Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»ساینټولوژي» ساينتولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۱)
ساینټولوژي سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD

 ساينتولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۱)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزی
 ساينتولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۱)
(ج) نبوت د ساينتولوژۍ له نظره
ساينتولوژي په هېڅ پېغمبر باور نه لري او د الهي پېغمبرانو، لکه حضرت محمد صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم، عیسی، موسی او نورو پېغمبرانو علیهم ‌الصلاة والسلام شتون نه مني. په دې دین کې هېڅوک د «وحې د واسطې» یا «د خدای د استازي» په توګه نه معرفي کېږي.
هابارد چې د دې ښوونځي بنسټګر دی په خپلو ویناوو او لیکنو کې د حضرت عیسی علیه‌ السلام وجود او رسالت رد کړی، هغه یې د خلکو د ناسمو باورونو یو جوړښت بللې دی او زیاته کړې یې ده چې مسیح هېڅ شتون نه درلود، بلکې د انسانانو په ګډو ذهنونو کې نقش شوی دی. همدارنګه له مسیح پرته د نورو پېغمبرانو علیهم السلام په شتون او رسالت هم باور نه لري، چې حضرت محمد صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم هم پکې شامل دی. ساينتولوژي باور لري چې هر انسان په ذات کې یو روحاني موجود  (تیتان/thethan) دی، چې ځانګړې پوهه او وړتیا په خپل وجود کې لري او پېغمبر یا بهرنۍ وحې ته اړتیا نه لري؛ نو له همدې امله په دې دین کې د نبوت مفهوم شتون نه لري او دا موضوع د دوی له نظره په بشپړ ډول یو منسوخ او پای ته رسېدلی مفهوم دی. سره له دې چې «ران هابارد» هم د ساینتولوژیستانو له نظره پېغمبر یا نبي نه بلل کېږي، بلکې هغه د ذهن، روح او حقیقت یو څېړونکی ګڼي چې د انسان د علمي او رواني خلاصون لاره یې کشف کړې ده. همدارنګه د دې دین پیروان هغه د خپل لوی مشر په توګه ګڼي او هغه ته د پیغمبر په څیر درناوی او عقیده لري.  په تېر بحث کې مو یادونه وکړه چې په ساينتولوژي کې د خدای وجود نه شي تصور کېدلای او هغوی د نړۍ د هستۍ پر یوه خدای باور نه لري. کله چې خدای جل جلاله نه مني، نو په پيغمبر به څنګه باور ولري؟
(د)  نبوت د اسلام له نظره
د اسلام د مبارک دین له مهمو او اساسي ستنو څخه یو هم د حضرت محمد صلی‌ الله ‌علیه‌ وسلم او نورو پیغمبرانو علیهم ‌السلام پر رسالت ایمان او باور لرل دي. د هغه مبارک پر رسالت چې د پیغمبرانو خاتم دی، د پخوانیو شریعتونو منسوخ کوونکی دی او د نورو پیغمبرانو علیهم‌ السلام پر نبوت باور نه درلودل چې د الهي وحې د رسولو او د بشریت د لارښوونو لپاره منځګړي او مبلغین دي، انسان د کفر او الحاد کندې ته غورځوي. دلته موږ د نبوت د اثبات موضوع له درېوو اړخونو څخه بیانوو: عقلي، فطري او نقلي (قراني او حدیثي)، چې څرګنده شي چې ولې اسلام پر نبوت باور کول ضروري ګڼي.
(۱) د نبوت عقلي ثبوت
اسلام چې د برابرۍ او فطرت دین دی، د انسان عقل ته ځانګړی مقام ورکوي او د کایناتو رب هم د قران کريم په ګڼو ایتونو کې انسانان فکر کولو ته رابللي دي؛ خو سره له دې عقل په خپله د دې وړتیا نه لري چې هر اړخیزه او ټولیزه دنده ترسره کړي او ټولې حقیقي ګټې او زیانونه تشخیص کړای شي. عقل په ډېرو چارو، لکه عبادت، اخلاق، د ژوند وروستۍ موخې او د غیبي مسایلو په اړه له جهالت او ناپوهۍ سره مخ دی. نو لازمه ده چې د هغه خالق له لوري چې پوه او توانا دی، یو معصوم لارښود او مشر ور ولېږل شي، چې انسانانو ته د سمې لارې ښوونه وکړي او د هغوی د اخلاقي او عملي روزنې لامل شي.
