لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ٨٩)
د تحریم په حکمت کې د اعجاز بېلګې او په پیدایښت کې یې الهي تدبیر
دریمه برخه: د سپیانو په اړه علمي حقيقتونه او الهي احکام:
۱ ـ نبوي احادیث:
له رسول الله ﷺ څخه روايت شوي درې صحیح احادیث د سپي د ساتلو په اړه د شریعت بنسټیز لیدلوری بيانوي، ددې احادیثو له جملې څخه دلته دوه حدیثونه بیانوو:
«عن أبی الحكم قال: سمعت ابن عمر یحدث عن النبی صلىاللهعلیهوسلم قال: «من اتخذ كلبا إلا كلب زرع أو غنم أو صید، ینقص من أجره كل یوم قیراط »[1]
ژباړه: له ابی الحکم څخه روایت دی، هغه وایي: ما له ابن عمر رضي الله عنه څخه واورېدل چې د رسول الله ﷺ دا وینا یې روایتوله: «هر څوک چې د کروندې، رمې یا ښکار نه پرته بل سپی وساتي، نو هره ورځ به یې له اجر څخه یو قیراط کمېږي.»
«عن عبد الله بن مغفل، قال: قال رسول الله صلىاللهعلیهوسلم : «لولا أن الكلاب أمة من الأمم لأمرت بقتلها»
ژباړه: له عبدالله بن مغفل رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «که چیرته سپي د امتونو له ډلې څخه یو امت نه وای، نو ما به یې د وژلو امر کړی وای.»
دا حدیثونه څرګندوي چې د سپي ساتل یوازې په درېيو حالتونو کې روا دي:
ښکار ، زراعت (کرنه) او ساتنه.
۲ ـ هغه ناروغۍ چې له سپیو څخه انسانانو ته لېږول کېږي:
طبي څېړنو موندلې ده چې سپیان شاوخوا «۳۶ ډوله ناروغۍ» انسان ته لېږدېدلی شي. د دغو ناروغیو له ډلې څخه ځېنې یې ډېرې خطرناکې او وژونکې دي؛ تر ټولو مهمه یې (هاري) ناروغي ده، چې کله یې نښې څرګندې شي، نو تر ډېره یې په څو ورځو کې د مرګ لامل ګرځي. همدارنګه سپی انسانانو ته بېلابېل مکروبونه، باکتریاوې او د پوستکي ناروغۍ هم لېږدوي.
د څیړنو پر بنسټ له سپیو څخه د ناروغیو د لېږد کچه «۹۲ سلنه» ده، حال دا چې په پیشوګانو کې دا کچه یوازې «۷ سلنه» ده.
۳ ـ ټولنیز او کلتوري اړخونه:
په ځینو لوېدیځو هېوادونو کې د کورنیوسپیو شمېر تر دې کچې زیات شوی، لکه د اولاد ځای یې چې نیولی وي. د ۱۹۷۶م کال اړوند د فرانسې هیواد احصایوي شمېرې ښيي چې د (۵۲) میلیونه نفوس په مقابل کې هلته «۷ میلیونه» سپیان موجود وو.
له همدې امله، له سپیو سره د افراطي تړاو له کبله ټولنیزې ستونزې او آن اخلاقي انحرافات هم رامنځته شوي دي.
۴ ـ د اسلام لیدلوری
اسلام، سره له دې چې سپی د ښکار، ساتنې او د موادو پېژندنې برخه کې ګټورمخلوق ګڼي ، خو بیا هم د بې ضرورته سپي ساتلو څخه یې په کلکه منع کړې ده؛ ځکه چې د ټولنیزچاپېریال لپاره یې روغتیایي او رواني زیانونه ثابت شوي دي.
