
ابوعائشه محمد اسحاق صالحي
له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۱)
د جسمي او روحاني معاد په اړه د اهل سنت او جماعت لیدلوری (دوام)
علامه مجد مکي په خپل کتاب «عقاید اهل سنت» کې د دې موضوع په اړه، چې آیا معاد جسمي دی، که روحاني او که نه دواړه بڼې لري او همدارنګه د هغې نظریې په اړه چې ځینو کسانو اهل سنتو ته منسوبه کړې چې ګواکې هغوی یوازې جسمي معاد ته قایل دي، مفصل بحث ترسره کړی، چې لاندې یې بیانوو:
له جسمي معاد موخه دا نه ده چې په بله نړۍ کې یوازې جسم بېرته راګرځي، بلکې مطلب دا دی چې روح او جسم دواړه یوځای بېرته راژوندي کېږي. په بل تعبیر، د روح بېرته راګرځېدل یو مسلم حقیقت دی، اصلي بحث د جسم د بېرته راګرځېدو په اړه دی.
د پخوانیو فیلسوفانو یوې ډلې یوازې پر روحاني معاد باور درلود او جسم یې هغه سپرلۍ بلله چې له انسان سره یوازې په دې دنیا کې مل وي، له مرګ وروسته ترې بېنیازه کېږي او یوازې یې پرېږدي.
خو حقیقت دا دی چې معاد په دواړو (روحاني او جسمي) بڼو ترسره کېږي. دلته ځینې کسان د هماغه پخواني جسم شرط نه مطرح کوي او وایي: الله تعالی روح ته یو بل جسم ورکوي او د دې لپاره چې د انسان شخصیت د هغه په روح پورې تړلی دی، نو دغه جسم هم د هماغه انسان جسم ګڼل کېږي.
په داسې حال کې چې محققین په دې باور دي چې هماغه جسم چې خاورې شوی او ټوټې ټوټې شوی وي، د الله تعالی په حکم سره بېرته راټولېږي او الله تعالی نوې جامه او نوی ژوند ورکوي. دا هماغه عقیده ده چې د قرآن کریم له آیتونو څخه اخیستل شوې ده.
په قرآن مجید کې د جسمي معاد دلایل او شواهد دومره زیات دي چې په یقین سره ویلای شو: هغه کسان چې معاد یوازې تر روحاني بڼې محدودوي، د معاد اړوند یې د قرآن کریم آیتونه نه دي مطالعه کړي؛ ځکه که د قرآن کریم آیتونه یې مطالعه کړې وای، نو د قرآن کریم په آیتونو کې د معاد جسمي والی دومره څرګند دی چې هېڅ ډول شک او تردید ته پکې ځای نه پاتې کېږي.
هغه آیتونه چې د سورت یس په پای کې راغلي، په ښکاره توګه د همدې حقیقت څرګندونه کوي؛ ځکه د هغه صحرايي عرب حیرانتیا له دې امله وه چې دا وراسته هډوکي به چې په لاس کې یې دي، څوک بېرته ژوندي کړي؟[۱]
قرآن کریم یې په ښکاره ډول په ځواب کې وایي: ﴿قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ﴾[۲]
ژباړه: «ته (دوى ته) ووایه: دا به هغه ذات راژوندي كوي چې دا يې اول ځلې پیدا كړي دي، او هغه په خپل مخلوق باندې ښه عالم دى.»
د معاد په مسئله کې د مشرکانو ټول تعجب او مخالفت پر همدې ټکي راڅرخېده چې کله خاورې شو او خاورې مو په ځمکه کې ورکې شوې، نو څنګه به بېرته د ژوند جامه پر تن کوو؟
﴿وَقَالُوا أَإِذَا ضَلَلْنَا فِي الْأَرْضِ أَإِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ﴾ [۳]
ژباړه: «او دوى وايي: ایا كله چې مونږ په ځمكه كې ورك (او خاورې) شو، ایا مونږ به خامخا په رښتیا سره په نوي تخلیق كې یو!»
هغوی به ویل: تاسو ته څنګه دا وعده درکولای شي چې کله مړه شئ، خاورې او هډوکي وګرځئ، نو بېرته به راژوندي کېږئ؟ ﴿أَيَعِدُكُمْ أَنَّكُمْ إِذَا مِتُّمْ وَكُنْتُمْ تُرَابًا وَعِظَامًا أَنَّكُمْ مُخْرَجُونَ﴾[۴]
ژباړه: «ایا دا تاسو ته وعده دركوي دا چې بېشكه كله چې تاسو مړه شئ او تاسو خاورې او هډوكي شئ (،نو) یقینًا به تاسو ژوندي راوښكل شئ؟»
دوی دې مسئلې دومره حیران کړې وو چې د دې خبرې اظهار یې د لېونتوب یا د الله تعالی د دروغ ګڼلو نښه بلله: ﴿وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا هَلْ نَدُلُّكُمْ عَلَى رَجُلٍ يُنَبِّئُكُمْ إِذَا مُزِّقْتُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّكُمْ لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ﴾[۵]
ژباړه: «او كافران شویو كسانو وویل: ایا مونږ تاسو ته داسې سړى وښیو چې تاسو ته خبر دركوي چې كله تاسو ذرې ذرې كړى شئ، پوره ذره ذره كېدل، (نو) بېشكه تاسو به خامخا په نوي تخلیق كې يئ (له نوي سره به پیدا كولى شئ).»
