لیکوال: مهر الله عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۰)
د بودا ژوند ته لنډه کتنه
د بودا اصلي نوم «سِدهارتا» یا «سُدذارتا» و. هغه بودا چې دا آیین ورته منسوب شوی دی، د یوه واکمن زوی و. نوموړی د هند په شمال کې، د کاپیلاوَستو ښار ته څېرمه، د لومبیني په باغ کې، چې د ننني نېپال برخه ده په ۵۶۸ قبل المیلادي کال کې وزېږېد.
د بودا د زېږېدنې د دقیقې نېټې په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي؛ خو همدا ۵۶۸ ( قبل المیلادي کال) تر ټولو معتبر قول ګڼل کېږي. په افسانو کې د هغه د زېږېدو، بلکې تر هغه وړاندې د مور د امېندوارۍ د دورې په اړه هم ګڼې کیسې راغلې دي. د بودا په اړه دا هم ویل شوي چې پاک او صفا نړۍ ته راغی، د نورو ماشومانو په څېر نه، بلکې د خپلې مور له نس څخه داسې راووت چې مور یې ولاړه وه، د ونې یوه څانګه یې نیولې وه او هېڅ درد یې نه احساساوه. همدارنګه ویل شوي چې د هغه بدن د هندارې په څېر صاف او سپېڅلی و. له بودا سره دې ته ورته ډېرې نورې معجزې او کرامات هم تړل شوي دي؛ خو باید ووایو چې دا ټول روایتونه افسانوي او له حقیقت څخه لرې دي.
نوم یې «سدهارتا» یا «سدذارتا» کېښودل شو، سدهارتا یا سدذارتا هغه چا ته ویل کېږي چې خپلې هیلې ته رسېدلی وي. نوموړي ګڼ لقبونه هم درلودل؛ لکه «شاکیاموني» (د شاکیا د قبیلې حکیم)، «بسکیاموني» (ګوښهنشین او معتکف)، «تاذاګاتا» (هغه څوک چې حقیقت ته رسېدلی وي) او «بودا» (روښانه شوی) یا (ویښ پوه).[1]
بودا په خپل ټاټوبي (د نېپال په سرحدونو کې) را لوی شو. د دې لپاره چې شهزاده و، نو او په ناز او نعمت کې وروزل شو. سپرلۍ او جنګي فنونه یې زده کړل. تاریخلیکونکو یې د ژوند د جزئیاتو په بیان کې مبالغه کړې ده، تر دې چې ادعا یې کړې څلور زره نڅاګرې د هغه د خوښ ساتلو لپاره ګومارل شوې وې، او مېرمنې یې د پنځو سوو ښکلو ښځو له قطار څخه ورته غوره شوې وې.
بودا په شپاړس کلنۍ ـ او د بل روایت له مخې په نولس کلنۍ ـ کې د «یاسودهارا» په نوم د «کولي» قبیلې د یوه مشر له لور سره واده وکړ او له هغې سره یې ارام او خوشاله ژوند درلود. د دې واده پایله یو زوی و چې «راهولا» نومېده.
له واده لس کاله وروسته، کله چې له بېلابېلو کړاوونو سره مخ شو، غمونه او مصیبتونه یې ولیدل، نو پرېکړه یې وکړه چې په هره بیه وي د حقیقت په لټه کې راووځي.
هوډ یې وکړ چې د انسان د هغو کړاوونو د خلاصون لپاره لار ومومي، چې د ده په باور پخپله د انسان له غوښتنو او شهوتونو څخه سرچینه اخلي، او وروسته یې خلک د خپل نظر منلو ته راوبلل؛ هغه نظر چې ګڼ شمېر کسانو پیروي ترې وکړه.
یوه شپه یې پرېکړه وکړه چې ماڼۍ، مېرمن او زوی پرېږدي او اصطبل ته ولاړ شي. په خپل سپین آس یې پخه واړوله او د «چانا» په نوم یوه خدمتګار سره اصطبل ته ولاړ. په روایتونو کې راغلي دي چې د ماڼۍ د پرېښودو پر مهال دروازې په خپله ورته خلاصې شوې او د آس د قدمونو غږ یې نه اورېدل کېده. دا هر څه دوی د بودا معجزه ګڼي. کله چې د «آنوما» سیند ته ورسېد، له آس څخه ښکته شو، خپل زیورات یې لرې کړل، وېښتان یې په توره پرې کړل او خپل خدمتګار ته یې وسپارل او امر یې ورته وکړ چې د پلار ماڼۍ ته بېرته ستون شي او د ده په اړه خبر ورکړي.