لکه څنګه چې د یوې فابریکې انجنیر/مېخانیک د کارګرو لپاره د «ماشینونو د کارونې لارښود کتابچه» برابروي، همداسې خدای جل جلاله هم د بشریت لپاره د ژوند د لارې دستور د پېغمبرانو علیهم ‌السلام له لارې را لېږي. شیخ‌الاسلام ابن تیمیه رحمه‌الله د خپل ګران‌ بیه کتاب «د نبوت اثبات » په اړه د عقل او عادت له لارې د پیغمبر صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم د نبوت د تصدیق په اړه داسې ویلي دي: «معجزه یوازې د نبوت شرط نه دی. هغه څوک چې د نبوت دعوه کوي یا د خلکو تر ټولو صادق دی او یا دروغ‌ ویونکی. دا موضوع یوازې تر ټولو ناپوه کسان غلطه ګڼلی شي. د ابوبکر صدیق، خدیجې او د اسلام د نورو لومړنیو مبلغینو په څېر خلکو رضی‌الله‌عنهم‌اجمعین، د سپوږمۍ له شکېدو، د غیب له خبرېدو او د قران له مبارزې وړاندې، د حضرت محمد صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم پر پیغمبرۍ ایمان راوړی و.»
همدارنګه هغه ویلي دي: «ډېری خلک د یو کس صداقت پرته له کومې معجزې پېژني. کله چې موسی بن عمران علیه ‌السلام مصر ته لاړ او ویې ویل چې هغه الله استولی دی، خلکو د هغه صداقت د معجزې له ښودلو وړاندې درک کړ. همدارنګه کله چې د اسلام پیغمبر صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم خپل حالت خدیجې رضی ‌الله ‌عنها ته بیان کړ او هغې دی ورقه بن نوفل ته یووړ، ورقه وویل: «دا هماغه پیغمبری دی چې د موسی لپاره راغلی و.» همدارنګه نجاشي او ابوبکر رضی ‌الله ‌عنه د پیغمبر صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم صداقت د هغه له چلند او امانتدارۍ څخه وپېژانده. کله چې یو څوک د خلکو لپاره تر ټولو رښتینی وي او خبر راوړي، د سمې نښې او شواهدو له مخې د هغه صداقت په ښکاره څرګندېږي. څنګه نو ممکنه ده هغه څوک چې له وړاندې د رښتینولۍ او امانتدار په توګه پېژندل شوی او داسې خبر راوړي چې یوازې تر ټولو رښتیني کسان یې ویلی شي، تر شک لاندې ونیول شي؟»[1]
ابن‌ القیم رحمه ‌الله هم د هغو عقلي دلایلو په اړه چې قران یې د توحید، نبوت، معاد او نورو موضوعاتو د اثبات لپاره وړاندې کوي، داسې ویلي دي: «خدای جل جلاله خپلو بنده‌ ګانو ته د خپلو پیغمبرانو او رسولانو له لارې په خورا ساده او پوهېدونکو لارو لارښوونه کړې ده؛ هغه لارې چې لږې هڅې ته اړتیا لري، ډېره ګټه راوړي او لویې پایلې لري. هغه عقلي دلایل چې د خدای جل جلاله په کتاب کې راغلي دي، واضح او روښانه دي، د درک کولو لپاره اسانه دي، انسان ته نږدې دي او شک له منځه وړي او هغه کسان چې کافر یا سرکښ دي، حق ته اړ کوي. نو هغه حقایق چې د دغو دلايلو له لارې په زړونو کې ناست وي، تر ټولو قوي او د ټولو خلکو لپاره خورا ګټور دي. که څوک ژور فکر وکړي او د خدای دلایل د هغه په کتاب کې د توحید، الهي صفاتو، رسالت، نبوت، معاد او قیامت، د خدای د پوهې،  قدرت او ارادې په اړه تعقیب کړي، نو وبه ویني چې خدای جل جلاله په خپلو دلیلونو کې تر ټولو ښه، ګټور او له عقل سره برابرې خبرې کړې دي؛ واضح، خوږې، ساده او روښانه، داسې چې هېڅ شک پاتې نه شي او موخه په ښه ډول ترې ترلاسه شي. »[2]
