لیکوال: م. فراهي توجګي
د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دینباورۍ سره یې ټکر (۲۳ او وروستۍ برخه)
له نیهیلیزم (پوچپالنې) سره د مبارزې لارې چارې
هغه کسان چې په ژوند کې لوړې او سپېڅلې موخې لري، له الله تعالی سره اړیکه ساتي، تل له هغه سره د ملاقات او خلوت (رازاو نیاز) لېوالتیا لري؛ لکه څنګه چې الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:
«کَانُوا قَلِیلًا مِنَ اللَّیْلِ مَا یَهْجَعُونَ وَبِالْأَسْحارِ هُمْ یَسْتَغْفِرُونَ»[1]
ژباړه «دوى به د شپې په لږه برخه كې ویده كېدل او په چرګ بانګونو كې به دوى استغفار كاوه.» (الذاریات : ١٧-١٨آیتونه)
داسې انسانان آن د شپې هم سکون او آرام نه لري؛ د شپې په چوپتیا او یوازیتوب کې هم د سوچه حقیقت په لټه کې وي اوهمدا د دوی ژوند ته مانا وربښي، ځکه د همدې مانا په موندلو سره له خپل پالونکي سره مینه پیدا کوي. همدا د سپېڅلې مينې تجربه او له الهي حقیقتونو سره اړیکه نن سبا تر ټولو ژور او مانا لرونکی حقیقت دی چې په انساني ژوند کې د یادولو وړ بلل کېږي.
وروستۍ خبرې
نیهیلیزم، چې په پښتو ژبه کې یې پوچپالنه، هېڅپالنه، بې مانایي یا بې باوري هم بللای شو، هغه تګلاره ده چې پرانساني فکرونو تحمیل شوي مفاهیم او ارزښتونه ردوي.
د نیهیلیزم اصطلاحي مانا «له هر څه انکار» دی؛ یعنې هغه ټولې حل لارې نه مني چې تر اوسه د «څه باید وکړو؟» پوښتنې په ځواب کې وړاندې شوي دي. دا فکر یا لیدلوری د ژورې ناهیلۍ څرګندونه کوي، انسان د دې پوښتنې پر وړاندې چوپتیا ته اړ باسي، او په پایله کې هغه ټول ارزښتونه بېارزښته ګڼي چې د انسان د ژوند لپاره یې حل لارې وړاندې کړې دي.
د نیهیلیزم رواني اړخ تر فلسفي اړخ قوي دی. دا نه یوازې فلسفه، د پوهې امکان او ارزښتونه ردوي، بلکې د هر شي ارزښت هم تر پوښتنې لاندې راولي. که هر څه د انکار وړ واوسي، نو پخپله د انکار عمل هم باید رد شي. په دې توګه پوهه، اخلاق، ښکلا او آن عیني واقعیت ټول بېارزښته ګڼل کېږي.
البته د هغو کسانو لپاره چې په ناهیلۍ نه وي اخته شوي، دا خبره سخته ده چې نیهیلیزم د نړۍ یو ځانګړی لیدلوری او د انسان د وجود یو ځانګړی روحي حالت وبولي.
دا چې نیهیلیزم د شیانو د بېبنسټه بللو او یو له بل سره د اړیکو په نه لرلو باورلري، نو ډېری وخت له سختې بدبینۍ سره مل وي او د نړۍ د غندلو او محکومولو لومړنی تمایل رامنځته کوي. بدبیني په حقیقت کې د بېګټېتوب او بېهودګۍ بله مانا ده.
شوپنهاور وایي: «موږ بېمانا موجودات یو؛ او که پوره خبره وکړو، نو آن داسې مخلوقات یو چې پخپله د خپل ځان د نابودۍ لامل ګرځو.»
په نیهیلیزم کې لومړی د موجود نظم او نظام پر وړاندې مایوسي او زړهماتي رامنځته کېږي، وروسته په ذهن کې له شته ارزښتونو سره بېباوري او بېوسي پراخېږي، او په پای کې د موجود واقعیت پر وړاندې کرکه او کینه راپیدا کېږي.
په نیهیلیزم یا هېڅپالنه کې د ټولنیز هدف نشتوالی، د معیار او ارزونې د کچې نشتون، او د چارو د سنجولو لپاره د هر ډول ثابت اصل نه منل مطرح وي.
د نیهیلیزم ریښې باید په هغو لومړنیو ټولنو کې ولټول شي چې د دنیا پرېښودل، ځانهېرونه، د نړۍ د حکمت او موخو څخه بې پروایی او بې باوري، او د انسان د عقل او فکر د وړتیا په اړه د ناتوانۍ احساس پکې رامنځته شوی وي.
د هر څه په اړه افراطي شک، له ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او روزنیز ژوند څخه کرکه، او د دغو ټولو بېګټې ګڼل، د نیهیلیزم له بنسټیزو سرچینو او لومړنیو عواملو څخه دي.
لکه څنګه چې مخکې هم یادونه وشوه، نیهیلیزم د ژوند د پوچ ګڼلو یو فکري تمایل دی. په فلسفه کې «هېڅپالنه» د نیهیلیزم معادل اصطلاح ده، چې د نړۍ د موجوداتو لپاره د هر ډول مانا او ارزښت انکار ته ویل کېږي.
