ليکوال: میا نور آغا
ابراهيمي ملت (برخه: ۵)
اول فصل
اول بحث: د ابراهیم علیه السلام خصوصیات
(۱) ابراهیم علیه السلام د ملت ابراهیم بنیاد (بنسټ) اېښودونکی دی او خلک د ده د ملت په اتباع نه یوازې دا چې مامور دي بلکې منکر یې د الله جل جلاله په نزد لوی جاهل او احمق دی، لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمایلی: وَمَنْ يَرْغَبُ عَنْ مِلَّةِ إِبْرَاهِيمَ إِلَّا مَنْ سَفِهَ نَفْسَهُ وَلَقَدِ اصْطَفَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآَخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ.[1]
ژباړه: او څوک مخ اړوي له دين د ابراهیم علیه السلام څخه؟ (هیڅ څوک مخ نه اړوی) مګر هغه څوک چې خپل ځان یې احمق ګرځولی وي او په تحقیق موږ غوره کړی و ابراهیم علیه السلام په دنیا کې او بېشکه دی په آخرت کې له خاصو نېکانو څخه دی.
(۲) له ده نه وروسته ټول انبیاء علیهم السلام د ده په اولاد کې راغلي، غير له محمد صلی الله علیه وسلم نه چې د اسماعیل علیه السلام په اولاد کې نبي راغلی دی، نور ټول د اسحاق علیه السلام په اولاد کې راغلي دي.
وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ وَآَتَيْنَاهُ أَجْرَهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآَخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ.[2]
ژباړه: او وبخښلو موږ ده (ابراهيم) ته (زوی) اسحاق او (لمسی) یعقوب او ګرځولی و موږ په اولاد دده کې نبوت او کتاب، او ورکړی و موږ ده ته اجر دده په دنیا کې او بېشکه دی په آخرت کې خامخا له صالحانو څخه دی.
وقوله {وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ} هذه خِلْعَة سَنية عظيمة…[3]
ژباړه: د اقول د الله جل جلاله «او ګرځولی و موږ په اولاد د ده کې نبوت او کتاب» دا یوه لویه قیمتي مرتبه ده، سره له دې چې الله جل جلاله ابراهیم علیه السلام خاص دوست نیولی و او د خلکو لپاره یې امام ګرځولی و، ویې ګرځاوه دده په اولاد کې نبوت او کتاب، له ابراهیم علیه السلام نه وروسته انبیاء علیهم السلام یوازي دده له پشت او اولاد څخه دي، د بني اسرائیلو ټول انبیاء علیهم السلام د یعقوب بن اسحاق بن ابراهیم علیهم السلام له پشت څخه دي، تر دې چې آخري یې عیسی بن مریم علیهما السلام دی، دی په مجلس کې ودرېد او په (راتګ د) عربي قریشي نبي یې زېری ورکړ چې د ټولو رسولانو آخیري دی او په دنیا او آخرت کې د آدم علیه السلام د اولاد سردار دی، هغه چې الله جل جلاله د خالص عربو له منځ څخه غوره کړی و ؛د اسماعیل بن ابراهیم علیهما السلام له پشت څخه دی او د اسماعیل علیه السلام له پشت نه غیر له ده بل نبي نشته، صلی الله علیه وسلم.
وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ هُوَ اجْتَبَاكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ مِلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِينَ مِنْ قَبْلُ وَفِي هَذَا لِيَكُونَ الرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآَتُوا الزَّكَاةَ وَاعْتَصِمُوا بِاللَّهِ هُوَ مَوْلَاكُمْ فَنِعْمَ الْمَوْلَى وَنِعْمَ النَّصِيرُ.[4]
ژباړه: او کوښښ کوئ په (لاره د جهاد، طاعت او رضاء د) الله جل جلاله کې په حق جهاد د هغه سره (چې ورته وړ او لائق دی) دغه (الله جل جلاله) غوره کړي یاست تاسو او نه یې دی ګرځولی په تاسو باندې په دین ستاسو کې هیڅ مشقت، (متابعت وکړئ) د دین د پلار خپل چې ابراهیم علیه السلام دی، دغه (الله جل جلاله یا ابراهیم علیه السلام) و نومولئ تاسو لره مسلمانان، پخوا (له دغه قرآن څخه په نورو آسماني کتابونو کې) او په دغه (قرآن) کې (هم) د دې لپاره چې شي رسول (ستاسو محمد صلی الله علیه وسلم) شاهد په تاسو (د تبلیغ خپل) او چې شئ تاسو شاهدان په نورو خلکو (د تبلیغ د نورو انبیاؤ) نو قائموئ لمونځ او ورکوئ زکات او ونیسئ (دین) د الله جل جلاله دغه (الله جل جلاله) ستاسو مالک دی پس ښه مالک او ښه مرسته کونکی دی.
حدثنا أبو كريب قال حدثنا يونس قال حدثنا محمد بن إسحاق قال حدثني محمد بن أبي محمد مولى زيد بن ثابت قال حدثني سعيد بن جبير وعكرمة، عن ابن عباس قال دخل رسول الله صلى الله عليه وسلم بيت المِدْرَاس على جماعة من يهود، فدعاهم إلى الله، فقال له نعيم بن عمرو، والحارث ابن زيد على أيّ دين أنت يا محمد؟ فقال”على ملة إبراهيم ودينه فقالا فإنّ إبراهيم كان يهوديًّا فقال لهما رسول الله صلى الله عليه وسلم فهلمُّوا إلى التوراة، فهي بيننا وبينكم فأبيا عليه، فأنزل الله عز وجل”ألم تَر إلى الذين أوتوا نصيبًا من الكتاب يُدْعونَ إلى كتاب الله ليحكم بينهم ثم يَتولى فريق منهم وهم معرضون” إلى قوله”ما كانوا يفترون”.[5]
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدراس کور ته ورغی چې یو ټولی یهودان هلته موجود وو، دوی یې د الله جل جلاله طرفته را وبلل، نعیم بن عمرو او حارث بن زید وویل: ته په کوم دین باندې یې اې محمده!؟ (صلی الله علیه وسلم) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه د ابراهیم په ملت او دین یم، دوی دواړو وویل بېشکه ابراهیم علیه السلام یهودي و، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل راځئ تورات زموږ او ستاسو په منځ کې دی (څه چې په تورات کې دي په هغه به فیصله وکړو) دوی دواړو انکار وکړ، بیا الله جل جلاله دا آیت نازل کړ: آیا نه ګورئ هغو کسانو ته چې کتاب ورکړی شوی، دوی د کتاب طرفته رابلل کیږي ترڅو په خپل منځ کې فیصله پرې وکړي، بیا یوه ډله له دوی نه مخ اړونکي دي…
(۳) محمد صلی الله علیه وسلم د ابراهیم علیه السلام د ملت متمم او د ده، دعا ده (رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آَيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ).[6]
ژباړه: اې زموږ ربه! پیدا کړه (ولېږه) په دوی کې (د ابراهیم علیه السلام په اولاد کې) یو رسول له دوی نه (د دوی له نوعې نه او د دوی په لغت فصیح او بلیغ سره) چې لولي په دوی باندې آیاتونه ستا او ښيي دوی ته کتاب (قرآن) او حکمت (شرعی احکام) او پاک کړي دوئ (له ګناهونو نه) بېشکه همدا ته یې ښه غالب د حکمت خاوند.
الله جل جلاله د ابراهیم علیه السلام دعا قبوله کړه، خاتم النبین او امام الأنبیاء و المرسلین یې راولېږه، دده، د ملت اتمام يې پرې وکړ او عالمي نظام یې راوړ چې تر کوم قوم او وطن پوري محدود نه دی (قُلْ إِنَّنِي هَدَانِي رَبِّي إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ دِينًا قِيَمًا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ). [7]
ژباړه: ووایه (اې محمده!) بېشکه زما رب ما ته سمې او برابرې لارې ته هدایت کړی چې محکم او ثابت دین دی (دغه دین) ملت ابراهیم دی، حال دا چې (ابراهیم علیه السلام) حنیف و (مائل وو له باطل نه حق طرف ته) او نه وو له مشرکانو څخه.