په لاره کې له یوه سوالګر سره مخ شو او خپلې جامې یې ورسره بدلې کړې. اووه ورځې وروسته یې د آنوما سیند له غاړې کوچ وکړ او د «راجګریها» ښار ته ولاړ؛ هغه ښار چې د «ماګدها» د سیمې د واکمن «بامبیارا» پاچا پلازمېنه وه. هلته د غونډیو په غارونو کې له هغو زاهدانو سره یوځای شو چې خپل ژوند یې د لرغوني هند د فلسفې په اړه تفکر او تأمل ته وقف کړی و او هیله یې درلوده چې د ژوند راز ومومي او معماوې یې حل کړي. بودا چې کوم غار ورغی د «آلارا کالاما» او «اوداکا» په نوم دوه زاهدان پکې اوسېدل، او آلارا، چې له برهمنانو څخه و، ډېر مشهور و.[2]
کله چې د آلارا غار ته داخل شو، نو ویې لیدل چې په ژور تفکر او مراقبه کې ډوب دی. له درناوي او چوپتیا څخه په ډک انداز یې مخې ته ودرېد او په زړه کې اندېښنه ور تېره شوه چې: «ایا د دې راز کلي به له ده سره ومومم؟» وروسته یې له دواړو سره ناسته پاسته پیل کړه، د هغوی له پوهې یې ګټه واخیسته او د وِدا او اوپانیشاد کتابونه یې هم له هغوی زده کړل.
بودا د ځان لپاره یو غار غوره کړ او د ټولو زاهدانو له ستاینې سره مخ شو. د زهد او ریاضت ژوند یې خوښ شو. پلار یې څوک ورپسې ولېږل چې بېرته یې راولي، خو هغه ونه منله؛ ځکه بودا هغه مهال لوړې مرتبې ته رسېدلی و او د زاهدانو لارښود ګرځېدلی و.
دوه کلونو وروسته دې پایلې ته ورسېد چې برهمني آیین د هستۍ د راز او د ژوند د ستونزې له حل کولو عاجز دی؛ له همدې امله د بنګال ځنګلونو ته ولاړ، پر ځان یې سختي زیاته کړه او د ریاضت او محرومیت تر ټولو سختو بڼو ته یې مخه کړه. شپږ کاله یې په همدې حالت کې تېر کړل، تر دې چې د هلاکت پولې ته ورسېد او شهرت یې هرې خوا ته خپور شو.
خو دغې بدني آزار او بشپړ سکون هم خپل هدف ته ونه رساوه؛ بلکې هغه کمزوري چې د دغو سختو ریاضتونو له امله ورته پیدا شوې وه، د فکر کولو او تمرکز ځواک ترې اخیستی و. نو پرېکړه یې وکړه چې دا ډول ژوند پرېږدي. زاهدانو ملګرو یې هڅه وکړه چې له دې پرېکړې یې راوګرځوي، خو بریالي نه شول. هغوی د بودا دا کار انحراف وباله، تور یې پرې ولګاوه چې له سم مسیر څخه منحرف شوی دی. ملګرو یې لار ترې جدا کړه او د بنارس ښار مرج غزال سیمې ته ولاړل.
سِدذارتا ـ چې وروسته د بودا په نوم مشهور شو ـ بېرته خپل ځواک او نشاط ترلاسه کړ، د یوې ونې لاندې کښېناست، سړی یې ولید چې د واښو ګیډۍ ورسره ده، بودا یو موټی واښه ترې وغوښتل او سړي هم ورکړل. وروسته یې پلتۍ ووهله، لاسونه او پښې یې سره راټول کړل او له ځان سره یې ژمنه وکړه چې تر هغې به له خپل ځایه نه پورته کېږي او د خپلو لاسونو او پښو غوټه به نه خلاصوي، چې د حکمت او معرفت له رڼا نه وي برخمن شوی. له ځان سره یې دا وعده هم وکړه چې که هډوکي یې ورژېږي شي، پوستکی یې وچ شي او بدن یې له منځه ولاړ شي، بیا به هم هماغلته پاتې کېږي.
