د منسک جمع ده دا هغه ځای ته وایي چې هلته د الله جل جلاله عبادت کیږي او الله جل جلاله ته په کې نزدېکت راځي په هغه نېک عمل سره چې الله جل جلاله پرې راضي کیږي. دا عمل یا د الله جل جلاله لپاره په ذبح سره حاصلیږي، یا په لمونځ، طواف او سعې سره او یا غیر له دې په نورو نېکو اعمالوسره، له دې امله مشاعر الحج (علاماتو دې حج) ته مناسک د حج وايي، ځکه دا نشانات او علامات دي چې خلک ورسره عادت شي او ورته راشي.
(۱۰) د ټول آسماني ادیانو په نزد بلا نزاع معتبر او قدرمند دی.
{إِنّى جاعلك لِلنَّاسِ إِمَامًا} [ البقرة ۱۲۴ ] المسألة الثانية  أن الله تعالى لما وعده بأن يجعله إماماً للناس …[11]
ژباړه: دویمه مسأله: بېشکه الله جل جلاله له ابراهیم علیه السلام سره وعده کړې وه چې دی به د خلکو امام ګرځوي الله جل جلاله دغه وعده تر قیامته پوره کړه، بېشکه د ادیانو خلک یعني هغه خلک چې په دین عقیده لري سره له دې نه چې د دوی تر منځ لوی اختلافونه دي او یو بل سره په ضد کې دي، دوی ټول د ابراهیم علیه السلام تعظیم کوي او ابراهیم علیه السلام ته په نسبت کولو سره شرافت حاصلوي څوک دغه شرافت د نسب او څوک د دین له لارې حاصلوي، تر دې چې بت پرستانو هم د ابراهیم علیه السلام تعظیم کاوه او الله جل جلاله په خپل کتاب کې فرمایلي «بیا مو حکم وکړ تا ته (اې محمده! داسې) چې متابعت وکړه  د ملت ابراهیم چې حنیف و» او فرمایلې دي «او څوک مخ اړوي له دين د ابراهیم علیه السلام څخه ؟ (هیڅ څوک مخ نه اړوی) مګر هغه څوک چې خپل ځان یې احمق ګرځولی وي» او فرمایلې دي «(تابعداري وکړئ) د دین د پلار خپل چې ابراهیم علیه السلام دی دغه (الله جل جلاله / ابراهیم علیه السلام) و نوموي تاسو مسلمانان پخوا (له دغه قرآن څخه په نورو آسماني کتابونو کې)» او د رسول الله ټول امت د لمونځ په آخر کې رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په ابراهیم علیه السلام هم درود وايي.
{إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (120) شَاكِرًا لأنْعُمِهِ اجْتَبَاهُ وَهَدَاهُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (121) وَآتَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَإِنَّهُ فِي الآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ (122).[12]
تفسیر رازي کي لیکي[13]: پوه شه بېشکه الله جل جلاله ابراهیم علیه السلام په متعددو صفاتو موصوف کړی.
اول صفت: بېشکه دی امت (جماعت و) د دې په تفسیر کې څو وجوهات دي:
اول: بېشکه دی یوازي امت دی له امتونو نه ځکه چې د خیر په صفاتو کې کامل دی لکه چې وایي «ليس على الله بمستنكر … أن يجمع العالم في واحد» لري نه ده چې الله جل جلاله عالم په يو کس کې جمع کړي.
دویم: مجاهد فرمایلې دی یوازي مؤمن و په داسې حال کې چې خلک ټول کافر وو له دې امله یوازي امت دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د زید بن عمرو بن نفیل په هکله فرمایلې الله جل جلاله به یې یوازي یو امت را پورته کړي.
درېیم: امة فعلة وزن دی په معنی د مفعول سره لکه رحلة او بغیة. امت هغه دی چې د امامت لپاره لاېق او وړ وګرځول شي، دلیل یې دا قول د الله جل جلاله دی {إِنّى جاعلك لِلنَّاسِ إِمَامًا} [ البقرة 124 ]. بېشکه زه ګرځونکی یم تالره د خلکو لپاره امام.
څلورم: بېشکه علیه السلام هغه څوک دی چې د ده له امله یې امت له نورو څخه په توحید او حق دین سره ممتاز ګرځېدلی چې کله دی د امت لپاره سبب دی الله جل جلاله په امت ونوماوو د مسبب اطلاق یې په سبب باندې وکړ.
له شهر بن حوشب نه روایت دی الله جل جلاله  همیشه په ځمکه کې په څوارلسو کسانو د ځمکې له خلکو (مصيبتونه) دفع کړي مګر په زمانه د ابراهیم علیه السلام کې دی یوازي و.
دویم صفت: ابراهیم علیه السلام د الله جل جلاله لپاره قانت و او قانت د الله جل جلاله په امر ولاړ ته وایي، له عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی له دې امله ورته قانت وايي چې د الله جل جلاله تابعدار او فرمان بردار و.
