
لیکوال: شیخ القران والحدیث معلم جان حنفي
مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه ۵)
په امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله د شویو اعتراضونو (نیوکو) ځوابونه (دوام)
اووم اعتراض
په امام ابو حنیفه رحمه الله تر ټولو لوی اعتراض او نیوکه دا ده چې قیاس ته په نص لومړیتوب ورکوي.
ځواب دا دی چې دا خبره بالکل غلطه ده بلکې امام صاحب رحمه الله د دې برعکس د نص له امله قیاس پریږدي، لکه: د نقض الوضوء بالقهقهة مسله کې امام صاحب رحمه الله قیاس پریښی دی او دا حدیث اګر که متکلم فیه دی مګر امام صاحب رحمه الله دا حدیث را اخیستی دی او نور ټولو امامانو حدیث پرېښی دی او په قیاس یې عمل کړی دی.
او په دې مسئله کې شیخ عبدالوهاب الشعراني رحمه الله چې خپله شافعی المسلک دی په خپل کتاب (المیزان الکبریٰ) کې یو مستقل فصل راوړی دی، فصل فی بیان ضعف قول من نسب الامام ابا حنیفة الیٰ انه یقدم القیاس علیٰ حدیث رسول الله صلی الله علیه وسلم، په دې فصل کې وایي: اعلم ان هذا الکلام صدر من متعصب علیٰ الامام متهور فی دینه غیر متورع فی مقاله غافلاً عن قولهِ تعالی؛ ان السمع والبصر والفؤاد کل اولٰیئک عنه مسولاً و عن قوله تعالی ما یلفظ من قول الا لدیه رقیب عتید و قد روی الامام ابو جعفر الشیزاهاری (نسبة الیٰ قریة من قری بلخ بالسند المتصل الٰی الامام ابی حنیفة رضی الله عنه کذب والله وافتریٰ علینا من یقول عنا اننا نقدم القیاس علیٰ النص، و هل یحتاج بعد النص الیٰ قیاسٍ و کان رضی الله عنه یقول؛ نحن لا نقیس الا عند الضرورة الشدیدة وذالك اننا ننظر أولاً فى دليل تلك المسئلة من الكتاب والسنة واقضية الصحابة فان لم نجد دليلاً قسنا حينئذ ، وفى رواية اخرى كان يقول ما جاء عن رسول الله صلى الله علیه وسلم فعلى الرأس والعين بابي هو وامي وليس لنا مخالفة وما جاءنا عن اصحابه تغيرنا وما جاء نا عن غيرهم فهم رجال ونحن رجالٌ.
ژباړه: او په دې مسئله کې شیخ عبدالوهاب الشعراني رحمه الله، چې پخپله شافعي المذهب دی، په خپل کتاب المیزان الکبریٰ کې یو جلا فصل راوړی دی، د هغه فصل سرلیک دی: “د هغه قول د ضعف بیان چې امام ابو حنیفه ته نسبت کوي چې ګواکې هغه قیاس د رسول الله ﷺ له حدیث څخه مقدم بولي.”
په دې فصل کې وايي: پوه شه چې دا خبرې د داسې یو متعصب کس له خوا شوې دي چې له امام صاحب سره تعصب لري، په خپل دین کې بېاحتیاطه دی، په خبرو کې له تقوا څخه لرې دی، او د الله تعالی له دې وینا څخه غافل دی:
“بېشکه غوږ، سترګه او زړه د دې ټولو به پوښتنه کېږي.” او له دې وینا څخه هم:
“انسان هېڅ داسې خبره نه کوي چې له هغه سره یو څارونکی حاضر و نه اوسي.”
او امام ابو جعفر الشیزاهاري (چې نسبت یې د بلخ یو کلي ته کېږي) په متصل سند سره له امام ابو حنیفه رضی الله عنه څخه روایت کړی دی چې هغه ویلي دي:
“په الله قسم! درواغ وايي او پر موږ تهمت تړي، هغه څوک چې وايي موږ قیاس د نص (قرآن او حدیث) څخه مخکې کوو. آیا د نص له موجودیت وروسته قیاس ته اړتیا شته؟”
او هغه (رضی الله عنه) به ویل: “موږ قیاس نه کوو مګر د سختې اړتیا پر وخت. دا ځکه چې موږ لومړی د مسئلې دلیل په قرآن، سنت او د صحابهوو په فیصلو کې لټوو، که موږ هلته دلیل ونه موند، نو بیا قیاس کوو.”
او په بل روایت کې وایي: “هغه څه چې د رسول الله ﷺ څخه راغلي دي، زموږ لپاره په سر او سترګو منظور دي، زما مور او پلار دې ترې قربان شي، او موږ ته د مخالفت اجازه نشته. او کوم څه چې له صحابهوو څخه راشي، موږ پکې غور کوو (او له هغوی څخه پیروي کوو). او کوم څه چې له نورو خلکو راشي، نو هغوی هم زموږ په شان سړي دي .”
له دې څخه پرته شیخ شعراني رحمه الله ليكي: اعلم يا اخي اني لم اجب على الامام باالصدر و احسان الظن فقط كما یفعل بعض وانما اجبت عنه بعد التتبع والفحص فی كتب الادلة ومذهبه اول المذاهب تدويناً وأخرها انقراضاً كما قال بعض اهل الكشف.
ژباړه: پوه شه، ای زما وروره! ما د امام صاحب دفاع یوازې د ښه ګمان او ظاهري درناوي له مخې نه ده کړې، لکه څنګه یې چې ځینې خلک کوي؛ بلکې ما د هغه دفاع د دلیلونو په کتابونو کې له پلټنې او ژورې څېړنې وروسته کړې ده. او د هغه مذهب د مذهبونو له جملې څخه لومړنی دی چې تدوین شوی، او وروستی دی چې له منځه به ځي، لکه څنګه چې ځینو د کشف خاوندانو ویلي دي.
اتم اعتراض
اتم اعتراض دا دی چې د احادیثو د علم له مخې د امام صاحب رحمه الله ډیری مستدلات ضعيف دي.
په اصل کې خو تفصیلي جواب دهرې مسئلې لاندې كيږي، خو مجموعي جواب به دا وکړو چې امام شعراني رحمه الله وایي چه ما د امام اعظم رحمه الله د مذهب په مستدلاتو فکر وکړ، نو دا راته معلومه شوه چې د امام صاحب رحمه الله دلائل د قرآن کریم، صحیحو احادیثو، حسنه احادیثو او یا هغه ضعیفو احادیثو څخه دي چې د تعدد الطُرُق له وجهې د حسن مرتبې ته رسیدلي وي؛ له دې څخه د کمې درجې دلیل نشته، نو معلومه شوه چې دا اعتراض هم بې بنیاده دی. باقي هغه اول اصول چې مراعت شي او په ذهن کې کینول شي، نو ډير اعتراضونه ختمیدلی شي.
ادامه لري…