لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۰)
د ابراهیم عليه السلام د کیسې روزنیز درسونه
د بشريت په تاريخ او کيسو کې د انبیاوو عليهم السلام ژوند او کيسې ځانګړی او بې مثاله مقام لري. د انبیاوو عليهم السلام کيسې د انسان د ژوند، اخلاقو او روزنې لپاره تلپاتې درسونه او لارښوونې دي. د هغوی له جملې د حضرت ابراهيم عليه السلام ژوندبڼه د هغې پاکې چينې په څېر ده چې تل بهېږي او د حقيقت د تږو زړونه خړبوي.
ابراهیم علیهالسلام د ایمان، توحید او د خدای جل جلاله د ارادې پر وړاندې د بشپړې تسلیمۍ یوه بې سارې بېلګه ده. هغه يو داسې پلار و چې د سختيو او ازموينو په اوج کې يې هم د خپلو اولادونو روزنه پرېنښوده او د ايمان او توکل پر اساس يې د کورنۍ بنسټ کېښود. له دې سره سره هغه يو داسې زوی و چې د منطق او حکمت پر اساس يې خپل پلار ته د حق بلنه ورکړه. په همدې ډول نوموړی يو داسې د لوړو صفاتو لرونکی مشر و چې د بت پرستۍ پر وړاندې ودرېده او په پوره زړورتيا يې بتان مات کړل، ترڅو ويده عقلونه راويښ او متوجه کړي.
دابراهيم عليه السلام د کيسې يوه ځانګړنه دا ده چې په يوې ځانګړې زماني مقطع پورې محدوده نه ده، بلکې د انسان د هرې زمانې او وخت د ستونزو، ازموينو او برياليتوبونو بشپړ انځور وړاندې کوي. د ابراهيم عليه السلام د ژوند هره لحظه، د بت پرستانو په منځ کې له زېږون څخه نيولې د حق موندلو تر هڅو، نامعلومو سيمو ته تر هجرت، د خپل زوی (اسماعيل عليه السلام) د قربانۍ د فرمان پر وړاندې سپېڅلی اطاعت او د کعبې تر جوړلو پورې، له روزنيزو حکمتونو څخه ډکه ده.
دغه کيسه موږ ته راښيي چې څنګه د نفس او شيطان د وسوسو پر وړاندې مقاومت وکړو، څنګه د خپلو اولادونو په روزنه کې بريالي شو او څه ډول په سختو او ستونزمنو حالاتو کې خپل ايمان وساتو.
له ننګونو څخه په دې ډکه نړۍ کې ځينې وخت اخلاقي او کورني ارزښتونه هېرېږي؛ پر همدې اساس د دغو کيسو لوستل په مکرر ډول ډېر ضروري دي. هغه لارښوونې او روزنيز درسونه چې موږ يې د ابراهيم عليه السلام له کيسې څخه زده کوو، د ژوند په لار کې د روښانه څراغ حيثيت لري، چې پر اساس يې کولی شو يوه غوره او په هر لحاظ لوړه کورنۍ جوړه کړو.
اوس راځو د ابراهيم عليه السلام د هر اړخيزې کيسې د قيمتي او روزنيزو درسونو ځينې برخې په تفصيل سره بيانوو، چې پکې شته حکمت کشف او په خپل ژوند او چارو کې پلی کړو.
(لومړی درس) صداقت او ثابت قدمي د ښوونکو او تبلیغکوونکو ځانګړتیاوې دي
په قرآني ښوونو او د الهي پیغمبرانو علیهم السلام په ژوند کې رښتینولي او استقامت بې ساري ارزښت لري. کله چې الله تعالی د حضرت ابراهیم علیه السلام یادونه کوي، هغه د همدې دوو ځانګړنو له مخې معرفي کوي: “وَاذْكُرْ فِی الْكِتَابِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّیقاً نَّبِیاً.”[1] ژباړه: «او ياد کړه (ای پيغمبره! دې خلکو ته) په کتاب (قرآن) کې (کيسه) د ابراهيم، يقينا هغه ډېر رښتيا ويوونکی نبي و.»
دلته موږ يوې نازکې اشارې ته متوجه کېږو، هغه دا چې نوموړی له پيغمبرۍ څخه مخکې په خپل قوم کې د رښتينولۍ او امانتدارۍ له مخې پېژندل کېده؛ دا هغه ځانګړنه وه چې د هغه د رسالت په منلو کې يې ډېر اغېز درلود.
