لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۳)
په حیواناتو کې د اعجاز جلوې
د ژوندیو موجوداتو خلقت د الهي قدرت، حکمت او رحمت یوه لویه نښه ده. ټول موجودات— لوي وي، که واړه—د لوی خالق د دقیق تدبیر او حیرانوونکې لارښوونې څرګنده نښه ده. د همدې نښو له ډلې د «مور زړه» د حیواناتو په نړۍ کې ځانګړی مقام لري؛ هغه عاطفي او فطري ځواک چې د یوه ثابت قانون په څېر د نړۍ په هر ګوټ کې لیدل کېږي او په ډاګه کوي چې الهي هدایت څنګه د موجوداتو د وجود په ژورو کې ځای پر ځای شوی دی.
په دې برخه کې د حیواناتو ترمنځ د موروالۍ په احساس کې د الله تعالی اعجاز ته کتنه شوې ده؛ یعنې دا چې حیوانات څنګه له زدهکړې پرته خپل بچیان ساتي، خواړه ورکوي او پالنه یې کوي، همدارنګه د طبیعت په جوړښتونو کې د خلقت حیرانتیاوې بیان شوې دي، لکه د هګۍ جوړښت، چې په ظاهره ساده ښکاري، خو په حقیقت کې ډېر دقیق او له حکمت څخه ډک نظام لري او هغه بېلګې هم وړاندې کېږي چې انسان په ناپوهۍ یا بېاحتیاطۍ سره د طبیعت په قوانینو کې ناسمه مداخله کوي، چې پایلې یې ډېرې خطرناکې او د اندېښنې وړ وي.
په حیواناتو کې د مور د زړه اعجاز
د مور له زړه موخه یوازې هغه فزیکي زړه نه دی چې له دهلیزونو، بطنونو او رګونو څخه جوړ شوی وي، بلکې د مور له زړه موخه هغه دروني او عاطفي ځواک دی چې د ژوندیو موجوداتو په نړۍ کې تر ټولو پیاوړی محرک بلل کېږي.
عالمان باور لري چې «مورنۍ غریزه» د ژوندیو موجوداتو ترمنځ تر ټولو قوي کشش دی؛ دغه مینه، پاملرنه او فداکاري دومره پراخه او په بېلابېلو بڼو کې را څرګندیږي چې انسان یې ټول مثالونه نه شي شمېرلای.
پر حیواناتو د ترحم نبوي بېلګه
له عبدالله رضياللهعنه څخه روایت شوې دي چې یو کس د سور رنګه مرغه له ځالې هګۍ راوایستې. مرغه راغی او د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم او صحابه کرامو پر سرونو یې پرلهپسې وزرې وهلې. رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وپوښتل: «أیكم فجع هذه؟» (دا مرغه چا آزار کړی دی؟) یو سړي وویل: ما یې هګۍ اخیستې دي. رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: «اردده» (هګۍ یې بېرته ځای کې کېږده.)
پورته حدیث شریف د حیواناتو د احساساتو او حقونو د درناوي په اړه د اسلام د ټینګار یوه روښانه بېلګه ده.
د حیواناتو په طبیعي چلندونو کې رحمت
د بیولوژي برخې علماوو ګڼې په زړه پورې مشاهدې ثبت کړې دي:
د تېرو غاښونو په وسیله د نوو زېږېدلو بچیانو وړل
یږ، سپي او پیشوګان خپل بچي د تېرو غاښونو په وسیله انتقالوي، خو د هغوی پر بدن هېڅ کوچنی نښه هم نه پاتې کېږي؛ داسې برېښي لکه کومه بهرنۍ قوه چې د هغوی دقت تنظیموي.
د «إکسیلوب» حشرې په چلند کې اعجاز [2]
دا حشره په پسرلي کې هګۍ اچوي او د هګۍ له اچولو وروسته سملاسي مري. خو له مرګ مخکې: د لرګي په تنه کې د مستطیل په بڼه یو سوری جوړوي، د ګلانو ګرده او قندي مواد راټولوي، سوری په همدې موادو ډکوي، بیا هګۍ پکې اچوي او د لرګي د بورې په وسیله یې یوه طبقه پټوي. د دې حشرې بچی «تر یو کال پورې د خوړو د برابرولو توان نه لري؛ خو الهي تدبیر د مور په وجود کې له وړاندې د یو کال خواړه ورته برابر کړي وي.» لاندې آیت د دغې حشرې د ژوندبڼې یو ښکاره مثال الله کېدلی شي:
«قَالَ رَبُّنَا ٱلَّذِیٓ أَعطَىٰ كُلَّ شَیءٍ خَلقَهُۥ ثُمَّ هَدَىٰ»[3]؛
ژباړه: «ده وویل: زمونږ رب هغه ذات دى چې هر شي ته يې د ده (موافق) شكل وركړى دى، بیا يې لار ښودلې ده.»
د «حفّار» حشرې حیرانوونکی چلند [4]
حفّار یوه کوچنۍ حشره ده چې د خپلو غاښونو یا ځانګړو اندامونو په وسیله په خاوره، لرګي یا بوټو کې تونلونه جوړوي. د ډول له مخې یې علمي نوم توپیر کولی شي، خو په دودیزو طبعي سرچینو او زړو طبیعي لیکنو کې یې د «حفّار» په نوم یادونه شوې ده.
د دې حشرې ماده: په ځمکه کې تونل کيندي، یو چینجی پیدا کوي، لومړی یې چيچي څو بېهوښه شي خو مړ نه شي، بیا یې تونل ته ننباسي، هګۍ اچوي، تونل بندوي او وروسته حشره پخپله مري.
د دې حشرې بچیان له زېږېدو وروسته له تازه او سالمو خوړوسره مخ کېږي؛ داسې تغذیه چې له الهي هدایت پرته یې تصور ناشونی دی.
په مرغانو کې د تغذیې حیرانوونکی نظام
ځینې مرغان له سهاره تر ماښام هره ورځ ۱۳۰۰ وارې خپلو بچیو ته خواړه ورکوي.
په تي لرونکو حیواناتو کې مورني عواطف
اوښ د خپل بچي پر جلا کېدو ژاړي. سپۍ پر خپل مړ شوي بچي چیغې وهي. اسپ د خپل بچي له مرګ وروسته «بېتابه کېږي، له خوړو لوېږي او د خپل بچي مړ جسد یوازې نه پرېږدي.»
پورته عاطفي څرګندونې د موجوداتو په رواني جوړښت کې د الهي اعجاز نښې دي او په ډاګه کوي چې د مور مینه او قرباني یوازې انساني پدیده نه ده، بلکې یو الهي هدایت دی چې په ټوله هستۍ کې خپور شوی دی.
د هګۍ په خلقت کې اعجاز (د هګۍ ګټې او حیرانوونکې ځانګړتیاوې)
هګۍ چې د ژوند کوچنۍ واحد دی داسې جوړښت او ترکیبونه لري چې له هر اړخه د حکمت څرګندونه کوي.
حیرانوونکې غذایي ځانګړتیاوې
په یوه هګۍ کې: د نادرو منرالونو ۱۶ ډولونه، د پېژندل شوو منرالونو ۸ ډولونه، شاوخوا «۲۰۰ ډول» پروټینونه، ۱۴ ډوله ویټامینونه، قندي ترکیبونه او د فساد ضد مواد شتون لري.
د هګۍ پوټکی هم شاوخوا «۱۰٪ منرالي مواد» لري، حال دا چې داخل کې یې یوازې «۲٪» منرالي مواد موجود دي.
په بیضوي بڼه کې هندسي اعجاز
د هګۍ بیضوي بڼه
۱. د هګۍ بیضوي بڼه د هګۍ د تاوېدو مخه نیسي؛
۲. له انجینري پلوه یوه له «تر ټولو مقاومو» هندسي بڼو څخه ده؛
.۳ پر ټولو سطحو فشار په برابر ډول وېشل کېږي؛
۴. اېښودل، ساتل او ماتول یې اسانه دي؛
۵. او د جنین د ودې لپاره تر ټولو غوره طبیعي قالب ګڼل کېږي.
له دغو ځانګړتیاوو څخه په ډاګه کېږي چې آن د طبیعت په تر ټولو کوچنیو اجزاوو کې هم له وړاندې ټاکل شوې طرحه او تدبیر شتون لري.
پایله
له دې بحث څخه دا پایله اخیستلی شو چې د حیواناتو ترمنځ مورنۍ مینه او پالنه د الهي هدایت یوه روښانه بېلګه ده؛ د
هګۍ په څېر د خلقت تر ټولو کوچني عناصر د اعجازي دقت له مخې طرحه شوي دي او هر کله چې انسان د الهي طبیعي قوانینو بدلون ته لاس واچوي، نو ویجاړونکي پایلې رامنځته کوي.
د دغو حقایقو مجموعه د خلقت، هدایت او الهي حکمت ترمنځ د اړیکې ژور انځور وړاندې کوي؛ داسې انځور چې انسان تفکر ته اړ باسي او د نړۍ او د الله تعالی له قوانینو سره د سم تعامل پر لور یې رابولي. د «د الله تعالی منهج» او «د شیطان منهج» ترمنځ څومره لوی واټن موجود دی. الله تعالی فرمایي: «فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ” [یونس: ۳۲]؛
ژباړه: «نو له حق نه بعد نشته مګر ګمراهي، نو تاسو كوم طرف ته ګرځولى شئ؟ [5]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1] مسند احمد، د عبدالله بن مسعود رضياللهتعالیعنه مسند، د حدیث شمېره: ۳۸۳۵ (۶/۳۸۵، طبع الرسالة).
[2] ایکسیلوب (Xylob) یا «نجار مچۍ» «د لرګي تراشونکی» یا «د لرګي کېندونکی»، د مچیو له کورنۍ څخه ده چې د علمي سرچینو له مخې (Carpenter Bee) بلل کېږي؛ عموماً یوازې ژوند کوي (اجتماعي نه ده) ، په لرګي کې سوری او تونلونه جوړوي، او خپلې هګۍ په همدې سوریو اچوي.
[3] طه: ۵۰.
[4] حفّار د Sphecidae یا Crabronidaeله کورنۍ څخه ده؛ په ځمکه کې تونل کيندي، چینجی پیدا کوي، چيچي یې او بېحسه کوي یې، خو وژني یې نه؛ وروسته یې تونل ته راکاږي، هګۍ اچوي او د تونل خوله بندوي. په دې توګه خپلو بچیو ته تازه خواړه برابروي چې د اوږدې مودې لپاره ورته بسنه کوي، او وروسته پخپله مري.
[5]. د :موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، د مطلب لنډیز، ټوک ۲، مخونه ۱۵۹–۱۶۳.


