لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۶)
د آس او زرافې په خلقت کې الهي اعجاز
په دې پراخه هستۍ کې د لوی خالق سبحانه وتعالی د قدرت او حکمت بېشمېره نښې نښانې موجودې دي. قرآن کریم بیا بیا انسان د طبیعي پدیدو مشاهدې او د الله تعالی په خلقت کې فکر کولو ته رابولي؛ داسې پدیدې چې هره یوه یې د معرفت یو کتاب او د الهي ربوبیت یو څرګند دلیل دی. «آس» او «زرافه» د الله تعالی د خلقت دوه نورې بېلګې دي، چې د هر یوه په جوړښت، وړتیاوو او چلند کې د الهي اعجاز نښې نغښتې دي.
په دې برخه کې د همدغو دواړو حیواناتو علمي او ایماني ځانګړنې څېړو، ترڅو د هغوی په خلقت کې د الله تعالی د حکمت ځلانده جلوې روښانه شي.
د آس په پیدایښت کې اعجاز
۱. د نبوي حدیث په رڼا کې د آس مقام
آس په نبوي سنتو کې لوړ مقام لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الخیل فی نواصیها الخیر إلى یوم القیامة.»[1]
ژباړه: «د آسونو په تندیو کې تر قیامته پورې خیر او برکت ځای پر ځای شوی دی.» یعنې د آس خاوند جهاد کوي، اجر او غنیمت ترلاسه کوي.
پورته مبارک حدیث د دې شریف مخلوق عظمت، برکت او ارزښت څرګندوي؛ هغه مخلوق چې الله تعالی د انسان د خدمت او عزت لپاره مسخر کړی دی.
۲. د اورېدو حیرانوونکی ځواک او د خطر د درک ځانګړی نظام
د آس یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د اورېدو پیاوړی حس لري. آس د شخص له لیدلو وړاندې د هغه د قدمونو غږ اوري، له لرې واټن څځه د نورو آسونو د تلیو د لګېدو غږ تشخیصوي او د ځانګړي حساسیت له مخې خپل خاوند له خطر څخه خبروي.
د اورېدو دا ځواک د هغه طبیعي حفاظتي نظام برخه ده چې الله تعالی د آس په وجود کې ځای پر ځای ګړی دی؛ داسې یو نظام چې د بقا، ښکار او ټولنیزو اړیکو په برخه کې حیاتي ارزښت لري.
۳. په لوړ عمر کې د نسل د تولید وړتیا
آس آن د عمر له زیاتېدو سره هم د نسل د تولید وړتیا له لاسه نه ورکوي. دا ځانګړنه د هماغه حقیقت له څرګندو نښو څخه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الخیل فی نواصیها الخیر إلى یوم القیامة.»[2] ژباړه: «د آسونو په تندیو کې تر قیامته پورې خیر او برکت ځای پر ځای شوی دی.»
د دې حیاتي وړتیا دوام د الهي قدرت او حکمت څرګنده نښه ده.
۴. د زخمونو د رغېدو او د هډوکو د ترمیم چټکتیا
د آس یوه بله حیرانوونکې ځانګړنه دا ده چې د زخمونو د رغېدو او د مات شوو هډوکو د بېرته جوړېدو وړتیا یې ډېره چټکه ده.
آسونه د انسان په پرتله څو برابره ژر رغېږي. د دې ځانګړنې دلیل شاید دا دی چې په وحشي ژوند کې د آس بقا له حرکت، ټوپ او منډې سره تړلې ده.
۵. د آس کمه غذایي اړتیا او اوږدمهاله حرکتي ځواک
آس د کمو واښو او خوراک په وسیله هم اوږدې او سختې منډې وهلی شي، له اوبو او خوړو پرته اوږده واټنونه وهي او د سختیو پر وړاندې بېساری زغم او استقامت لري.
دغه حیرانوونکی ظرفیت د آس طبیعي چاپېریال او ژوندبڼې ته په کتو سره خلق شوی او د آس بدن د دقیقې الهي انجینرۍ له څرګندو نښو څخه ده.
۶. ځواکمن تنفسي سیستم؛ د سرعت او استقامت راز
د آس د منډې ځواک د هغه له پراخ او پیاوړي تنفسي سیستم سره نېغه اړیکه لري:
-
پراخ هوایي نل؛
-
لویه او خلاصه سینه؛
-
د اکسیجن د جذب لوړ ظرفیت.
دا ټول جوړښت د دې لامل کېږي چې آس په ډېر کم وخت کې لویه اندازه هوا خپلو سږو ته ورسوي او د اوږدې منډې لپاره د اړتیا وړ انرژي ترلاسه کړي.
۷. د آس د بار وړلو ځواک او بدني استقامت
آس کولای شي د خپل بدن تر «څلورمې برخې» پورې وزن انتقال کړي. که د آس وزن شاوخوا «۴۰۰ کیلوګرامه» واوسي، نو په اسانۍ سره «۱۰۰ کیلوګرامه» بار لېږدولای شي.
