Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۹)
اسلامي علما چهارشنبه _22 _جولای _2026AH 22-7-2026AD

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۹)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مولوي عبدالرحیم راشد
مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۹)
د امام ابو حنیفه رحمه الله تدریسي خدمت او نوموتي شاګردان یې
الحمد لله، الحمد لله كتب على نفسه الرحمة، وأفاضَ على الخلائق سوابِغَ النِّعمة، دعا إلى الإسلام فخصَّ من شاءَ بالهداية والتوفيق منَّةً منه وفضلاً، وأقامَ الحُجَّةَ على من خالَفَ حكمةً منه وعدلاً، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له شهادةَ عبده وابنِ عبده وابنِ أمَته ومن لا غِنى له طرفةَ عينٍ عن فضلِه ورحمتِه، وأشهد أن سيدَنا ونبيَّنا محمدًا عبدُ الله ورسولُه، وصفيُّه وخليلُه، رحمةُ الله للعالمين، وقدوةُ العامِلين، ومحجَّةُ السالِكين، صلَّى الله وسلَّم وبارَك عليه، وعلى آله السادة الطاهرين، وعلى أصحابه الغُرِّ الميامين، والتابعين ومن تبِعَهم بإحسانٍ إلى يوم الدين، وسلَّم تسليمًا كثيرًا.
قدرمنو لوستونکو! د لیکوالۍ او وعظ په اصولو کې یو سخت مسؤلیت دخپلو اسلافو له ژوند څخه خبرې کول دي، ځکه هغه داسې مېړني اشخاص وو، چې یادونه یې په څو کرښو کې نه شي رانغاړېدلی او د دوی په حق کې باید داسې الفاظ او کلمې وکارول شي، چې ددې لويو څېرو له شان سره مناسبې وي، دا هرڅه له پوره پوهې او علم سره  په ډېر احتیاط قدم اخیستلو سره ترسره کېږي، چې د کمال ادب ساتل په کې اړین دي.
له دې سره باید لیکوالان او ویناوال د اسلافو د ژوندلیکونو بیانولو ته پوره پاملرنه وکړي او په بېلا بېلو اړخونو یې رڼا واچوي، تر څو راتلونکي نسلونه  د دې نوموتو شخصیتونو له فیوضاتو برخمن او د خپل ژوند مسیر د دوی په نقش او قدم برابر کړي.
د هغه نوموتو اسلافو له جملې څخه، چې اسلامي امت او محمدي دین ته یې بې ساري خدمتونه ترسره کړي دي، یو نعمان رحمه الله دی  چې د علماوو او عوامو ترمنځ په  ابو حنیفه باندې مشهور دی چې د اعزاز او احترام له امله امام الاعظم( لوی امام)  هم بلل کېږي، او د یو پرهېزګاره شخص «ثابت» زوی و، چې د هجرت په اتیایم(۸۰) کال په کوفه کې یې دې نړۍ ته سترګي وغړولې، د هجرت په یو سلو پنځوسم (۱۵۰) کال   وفات شو او په بغداد کې خاورو ته وسپارل شو.
د یاد علمي کان د ژوند په  ټولو اړخونو که خبرې کېږي، نو کتابونه او ساعتونه وخت ته اړتیا ده، زه غواړم چې یواځې د امام الاعظم نعمان بن ثابت رحمه الله د تدریسي خدمت او د نوموتو شاګردانو په اړه یې معلومات له تاسو سره شریک کړم.
لومړی یې د تدریس په اړه موضوع څېړو:
څرنګه چې د امام ابو حنیفه رحمه الله په وخت کې کوفه د علم مرکز او د علماؤ استوګنځی و، چې ډېر زیات تکړه تابعین په کې اوسېدل، په دې اړه خپله امام صاحب رحمه الله د هغه چا په ځواب کې وايي، چې له دی څخه یې وپوښتل: دومره فقه دې له کومه ترلاسه کړه؟
امام ابو حنیفه رحمه الله وویل:« زه د علم او فقهې په کان کې اوسېدم، نو ما تل د علم له څښتنانو سره ناسته کوله، چې له مشهورو فقهاوو څخه چې ما ډېره استفاده ترې کړې ده، یو حماد رحمه الله دی». ۱
او کله چې حماد بن سفیان رحمه الله  په ۱۲۰ سپوږمیز کال کې وفات شو، نو شاګردانو ته یې فکر پیدا شو، چې څوک به د شیخ حماد رحمه الله ځای ناستی جوړېږي، ځکه په پيل کې د حماد زوی د خپل پلار د علم پر تخت کیناست، خو  هغه د ادب او لغت لوري ته زیات مائل و، په پای کې موسی بن کثیر دې منصب ته ورسېد، ځکه هغه د حماد رحمه الله په شاګردانو کې د تجربې او عمر له لحاظه مشر و، که څه هم نور په فقه کې ماهر نه و، خو زیاتو علمي مجلسونو کې یې ګډون کړی و، نو د خلکو ترمنځ یې ځانګړی اثر و، د درس لړۍ یې څو ورځې وغځوله، بیا حج ته لاړ، نو  ددې لوی بار وړلو لپاره د عامو خلکو، د حماد رحمه الله د شاګردانو او ملګرو  اتفاق په امام ابو حنیفه نعمان بن ثابت رحمه الله راغی، امام صاحب رحمه الله ته ورغلل او ورته یې وویل: اې ابو حنیفه کښېنه!  ته به د خپل قدرمن استاد حماد رحمه الله ځای ناستی جوړېږې.
امام صاحب رحمه الله ورته وویل: په دې شرط کښېنم، چې په تاسو کې به لس تنه ماته ضمانت  را کوئ، چې یو کال به حتمي راسره یاست، نو هغوی هم ورسره ومنل او په دې باندي یې وفاء  هم وکړله.۱
کله چې دا دروند منصب د عمر په څلوېښت (۴۰) کلنۍ کې د امام ابو حنیفه رحمه الله په غاړه شو، نو شپه او ورځ یې په ځان یوه کړه او تل به یې کوښښ کاوه چې د خپل استاد تشه ډکه او ورسپارل شوی مسؤلیت په پوره صحیح توګه ادا کړي، چې د همدې اخلاص له امله  د شیخ حماد رحمه الله پخواني شاګردان هم  راغلل او له نويو شاګردانو سره یې یو ځای د امام ابو حنیفه رحمه الله په درس کې ګډون کاوه، چې تدریسي خدمت کې د امام صاحب رحمه الله نوم تر لیرې سیمو ورسېد، له بېلا بېلو سیمو څخه شاګردان د امام صاحب رحمه الله د تدریس لپاره راتلل او عامو خلکو  به  هم  د شرعي پوښتنو لپاره د امام صاحب رحمه الله حضور ته تشریف راوړلو، حتی د ده خپلو استادانو لکه مسعر بن کدام، امام اعمش او نورو به هم له ده څخه استفاده کوله.
