په تېرې برخې کې مو د خدای په اړه د بودیزم د عقایدوڅېړنه وکړه؛ دا خبره مو وڅېړله چې په دې دین کې د الوهیت مسئله څنګه له پامه غورځول شوې او څنګه د دې دین ځینو پیروانو بودا د عبادت او لمانځنې تر کچې لوړ کړی، آن تر دې چې د هغه په وجود کې یې د الهي ذات د حلول او تجسم په څېر باور هم مطرح کړی دی. همدارنګه مو ولیدل چې دا لیدلوری د اسلام له توحیدي عقیدې سره څومره بنسټیز توپیر لري او بودیزم د خدای او عبادت په اړه څنګه خپله لار جلا ساتلې ده.
په دې برخه کې غواړو یو ګام نورهم وړاندې لاړ شو او د بودیزم ځینې مهمې عقیدوي مسئلې؛ لکه نبوت او د آخرت (معاد) باورونه ، تر څېړنې او کره کتنې لاندې ونیسو. دا هغه باورونه دي چې د انسان له برخلیک، سزا او اجر، له مرګ وروسته ژوند او د روح له لېږدېدو سره نېغه اړیکه لري.
دلته د «کارما»، «تناسخ» او «وروستي نجات» په اړه خبرې کېږي؛ هغه مفاهیم چې په بودایي فکر کې بنسټیز ځای لري او د انسان ژوند د یوه پرلهپسې دوران په چوکاټ کې تعریفوي.
د دیني عقایدو په ډګر کې پر نبوت او پېغمبرۍ ایمان یو له خورا مهمو او برخلیک ټاکونکو مسئلو څخه ده، نو په بودیزم کې د دې عقیدې د ځای او موقف څېړل هم د اعتقادي بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي.
په بودیزم کې د «پېغمبر» په نوم کوم مفهوم شتون نه لري. بودایان نه یوازې خالق خدای او الهي پېغمبران د خپل اعتقاد محور نه ګڼي، بلکې په بشپړ ډول انکار هم ترې کوي.
بودیزم د الهي وحي پر بنسټ ولاړ دین نه دی، بلکې د «بیدارۍ» پر بنسټ ولاړ فکر دی؛ یعنې د دې دین اساسي موخه دا ده چې انسان د روحاني سلوک، باطني معرفت او شخصي تجربې له لارې حقیقت ته ورسېږي او بیداري ترلاسه کړي. لکه څنګه چې په تېره برخه کې هم یادونه وشوه، دا چې د بودیزم محور وحی نه ده، بودا د خپل دعوت په لومړیو کې نه د خدای په اړه خبرې کړي او نه یې د کوم پېغمبر یادونه کړې ده.
د بودیزم له نظره بودا هم پېغمبر نه ګڼل کېږي؛ بلکې هغه یوازې یو ښوونکی، لارښود او رهبر بلل کېږي، نه د خدای او انسان ترمنځ استازی او منځګړی. هغه څه چې بودا خلکو ته ښودل، هغه حقیقت ؤ چې د خپل شخصي سلوک، تجربې او باطني موندنو له لارې ورته رسېدلی ؤ.
بودا هېڅکله د نبوت او د الهي وحې د ترلاسه کولو دعوه ونه کړه؛ لکه چې، د سیک مذهب بنسټګر ګورو نانک ادعا کړې وه چې پر هغه د الله تعالی له لوري وحي نازلېږي او د خدای له خوا ورته ځانګړې دنده سپارل شوې ده.
په ټوله کې، بودیزم نه یوازې د الهي وحیې پر بنسټ نبوت په خپل اعتقادي نظام کې نه مني، بلکې په اصل کې «د خدای له لوري رالېږل شوي پېغمبر» د منلو لپاره هېڅ عقیدوي چوکاټ هم نه لري. له همدې امله د اسلام د ستر پېغمبر حضرت محمد ﷺ د نبوت په اړه نه کوم رسمي ایماني دریځ لري او نه یې هم په اړه کوم ځانګړی باور څرګند کړی دی؛ ځکه د نبوت عقیده د دوی د اعتقادي نظام برخه نه ده. له همدې کبله د ټولو الهي پېغمبرانو علیهم السلام او په ځانګړي ډول د حضرت محمد ﷺ نبوت د دوی په عقیده کې نه منل کېږي.
ب: ځواب او نقد
په اسلام کې ټول انسانان د توحید او نبوت په منلو مکلف دي او څوک چې په دغو دواړو ایمان ونه لري، نو نه مسلمان بلل کېږي او نه هم د نجات مستحق ګڼل کېږي.