څلورمه برخه: د سپي د شامې (بوی) دحِس اعجاز
۱ ـ له انسان سره یې د جوړښت پرتلنه:
د سپي په پیدایښت کې ځانګړې معجزې نغښتې دي. تر ټولو مهمه یې د هغه خارق العاده د “بوی حِس” دی. د سپي د بوی حس د انسان په پرتله «یو میلیون ځله» پیاوړی دی. د انسان د بوی حس ساحه نږدې “۵” سانتي متره مربع ده، خو په سپي کې دا ساحه «۱۵۰ سانتي متر مربع» ته رسېږي. همدارنګه د انسان د بوی اخیستونکو حجرو شمېر شاوخوا ۵ میلیونه دی، خو په سپي کې دا شمېر «۱۵۰ میلیونو» ته رسېږي.
۲ ـ حیرانوونکې وړتیاوې:
که لږ مقدار نشهيي توکي په څو پوښونو کې هم پټ وي، سپی کولی شي هغه د سلګونو یو شانته پاکټونو تر منځ تشخیص کړي.
هر انسان خپل یوځانګړی بوی لري؛ حتی هغه دوه انسانان چې له یوه مور او پلار څخه او په یوه حمل کې (غبرګوني) پیدا شوي وي هغوی هم جلا جلا بوی لري. سپی کولی شي د سل زرو انسانانو په منځ کې د یوه ځانګړي بوی لرونکی کس پیدا کړي.
سپی آن دا وړتیا هم لري چې «یوه کوچنۍ کاشوغه مالګه یا سرکه» په زرګونو لېټره اوبو کې تشخیص کړي.
په ځینو هېوادونو کې له سپیو څخه د ځمکې لاندې د ګازو د پایپونو دخرابوالي او«ګاز وتنې» ځایونو د موندلو لپاره هم کار اخیستل کېږي.
۳ ـ د الٰهي تسخیر څرګنده نښه:
د دې حیوان د “درک” ستره وړتیا ، د شامې (بوی) حافظه او د تشخیص وړتیا ټول د الله تعالی د دې وینا څرګند مصداق دی:
“هُوَ ٱلَّذِي خَلَقَ لَكُم مَّا فِي ٱلْأَرْضِ جَمِيعًا”[4]
«همدى هغه ذات دى چې ستاسو لپاره يې هغه ټول څه پيدا كړل چې په ځمكه كې دي.»
دا د دې خبرې بل دلیل هم دی چې الله تعالی دغه مخلوق د انسان د خدمت لپاره تابع کړی دی، څو انسان ترې په سم او مشروع ډول ګټه واخلي؛ نه دا چې هغه د انساني اړیکو بدیل وګرځوي.
لنډیز
هغه څه چې په دې دوو برخو کې وڅېړل شول، د الٰهي حکمت او د شریعت د متوازن نظام یوازې یوه کوچنۍ بېلګه ده.
د خوګ (خنزير) د غوښې تحریم، د صحرايي حیواناتو حیرانوونکی جوړښت او د سپیو اړوند احکام، ټول دا حقیقت څرګندوي چې:
شریعت د ټولنيز فطرت مطابق او د انسان د روغتیا او سلامتیا سره موافق دی؛
خلقت او پیدایښت له علمي او موخه لرونکو تدبیرونو څخه ډک دی؛
د الله تعالی هر حکم، تر هر څه وړاندې، د هغه د حکمت او رحمت څرګندونه ده.
په دغو بېلګو کې فکر کول انسان دې حقیقت ته رسوي چې په دې نړۍ کې هره نښه؛ د یوه حیوان له کوچني غړي نیولې تر ستر کهکشانه پورې د الٰهي قدرت او اعجاز نښه ده.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. صحيح مسلم، كتاب البيوع، باب الأمر بقتل الكلاب، رقم الحدیث: 1574، ج 5، ص 37.
[1]. السنن الكبرى- النسائي، كتاب الصيد، صفة الكلاب التي أمر بقتلها، رقم الحدیث: 4773، ج 4، ص 465، – ط الرسالة
.4البقرة: 29.
.5فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 2، ص 170-


لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي