لیکوال: عبدالحی لیان
د دانبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۳)
حضرت ابراهیم عليه السلام؛ د لارښوونې او ښوونيزې طریقې ښوونکی
د مسلمان دعوتګر ځانګړنه دا ده چې د بدۍ پر وړاندې نېکي کوي او د نورو په ناپوهۍ سترګې پټوي، چې د خپل رب حکم عملي کړي. قرآن کریم په دې اړه فرمایي:”ادْفَعْ بِالَّتِی هِی أَحْسَنُ السَّیئَةَ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا یصِفُونَ”[1] ژباړه: «د بدۍ ايسارول په هغه توګه کوه چې ډېر غوره وي، موږ په هغه څه ډېر پوه يو چې دوی يې بيانوي.»
مسلمان دعوتګر په دې توګه کولای شي چې اورېدونکي ځانته مایل کړي. خدای جل جلاله په بل ایت کې فرمايي: “وَلَا تَسْتَوِی الْحَسَنَةُ وَلَا السَّیئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِی هِی أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِی بَینَكَ وَبَینَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِی حَمِیمٌ * وَمَا یلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِینَ صَبَرُوا وَمَا یلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِیمٍ.”[2] ژباړه: «نېکي او بدي سره برابره نه ده؛ په ښايسته خصلتونو د بدۍ مخنيوی کوه؛ نو په دغه وخت کې بيا به هغه کس چې ستا او د هغه تر منځ دښمني وي، لکه يو مهربان دوست شي او دا (خصلت) پرته له هغو چې صبر يې کړی وي، بل چاته نه ورکول کېږي او له لويې برخې والا پرته يې بل څوک نه شي موندلای.»
حضرت ابراهیم عليه السلام خپل پلار سره له خبرو وروسته خپل کلام ته په دې ډول دوام ورکړ: “قَالَ سَلَامٌ عَلَیكَ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّی إِنَّهُ كَانَ بِی حَفِیاً * وَأَعْتَزِلُكُمْ وَمَا تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ وَأَدْعُو رَبِّی عَسَى أَلَّا أَكُونَ بِدُعَاء رَبِّی شَقِیاً.”[3] ژباړه: «وويل (ابراهيم عليه السلام) سلام (د رخصتۍ) دې وي پر تا، ژر دی چې له خپل رب څخه تاته بخښنه وغواړم، يقينا هغه پر ما ډېر مهربان دی. زه له تاسې او هغو باطلو معبودانو څخه ګوښه کېږم، چې تاسې يې له الله پرته رابلئ او زه به خپل رب را بلم، هيله ده چې زه د خپل رب په بلنه ناهيلی نه شم.»
ابراهیم علیه السلام له خپل پلار سره کړې ژمنه پوره کړه؛ د هغه لپاره یې له خپل رب څخه بخښنه او هدایت وغوښت. په دې موده کې یې کله کله پلار نرمېده او ابراهیم علیه السلام د هغه په ملګرتیا هیله من کېده؛ ډېرې دعاګانې به یې کولې او کله به چې هغه سخت او لرې کېده، نو ابراهیم علیه السلام به پرې خپه کېده او په همدې توګه به بیا هیله من کېده؛ خو کله چې يې پلار په کفر کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې، ابراهیم علیه السلام ترې بېزاري وښوده او اړیکې یې پرې شوې. په ښکاره ډول یې خپل زړه بدوالی اعلان کړ، چې د پیروانو لپاره يې یوه بېلګه او د مؤمنانو لپاره تر قیامت پورې یوه درس واوسي، چې د مؤمنانو او کافران تر منځ هېڅ ډول دوستي او اړیکه شتون نه لري. قرآن کریم دا اصل تلپاتې کړی دی،[4] په همدې اړه الله تعالی فرمايلي دي: “وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ إِبْرَاهِیمَ لِأَبِیهِ إِلاَّ عَن مَّوْعِدَةٍ وَعَدَهَا إِیاهُ فَلَمَّا تَبَینَ لَهُ أَنَّهُ عَدُوٌّ لِلّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ إِنَّ إِبْرَاهِیمَ لأوَّاهٌ حَلِیم.”[5] ژباړه: «او د خپل پلار لپاره د ابراهيم بخښنه غوښتل، خو صرف د هغې وعدې لپاره و چې له هغه سره يې کړې وه، خو کله چې ورته څرګنده شوه، چې هغه د الله دښمن دی، نو ترې بېزار شو، ابراهيم يقينا الله ته ډېر عاجزي کوونکی، د زغم خاوند و.»