ژباړه: نو په الله او هغه رالېږلي امي نبي يي ايمان راوړئ.
په دې آیت کې پر الله تعالی ایمان (توحید) او د رسول الله ﷺ پر رسالت ایمان یو ځای یاد شوي او د دواړو منل اړین ګڼل شوي دي.
دا یو څرګند اسلامي اصل دی چې څوک د ټولو الهي پېغمبرانو علیهم السلام او په ځانګړي ډول د حضرت محمد ﷺ پر نبوت ایمان ونه لري، هغه کافر او د دنیا او آخرت له زیانمنو کسانو څخه دی. الله جل جلاله د توحید او نبوت منکرین مطلق کافر بللي دي.
ژباړه: بې شكه هغوى چې له الله او رسولانو يې منكريږي او غواړي چې د الله او د رسولانو ترمنځ يې بېلتون وكړي (داسې چې) وايي په ځېنو ايمان راوړو او ځينې نه منو او غواړي چې د دې (كفر او اسلام) ترمنځ بله لار ونيسي.دا خلك نو پاخه كافران دي.
پر الهي پېغمبرانو، پرښتو او نورو ایماني ارکانو ایمان د اسلام له اساسي عقایدو څخه دي، او له دغو باورونو پرته هېڅوک مؤمن نه ګڼل کېږي.
ژباړه: پېغمبر صلی الله علیه وسلم (پر هغه هدايت) ايمان راوړی دي چې د هغه د رب له خوا پر هغه نازل شوی دى او څوك چې د دې پېغمبر منونكي دي، هغوى هم دا هدايت د زړه په مينه منلى دى، دوى ټولو الله، د هغه پریښتې، د هغه كتابونه او د هغه پېغمبران (علیهم السلام) منلي دي او د هغو وينا دا ده چې: موږ د الله د پېغمبرانو ترمنځ توپير نه كوو.
ژباړه: زما او له ما مخکې د پېغمبرانو مثال داسې دی لکه یوسړي چې یو ډېر ښکلی او بشپړ کورجوړ کړی وي، خو د کور په یوه کونج کې یې د یوې خښتې ځای تش پرې ایښی وي. خلک د هغه کور شاوخوا ګرځي، د ښکلا ستاینه یې کوي او وایي: کاشکې دا یوه خښته هم ایښودل شوې وای! رسول الله ﷺ وفرمایل: هماغه خښته زه یم، او زه د ټولو پېغمبرانو وروستی (خاتم) یم.
د اسلام د ستر پېغمبر حضرت محمد ﷺ پر رسالت ځینو لوېدیځو پوهانو هم اعتراف کړی دی. د بېلګې په توګه، د سکاټلنډ مشهور فیلسوف توماس کارلایل په خپل مشهور کتاب کې چې د تاریخی اتلانو او د هغوی اتلولیو ستاینه پکې شوې ده د حضرت محمد ﷺ شخصیت ته ځانګړی فصل ځانګړی کړی او لیکلې یې دي:
«د دې تمدني عصر له تر ټولو بدو شرمونو څخه یو دا دی چې پر محمد ﷺ او اسلام د دروغو او دوکې تورونه پورې کېږي. اوس هغه وخت رارسېدلی چې د دغو شرموونکو تورونو پر وړاندې ودرېږو؛ ځکه هغه رسالت چې محمد ﷺ ترسره کړ، د داسې روښانه څراغ په څېر دی چې د دولسو پېړیو په اوږدو کې یې سلګونه میلیونه انسانانو ته لارښوونه کړې ده. آیا عاقل انسان به دا دروغجن تورونه ومني؟ زه هېڅکله دا نه شم منلی. که څه هم دروغ او فریب د خلکو ترمنځ دومره عام شي چې د رښتیا بڼه خپله کړي، بیا هم زه په ټینګ باور وایم چې محمد ﷺ هېڅکله دروغ نه دي ویلي؛ ځکه ما د هغه د ټولو کړنو بنسټ پر رښتینولۍ لیدلی دی او همدا رښتینولي او اخلاص د هغه د ټولو نورو فضیلتونو ریښه وه.»[13]
د پورته نقلي او عقلي دلایلو پر بنسټ، دې پایلې ته رسېږو چې بودیزم د نبوت د عقیدې په برخه کې هم په څرګنده ګمراهۍ کې دی او د هغو دینونو په کتار کې راځي چې له نبوت څخه منکر دي.