له الله تعالی او معنوي ارزښتونو سره د اړیکې پرېکېدل، ناهیلي او ناامیدي، او د لوېدیځ (غرب) د مدنیت په بهیر کې پر عقل له اندازې زیاته تکیه کول، د پوچپالنې د رامنځته کېدو او پراختیا له مهمو لاملونو څخه دي.
د نیهیلیزم فکر، انسان د دنیا پرېښودو، ځانهېرونې، بېپروایۍ، د نړۍ د هدفمندۍ د نه منلو، او د هر څه په اړه افراطي شک ته هڅوي.
د ژوند د مانا او مفهوم د موندلو او له نیهیلیزم سره د مبارزې یوه اغېزمنه لاره، له سپېڅلو روحاني لاروچارو ګټه اخیستنه او له الهي حقیقتونو سره اړیکه ټینګول دي.
په لنډه توګه، نیهیلیزم په حقیقت کې یوه پوچه او بېمانا مفکوره ده. د دې نظریې پلویان هڅه کوي چې د ژوند پوچوالی ثابت کړي، خو د دوی دا ادعا د ناسمو، وهمي او حقیقت ضد درک او پوهې پر بنسټ ولاړه ده.
په حقیقت کې، د نیهیلیزم د پلویانو لپاره د اسلام له دین پرته ژوند بېارزښته او بې اعتباره دی؛ خو دا چې دوی ژوند «هېڅ» بولي، لامل یې دا نه دی چې د اسلام د حقانیت حقیقت ته رسېدلي دي، بلکې اصلي لامل یې دا دی چې د اسلام له روښانه هدایت څخه بېبرخې دي او د ژوند د څرګندو حقایقو د درک توان نه لري.
اسلام انسان د لوړو حقیقتونو او ژورې پوهې د موندلو پر لور رهبري کوي او ژوند «هېڅ» نه، بلکې ژوند د هر ډول حقیقي نېکمرغۍ، کمال او الهي رضا ترلاسه کول ګڼي.
مخکینۍ برخه
سرچینې:
۱ – قرآن کریم
۱. فردریک، کاپلستون. فردریک نیچه فیلسوف فرهنگ. ترجمۀ علیرضا بهبهانی و علی اصغر حلبی. انتشارات بهبهانی، چاپ اول: ۱۳۷۱؛
۲. لارنس، کهون. از مدرنیسم تا پستمدرنیسم. ترجمۀ عبدالکریم رشیدیان. انتشارات نی، چاپ دوم: ۱۳۸۱؛
۳. آراسته، خومحمد. نقد و نگرش بر فرهنگ اصطلاحات علمی و اجتماعی. انتشارات چابخش، چاپ اول: ۱۳۸۱؛
۴. زرشناس، شهریار. نیهیلیزم. انتشارات اندیشۀ جوان، چاپ سوم: ۱۳۸۶؛
۵. رابینس، دیو. نیچه و مکتب پستمدرن ترجمۀ ابوتراب سهراب و فروزان نیکوکار. انتشارات فروزان، چاپ اول: ۱۳۸۰؛
۶. نیچه، فردریک. نیستانگاری اروپایی. ترجمۀ محمدباقر هوشیار. انتشارات پرسش، چاپ، ۱۳۸۲؛
۷. نیچه، فردریک. حکمت شادان. ترجمۀ حامد فولادوند و دیگران. انتشارات جامی، چاپ ۱۱۳۸۰؛
۸. نیچه، فردریک. آنک انسان. ترجمۀ رویا منجم. انتشارات فکر روز، چاپ ۱۳۷۴؛
۹. نیچه، فردریک. فردریک، حکمت شادان؛
۱۰. نیچه چنین گفت. زردتشت. ترجمۀ داریوش آشوری. انتشارات نیلی، چاپ ۱۳۵۲؛
۱۱. نیچه، فردریک. ارادۀ معطوف به قدرت. ترجمۀ مجید شریف. انتشارات جامی، چاپ ۱۳۷۷؛
۱۲. نیچه، فردریک. غروب بتان. ترجمۀ داریوش آشوری. انتشارات آگه، چاپ ۱۳۸۱؛
۱۳. عبدالکریمی، بیژن. جهان نیچهای. انتشارات علم، چاپ اول: ۳۸۷؛
۱۴. اروین ترنس. تفکر در عهد باستان. ترجمۀ محمدسعيد حنایی کاشانی. تهران، قصیده: ۱۳۸۰؛
۱۵. استریکلر جیمز نی. روسیه تزاری. ترجمۀ مهدی حقیقتخواه. تهران، ققنوس: ۱۳۸۱؛
۱۶. اسلين مارتين. تئاتر ابسورد. ترجمۀ مهتاب کلانتری. تهران، کتابنامه: ۱۳۸۸؛
۱۷. ایوانف يوری. صهیونیسم. ترجمۀ ابراهیم یونسی. تهران، -۴-، امیر کبیر: ۱۳۵۶؛
۱۸. بردیایف نیکلای. ریشههای کمونیسم روسی و مفهوم آن. ترجمۀ عنایتالله رضا. تهران، خورشیدآفرین: ۱۳۸۳؛
۱۹. اورین، تفکر در عهد باستان؛
۲۰. هینچلیف. پوچی.