له هسپانیې پرته د اسلامي نړۍ داسې هيڅ برخه پاتې نه شوه، چې دده د شاګردي اعزاز  یې ترلاسه کړی نه  وي، د کومو ځایونو څخه چې خلک ورته راغلل، د ټولو ذکر کول ناشونې دي، خو د ځینو ځانګړو سیمو نومونه  لکه: مکه مکرمه، مدینه منوره، یمامه، بحرین، بغداد، اهواز، کرمان، اصفهان، حلوان، استرآباد، همدان، نهاوند، رئ، قومس، دامغان، طبرستان، جرجان، نېشاپور، سرخس، نسار، بخارا، سمرقند، ګس، صنعایان، ترمذ، هرات، نهستار، الزم، خوارزم، سیستان، مدائن، مصیصه او حمص د یادونې  وړ دي. ۱
له دی سره یې  امیرانو او شتمنو  هم  ډېر عزت او درناوی کاوه او د مسؤولینو په مجلسونو کې به یې نوم په ډېر اعزاز اخیستل کېده، چې ورځ په ورځ یې رتبه لوړېدله، تر دې چې د ډېرو اقوالو او نظریاتو نسبتونه به په لویو، لویو مجلسونو او علمي حلقو کې امام صاحب رحمه الله ته کېدل.
د وخت په تېرېدو سره د امام ابو حنیفه رحمه الله تدریسي حلقه پراخېدله،په سیمه کې یې ساری موجود نه و، چې دېرش (۳۰ )  کاله یې په دغه سپېڅلي منصب  کې تېر کړل او داسې شاګردان یې وروزل، چې تاریخ  ټولنې ته  د داسې بچېانو د وړاندې کولو څخه عاجز شوی دی.[1]
د فقهي درس طریقه : د مسائلو په تحقیق او اثبات کې د امام ابو حنیفه رحمه الله طریقه د مشورې وه، چې د ملګرو او شاګردانو نظرونه به یې په  مسائلو کې اخیستل او یواځې به یې په خپل نظر  ټینګار نه و، لومړی به  یې مسئله  د ټولو وړاندې ذکر کړه، خپل نظر او هغه معلومات چې له دی سره به موجود وو، ټولو ته به یې وویل، بیا به یې د ملګرو او شاګردانو نظریې په ښه غور او چوپتیا سره اورېدلې، ځینې وختونه به یوې مسئلې میاشت او تر دې  هم زیات وخت ونیوه، کله  به  چې  یوې اتفاقي رايې ته ورسېدل بیا به ابو یوسف رحمه الله هغه په اصولو کې ثبت کړه.
کله به  چې  په امام ابو حنیفه رحمه الله باندې یوه مسئله سخته شوه او په اړه به  یې هیڅ رأیه ذهن ته نه ورتلله، بیا به یې ملګرو او شاګردانو ته وویل: دا ټول زما د کړيو ګناهونو له امله  دي، نو استغفار ویل به  یې  پیل کړل،  ځينې وخت به  ولاړ  شو، لمونځ  کولو باندې به  یې شروع وکړه، نو مسئله  به  هم ورته  آسانه او حل لاره به  یې ورته راوایستله او دا به یې وویل: ما دغه هیله درلوده، چې زما ګناهونه به راوبښل شي، دا خبره  چې کله  قاضي عیاض رحمه الله ته ورسېده، ډېر یې وژړل او ویې ویل: دا د امام صاحب رحمه الله د لږو ګناهونو له  وجې دي او په دې باندې بل څوک نه پوهېږي.
څرنګه چې مخکې مو هم یادونه وکړه، د امام صاحب رحمه الله په تدریسي حلقو کې د ناستې او شاګردۍ شرف د اسلامي امت  ډېرو سترو علماء کرامو ته ور په برخه شوی دی، اوس غواړو د هغو  مشهورو شاګردانو لنډه یادونه  تازه کړو، لومړی یې محدثین زده کوونکي ذکر کوو، بیا یې د فقهاء زده کوونکو یادونه کوو.
لومړۍ برخه: محدثین زده کوونکي
1: یحیی بن سعید القطان رحمه الله
د فن رجال لړۍ له  دی څخه پیل شوه، علامه ذهبي د میزان الاعتدال په سریزه کې لیکلي: د فن رجال په اړه لومړۍ لیکنه د یحیی بن سعید القطان ده، وروسته بیا د هغه په زده کوونکو کې یحیی بن معین، علي بن المدیني، امام احمد بن حنبل، عمرو بن علي الفلاس او ابوخثیمه ( رحمة الله علیهم) په دې فن کې خبرې وکړې.
وروسته بیا د هغوی شاګردانو یعنې: امام بخاري او امام مسلم په احادیثو کې یې رتبه دومره  وه،  چې کله به  د درس په حلقه کې کښېناست، امام احمد بن حنبل، علي بن المدیني او نور به  په  ادب ودرېدل، له ده څخه به یې د احادیثو تحقیق کاوه او د مازدیګر  له لمانځه نیولې، چې د درس وخت یې و، د ماښام تر لمانځه پورې به ولاړ و.
د راویانو په تحقیق او تنقید کې یې داسې کمال پیدا کړی و، چې د احادیثو امامانو به عموماً ویل: که یحیی څوک پرېښود؛ نو موږ به یې هم پرېږدو.
د دې فضل او کمال سربېره به هغه زیاتره د امام ابو حنیفه رحمه الله په درس کې ناست و او د هغه په شاګردۍ به یې فخر کاوه، تر هغه وخت پورې تقلید رواج موندلی نه و، خو بیا هم هغه په ډېرو مسائلو کې د امام صاحب رحمه الله  تقلید کاوه،  خپله د هغه وینا ده: «قد اخذنا بأکثر اقواله» یعني موږ د امام ابوحنیفه رحمه الله زیات اقوال اخيستي.
علامه ذهبي په تذکرة الحفاظ کې چېري چې د وکیع بن الجراح یادونه شوې لیکلي دي:« یفتی بقول ابی حنیفه و کان یحیی القطان یفتی بقوله ایضا یعني وکیع» یعنې وکیع د امام  ابوحنیفه  رحمه الله په قول فتوا ورکوله او یحیی قطان هم د هغه په قول فتوا ورکوله.
په ۱۲۰ هـ کې پیدا او په ۱۹۸ هـ په بصره کې وفات شو. [2]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1] – المذهب الحنفي، لنصیر الدین النقیب(ص:۵۶)

