Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۶)
اسلامي علما یکشنبه _12 _جولای _2026AH 12-7-2026AD

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۶)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مولوي عبدالله عزام
د امام ابوحنیفه رحمه الله مناقب
د امقاله په دوه اړخونو ویشل شوې ده، لومړی اړخ یې د امام ابوحنیفه رحمه الله مناقب او دوهم یې د علم شریعت یا فقهي تدوین، د احنافو شورایي نظام او د اجتهاد، استخراج او استنباط د علمي اکاډمۍ یا فقهي او علمي نظر یات دي.
د امام ابوحنیفه رحمه الله مناقب
د امام ابوحنیفه رحمه الله پر مناقبو متقدمینو او متاخرینو علماوو لسګونه ټوکه کتابونه لیکلي او د هغه د فکر، مذهب، اجتهاد، علمیت، د زهد، تقوی، خشیت من الله، تجارتي بوختیا او مهارت، سیاسي ژوند او اندونو په اړه یې مفصل او جامع بحثونه لیکلي دي. دلته په مختصر ډول د هغه رحمه الله مناقبو ته اشاره کوو، نسبتاً تفصیلي بحث یې پر دوهمه برخه کوو ان شاءالله.
امام ابوحنیفه رحمه الله په ۸۰ هجري قمري کې په کوفه کې زېږېدلی، نوم یې نعمان او د پلار نوم یې ثابت دی. د امام صاحب ډېرو مناقب لیکونکو هغه رحمه الله د خراسان او د اوسني افغانستان د کابل دسیمې بللی دی. نیکه یې له دې ځایه عراق ته تللی دی.
د سورة الجمعة د دې آیت و آخرین منهم لما یلحقوا بهم و هو العزیز الحکیم د نزول په اړه رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل:
لو کان العلم بالثریا لناله رجال او رجل من هؤلاء (صحیح البخاري، کتاب التفسیر)
ژباړه: که علم په ثریا کې وي، هم به یې له دغو خلکو څخه یو څوک حاصل کړي. اشاره یې سلمان فارسي رضي الله تعالی عنه ته وکړه.
علامه جلال الدین سیوطي، محمد بن یوسف الصالحي دمشقي، علامه ابن حجر مکي شافعي، علامه محمد معین الدین سندي، حضرت شاه ولي الله محدث دهلوي، علامه علي بن محمد العزیزي رحمهم الله او غیر مقلد عالم نواب صدیق حسن خان پر دې متفق دي چې له شک پرته د دې حدیث مصداق امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله دی.
محمد بن یوسف دمشقي رحمه الله په عقود الجمان کې لیکي:
و ما جزم به شیخنا من أن الامام أبا حنیفة هو المراد من هذ الحدیث السابق ظاهر لاشک فیه لأنه لم یبلغ من أبناء فارس أحد في العلم مبلغه و لا مبلغ أصحابه (۴۶، ۴۷)
ژباړه: زموږ شیخ دې قطعي پایلې ته رسېدلی چې له تېر حدیث څخه مراد امام ابوحنیفه رحمه الله دی او په دې کې هېڅ شک هم نشته، ځکه چې د فارس له خلکو څخه هېڅوک هم په علم کې د امام ابوحنیفه او د هغه د شاګردانو مرتبې ته نه دي رسېدلي.
له څلورو امامانو څخه امام ابوحنیفه رحمه الله یوازینی هغه شخصیت دی چې د تابعیت شرف لري. علامه احمد بن حجر الهیتمي رحمه الله په الخیرات الحسان کې لیکي:
أنه ادرک جماعة من الصحابة کانوا بالکوفة بعد مولده بها سنة ثمانین فهو من طبقة التابعین و لم یثبت ذالک لاحد من أئمة الأمصار المعاصرین له کالاوزاعي باالشام و الحمادین بالبصرة والثوري بالکوفة و مالک بالمدینة الشریفة واللیث بن سعد بمصر (۴۳، ۴۴)
ژباړه: امام ابوحنیفه رحمه الله په اتیا هجري کې د هغه له زوکړې وروسته په کوفه کې ګڼ صحابه کرام رضوان الله تعالی عنهم لیدلي دي. هغه رحمه الله د تابعینو له جملې څخه دی او دا منقبت د نوموړي له معاصرو علماوو لکه په شام کې امام اوزاعي، په بصره کې دوه حماده، په کوفه کې امام ثوري، په مدینه منوره کې امام مالک او په مصر کې لیث بن سعد رحمهم الله، څخه هېچا ته هم حاصل نه دی.