درېیم صفت: حنیف و، حنیف داسلام دین ته داسې مایل ته وایي چې بلکل نه اوړي، ابن عباس رضی الله عنهما فرمایلې بېشکه ابراهیم علیه السلام اول هغه و چې د حج او قربانۍ افعال یې قائم کړل او دا د حنفیت صفت دی.
څلورم صفت: مشرک نه و {وَلَمْ يَكُ مِنَ المشركين} د دې معنا دا ده بېشکه دی موحد و په وړوکوالي او لوی والې کې، هغه خبره چې دا صفت تائیده وي اکثر وخت به د ده کوشش د علم اصول په تقریر کې و، نو د خپلې زمانې پاچا سره یې د صانع (خالق) په اثبات دلیل ذکر کړ زما رب هغه دی چې ژوندي کول او مړ کول کوي، بیا یې د بتانو او ستورو عبادت باطل کړ زه ډوبېدونکي نه خوښوم، بیا یې د غه بتان مات کړل تر دې چې خبر دې ته ورسېده چې خلکو په اور کې واچاوو، بیا یې له الله جل جلاله نه وغوښتل چې د ژوندي کېدلو کیفیت ورته وښيي چې زیات اطمینان ورته حاصل شي، څوک چې د قرآن په علم پوهیږي هغه په دې پوهیږي چې ابراهیم علیه السلام د توحید په بحر کې غرق دی.
پنځم صفت: د الله جل جلاله د نعمتونو شکر ګزار و، په روایت کې دي چې ابراهیم علیه السلام به د غرمې ډوډۍ خامخا له مېلمه سره خوړله، یوه ورځ یې مېلمه پیدا نه کړ ډوډۍ یې وروسته کړه ناڅاپه د ملائکه ؤ له یوې ډلې سره چې د انسانانو په شکل کې وه؛ مخامخ شو، دوی یې خوراک ته دعوت کړل، دوی دا ښکاره کړه چې په موږ باندې جذام مرض دی (یو قسم ساري مرض دی) ده وفرمایل اوس په ما ستاسو خوراک لازم دی، که ستاسو قدر د الله جل جلاله په نزد نه وای په دې امتحان به یې نه مبتلا کولی.
که څوک ووایي لفظ د (انعم) په دې قول د الله تعالی کې {شَاكِراً لأَنْعُمِهِ} جمع قلت دی، حال دا چې د الله جل جلاله نعموتونه په ابراهیم علیه السلام ډېر دي، بیا یې ولي د انعم کلمه ذکر کړه؟
موږ وایو بېشکه ابراهیم علیه السلام د ټولو نعمتونو شاکر دی اګرکه لږ هم وي، که ډېر شي بیا خو په طریق اولی سره شاکر دی.
شپږم صفت: الله جل جلاله د نبوت لپاره غوره کړی و. اجتباء دې ته وايي چې یو شی ټول واخلې د باب افتعال نه دی په اصل کې په ډنډ کې د ابو جمع کېدلو ته وايي او جابیه حوض ته وایي.
اووم صفت: {وَهَدَاهُ إلى صراط مُّسْتَقِيمٍ} الله جل جلاله ورته مستقیمه لار ښولي وه، یعني الله جل جلاله طرف ته رابلل، حق دین طرفته ته ترغیب ورکول  او له باطل دین نه متنفر کول.
اتم صفت: {وآتيناه فِى الدنيا حَسَنَةً} موږ ورته په دنیا کې نيکي ورکړې وه، قتاده فرمایلې بېشکه الله جل جلاله ټولو خلکو ته محبوب کړی و، د ټولو ادیانو والا یې اعتراف کوي، هرڅه مسلمانان یهودان او نصرانیان خو ښکاره دي، د قریشو کافرانو او د ټولو عربو له ده نه بغیر په بل چا فخر نشته، حقیقت خبره دا ده چې الله جل جلاله د ده دا دعا قبوله کړې {واجعل لّي لِسَانَ صِدْقٍ فِى الآخرين} وګرځوه ما ته ژبه د صدق (د ثناء او نېک نامي) په وروستنیو (خلکو) کې.  نورو ویلې دا د لمونځ کونکي دعا ده كما صليت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم. څوک وایي صدق، وفا او عبادت ترې مراد دی.
نهم صفت: {وَإِنَّهُ فِى الآخرة لَمِنَ الصالحين} بېشکه دی په آخرت کې له صالحینو څخه دی.
که څوک ووایي ولي یې {وَإِنَّهُ فِى الآخرة لَمِنَ الصالحين} وویل او داسې یې ونه ویل: وإنه في الآخرة في أعلى مقامات الصالحين، بېشکه دی په آخرت کې د صالحینو په اعلی مقاماتو کې دی؟
موږ وایو بېشکه الله جل جلاله له ده نه حکایت کړی، ویلې یې دي اې ربه ما ته حکم (نبوت) راکړې او صالحینو سره مې یوځای کړې! نو دلته یې (د دعا موافق) {وَإِنَّهُ فِى الآخرة لَمِنَ الصالحين} وویل، بېشکه الله جل جلاله دغه (مضمون) په بل آیت کې فرمایلی او دا زموږ دلیل دی چې ابراهیم علیه السلام ته مو ورکړی د قوم په مقابل کې، موږ د هغه چا درجه لوړوو چې اراده یې وکړو.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه

[1]  سورة الصافات، ایت: ۹۹-۱۰۷

[2]  تفسير ابن كثير، دار الکتاب العربي، بیروت لبنان.

[3]  موطأ مالک، کتاب صفة النبي صلی الله علیه وسلم، بَاب مَا جَاءَ فِي السُّنَّةِ فِي الْفِطْرَةِ. المکتبة الحقانیة، پشاور پاکستان.

[4]  صحیح البخاري، کتاب الاستیذان، بَاب الْخِتَانِ بَعْدَ الْكِبَرِ وَنَتْفِ الْإِبْطِ، ج ۲، المکتبة الحقانیة بشاور باکستان.

[5]  سورة الانبیاء.

[6]  تفسير النسفي، دار الکتب العلمیة، بیروت لبنان.

[7]  سورة الحج، ایت: ۲۷.

[8]  تفسير النسفي، دار الکتب العلمیة، بیروت لبنان.

[9]  سورة البقرة، ایت: ۱۲۸.

[10]  تفسير الطبري، دار الکتب العلمیة، بیروت لبنان.

[11]  تفسير الرازي، سورة البقرة، ایت: ۱۲۴، دار الکتب العلمیة بیروت لبنان.

[12]  سورة النحل.

[13]  تفسیر الرازي، سورة النحل، دار الکتب العلمیة بیروت لبنان.

ابراهیم علیه السلام ابراهیمي ملت اسلام
Previous Articleمقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۳)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۳)

دوشنبه _3 _اگست _2026AH 3-8-2026AD
نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۳)

شنبه _1 _اگست _2026AH 1-8-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۵)

پنجشنبه _30 _جولای _2026AH 30-7-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۶)

سه شنبه _4 _اگست _2026AH 4-8-2026AD1 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۶) (۵) د الله جل جلاله لپاره یې…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۳)

دوشنبه _3 _اگست _2026AH 3-8-2026AD11 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۳) د امام ابوحنيفه…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه : ٦١ )

شنبه _1 _اگست _2026AH 1-8-2026AD17 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه :…

نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۳)

شنبه _1 _اگست _2026AH 1-8-2026AD10 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۳) د ډیموکراسۍ نیمګړتیاوې: له ټولو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ابراهيمي ملت (برخه: ۶)

سه شنبه _4 _اگست _2026AH 4-8-2026AD

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۳)

دوشنبه _3 _اگست _2026AH 3-8-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.