
لیکوال: مولوي عبدالله عزام
مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۱۸)
د امام ابوحنیفه رحمه الله مناقب (ادامه)
د علم شریعت په تدوین کې د احنافو شورایي نظام او د مسائلو په اړه د بحث طریقه
د احنافو په یاده شوره کې به پر یوه یوه مسئله ډېر ژور بحث کېده او له هر اړخیز تحقیق وروسته به د عمل وړ بلل کېده. کله چې به کومه مسئله د بحث لپاره وړاندې شوه، امام صاحب رحمه الله به د شوره د هر هر غړي نظر اخیست، که به د ټولو رایه متفقه وه بیا امام ابو یوسف رحمه الله په واضح ډول د اصولو په کتابونو کې لیکله او که به د شوری د غړو پکې اختلاف و، نو په ازاد ډول به بحث او حجت ترسره کېده او کله کله خو به پر یوه مسئله تر میاشتو پورې بحثونه روان وو. کله چې به مسئله ښه څرګنده او حل شوه بیا به لیکل کېده. موفق بن احمد مکي په «مناقب أبي حنیفه» کې لیکي:
فکان یلقی مسئلة مسئلة و یسمع ما عندهم و یقول ما عنده و یناظرهم شهرا او أکثر من ذالک حتی یستقر أحد الاقوال ثم یثبتها أبویوسف في الأصول (۲/۳۱۳)
ژباړه: امام ابوحنیفه رحمه الله به مسئله شوری ته وړاندې کړه، د شوری د غړو نظرونه به یې اورېدل او خپل نظر یې هم وړاندې کاوه او تر یوې میاشتې یا له هغې زیات به یې هم په یوه مسئله کې بحث او استدلال سره کاوه تر داسې چې پر یوه قول به د ټولو نظر متفق شو، هغه به امام ابو یوسف رحمه الله د اصولو په کتابونو کې لیکلو.
علامه کردري رحمه الله په مناقب کردري کې لیکي: اذا وقعت لهم مسئلة یدیرونها حتی یضیئونها (۲/۳)
ژباړه: کله چې به د امام صاحب رحمه الله مجلس ته کومه مسئله وړاندې شوه، په خپل منځ کې به یې ښه ډېر بحث پرې کاوه تر داسې چې د مسئلې عمق ته به ورسېدل او هغه مسئله به ښه روشانه شوه.
د همدې خبرې شاهدي ستر محدث امام اعمش رحمه الله هم ورکوي. له نوموړي څخه یو چا د مسئلې پوښتنه وکړه، دی د امام ابوحنیفه او د هغه د شاګرانو مجلس ته اشاره وکړه او ویې ویل:
علیک بأهل تلک الحلقة فانهم اذا وقعت له مسئلة لا یزالون یدیرونها (معجم المصنفین: ۲/۱۸۴)
ژباړه: هغه مجلس ته ورشه، ځکه هغوی ته چې کله کومه مسئله وړاندې شي دا خلک یې ښه څېړنه او تحلیل کوي.
په دې فقهي شوری کې د هر غړي نظر او رایې ته اهمیت ورکول کېده او تر څو چې د هر یوه رایه نه وای اخیستل شوې او د دلایلو په رڼا کې یې ښه څېړنه نه وای شوې، امام ابوحنیفه رحمه الله یې د لیکلو اجازه نه کوله. په «حسن التقاضي في سیرة أبي یوسف القاضي» کې په صحیح سند سره له اسحاق بن ابراهیم څخه رانقل شوي چې د امام ابوحنیفه رحمه الله ملګرو به د هغه په حضور کې د مسایلو په اړه ښه غور او تحقیق کاوه، که به کله یزید بن عافیه موجود نه و، امام رحمه الله به ویل تر څو چې یزید بن عافیه نه وي راغلی مسئله مه ټولوئ.
فاذا حضر عافیة و وافقهم قال أبوحنیفة: اکتبوها، و ان لم یوافقهم قال أبوحنیفة: لاتکتبوها (۱۲)
ژباړه: کله چې به یزید بن عافیه حاضر شو او رایه به یې د شوری له نورو غړو سره موافقه وه، امام ابوحنیفه رحمه الله به په دیوان کې د مسئلې د لیکلو حکم کاوه او که به یې نظر مخالف و، بیا به یې ویل چې دا مه لیکئ.