له دې څخه موږ پوهېږو چې د خبرو او ښوونو واقعي اغېز له بل هر څه څخه ډېر د فرد په اصليت او صداقت پورې تړلی دی. که يو ښوونکی يا مبلغ د ژوند له پيله ښه اخلاق، د عمل ټينګوالی او باطني پاکوالی ولري، نو خبرې يې په زړه ژور اغېز کوي او عمل يې د نورو لپاره يوه بېلګه او الګو کېږي. همدارنګه خلک هم له جذباتو او نصيحتونو څخه وړاندې، د عملي ژوند د بېلګو تر اغېز لاندې راځي او همدا بېلګې په خپل ژوند کې تر ډېره عملي کوي.
په دې برخه کې تر ټولو غوره بېلګه د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سیرت دی. هغه له بعثت څخه مخکې په خپله ټولنه کې د «الصادق الامین» (رښتینی او امین) په لقب پېژندل کېده. کله چې هغه د مکې خلک د صفا په غره راټول کړل او له هغوی څخه یې وپوښتل: «که زه تاسې ته ووایم چې یو لښکر به د دې غره له شا څخه پر تاسو حمله وکړي؛ ایا تاسو زما په خبره باور کوئ؟» ټولو يې په ځواب کې وویل: «موږ هېڅکله له تا دروغ نه دي اورېدلي.» همدغه ژور باور و چې د دوی د بلنې منلو بنسټ یې برابر کړ. د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اخلاق غوره و، چې الله جل جلاله په قرآن کريم کې فرمایي: «وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِیمٍ.»[2] ژباړه: ته د لوی خوی (یعني غوره صفاتو، ښو اخلاقو) څښتن یې.
کله چې د هغه له مېرمنې حضرت عایشې رضي الله عنها څخه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په اړه پوښتنه وشوه، هغې وویل: «د هغه اخلاق قرآن و» یعني هر څه چې په قرآن کې راغلي و، د ده په چلند او سلوک کې څرګند و.
دا اصل د حضرت اسماعیل علیه السلام په اړه هم په څرګند ډول لیدل کېږي. الله تعالی هغه د «صادق الوعد» (ژمنې ته د وفادار) په صفت ستایلی دی: “وَاذْكُرْ فِی الْكِتَابِ إِسْمَاعِیلَ إِنَّهُ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَكَانَ رَسُولاً نَّبِیاً.”[3] ژباړه: «او ياد کړه (ای پيغمبره! دوی ته) په کتاب (قرآن) کې (کيسه) د اسماعيل عليه السلام، يقينا هغه ډېر رښتينی و په وعده کې او رالېږل شوی نبي و.»
په اسماعيل عليه السلام کې د رښتينولۍ ځانګړنه دومره ژوره وه چې کله د هغه پلار حضرت ابراهیم علیه السلام د الله تعالی پرېکړه ورسره شریکه کړه، نو له ځنډ پرته یې په ډاډ سره ځواب ورکړ: “سَتَجِدُنِی إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِینَ.”[4] ژباړه: «ان شاءالله ما به له صابرانو څخه ومومې.»
هغه له الله تعالی او خپل پلار سره کړې ژمنې ته وفادار پاتې شو او همدغه صداقت او تسلیمي یې د دې لامل شوه، چې الله تعالی یې وژغوري او پر ځای یې پسه قرباني کړي.
ژمنه، وفاداري او رښتینولي یوازې یوه فردي ځانګړنه نه ده، بلکې د یوې سالمې ټولنې د ریښې ستنه ده. هغه ټولنه چې د صداقت پر اساس رامنځته شي نو فضیلت، امنیت او پرمختګ تجربه کوي. له همدې امله اړينه ده چې مور، پلار او ښوونکي له ماشومتوبه دغه ځانګړنه د خپلو اولادونو په شخصیت کې ځای پر ځای کړي، چې له همدې سره وده وکړي او د دې ځانګړتیا په لرلو سره د دنیا او اخرت په لار کې بریالي شي.
برعکس د ژمنې ماتول او نه پوره کول هغه ناوړه ځانګړنه ده چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د نفاق نښه بللې ده: «درې شیان د منافق له نښو څخه دي: کله چې خبرې کوي، دروغ وايي؛ کله چې ژمنه کوي، وفا نه کوي او کله چې امانت ورته وسپارل شي، خیانت پکې کوي.» [5] هغه ټولنه چې په هغې کې د ژمنې ماتول او دروغ خپرېږي، د اعتماد بنسټونه پکې ړنګېږي او د نېکمرغۍ لار یې له لاسه وځي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. مريم: ٤١.
[2]. قلم: 4.
[3]. مریم: 54.
[4]. صافات: 102.
[5]. روایت امام بخاري، کتاب الإیمان، د حدیث شماره: 33؛ او امام مسلم، کتاب الإیمان، د حدیث شماره: 208.