د نبوت له نورو نښو څخه یوه د پیغمبر صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم صداقت او امانتداري ده، لکه څنګه چې د هغه صداقت او امانت د بعثت نه مخکې هم یو مشهور او پېژندل شوی حقیقت و. هغه د «صادق امین» په نوم شهرت درلود، نه یوازې مسلمانانو، بلکې د مکې کافرانو هم د هغه صداقت او رښتینولي پېژندلې وه. کله چې پیغمبر صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم غوښتل د الله پیغام خلکو ته ورسوي، هغوی هم اعتراف کاوه چې هېڅکله یې له ده څخه دروغ نه دي اورېدلي. ابن ‌عباس رضی‌ الله ‌عنهما وایي: کله چې د«و انذر عشیرتک الاقربین» ایت نازل شو، پیغمبر صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم د صفا پر غره وخوت او د قریشو قبیلې یې را وغوښتې چې سره را ټولې شي. کله چې ټول راغلل، له هغوی یې وپوښتل: «که زه تاسو ته ووایم چې په یوه دره کې ډېر اسونه غواړي پر تاسو برید وکړي، ایا پر ما باور کوئ؟» هغوی وویل: «هو، موږ هېڅکله له تا دروغ نه دي اورېدلي.»[3]
ان ابو سفیان رضی الله عنه (د اسلام له منلو مخکې) د روم پاچا هرقل په حضور کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاص تایید کړ او ویې ویل چې هغه هېڅکله د دروغو په ویلو نه دی تورن شوی.[4]
پیغمبر صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم د مکې د خلکو په منځ کې دومره د اعتماد وړ و چې کله به ستونزه یا جنجال رامنځته شو، خلک به هغه د خپل اختلاف د حل لپاره راوست، لکه څنګه چې له قیس بن سائب څخه روایت دی، چې وایي:”أَنَّهُ كَانَ فِيمَنْ يَبْنِي الْكَعْبَةَ فِي الْجَاهِلِيَّةِ، قَالَ: وَلِي حَجَرٌ أَنَا نَحَتُّهُ بِيَدَيَّ أَعْبُدُهُ مِنْ دُونِ اللهِ تَبَارَكَ وَتَعَالَى، فَأَجِيءُ بِاللَّبَنِ الْخَاثِرِ الَّذِي أَنْفَسُهُ عَلَى نَفْسِي، فَأَصُبُّهُ عَلَيْهِ، فَيَجِيءُ الْكَلْبُ فَيَلْحَسُهُ، ثُمَّ يَشْغَرُ فَيَبُولُ، فَبَنَيْنَا حَتَّى بَلَغْنَا مَوْضِعَ الْحَجَرِ، وَمَا يَرَى الْحَجَرَ أَحَدٌ، فَإِذَا هُوَ وَسْطَ حِجَارَتِنَا مِثْلَ رَأْسِ الرَّجُلِ يَكَادُ يَتَرَاءَى مِنْهُ وَجْهُ الرَّجُلِ، فَقَالَ: بَطْنٌ مِنْ قُرَيْشٍ نَحْنُ نَضَعُهُ، وَقَالَ آخَرُونَ نَحْنُ نَضَعُهُ، فَقَالُوا: اجْعَلُوا بَيْنَكُمْ حَكَمًا، قَالُوا: أَوَّلَ رَجُلٍ يَطْلُعُ مِنَ الْفَجِّ، فَجَاءَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالُوا: أَتَاكُمُ الْأَمِينُ، فَقَالُوا لَهُ، فَوَضَعَهُ فِي ثَوْبٍ، ثُمَّ دَعَا بُطُونَهُمْ فَأَخَذُوا بِنَوَاحِيهِ مَعَهُ، فَوَضَعَهُ هُوَ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ”[5] « زه له هغو کسانو څخه وم چې د جاهلیت په زمانه کې د کعبې د بیا جوړولو په کار کې بوخت وم. ما یوه ډبره لرله چې په خپلو لاسونو مې وېستې وه او د الله تعالی پر ځای مې يې عبادت کولو. هر ځل چې مې غوښتل هغې ته خدمت وکړم، یو څه تروه او بدبویه شیدې چې زه یې د خوړلو مینه وال وم، پرې تویولې مې. یو سپی به راتلو، هغه به یې څټله، بیا به یې مخکې بولې کولې او ما به بیا هم د هغه عبادت ته دوام ورکاوه. موږ د کعبې د جوړولو کار ته دوام ورکړ، تر هغه چې د حجرالاسود ځای ته ورسېدو. هېڅوک نه پوهېدل چې دا ډبره چېرې ده. ناڅاپه مو هغه په خپلو ډبرو کې ولیده؛ د انسان د سر په څېر چې مخ یې لږ ورته و. د قریشو هرې قبيلې وویل: «موږ باید دا ډبره په خپل ځای کې کېږدو!» او بلې قبيلې به ویل: «نه، موږ باید دا کېږدو!» اختلاف یې زیات شو، تر دې چې پرېکړه یې وکړه چې یو منځګړی ومني. هغوی وویل: «هر څوک چې لومړی