خپله امام ابوحنیفه رحمه الله فرمایي:
رأیت انس بن مالک قائما و هو یصلي (مسند أبي حنیفة:۲۴)
ژباړه: ما حضرت انس بن مالک رضي الله تعالی عنه په داسې حال کې ولید چې لمونځ یې کاوه.
امام ابوحنیفه رحمه الله لومړی د جامو تجارت کاوه او له نوموتو تاجرانو څخه و. هغه رحمه الله چې د کومو جامو کاروبار کاوه، ډېره کمه به په بازار کې موندل کېده. وروسته یې د علم لاره خپله کړه او د دې لارې سرلاری شو.
د نوموړي د عبادت په اړه علامه شمس الدین ذهبي رحمه الله لیکي:
امام ابوحنیفه رحمه الله به تل قیام اللیل او تهجد کاوه او شپه به یې په عبادت رڼوله، د اوږد قیام له امله به د نوموړي تشبیه له مېخ سره ورکول کېده.
انتهایي عقلمند، په خبرو او منطق کې د استدلال خاوند، عابد، پرهېزګار، سخي او ذکي انسان و. یزید بن هارون وایي چې ما له امام ابوحنیفه رحمه الله څخه زیات عقلمند، بهتر او پرهېزګار شخص نه دی لیدلی. (تاریخ بغداد، ج: ۱۵، ص: ۴۹۸)
الله تعالی داسې امانت داري ور نصیب کړې وه چې خلکو به زرګونه دیناره له نوموړي سره ایښودل. وکیع بن جراح یې په اړه فرمایي: کان ابو حنیفة والله عظیم الأمانة (تاریخ بغداد: ۱۵/۴۹۰)
د استاد یې ډېر زیات قدر او احترام کاوه. ابو محمد الحارثي له امام ابوحنیفه رحمه الله څخه رانقل کوي چې ما د احترام په خاطر کله هم د خپل استاد حماد بن ابي سلیمان د کور خوا ته پښې نه دې غځولې په داسې حال کې چې د هغه کور زما له کوره اوه کوڅې لري و. (عقود الجمان: ۲۳۶)
الله تعالی ښه قناعت او استغناء ور په برخه کړې وه او د پاچاهانو په مال کې پوره بې رغبته و. صمیري له حسن بن زیاد څخه نقل کوي چې هغه وویل: والله ما قبل أبو حنیفة لاحد منهم جائزة و لاهدیة.
ژباړه: په الله قسم امام ابوحنیفه رحمه الله کله هم له امراوو او پاچاهانو څخه جایزه یا ډالۍ نه دې قبول کړي، عبدالله ابن مبارک رحمه الله فرمایي:
ما رأیت احدا أورع من أبي حنیفة و قد جرب بالسیاط والأموال
ژباړه: امام ابوحنیفه رحمه الله په کوړو او مال سره وازمویل شو، خو ما له هغه زیات پرهېزګار څوک ونه لید.
د صحابه کرامو په مشاجراتو کې یې انتهایي د اعتدال مسلک اختیار کړی دی. د اکابرو علماوو یې زیات احترام کاوه. د قضاء د منصب نه منلو له امله د وخت خلیفه ابو جعفر منصور زنداني کړ او همالته په اویا کلنۍ کې په شهادت ورسېد.
د حنفي مذهب مزایاوې
د حنفي مذهب له سترو او بې بېلګې مزایاوو څخه د علم شریعت د تدوین او تبویب ابتکار و چې د دې مذهب بنسټګر امام ابوحنیفه رحمه الله او د هغه شاګردانو وکړ. دا یو داسې قدم و چې له دې وړاندې چا نه و اخیستی، وروسته همدا لاره نورو مجتهدینو او امامانو پسې تعقیب کړه.
دوهمه بې مثاله ځانګړنه یې دا ده چې د نورو مذاهبو په څېر حنفي مذهب د یوه نفر د اجتهاد، استخراج او استنباط په پایله کې منځته نه دی راغلی او نه هم د یوه فکر او مغز تولید دی، بلکې دا یوازینی مذهب دی چې د باقاعده څلوېښت نفري شوری له لوري منځته راغلی او د څلوېښتو مبتکرو، فقهي او علمي فکرونو پیداوار دی. وروسته به زیاتوالی پکې راغلی وي، خو د حنفي فقهې موجوده ذخیره د امت د نخبه فقهاوو او مخکښو مجتهدینو د شاوخوا دریو لسیزو د اجتماعي هڅو، مجلسونو، بحث، استدلال، مناقشې، مناظرې او حجت ثمره ده. دا امتیاز له حنفي مذهب پرته بل هېڅ مذهب ته نه دی حاصل. دا چې د حنفي مذهب دې مهم اړخ ته پاملرنه کمه شوې ده، ځکه یې زه همدې ته تم کېږم او راتلونکی بحث به مې پر همدې نکاتو متمرکز وي.