امام ابوحنیفه رحمه الله د شریعت تدوین یوازې د خپلې فردي رایې مطابق نه خوښاوه، تر څو چې په ښه توګه غور نه وای پرې شوی او د شوری د مجلس له لوري د مسئلې هر اړخ ښه څرګند شوی نه وای، له همدې امله وه چې کله به امام ابو یوسف رحمه الله د امام ابوحنیفه رحمه الله کومه رایه له تحیقق او څېړنې پرته لیکله، امام رحمه الله به هغه تنبیه کاوه چې:
لا تکتب کل ما تسمع مني فاني قد أری الرأی الیوم و أترکه غدا، و أری الرأی غدا و أترکه في غده (نصب الرایه: ۳۱۰، تاریخ بغداد: ۱۳/۴۲۴)
ژباړه: هر هغه څه چې له ما څخه یې اورې مه لیکه، ځکه زه نن یو نظر لرم، خو سبا هغه پرېږدم، سبا بله رایه اختیاروم او بله ورځ له هغې تېرېږم.
امام ابوحنیفه رحمه الله دا کار ځکه کاوه څو د دین د مسائلو او فقهې په تدوین کې د شوری د اکابرو فقهاء کرامو رایه هم واخیستل شي. امام ابو حنیفه رحمه الله د هغوی د نظر له اخیستلو او د مسائلو د استنباط او استخراج په مرحله کې له هر اړخېزو څېړنو او دقیق تحقیق پرته نه یوازې دا چې خپله رایه یې نه تحمیلوله، بلکې دا کار یې یوازې د خپل مزاج مطابق ترسره کول خوښاوه هم نه.
کله چې به مسئله تر ټولو تحقیقي مراحلو تېره شوه او نقلي او عقلي دلائل به یې په اړه راجمع او د ټولو تر منځ متفق علیها شوه، بیا به هم امام ابوحنیفه رحمه الله پرخپله رایه ټینګار نه کاوه چې د مسئلې په اړه دې د بل چا توجیه او دلیل نه واوري، بلکې ویل به یې:
هذا رأي حسن و هو أحسن ما قدرنا علیه فمن جاء بأحسن مما قلنا فهو أولی بالصواب منا (الجواهر المضیئة: ۵۹۰)
ژباړه: دا ښه او د بشري وسعت مطابق بهترین نظر دی، که څوک له دې څخه ښه توجیه وړاندې کړي او په اړه یې دلیل هم ولري نو د هغه نظر به زموږ له هغې زیات د تأیید او صحت حقدار وي.
د شوری مجلس ته چې به کله کومه مسئله وړاندې شوه، ټولو غړیو به په ازادانه ډول په نقد او بحث کې برخه اخیسته او هر یوه ته د احادیثو، اثارو، اجماع او قیاس په رڼا کې د آزاد نقد او تبصرې فرصت ورکول کېده. امام ابوحنیفه رحمه الله هڅه کړې وه چې مشاورت با مقصده، بحث و مناظره آزاد او د اجتهاد مجلس انتهایي بې تکلفه واوسي، تر څو حیا او د استاد ادب د بحث او تحقیق په لاره کې خنډ واقع نه شي او په شرعي قانون سازي کې هېڅ ډول سقم پاتې نه شي.
د مجلس هر غړي به په ازادانه ډول خپل دلیل ویلو او امام ابوحنیفه رحمه الله به په حوصله اورېدل، کله به په مجلس کې د غړو تر منځ غږونه اوچت شول او له امام صاحب سره به یې په مسائلو کې اختلاف کاوه او په څرګند ډول به یې ورته ویل چې «ستا فلانی دلیل غلط دی»، علامه جرجاني رحمه الله وایي چې په یو مجلس کې زه هم حاضر وم، زه حیران شوم او شاوخوا خلکو ته مې وکتل چې آیا د شیخ همدا تعظیم دی چې تاسې یې کوئ. بیا مې امام صاحب ته وویل: چې دا دومره بې باکي او استدلال کوونکي ته ولې نه منع کوې؟ امام صاحب راته وویل: دعهم فاني قد عودتهم ذالک مع نفسي (الخیرات الحسان:۱۱۰)
ژباړه: ما خپله هغوی ته همدا ازادي ورکړې ده او هغوی مې د همدې کار عادي ګرځولي دي تر څو په مجلس کې مرعوب نه شي، هر یوه ته مې دا حق ورکړی دی چې زما دلائل هم وننګوي تر څو خبره څرګنده او ټول اړخونه یې روښان شي.