له دې درې راښکاره شي، هغه به زموږ تر منځ پرېکړه کوي.» په همدې وخت کې پیغمبر صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم راغی. کله چې هغوی هغه ولید، په خوشحالۍ سره یې وویل: «امین راغی!» (یعنې هغه څوک چې زموږ په منځ کې تر ټولو رښتینی او امانت دار دی) دوی له هغه وغوښتل چې دا ستونزه حل کړي. پیغمبر صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم حجر الاسود په یوه ټوکر کې کېښود، بیا یې د هرې قبيلې استازي را وغوښتل چې د ټوکر څنډې ونیسي. ټولو یو ځای ډبره پورته کړه، تر هغه چې ځای ته ورسېده او خپله پیغمبر صلی‌ الله ‌علیه‌ وسلم هغه ډبره په خپل اصلي ځای کې کېښوده.» دلته وګورئ کله چې یې پیغمبر صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم ولید، په خوشحالۍ یې وویل: «امین راغلی دی!» دا خبره په څرګند ډول ثابتوي چې پیغمبر صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم د مکې د خلکو په منځ کې د صداقت او اعتماد څومره لوړ مقام درلود. همدې دلیل ته په کتو، د عقل او منطق له مخې دا هېڅ امکان نه لري چې یو انسان څلوېښت کاله په بشپړه توګه رښتینی، امین او صادق وي او وروسته ناڅاپه د نبوت او نوي دین دعوه وکړي. د پیغمبر صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم صداقت، امانت‌ داري او نېک اخلاق له بعثت څخه مخکې، د هغه د نبوت له ستر او بنسټیزو دلایلو څخه دي.[6]
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت یو بل مهم او بنسټیز ثبوت د کمزورۍ او سختۍ په وخت کې د هغه د نړیوال رسالت اعلان دی. له هغې ورځې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د خپل رب د پیغام رسولو دنده ورکړل شوه، هغه اعلان وکړ چې هغه د ټولو انسانانو لپاره رسول دی او خدای جل جلاله هغه د نړۍ لپاره د رحمت په توګه رالېږلی دی. دلته یوه پوښتنه راپورته کېږي چې ایا دا ممکنه ده چې یو سړی چې د خپلو خلکو په منځ کې په ټیټه کچه کې وي، د دوی له خوا ځورول کېږي او ملګري یې دومره بې وسه وي چې ان د ځان دفاع هم نه شي کولای، په ذهن کې يې دا وګرځي چې ووایي: «زه د ټولې نړۍ پیغمبر یم؟» که پیغمبر صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم العیاذ بالله په خپل دعوت کې صادق نه وای، عقل او منطق حکم کوي چې خپل دعوت به یې یوازې تر خپل قوم او قبیلې پورې محدود کړی وای یا لږ تر لږه به د عربو د سیمې تر پولو نه اوښتی؛ ځکه په هغه وضعیت کې، د امکاناتو او ظاهري قوې له مخې، یوازې همدومره امکان درلود. خو هغه مبارک صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم په بشپړ باور، قوي اطمینان او ثابت ایمان سره اعلان وکړ چې «زه د ټولو انسانانو لپاره د خدای استازی یم» په داسې حال کې چې هماغه وخت هغه په خورا سختو شرایطو، محاصره او کمزورتیا کې و. له دې وروسته په رښتیا سره هغه د روم پاچا هرقل او د ایران پاچا کسری ته د اسلام بلنه ولېږله او د هغه تر وفات وروسته، د هغه دین بېلابېلو سیمو ته ورسېد او نن ورځ داسې هېڅ هېواد نشته چې هلته مسلمانان مېشت نه وي. بېشکه دا ټول هغه څه دي چې د یو رښتیني پیغمبر له خوا ترسره کېدای شي؛ داسې پیغمبر چې په خپل دعوت کې په بشپړ ډول باوري وي او پوهېږي چې خدای جل جلاله به یې د دعوت ملاتړ کوي او په ځمکه به یې ټينګوي. [7]
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]. ابن تیمیه، ثبوت النبوات عقلا و نقلا، ص ۵۷۳.