په افسانو کې راغلې دي چې نفساني غوښتنو جګړه ورسره پیل کړه، خو پر خپلو وسوسو بریالی شو او ماتې یې ورکړه. شپه پای ته نه وه رسېدلې او د سپېدې رڼا پر ځمکه نه وه خپره شوې، چې په زړه او عقل کې یې لوړ حقیقت او رښتینې پوهه وځلېده. هماغه مهال یې درک کړه چې تېر، حال او راتلونکی نه بېلېدونکې حقیقت دی؛ د ژوند او مرګ راز، علت او معلول او په بېلابېلو بدنونو کې د روح د ګرځېدو بهیر یې وپېژاند؛ او درک یې کړه چې روح کوم وخت «نروانا» (د بشپړې چوپتیا، ارامۍ او د نفس د فنا مقام) ته رسېږي.[3]
البته لکه څنګه چې ځینو معاصرو بودایي فیلسوفانو ادعا کړې ده دا فنا هغه پېژندل شوې نابودي نه ده، بلکې داسې وجود دی چې په بل وجود کې محوه کېږي؛ لکه د رنګین کمان (بوټۍ ټال) رنګونه چې د لمر په رڼا کې ورکېږي او خالصه سپینه او بېرنګه بڼه خپلوي. نروانا ته رسېدل یوازې هغه مهال ممکن دي چې انسان په محسوسه نړۍ او واقعي ژوند کې خپل روح پاک کړي او په فضیلتونو ځان سمبال کړي.
پرته له دې چې احساس یې کړي شپې او ورځې ورباندې تېرېدې؛ ځکه چې په خپلو معنوي ژورو کې ډوب و. وروسته په داسې توګه راویښ شو چې ځان بریالۍ ګاڼه او زړه یې له خوښۍ ډک و؛ ځکه څه یې چې غوښتل ورته رسېدلی و او ارمان یې پوره شوی و. کومه روښانتیا یې چې غوښته هماغه حالت پرې را نازل شو او په همدې توګه «بودا» وګرځېد.
شهرت یې زیات شو، خکو ورته مخه کړه، بنارس ته ولاړ او د «مرج غزال» لار یې ونیوله، ترڅو هغو پنځو زاهدانو ته ورشي چې یو وخت یې ملنډې پرې وهلې وې، تورونه یې پرې لګولي وو او پرېیښی یې و. کله یې چې ولید، د ده هیبت مات کړل او څېرې یې حیران کړل. په بېړه یې هرکلي ته ورغلل، د ښه راغلاست لپاره یې له یو بل سره سیالي وکړه، او اوبه یې راوړې چې پښې یې ور ومینځي. هغوی ته یې درس هغوی وړاندې کړ؛ زړونه یې له خوښۍ ډک شول او څېرې یې له خوشحالۍ وځلېدې.
له دې وروسته یې آوازه په ټوله هند کې خپره شوه. د لویو کورنیو ځوانان یې ځان ته را جذب کړل، خلک پرې راټول شول او ګڼ پیروان یې پیدا کړل. بودا د خپل عمر تر پایه د همدې مفکورې او حقیقت دعوتګر پاتې شو، تر دې چې په ۴۸۸ قبل الملادي کې په اتیا کلنۍ کې وفات شو او د روایتونو له مخې له مرګ اته ورځې وروسته یې جسد وسوځول شو. افسانې د هغه ژوند همداسې انځوروي.[4]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. موسوعة الملل والادیان، ج۲، ص ۱۱۵.
[2]. هماغه اثر، ج ۲، ص ۱۱۶.
[3]. محمد الحمد، رسائل في الأديان والفرق والمذاهب، ص ۴۰.
[4]. الديانات والعقائد، ۱/ ۱۱۶ – ۱۱۷؛ محمد الحمد، رسائل في الأديان والفرق والمذاهب، ص ۴۰. د بودا د ژوند په اړه د لا پوهېدو په لپاره دې دغې کتاب ته مراجعه وشي: «الادیان الوضعیة، ص ۱۵۹».