یاد بحث ته تر ننوتلو وړاندې د مقدمې په توګه باید پوه شو چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم په زمانه کې د فقهې موجوده اصطلاحات نه وو، بلکې صحابه کرامو رضي الله تعالی عنهم چې به د رسول الله صلی الله علیه و سلم کوم عمل لیده یا به یې څه ترې اورېدل، د هغه مطابق یې عمل کاوه.
خو د رسالت له زمانې وروسته د خلفاء راشدینو رضي الله عنهم په دور کې ډېر هېوادونه د اسلامي خلافت تر چتر لاندې راغلل، صحابه کرام رضي الله عنهم د اسلامي فتوحاتو په سلسله کې په نړۍ کې خواره شول، د اسلام د قبولیت دایره پراخېده، ځکه خو په نویو مسئلو کې د قیاس ضرورت پېښېده او له بېلابېلو نصوصو څخه د استدلال په صورت کې د صحابه کرامو رضي الله تعالی عنهم نظرونه پر یوه رایه نه متفق کېدل چې په نتجه کې یې اختلافات هم منځته راتلل.
په دې زمانه کې شاوخوا یو سل و دېرش یا یو سل و شپېته صحابه کرامو په مسایلو کې خلکو ته فتواوې ورکولې چې په درو طبقو یې وېشلی سو:
  • مکثرین صحابه رضی الله عنهم، هغه چې په کثرت سره به یې فتواوې ورکولې او دا ټول اوه صحابه کرام وو: حضرت عمر، حضرت علي، حضرت عبدالله بن مسعود، ام المؤمنین عائشه صدیقه، حضرت زید بن ثابت، عبدالله ابن عباس او عبدالله بن عمر رضي الله تعالی عنهم اجمعین.
  • متوسطین، هغه صحابه رضی الله عنهم چې له مکثرینو صحابه کرامو څخه یې کمې فتواوې ورکولې او شمېر یې دیارلس ښودل کېږي: ابو بکر صدیق، ام سلمه، انس بن مالک، ابوسعید خدري، ابو هریرة، عثمان بن عفان، عبدالله بن عمرو بن العاص، عبدالله بن زبیر، ابو موسی اشعري، سعد بن ابي وقاص، سلمان فارسي، جابر بن عبدالله او معاذ بن جبل رضي الله تعالی عنهم.
مقللین صحابه، هغه چې له پورته دوو طبقو څخه کمې فتواوې به یې ورکولې.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
مقتداء، امام، ابوحنیفه
Previous Articleفراماسونري (برخه : ٤٦)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۵)

چهارشنبه _8 _جولای _2026AH 8-7-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۴)

سه شنبه _7 _جولای _2026AH 7-7-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۳)

یکشنبه _5 _جولای _2026AH 5-7-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۶)

یکشنبه _12 _جولای _2026AH 12-7-2026AD5 Views

لیکوال: مولوي عبدالله عزام د امام ابوحنیفه رحمه الله مناقب د امقاله په دوه اړخونو…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه : ٤٦)

شنبه _11 _جولای _2026AH 11-7-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالله زماني فراماسونري (برخه : ٤٦) د تاریخ په اوږدو کې د یهودي قوم…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ٩٣)

پنجشنبه _9 _جولای _2026AH 9-7-2026AD4 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ٩٣) پیغام رسوونکې کوتره او د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۵)

چهارشنبه _8 _جولای _2026AH 8-7-2026AD16 Views

لیکوال: مفتي محمدگل سعید مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۵) د نن عصر…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۶)

یکشنبه _12 _جولای _2026AH 12-7-2026AD

فراماسونري (برخه : ٤٦)

شنبه _11 _جولای _2026AH 11-7-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.