[2]. ابن قیم، الصواعق المرسلة، ج ۲، ص ۴۶۰.

[3]. صحیح بخاری، ش ۴۷۷۰.

[4]. صحیح بخاری، ش ۷.

[5]. مسند احمد، ج ۲۴، ص ۲۶۲.

[6]. د. انس محمد، عنوان المقالة: الأدلة العقلیة علی صدق النبی فی دعوته، موقع الانترنتیة الألوکة الشرعیة.

[7]. همان.

په ساينتولوژي دین کې د خدای شتون پوستکی او د درد احساس د ساينتولوژي عقیدې، فکرونه او نقد د ساینټولوژي د عقیدې او افکار او نقد د نبوت عقلي ثبوت نبوت د اسلام له نظره نبوت د ساينتولوژۍ له نظره
Previous Articleقران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۳)
Next Article د انبیاوو په کورنۍ کې د الهې روزنې بېلګې (برخه: ۲۸)

اړوند منځپانګې

کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۵)

دوشنبه _9 _فبروري _2026AH 9-2-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه :۱۴)

یکشنبه _8 _فبروري _2026AH 8-2-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۳)

شنبه _7 _فبروري _2026AH 7-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهې روزنې بېلګې (برخه: ۲۸)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD1 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهې روزنې بېلګې (برخه: ۲۸) د…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

 ساينتولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۱)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD3 Views

لیکوال: مهاجر عزیزی  ساينتولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۱) (ج) نبوت د ساينتولوژۍ له نظره…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۳)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۳) حجامت؛ د حجامت ګټې او…

نور یی ولوله
متفرقه

د اپسټین د دوسیې جنایتونه (برخه: ۱)

دوشنبه _9 _فبروري _2026AH 9-2-2026AD28 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د اپسټین د دوسیې جنایتونه؛ د لوېدیځ د اخلاقي شعارونو او عملي…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهې روزنې بېلګې (برخه: ۲۸)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD

 ساينتولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۱)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.