لیکوال: مهاجر عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۱۳)
د بودیزم تعلیمات (دوام)
۲. د بودا لسګونې سپارښتنې
لسګونې سپارښتنې د بودیزم له نورو مهمو تعلیماتو څخه دي. همدا سپارښتنې او احکام د بودایانو د عمومي اصولو بنسټ جوړوي. د بودا لسګونې سپارښتنې په لاندې ډول دي:
۱. د هېچا ژوند مه اخله (وژل منع دي)؛
۲. دروغ مه وایه؛
۳. زنا مه کوه؛
۴. حرام مال مه خوره؛
۵. مسکرات (مستکوونکي څښاکونه یا نشهيي توکي) مه کاروه؛
۶. هغه خواړه مه خوره چې ښه نه وي پخه شوي؛
۷. د سندرو او نڅا په مجلسونو او محفلونو کې ګډون مه کوه؛
۸. ځان مه سنګاروه او عطر مه استعمالوه؛
۹. نرم او مجلل بستر مه کاروه؛
۱۰. له هېچا سره او سپین زر مه قبلوه.[1]
د بودایانو د عقیدې له مخې هر څوک چې دغه وصیتونه ومني، نو یقیناً پر خپل نفس او ارادې برلاسی شوی دی.
۳. نیروانا ته د رسېدو په لار کې خنډونه
نیروانا ته رسېدل په بودیزم کې یو مهم هدف ګڼل کېږي. د بودایانو د عقیدې له مخې، ځینې داسې تعلیمات شته چې د دې دین پیروان د «نیروانا» حالت ته رسوي. «نیروانا» له کړاو، خواهشاتو، کرکې او ناپوهۍ څخه د بشپړ خلاصون حالت ته ویل کېږي. د نیروانا په مرحله کې د شهوت، دښمنۍ او وهم لمبې په بشپړه توګه او د تل لپاره له منځه ځي.
نیروانا ته د رسېدو په لار کې بېلابېل خنډونه پراته دي، لکه:
۱- د نفس د تلپاتې والي غولوونکی تصور؛
۲- د بودا د تعلیماتو او ښوونو په [صحت] کې شک؛
۳- د مذهبي مراسمو او دودونو د اغېز پر شتون باور؛
۴- شهوت؛
۵- کرکه او نفرت؛
۶- ځانغوښتنه؛
۷- د مادي بقا هیله؛
۸- غرور او تکبر؛
۹- ناپوهي؛
۱۰- پر شخصي نېکو اعمالو باور او اتکا.[2]
د بودایانو په باور څوک چې پر څلورو حقایقو ایمان راوړي نو له دغو لسو خنډونو او قیدونو څخه خلاصون مومي. دا لس خنډونه او قیدونه په تدریجي ډول او په څلورو پړاوونو کې له منځه ځي:
۱. یوازې پر څلورو حقایقو ایمان راوړل، لومړني درې قیدونه ماتوي.
۲. پر دویم حقیقت ایمان راوړل، راتلونکي درې قیدونه له منځه وړي.
۳. که یو څوک درېیم حقیقت تعقیب کړي، نو مخکیني درې قیدونه په بشپړه توګه له منځه ځي.
۴. که څلورم حقیقت او اتهګونې لارې (اتهګونې څانګې) تعقیب کړي، نو پاتې قیدونه هم نابودېږي.[3]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. البوذیة، نشأتها و اهم معتقداتها، ص ۴۶۰ به نقل از: العطار، الدیانات والعقائد، ص ۱۲۷؛ ابوزهرة، الدیانات القدیمة، ۶۲-۶۳.
[2]. رشدی علیان و آخر، الادیان، دراسة تاریخیة مقارنة، ص ۹۹.
[3]. احمد الشلبی، ادیان الهند الکبری، ص ۱۵۸-۱۵۹.