دغه بدني ځواک د هغه د عضلاتو له ځانګړي جوړښت، کلکو هډوکو او د عصبي او عضلي سیستم له همغږۍ څخه سرچینه اخلي؛ هغه ځانګړنې چې الله تعالی په دې حیوان کې د انسان د خدمت لپاره ځای پر ځای کړې دي.
۸. پیاوړې حافظه او د پېژندلو حیرانوونکې وړتیا
آس له تر ټولو ځیرکو حیواناتو څخه شمېرل کېږي. د آس حافظه ډېره دقیقه، پایداره او له لارو او چاپېریال سره تړلې ده. آس کولای شي:
-
که یې خاوند له کومې پېښې سره مخ شي،د حافظې پر بنسټ بېرته کور ته ورسوي؛
-
ډېر واړه او جزیي مسیرونه، بویونه او غږونه وپېژني؛
-
خپل خاوند یوازې د «غږ، بوی یا د سپرېدو د طریقې» له مخې وپېژني.
دغه وړتیاوې د آس د عصبي سیستم پېچلتیا څرګندوي؛ داسې نظام چې د آس له ټولنیزې هوښیارۍ او فطري وفادارۍ سره ژوره اړیکه لري.
۹. د سپاره د امرونو پر وړاندې چټک غبرګون
آس د سپاره د حرکتونو او امرونو پر وړاندې د حیرانوونکې چټکتیا له مخې غبرګون ښيي. دا همغږي د هغه د عصبي سیستم د دقیق فعالیت، د پوستکي د حساسیت او له خپل خاوند سره د عاطفي او ادراکي اړیکې پایله ده.
۱۰. د آس د وفادارۍ او شعور تاریخي بېلګې
د آس د وفادارۍ او شعور په اړه یوه مشهوره کیسه د هغه آس حکایت دی چې د خپل خاوند لور ورباندې سپره وه. حکایت دی چې په یوه آس د خپل خاوند لور سپره وه، آس وډار شو او ځان یې رَم کړ؛ خو لومړی یې نجلۍ په آرامۍ سره له خپلې ملا ښکته کړه، بیا وتښتېد، څو د خاوند لور ته یې زیان و نه رسېږي.
دغه وفاداري، شعور او عاطفي اړیکه د آس د خلقت له حیرانوونکو عجایبو څخه دي.
۱۱. د انسان په روغتیا کې د آسسوارۍ رول
د ځینو علمي څېړنو له مخې، آسسواري د زړه، ځیګر، ګردو او هاضمي ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي؛ په داسې حال کې چې د «ماشیني وسایلو زیات استعمال» د زړه او ګردو د اختلالاتو امکان زیاتوي.
دا حقیقت د انسان او طبیعت ترمنځ د ژور تړاو او د بدن د طبیعي حرکتونو د مثبتو اغېزو څرګندونه کوي.
۱۲. آس په جاهلي شعر کې؛ د وفادارۍ او شعور انځور
یو جاهلي شاعر د خپل آس په اړه ویلي دي:
فازورّ من وقعِ القَنا بَلَبانِهِ … وشكا إلی بعَبرةٍ وتحمحُمِ
لو كان یدری ما المُحاورةُ اشتكى … ولكان لو علمَ الكلامَ مُكلّمی
ژباړه
د نیزو له ګوزارونو یې خپله سینه را ټوله کړه او ځان یې څنډې ته کړ
په غمجنو سترګو اودردناک غږ یې خپل شکایت بیان کړ
که د خبرو کولو هنر ورسره وای، نو خامخا به یې خپل درد بیان کړی وای
او که د وینا ژبه یې لرلای، نو حتماً به یې له ما سره خبرې کړې وای
پورته بیتونه په ډېر ښایسته انداز د آس هوښیارتیا، د درک ځواک، وفاداري او له خپل خاوند سره د هغه عاطفي اړیکه بیانوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم رښتیا فرمایلي دي: «الخیل فی نواصیها الخیر إلى یوم القیامة.»[3] ژباړه: « د آسونو په تندیو کې تر قیامته پورې خیر او برکت ځای پر ځای شوی دی.»
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. صحيح البخاري، كتاب الجهاد والسير، باب: الخيل معقود في نواصيها الخير إلى يوم القيامة، رقم الحدیث: ۲۶۹۴، ج ۳، ص ۱۰۴۷.
[2]. صحيح البخاري، كتاب الجهاد والسير، باب: الخيل معقود في نواصيها الخير إلى يوم القيامة، رقم الحدیث: ۲۶۹۴، ج ۳، ص ۱۰۴۷.
[3]. صحيح البخاري، كتاب الجهاد والسير، باب: الخيل معقود في نواصيها الخير إلى يوم القيامة، رقم الحدیث: ۲۶۹۴، ج ۳، ص ۱۰۴۷.