2- تهذیب التهذیب، لحافظ ابن حجر

مقتداء، امام، ابوحنیفه
Previous Articleابراهیمي ملت (برخه: ۱)
Next Article فراماسونري (برخه: ٤٧)

اړوند منځپانګې

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه : ٩٤ )

سه شنبه _21 _جولای _2026AH 21-7-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۸)

شنبه _18 _جولای _2026AH 18-7-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۷)

چهارشنبه _15 _جولای _2026AH 15-7-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ٤٧)

چهارشنبه _22 _جولای _2026AH 22-7-2026AD2 Views

لیکوال: عبدالله زماني فراماسونري ( برخه : ٤٧ ) له اروپايي سیمو سره د یهودیانو…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۹)

چهارشنبه _22 _جولای _2026AH 22-7-2026AD3 Views

لیکوال: مولوي عبدالرحیم راشد مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۹) د امام ابو…

نور یی ولوله
اسلام

ابراهیمي ملت (برخه: ۱)

سه شنبه _21 _جولای _2026AH 21-7-2026AD9 Views

لیکوال: میا نور اَغا ابراهیمي ملت (برخه: ۱) بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله الذي…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه : ٩٤ )

سه شنبه _21 _جولای _2026AH 21-7-2026AD5 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه : ٩٤ ) د ورېښمو چینجی…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

فراماسونري (برخه: ٤٧)

چهارشنبه _22 _جولای _2026AH 22-7-2026AD

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۹)

چهارشنبه _22 _جولای _2026AH 22-7-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.