د مسائلو په اړه د بحث او تحقیق دغه طریقې په خلکو کې ډېر مقبولیت درلود، ځکه چې له دې وړاندې کبار تابعینو هم د مسائلو په اړه په دومره عمق سره بحث او مناقشه نه وه ترسره کړې او نه هم د یوې مسئلې دومره ډېر اړخونه بیانېدل. موفق مکي لیکي:
«د کوفې علماوو او فقهاوو د امام ابوحنیفه رحمه الله د قانون جوړونې او د مسئلو د حل دا عجیبه طریقه ډېره زیاته خوښوله.» (المناقب للموفق:۱/۵۴)
مجموعي مسایل
امام ابوحنیفه رحمه الله په ۱۲۰هج کې د خپل استاد امام حماد رحمه الله پر مسند کېناست او په ۱۵۰هج کې وفات شو، په دې دېرش کلنه دوره کې چې یې د فقهې او اسلامي قانون څومره مسایل مستنبط، مدون او مبوب کړل، ځینې علماء یې شمېر دوولس لکه ښیي، شمس الائمه کردري لیکي چې شمېر یې شپږ لکه وو او همدا قول علامه موفق بن احمد مکي رانقل کړی دی او وایي چې د همدومره شمېر تائید د حنفي فقهې کتابونه هم کوي. (دفاع امام ابوحنیفه بحواله جامع المسانید: ۱۳۶، فتاوی رحیمیه: ۱/۱۳۶، سیرة النعمان:۱۵۴)
د حنفي فقهی قبولیت او ځانګړنې
په اخلاص سره د ترسره شوي دې ستر کار ته الله تعالی ستر مقبولیت ور په برخه کړ او د نړۍ په اطرافو کې یې شهرت وموند. د حنفي مدونې فقهې نسخې په محاکمو او بېلابېلو حکومتي دوایرو کې کېښودل شوې. اسلامي حکومتونو یې نسخې خپلو قضاتو ته د عمل کولو لپاره د لارښود په توګه وسپارلې. یحیی بن ادم وایي: قضی به الخلفاء والائمة والحکام واستقر علیه الأمر(المناقب للموفق: ۲/۴۷)
ژباړه: خلفاوو، حکامو او امامانو د امام ابوحنیفه رحمه الله د تدوین کړې فقهې مطابق فیصلې کولې او پر همدې عمل کېده.
د حنفي فقهي ځانګړنې او د مقبولیت وجوهات د فقهې او سوانحو په کتابونو کې په بېلابېلو عبارتونو ذکر شوي دي. ځینې یې تسهیل الحقائق داسې را اخیستي دي:
-
د حنفي فقهې مسائل پر حکمت او مصلحت بناء دي او د دې تر څنګ د روایت او درایت عین مطابق دي.
-
د نورو فقهو په نسبت پر حنفي فقه عمل اسان دی.
-
په حنفي فقه کې د معاملاتو په برخه کې وسعت، استحکام او هغه سلیقه چې د بشریت د تمدن لپاره ضروري ده، د نورو فقهو په نسبت زیاته ده.
-
حنفي فقهې نامسلمان رعیت ته ډېر حقوق ورکړي دي، چې له امله یې د حکومتونو په نظم او مدیریت کې زیاته اساني موجوده وي.
-
د منصوصه احکامو په مورد کې چې امام ابوحنیفه رحمه الله کوم اړخ اختیار کړی وي، عموما ډېر قوي او مدلل وي.
-
د خلیفه هارون الرشید په زمانه کې امام ابو یوسف رحمه الله قاضي شو او په عراق، خراسان، ماوراء النهر او نورو هېوادونو کې یې د حنفي فقهې مطابق فیصلې کولې چې له امله یې حنفي فقهې شهرت وموند. همدا هغه ځانګړنه ده چې د بل هيڅ فقیه او مجتهد فقهې ته حاصله نه ده. (تسهیل الحقائق:۸)
ادامه دارد…