
لیکوال: مفتي ابو سعيد الراشد
مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۸)
د مسائلو په استنباط کې د امام ابوحنیفه رحمه الله تګلاره او د استدلال قوت (ادامه)
۴. قیاس:
په کومه مسئله کې به چې واضح نص یا اجماع موجوده نه وه، نو امام اعظم رحمه الله به له قیاس څخه کار اخيست. له قیاس موخه د یوې مسئلې د حکم پر اساس د بلې ورته مسئلې د حکم استنباط کول دي، خو په دې شرط چې دواړه مسئلې مشترکې ځانګړتیاوې ولري.
مثال: د شرابو پر اساس د نورو نشهيي موادو حرمت، ځکه چې د دواړو د استعمال په پایله کې عقل زوال مومي.
امام اعظم ابوحنیفه (رحمه الله) د قیاس په کارولو کې یو ځانګړی مهارت درلود، او دا یې د فقهي استنباط یوه مهمه سرچېنه ګڼله. هغه باور درلود چې قیاس د شریعت د اصولو سره سم د نوو فقهي مسئلو د حل لپاره یوه معتبره او مشروع وسیله ده. له همدې امله، د حنفي فقهې په مکتب کې قیاس یو مرکزي رول لري، او کارونه یې د اسلامي نړۍ په ډېرو برخو کې منل شوې ده. د امام اعظم صاحب دې منهج اسلامي فقهې ته یوه نوښتګره او عصري بڼه ورکړې، چې د وخت او ځای له تحولاتو سره تطبیقېدلی شي.
د قیاس مفهوم:
قیاس: په لغت کې پرتله کولو ته وايي.
او په اصطلاح کې: د کوم ګډ لامل (علت) له امله پر یوه شي باندې د بل په څېر حکم لګولو ته ((قیاس)) وايي.
ايا قياس شرعي دليل شمېرلی شو؟
پوښتنه: ایا د دې خبرې دلیل شته چې قیاس هم شرعي دلیل دی؟
ځواب: هوکې! په قرآن کریم او حدیثونو کې بې شمېره دلیلونه شته چې پر بنسټ يې “قیاس” د شرعي دلیلونو په ډله کې شمېرل شوی دی.
لومړی: الله جل جلاله خپلو بندګانو ته د قیاس کولو حکم کړی. لکه: فَاعْتَبِرُوْا يٰااُولِي الْاَبْصَارِ.(الحشر:۲)
دلته له (( اعتبار)) څخه ((قیاس)) مراد دی ([1]).
دويـم : رسول الله صلی الله علیه وسلم هم قیاس کړی دی:
۱- یوسړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی ورته يې ووېل: پر پلار مې حج فرض شوی خو هغه دومره سپین ږيری شوی چې پر سورلۍ نه شي سپرېدلی ایا زه مې د پلار پر ځای حج ادا کولای شم ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ووېل:
أَرَأَيْتَ لَوْ كَانَ عَلَيْهِ دَيْنٌ فَقَضَيْتَهُ أَكَانَ مُجْزِئًا.قَالَ نَعَمْ. قَالَ: فَحُجَّ عَنْ أَبِيكَ ([2]).
۲- يوځل یوه صحابي رضی الله عنه په روژه کې خپله مېرمن ښکل کړې وه او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته یې وویل: یا رسول الله! نن خو مې ډېر ناوړه کار کړی، هغه دا چې په روژه کې مې مېرمن ښکل کړې.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:
أَرَأَيْتَ لَوْ تَمَضْمَضْتَ بِمَاءٍ وَأَنْتَ صَائِمٌ ؟ فَقُلْتُ: لَا بَأْسَ بِذٰلِكَ فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلی الله عليه وسلم : فَفِيمَ ؟ ([3])
دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم د مېرمنې د ښکولولو مسئله ، په خوله کې اوبو رغړولو باندې قیاس کړې ده.
دريم: صحابي د قیاس کولو خبره کړې رسول الله صلى الله عليه وسلم ورسره منلې، لکه د معاذ رضی الله تعالی عنه په تېر حديث کې چې هغه وېلي:
أَجْتَهِدُ رَأْيِي وَلَا آلُو، قَالَ: فَضَرَبَ صَدْرِي بِيَدِهِ وَقَالَ: الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي وَفَّقَ رَسُولَ رَسُولِ اللهِ لِمَا يُرْضِي رَسُولَ اللهِ ([4]) .
څلورم: د رسول الله صلى الله عليه وسلم له وفات وروسته لومړۍ مسئله چې صحابه کرامو قیاس کړی ، هغه د خلافت او مشرتوب مسئله وه، چې څوک باید خلیفه شي؟
عمر رضی الله عنه ووېل: رَضِيَهُ رَسُوْلُ اللهِ صلی الله عليه وسلم لِدِيْنِنَا فَكَيْفَ لاَ نَرْضَاهُ لِدُنْيَانَا. فَاقْتَنَعُوْا وَاتَّفَقُوْا عَلَى تَوْلِيَةِ أَبِيْ بَكْرٍ ([5])
دلته عمر رضی الله عنه د امامت کبری (خلافت) مسئله د لمانځه پر امامت قیاس کړې او دا هرڅه د ټولو صحابه کرامو په وړاندې شوي هيچا هم پرې نیوکه نه لرله.