له همدې امله د معاد د امکان په اړه د قرآن کریم زیاتره استدلالونه پر همدې جسمي معاد راڅرخي. سربېره پر دې، قرآن کریم بیا بیا یادونه کوي چې تاسو به د قیامت په ورځ له قبرونو را راپاڅول شئ[۶] او قبرونه له جسمي معاد سره تړاو لري.
د ابراهیم علیهالسلام د څلورو مرغانو کیسه، همدارنګه د عزیر علیهالسلام داستان او له مرګ وروسته د هغه بېرته راژوندي کېدل او د بني اسرائیلو د وژل شوي کس پېښه، دا ټول په څرګنده توګه د جسمي معاد حقیقت بیانوي.
همدارنګه ډېری هغه توصیفونه چې قرآن مجید د جنت د مادي او معنوي نعمتونو په اړه ذکر کړي دي، ټول په ډاګه کوي چې معاد هم د جسم په مرحله کې او هم د روح په مرحله کې تحقق مومي؛ ځکه که داسې نه وای، نو د معنوي نعمتونو ترڅنګ به حورو، ماڼیو، ډول ډول جنتي خواړو او مادي خوندونو هېڅ معنا نه درلوده.
په هر حال، دا ناشونې ده چې یو څوک دې د قرآن کریم د منطق او فرهنګ په اړه کمه اندازه پوهه ولري او بیا دې هم له جسمي معاد څخه انکار وکړي. د قرآن کریم له نظره له جسمي معاد څخه انکار د معاد له اصل څخه انکار کول دي.
سربېره پر دې، په دې برخه کې د نقلي دلایلو ترڅنګ عقلي شواهد هم موجود دي.[۷]
شیخ عبدالرحمن حسن حبنکه په خپل کتاب «العقیدة الإسلامیة وأسسها» کې وایي:
«په قرآن او سنتو کې ګڼ شمېر داسې ښکاره او قطعي نصوص موجود دي چې پر دویم ژوند؛ یعنې د روح او جسم په ګډ ژوند دلالت کوي. همدا دلایل د شک کوونکي لپاره، که په ژوره توګه او د کامل بصیرت له مخې ورته وګوري، کفایت کوي او د شک او تردید هېڅ ځای پکې نه پاتې کېږي.»[۸]
همدارنګه علامه بغدادي رحمهالله فرمایي: «پنځمه مسئله د هغو جسمونو او روحونو د بیان په اړه ده چې بېرته راګرځول کېږي (را ژوندي کېږي). په دې مسئله کې اختلاف موجود دی: مسلمانان، یهودان او سامریان درې واړه د جسم او روح دواړو پر بېرته راګرځېدو باور لري او معتقد دي چې جسمونه به په ځانګړې توګه خپلو روحونو ته بېرته ورګرځي؛ یعنې هر روح به هغه جسم ته بېرته ورګرځي چې پخوا پکې و.
خو «حلولیه» او «ډېری نصارا» په دې باور دي چې جسمونه بېرته نه راګرځي، بلکې ثواب او عذاب یوازې له روح سره تړاو لري.»[۹]
دوام لري…
سرچینې:
- د یس سورت، ۷۹ آیت.
- د السجدة سورت، ۱۰ آیت.
- د المؤمنون سورت، ۳۵ آیت.
- د سبأ سورت، ۷ آیت.
- یس: ۵۱، او القمر: ۷.
- مکي، ډاکټر مجد، «مجموعهای کامل از عقاید اهل سنت»، ژباړن: فیض محمد بلوچ، ۱۳۹۴ هـ.ش، دوهم ټوک،
- مخونه: ۶۹۴-۶۹۵.
- المیداني، عبدالرحمن حسن حبنکه، «العقیدة الإسلامیة وأسسها»، څوارلسم چاپ، ۱۴۳۰ هـ.ق / ۲۰۰۹م، مخ: ۵۶۱.
- بغدادي، ابو منصور عبدالقاهر بن طاهر، «أصول الدین»، تحقیق او تعلیق: أحمد شمس الدین، ۱۴۲۳ هـ.ق / ۲۰۰۲م، مخ: ۲۶۰.