لیکوال: عبدالله زماني
فراماسونري (برخه : ٤٥)
د فراماسونرۍ د موخې او له یهودیت سره یې د اړیکې په اړه د “ماکبراید” نظریه
په تېرو بحثونو کې مو د فراماسونرۍ او یهودیت د اړیکې او تړاو په اړه ځینې مطالب بیان کړل. اوس د یوه بل غربي فراماسون نظر څېړو، چې د «آرثر» په څېر هغه هم په واضحه توګه خپل دریځ څرګندوي.
ماکبراید باور لري چې د فراماسونرۍ اصلي موخه د هیکل (معبد) بیا رغول دي؛ ځکه د هغه په اند، د موجودو شواهدو له مخې همدا حقیقت دی. د فراماسونانو رسالت د هغه معبد جوړول دي چې د ده په وینا د بشري ورورولۍ لپاره یې بنسټ اېښودل شوی دی. هغه وایي چې دغه معبد داسې ځای دی چې د انسانانو روحونه پکې روزل کېږي او بڼه ورکول کېږي، څو له هغه ستر او آرماني معبد سره همغږي شي. د ماکبراید په وینا، د فراماسونري محفل پیل او پای د همدې موخې ترلاسه کول دي.
سره له دې چې د هغه خبرې دا ثابتوي چې د فراماسونرۍ اساسي موخه د هیکل جوړول دي، خو د حیرانتیا ځای دا دی چې یو څوک په داسې تصور خلک وغولوي چې محفل یا معبد داسې ځای معرفي کړي چې ګواکې د انسانانو ارواح پکې قالب او روزل کېږي؛ ته وا له کومې جادویي فضا سره مخ یو، چې د ماشومانو کیسو او کارټوني فلمونو ته ډېر ورته والی لري.
حال دا چې که د تورات او یهودیت لارښوونو ته وکتل شي، نو څرګندېږي چې همدې معبد له خپل قوم سره څه کړي دي؟ همدارنګه، که د ارمیا نبي هغو ویناوو ته مراجعه وشي چې په تېرو بحثونو کې هم یادې شوې وې، نو معلومېږي چې دغه هیکل هېڅ ډول سپېڅلتیا او روحاني ځانګړتیا نه لرله.
ماکبراید د خپلو خبرو په دوام کې وایي: «د سلیمان معبد د فراماسونرۍ په سمبولیک میراث کې تر ټولو لوړآرمان او مرکزي محور دی. که څه هم دا معبد په مادي توګه لنډمهالی و، خو د انسانانو پر ذهنونو یې اغېز تر هر بل څه ډېر ژور پاتې شوی دی. هغه سرګردانه کډوال چې په پېړیو پېړیو د نړۍ په هر ګوټ کې تحقيرشوي او ځورول شوي دي، بیا هم توانېدلي چې خپل ځانګړی هویت وساتي.
او په حقیقت کې، همدې بېساري استقامت ته په کتو، هغوی تل په بې پایه هیلو د بېرته ستنېدو ارمان په زړونو کې ژوندی ساتلی دی؛ دا هیله چې یوه ورځ به بېرته اورشلیم ته ستانه شي، او دغه ستر هیکل به یو ځل بیا د ځلېدونکي لمر په رڼا کې وځلېږي، د صهیون د ستاینې نغمې به یې بیا دننه انګازې وکړي، او د خوشبویۍ او قربانیو لوګي به یو ځل بیا د هیکل سپېڅلي تالارونه ونيسي.
دغه معبد د پیغمبرانو، شاعرانو، فیلسوفانو او تاریخپوهانو لپاره د الهام اخیستلو ځای او د هغوی د مطالعې موضوع پاتې شوی دی؛ خو هېڅکله یې داسې مقام نه دی موندلی لکه د فراماسونرۍ په اصولو او سمبولونو کې یې چې لري.»[2]
دا ډول تعبیرونه د دې پر ځای چې یو بېطرفه او پر واقعیت ولاړ تحلیل واوسي، تر ډېره د داسې مین ستاینه اوصفت ښکاري چې د خپل محبوب په وړاندې یې کوي.
ویلی شو چې ماکبراید یو ستر فراماسون دی، چې د صهیونیزم درس یې په بشپړ ډول یاد کړی او بیا یې په ادبي بڼه سینګار کړی دی. حضرت سلیمان علیه السلام، چې د معبد خاوند و، تورات، پخپله یهودیانو، هېڅ یوه د معبد او د هغه د قوم په اړه دومره له ژورې مینې اولېوالتیا ډکې خبرې نه دي کړې، لکه ماکبراید چې کړې دي.
دا هماغه مینه ده؛ هغه مینه چې کله ناکله خپل خاوند هم له منځه وړي، او تر دې لا زیانمنه دا چې حقیقت هم له منځه وړي.
بې له شکه، که ماکبراید شاعر وای او همدا خبرې یې د شعر په بڼه ویلې وای، نو یهودیانو به ورته د نوبل جایزه ورکړې وای؛ ځکه نن سبا دا جایزه ډېری وخت د هغوی یا د هغوی د پلویانو په برخه کېږي.
اړینه ده چې د فراماسونرۍ په اړه لیکل شوي متنونه د تورات د ښوونو په رڼا کې وڅېړل شي، څوحقایق او واقعیتونه روښانه شي؛ ځکه فراماسونان حقایق بدلوي او واقعیتونه سرچپه وړاندې کوي.
د ماکبراید له لیکنو څخه یوه بله نښه، چې د یهودیت او فراماسونرۍ د اړیکې د اثبات په برخه استدلال پرې کېدای شي، د تاریخ په اوږدو کې د یهودیانو د ځورونې موضوع ده. ماکبراید او د صهیونیزم نور پلویان تل یوازې د تاریخ په اوږدو کې د ټولو ملتونو په منځ کې د یهودیانو د ځورونې یادونه کوي، خو هېڅکله دا پوښتنه نه مطرح کوي چې ولې یوازې د یوه ځانګړي قوم لپاره داسې حالت رامنځته شوی؟ د دې موضوع څېړنه به په راتلونکې برخه کې وکړو.
ادامه لري…
مخکينۍ برخه
سرچېنې:
[1]. الماسونیة عقدة المولد وعار النهایة، ص: ۴۷. نقل له: «الماسونیة التأملیة، رسالتها وتطورها ومعالمها» ص: 8، اثر ماکبراید، دگلاسکوچاپ.
[2]. الماسونیة والیهود والتوراة، ص: ۶۱.