۵. استحسان:
امام اعظم ابوحنیفه (رحمه الله) د اسلامي فقهې په اصولو کې استحسان یو ځانګړی او مهم اجتهادي اصل ګڼلو. هغه په ډېرو مواردو کې استحسان ته د قیاس پر ځای ترجیح ورکوله، ځکه چې استحسان د خلکو د اړتیاوو، اسانتیاوو، او د شریعت د اساسي موخو سره زیات تطابق لري. په دې تفصیل کې به د استحسان تعریف، د امام ابوحنیفه لخوا د استحسان کارونه، او د هغه په فقه کې د دې اصل اهمیت بیان کړو.
امام ابوحنیفه د استحسان اصل هم کاراوه، چې په کې قیاس ته ترجیح ورکول کېږي که د هغې کارول خلکو ته سختي رامنځته کړي. استحسان په اصل کې د عامو خلکو مصلحت او اسانتیا ته په پام سره د حل لارې موندل دي.
د استحسان تعریف او مفهوم:
استحسان: په لغت کې غوره کولو او خوښولو ته وايي.
او په اصطلاح کې: د قوي دلیل له امله د يوې مسئلې حکم له نورو ورته مسئلو څخه بېلولو ته ” استحسان” وايي.
او یا: د څرګند قیاس پرځای په پټ او قوي قیاس عمل کولو ته “استحسان” وايي.
۶. عرف او عادت:
امام اعظم رحمه الله د خلکو عرف (عادت او دود) ته هم ځانګړی اهمیت ورکاوه. هغه باور درلود چې عرف باید د شریعت سره موافق وي او کولی شي د فقهی استنباط پر مهال په پام کې ونیول شي.
مثال: د تجارتي معاملاتو په اړه د خلکو دودیز چلند د فقهي اصولو د تفسیر لپاره اساس ګرځېدلای شي.
د عرف او عاداتو تعریف:
عرف په لغت کې د “پیژندنې”، “منلو”، او “رواج” په معنی دی.
او په اصطلاح کې: هغه چارې چې د یوې سيمې او یا هیواد ډېری خلک يې يو ډول پرمخ بیا يي، هغه ته ((عرف او عادت)) وايي.
د عرف او عادت توپير:
په ټولنیزو چارو کې عرف او عادت دواړه یوه معنا ورکوي؛ خو د یوه فرد یا وګړي په هکله “عرف او عادت ” په خپلو کې توپیر مومي هغه دا چې د یوه وګړي کړنې ته “عرف” نه شو وېلی، او عادت کله کله د یوه شخص له کړو وړو سره هم تړاو لري او شرعي حکم ورپورې تړلی وي.
لکه : د مېرمنو میاشتنۍ ناروغي (حیض) عادت، چې د هرې مېرمنې بېل او حکم يې له هغې سره تړلی وي.
-
د صحابه کرامو رایې او عمل
امام ابوحنیفه رحمه الله د صحابه کرامو د نظرونو او عملونو ډېر احترام کاوه. هغه به د هغوی فتواوې او د فقهي اصولو څخه استفاده کوله.
مثال: د امام ابوحنیفه په نظر، که د یوه صحابي نظر د کومې مسئلې په اړه موجود و، نو هغه به یې د قیاس پر ځای منلو ته ترجیح ورکوله.
د صحابه کرامو رایې ته د امام ابوحنیفه د پاملرنې دلایل
-
صحابه کرامو د رسول الله ﷺ سره مستقیم تړاو درلود، صحابه کرام هغه خلک وو چې د رسول الله ﷺ له مستقیم تعلیم او تربیت څخه یې ګټه پورته کړې وه. د دې لپاره، د هغوی رایې د شریعت په پوهه کې یوه مهمه سرچېنه بلل کېده. امام ابوحنیفه پوهېده چې صحابه کرام د اسلام بنسټیزو اصولو او د رسول الله ﷺ د سنتو سره ښه اشنا وو، نو د هغوی رایې په فقه کې ارزښتمنې وبلل شوې.
ادامه لري…
سرچینې:
(1) اصول السرخسي،باب القياس.
(1) رواه النسايي فی سننه باب تشبيه قضاء الحج بالدين. (رقم:۲۶۵۲).
([3]) رواه الطحاوي فی شرح معانی الآثارباب قبلة الصائم ، عن عمر(رقم: ۳۱۱۷) .
([4]) مشكل الآثارللطحاوي عن معاذبن جبل (رقم الحديث: ۳۰۵۰)
([5]) مسند الشافعي عن عائشة رضی الله عنها(رقم: ۳۳۹)