حَدَّثَنَا أَبُو الْيَمَانِ الْحَكَمُ بْنُ نَافِعٍ حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرٍ عَنْ سَعِيدِ بْنِ سُوَيْدٍ عَنِ الْعِرْبَاضِ بْنِ سَارِيَةَ السُّلَمِيِّ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ فِي أُمِّ الْكِتَابِ لَخَاتَمُ النَّبِيِّينَ وَإِنَّ آدَمَ لَمُنْجَدِلٌ فِي طِينَتِهِ وَسَأُنَبِّئُكُمْ بِتَأْوِيلِ ذَلِكَ دَعْوَةِ أَبِي إِبْرَاهِيمَ وَبِشَارَةِ عِيسَى قَوْمَهُ وَرُؤْيَا أُمِّي الَّتِي رَأَتْ أَنَّهُ خَرَجَ مِنْهَا نُورٌ أَضَاءَتْ لَهُ قُصُورُ الشَّامِ وَكَذَلِكَ تَرَى أُمَّهَاتُ النَّبِيِّينَ صَلَوَاتُ اللَّهِ عَلَيْهِمْ.[8]
ژباړه: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه اورېدلې چې فرمایل یې بېشکه زه د الله جل جلاله بنده یم، په لوح محفوظ کې خاتم النبیېن یم، په داسې حال کې چې بېشکه آدم علیه السلام د پیداکېدو حالت کې په ځمکه غورځول شوی و (یعني د آدم علیه السلام له پیداېښت څخه مخکي) ژر ده چې زه خبر در کړم په تاویل (د اول ظاهرېدلو د نبوت زما او په رفعت زما) چې دا زما د پلار ابراهیم علیه السلام دعا وه او د عیسی علیه السلام خپل قوم ته زېری و (زه په داسې پیغمبر زېری درکوم چې له ما نه وروسته راځي نوم به یې احمد وي) او د خپلې مور خوب یم چې هغې لیدلی و، له دې څخه نور خارج شو، د شام قصرونه یې رڼا کړل او همدارنګه د انبیاؤ علیهم السلام میندو خوبونه لیدلي وو.
حَدَّثَنَا أَبُو النَّضْرِ حَدَّثَنَا الْفَرَجُ حَدَّثَنَا لُقْمَانُ بْنُ عَامِرٍ قَالَ سَمِعْتُ أَبَا أُمَامَةَ قَالَ قُلْتُ يَا نَبِيَّ اللَّهِ مَا كَانَ أَوَّلُ بَدْءِ أَمْرِكَ؟ قَالَ دَعْوَةُ أَبِي إِبْرَاهِيمَ وَبُشْرَى عِيسَى وَرَأَتْ أُمِّي أَنَّهُ يَخْرُجُ مِنْهَا نُورٌ أَضَاءَتْ مِنْهَا قُصُورُ الشَّامِ.[9]
ژباړه: ابو امامه ویلې ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل اې د الله نبي! ستا د کار اول شروع څنګه وه؟ ده علیه السلام وفرمایل: زما د پلار ابراهیم علیه السلام دعا وه او د عیسی علیه السلام زېری او زما مور خوب لیدلی و چې نور له دې څخه خارج شو او د شام قصرونه یې رڼا کړل.
(۴) الله جل جلاله ابراهیم علیه السلام امام ګرځولی و {إِنّى جاعلك لِلنَّاسِ إِمَامًا}[10]
ژباړه: بېشکه زه ګرځونکی یم تا لره (اې ابراهیم علیه السلام) د خلکو لپاره امام.
وثبت أن الأنبياء في أعلى مراتب الإمامة وجب حمل اللفظ ههنا عليه، لأن الله تعالى ذكر لفظ الإمام ههنا في معرض الامتنان، فلا بد وأن تكون تلك النعمة من أعظم النعم ليحسن نسبة الامتنان فوجب حمل هذه الإمامة على النبوة .
المسألة الثانية: أن الله تعالى لما وعده بأن يجعله إماماً للناس حقق الله تعالى ذلك الوعد فيه إلى قيام الساعة…[11]
ژباړه: او دا خبر ثابته ده چې انبیاء علیهم السلام په لوړو مراتبو د امامت کې دي نو لازمه ده چې دلته له لفظ (امام) نه مراد همدا (نبوت) واخستل شي، ځکه الله جل جلاله دلته لفظ د امام د احسان په ځای کې ذکر کړی نو خامخا به دغه نعمت له لویو نعمتونو څخه وي ددې لپاره چې د احسان نسبت د ښايسته شي پسې لازم دی چې له دې امامت څخه نبوت مراد کړی شي.
دویمه مسأله: بېشکه الله جل جلاله له ابراهیم علیه السلام سره وعده کړې وه چې دی به د خلکو امام ګرځوي، الله جل جلاله دغه وعده تر قیامته پوره کړه، بېشکه د ادیانو خلک یعني هغه خلک چې په دین عقیده لري سره له دې نه چې د دوی تر منځ لوی اختلافونه دي او یو بل سره په ضد کې دي، دوی ټول د ابراهیم علیه السلام تعظیم کوي او ابراهیم علیه السلام ته په نسبت کولو سره شرافت حاصلوي، څوک دغه شرافت د نسب او څوک د دین له لاري حاصلوي، تر دې چې بت پرستانو هم د ابراهیم علیه السلام تعظیم کاوه او الله جل جلاله په خپل کتاب کې فرمایلې «بیا مو حکم وکړ تا ته (اې محمده! داسې) چې متابعت وکړه د ملت ابراهیم چې حنیف و» او فرمایلې دي «او څوک مخ اړوي له دين د ابراهیم علیه السلام څخه ؟ (هیڅ څوک مخ نه اړوی) مګر هغه څوک چې خپل ځان یې احمق ګرځولی وي» او فرمایلې دي (تابعداري وکړئ) دین د پلار خپل چې ابراهیم علیه السلام دی دغه (الله جل جلاله/ ابراهیم علیه السلام) و نوموي تاسو مسلمانان پخوا (له دغه قرآن څخه په نورو آسماني کتابونو کې) او د رسول الله ټول امت د لمونځ په آخر کې رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په ابراهیم علیه السلام هم درود وايي.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1] سورة البقرة، ایت: ۱۳۰.
[2] سورة العنکبوت، ایت: ۲۷.
[3] تفسیر ابن کثیر، دار الکتاب العربي بیروت.
[4] سورة الحج، ایت: ۷۸.
[5] تفسير الطبري، تحت اېة أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِنَ الْكِتَابِ يُدْعَوْنَ إِلَى كِتَابِ اللَّهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ يَتَوَلَّى فَرِيقٌ مِنْهُمْ وَهُمْ مُعْرِضُونَ (23). سورة آل عمران. دار الکتب العلمیة، بیروت لبنان.
[6] سورة البقرة ایت: ۱۲۹.
[7] سورة الانعام، ایت: ۱۶۱.
[8] مسند احمد، حَدِيثُ الْعِرْبَاضِ بْنِ سَارِيَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، ج ۵، ص ۸۴۶، عالم الکتب، بیروت لبنان.
[9] مسند احمد، حَدِيثُ أَبِي أُمَامَةَ الْبَاهِلِيِّ الصُّدَيِّ بْنِ عَجْلَانَ بْنِ عَمْرِو بْنِ وَهْبٍ الْبَاهِلِيِّ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، ج ۷، ص ۴۲۰، عالم الکتب، بیروت لبنان.
[10] سورة البقرة، ایت: ۱۲۴.
[11] تفسير الرازي، سورة البقرة، ایت: ۱۲۴، دار الکتب العلمیة بیروت لبنان.