عقیده تر ټولو ستره او نه ماتېدونکې اړیکه ده چې ټولې بشري او انساني اړیکې پرې تړل کېږي. که د عقیدې اړيکه پرې شي، نورې اړیکې په خپله پرې کېږي؛ نه د نسب اړیکه پاتې کېږي، نه د واده او خپلوۍ، نه د قوم او قبیلې او نه د ځمکې. په الله تعالی د ایمان د لرلو برکت دی چې دا لویه اړیکه ټینګه ساتي او نورې ټولې اړیکې له همدې اړیکې څخه سرچینه اخلي او ورسره تړل کېږي. که ایمان نه وي نو د انسانانو تر منځ هېڅ ډول اړیکه نه شي ټینګېدلای.[6]
د حضرت ابراهیم علیه السلام په خبرو کې، چې خپل پلار ته یې وویل: «زه به ستا لپاره له خپل رب څخه د بخښنې غوښتنه وکړم» د بلنې ژور حقیقت نغښتی دی. که له دې څخه مخکې هغه د خپل قوم له معبودانو څخه اورېدنه، لیدنه او وړتیا لرې کړې وه، دلته د خپل رب لپاره د ستاینې لوړتیا ثابتوي، چې د ګناهونو بخښنه هم پکې شامله ده. همدارنګه د «رب» کلمه په دې وینا کې ژور مفهوم او نېک اثر لري، چې د ایت وروستۍ برخې ته د انتقال لپاره لار هواروي (هغه تل پر ما مهربانه دی!) دا برخه د نعمتونو کمال او د الهي فضل بشپړتیا ته اشاره کوي؛ ځکه محبت او ځانګړې مینه د الله تعالی د مؤمنو او صالحو بندګانو لپاره ده. د دې مطلب څرګنده اشاره د مریم سورت په پای کې راغلې ده: “إِنَّ الَّذِینَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَیجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدّاً.”[7] ژباړه: «بېشکه چا چې ايمان راوړی او سم کارونه يې کړي، ژر به رحمن د هغوی لپاره په زړونو کې مینه واچوي.»
حضرت ابراهیم علیه السلام د خپل قوم د خیر، اصلاح، ژغورولو او کامیابۍ لپاره خپلې ټولې هڅې وکړې او بالاخره د دوی د ضد، انکار، رد، ان لفظي او عملي ځورونو له زغملو وروسته له خپل قوم او د هغوی له معبودانو څخه بېل شو.
د حضرت ابراهیم علیه السلام د «په بشپړه توګه د اړیکو د پرې کولو» (هجر) پر ځای «ګوښهکېدل» غوره کړل؛ ځکه ګوښه کېدل د لرې کېدو او فکري اختلاف او نه موافقې معنا لري او ګوښه شوی انسان لا هم د مقابل لوري د هدایت هیله لري او که فرصت برابر شي، نو د دوی د اصلاح په موخه بیا خپله هڅه تکراروي، خو «هجر» د بشپړ جلا کېدو معنا لري، چې د بیزارۍ مفاهیم ورسره مل وي او د د ناهیلۍ معنا لري. [8]
دا د هغه بلوونکي حالت دی چې خپل قوم حق ته رابولي او په دې لار کې خپله ټوله هڅه کوي او وروستۍ وړتیا کاروي، خو کله چې د بلنې مخاطبین ځواب ور نه کړي، له هغوی څخه ځان ګوښه کوي، د خپل نفس د اصلاح، ټینګښت او پاکۍ لپاره هڅه کوي او د هغو مؤمنانو د اصلاح لپاره کار کوي چې ورسره ملګري وي.
د حضرت ابراهیم علیه السلام دا جمله: « هیله لرم چې زه به خپل رب ته په خپلو دعاګانو کې ناکام او بدبخته نه شم» لاندې ټکي په ځان کې رانغاړي:[9]
(۱) د خپل قوم بدبختۍ ته په غیر مستقیم ډول اشاره، چې د خپلو بتانو عباداتونه یې کول.
(۲) د «عَسَى» (هیلې) په کلمې سره خدای تعالی ته په عاجزۍ سره رجوع کول.
(۳) د نفس عاجزي او د ادب مراعت کول پکې نغښتي دي.
(۴) د دې یادونه چې الله تعالی ته ځواب ورکول او بېرته را ستنېدل د هغه د فضل له لارې څخه دي.
له دې ټولو څخه څرګندېږي چې د حضرت ابراهیم علیه السلام د ژوند دا برخه به تر قیامته پورې د لارښوونې او ښوونيزې طریقې ښوونکې وي؛ په پوهه او طریقه کې، په نرموالي او زغم کې، په دلیل کې، د کار پر مخ وړلو کې، په صبر او حوصلې کې، له قوم څخه په ګوښه والي او د اړیکو پرې کولو کې او په دعا او استغفار کې.
له همدې امله دا مناسبه ده چې نن سبا د ښوونې عالمان او د نسلونو ساتونکي له دې انساني اصولو څخه الهام واخلي، له دې قراني روزنیزو قوانینو څخه رڼا ومومي او د نسلونو په زړونو او ذهنونو کې یې ځای پر ځای کړي، چې دوی د هغه پر بنسټ په ښه ډول چلند، خبرې او عمل وکړي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې
[1] . المؤمنون: 96.
[2] . فصلت: 34-35.
[3] . مریم: 47-48.
[4] . فاروق، حماده، آباء وأبناء ملامح تربویه فی القرآن الکریم، ص24.
[5] . التوبه: 114.
[6] . محمد، سید قطب، فی ظِلال القرآن، ج3، ص1721.
[7] . مریم: 96.
[8] . حسن محمود، باجوده، تأملات فی سورة مریم، القاهره: دار النصر للطباعة الإسلامیة، 1978م، ص100.
[9] . محمد جمال الدین، القاسمی، محاسن التأویل، ج11، ص122.


