Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»فراماسونري»فراماسونري (برخه: ۲۱)
فراماسونري چهارشنبه _4 _مارچ _2026AH 4-3-2026AD

فراماسونري (برخه: ۲۱)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه: ۲۱)
د منارې شعار
سره له دې چې د منارې نسبول په پخواني فرعوني تمدن کې د «رع» خدای (د ورځې خدای) نښه ګڼل کېده او له ميلاد څخه وړاندې په درېيمه پېړۍ کې د دې تمدن د رامنځته کېدو له وخت راهيسې په معبدونو کې په پراخه کچه وکارول شوې او همدارنګه د توحيد نښه او د دې نړۍ د مدبر (لوړ خالق) نښه ګڼل کېده، چې دواړه معناوې یې «لوړوالي» او مطلق لور ته اشاره کوي، خو د ماسوني تفکر له مخې مناره د هغوی له مهمو شعارونو څخه ګڼل کېږي؛ ځکه دا د ماسوني مرکزونو نښه ده او ماسونيانو ته د «ابدي ژوند انرژۍ» د رسولو نښه ده.[۱] همدارنګه مناره د «د نړۍ د مرکزيت» او پر نړۍ د واکمنۍ او تسلط د تمایل نښه ګڼل کېږي.
 تر ټولو مشهورې منارې په لاندې ډول دي:
(الف) د واشنګټن ښار مناره چې پر نړۍ د نظامي او سياسي واکمنۍ نښه ده.
(ب) د نيويارک ښار مناره چې د نړۍ د هېوادونو پر اقتصاد د مالي واکمنۍ نښه ګڼل کېږي.
(ج) د واتیکان د ميدان مناره چې د روحاني او دينې واکمنۍ نښه ده.[۲]
د پورته مطالبو پر بنسټ لاندې پايلې تر لاسه کېدای شي:
ياد شعارونه د ماسونيت له تر ټولو مهمو او خطرناکو شعارونه څخه شمېرل کېږي او ګڼې معناوې لري. «هرم» د نړيوال مسيحيت د استازې په توګه د نړولو لپاره د کاتوليک کليسا د توطيې نښه ده او همدارنګه د يوې داسې سياسي ـ اقتصادي ديکتاتورۍ د رامنځته کېدو څرګندونه کوي چې مشري به يې نړيوال ماسوني حکومت کوي.
ماسوني محفل د «يهودي کلبد» (د حضرت سليمان عليه‌السلام د کلبد) نښه ده.
زینه د ماسوني ايين او مراسمو نښه ده او همدارنګه هغې لارې ته اشاره کوي چې ماسون دويمې درجې، يعنې د «اهل صنعت» مرتبې ته پرې رسېږي.
«سپين پيش‌ بند» د ماسوني غړي له لوري د هغې ټولنې پر وړاندې د ژمنو د يادونې نښه ده چې ورسره تړاو لري.
«تبر» د واک، ریاست او برلاسۍ نښه ده.
«مالج» (د بنايۍ اله) د ټولو ماسوني غړو تر منځ د يووالي نښه ده.
د منارې نسبول د ماسوني مرکزونو نښه ده او د نړۍ پر هېوادونو د هغوی د نظامي، سياسي، مالي او ديني واکمنۍ څرګندونه کوي.
ماسونيت په ډېر شدت سره د پخوانيو ملتونو او تمدنونو له شعايرو اغېزمن شوی دی او د هغوی د حقيقت په تحريف او بدلون سره يې دغو نښو ته د خپلو نړيوالو طرحو او پروګرامونو سره سم بدلون ورکړی دی؛ په ځانګړي ډول د هرم شعاير، مقدس کلبد «محفل» او د منارې نسبول.[۳]
(۲) له ماسوني دلالتونو سره د انسان د بدن د غړو سمبولونه
په تېر بحث کې مو هغه نښې او سمبولونه وڅېړل او وارزول چې عام وو او په محفلونو، مرکزونو او ټولنیزو ځایونو کې کارېدل او د ټولو خلکو تر سترګو لاندې وو، په دې بحث کې هغه نښانې او سمبولونه څېړو چې د انسان د بدن له غړو او اندامونو سره تړاو لري.
(الف) د سترګې نښه (شعار)
سترګه د لرې ختیځ په تمدنونو کې د لمر د ټولو خدایانو نښه وه؛ ځکه هغوی باور درلود چې دغه خدایان د لمر له لارې د ژوند بخښلو ځواک لري. همدارنګه سترګه د رڼا، نور، معرفت، عقل، بیدارۍ، ساتنې او د ټاکلي هدف د ترلاسه کولو لپاره د ټینګې ارادې نښه ګڼل کېږي.[۴]
د فراماسونرۍ په تفکر کې (په ځانګړي ډول هغه سترګه چې د هرم پر سر موقعیت لري او هر لوري ته وړانګې خپروي) دا نښه د «بصیر سترګې» سمبول دی چې هر ځای حاضره ده او پر وړو او لويو ټولو جزيیاتو واک لري. دا هماغه سترګه ده چې د «هر څه لیدونکې سترګه» بلل کېږي او لاندې معناوې لري:
(۱) د هغه جاسوسي او ترهګریز سازمان نښه ده چې د «ادم وایس‌ هاوپت» له خوا رامنځته شوی دی.
(۲) د «حیرام ابیف» سترګه، هغه معمار چې د «حضرت سلیمان علیه ‌السلام هیکل» یې جوړ کړی دی.
(۳) د شیطاني خدای «بافومت» سترګه.
(۴) د «مسیح دجال» سترګه، هغه څوک چې یهودیان یې د نړۍ د واکمنۍ د ترلاسه کولو لپاره په تمه دي، چې د نړیوال حکومت مشري په لاس کې واخلي او پر نړۍ ولکه ټینګه کړي.
دا نښه د نړۍ د ډېرو لویو شرکتونو، په ځانګړي ډول د امریکایي ـ صهیونیستي مخابراتي شرکتونو شعار هم ده، چې له ډلې یې د «ټایمر وارنر» شرکت یادولی شو. [۵]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې

[۱]. الموسوعة المصورة للرموز التقلیدیة، مخ ۴۱۵.

[۲]. إشارات، رموز و أساطیر، مخ ۷۴.

[۳]. دلالات الرموز والأرقام المقدسة في الفكر الماسوني، مخ ۲۱۷.

[۴]. الموسوعة المصورة للرموز التقلیدیة، مخ: ۲۰۵

[۵]. الیهود والماسون فی الثورات والدساتیر، والیهود والماسون فی ثورات العرب، مخونه: ۲۹–۳۰

د فراماسونرۍ تعریف او د دې خوځښت د ماهیت څېړنه فراماسوناران فراماسونري
Previous Articleقرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۳)

اړوند منځپانګې

ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۲۰)

دوشنبه _2 _مارچ _2026AH 2-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۲۱)

چهارشنبه _4 _مارچ _2026AH 4-3-2026AD5 Views

ليکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۲۱) د منارې شعار سره له دې چې د منارې…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۳)

چهارشنبه _4 _مارچ _2026AH 4-3-2026AD5 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۳) د نباتاتو په نړۍ کې…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD9 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱) سریزه په تېره برخه کې مو…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD8 Views

لیکوال: محمدعاصم اسماعیل­ زهي کپیټلېزم (برخه: ۱۰) د کپیټلېزم (پانګوالۍ) منتقدین (دوام) سره له دې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

فراماسونري (برخه: ۲۱)

چهارشنبه _4 _مارچ _2026AH 4-3-2026AD

قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۳)

چهارشنبه _4 _مارچ _2026AH 4-3-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.