Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۷)
دینونه دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۷)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحی لیان

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۷)

ظاهري نښې
په ظاهري بڼه کې هغه توپیر چې د نورو پر وړاندې د مخالفت څرګندونه وکړي، له هغو مهمو مواردو څخه دی چې شيطان پرستان پرې ټينګار کوي. شیطان‌ پرستان د انسان په څېره او بدن کې د ځينو بدلونونو د راوستلو او همدارنګه د ځانګړو کالیو د انتخاب له لارې دا توپير څرګندوي.
په بدن کې بدلونونه رامنځته کول
شيطان پرستان له شیطان سره د ورته‌ والي په موخه د سر او ږیرې پر خریلو او ځينو نورو بدلونونو په ترسره کولو ټینګار کوي، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:[۱]
(الف) د سر وېښتان خریل او له پوستکي لاندې د فلزي يا پلاستيکي ټوټو ځای پر ځای کول.
(ب) د مخ د اندازې بدلون، د غوږونو او پزې سوري کول او په هغو کې د فلزي يا پلاستيکي ټوټو ځای پر ځای کول.
(ج) د ښکر لرونکو او ډارونکو ماسکونو کارول او پر مخ او سر د عجیبو رنګونو وهل.
(د) د غاښونو تر منځ فاصله رامنځته کول او د اوږدو نېشونو لرونکي مصنوعي غاښونه کارول.
(هـ) پر بدن، مخ او سر اسید شیندل، چې پر بدن بېلابېل ظاهري بدلونونه رامنځته کړي.
(و) پر بدن د خالونو وهل، په ځانګړي ډول په لاسونو، مخ، پښو او غاړه.
یادې کړنې څرګندوي چې شیطان‌ پرستان ګام پر ګام د شیطان پیروي کوي؛ هغه شیطان چې د انسانانو قسم ‌خوړلی دښمن دی او د هغوی د ګمراه کولو پلان لري.
قران کریم دا حقیقت داسې بیانوي: «لَّعَنَهُ اللَّهُ وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا * وَلَأُضِلَّنَّهُمْ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الْأَنْعَامِ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ ۚ وَمَن يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيًّا مِّن دُونِ اللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِينًا.» ژباړه: «هماغه چې الله رټلى او ده ويلي دي چې ستا له بندګانو به حتماً يوه ټاكلې برخه ترلاسه كوم، بې لارې كوم به يې او په (باطلو) هيلو كې به يې اچوم او خامخا به امر ورته كوم، نو د څارويو غوږونه به غوڅوي او حتماً به امر ورته كوم، نو د الله د مخلوق جوړښت به بدلوي او څوک چې له الله پرته شيطان ملګرى نيسي، نو په څرګند تاوان سره تاواني شو.» [۲]
د پوښاک (جامو) په ډول کې توپير
شیطان‌ پرستان د درېوو اساسي لاملونو له مخې د خپلو جامو په ډول کې له نورو سره توپير لري:
(۱) د یو بل د پېژندلو لپاره.
(۲) د ټولنې له منل شويو ارزښتونو، کلتور او دودونو سره د مخالفت لپاره.
(۳) د ځوانانو د جلبولو لپاره.
د یادو توپيرونو تر ټولو څرګندې نښې په لاندې مواردو کې لیدل کېږي:
(الف) لباس (جامې)
یاده ډله تر ډېره له هغو جامو سره لېوالتیا لري چې عجیب او تېز رنګونه ولري، خو سره له دې یې تور رنګ د خوښې رنګ دی او د جامو د ټاکلو پر مهال ځانګړې پاملرنه ورته کوي. دوی تل هڅه کوي چې د لباس په ډول کې داسې بڼه وټاکي چې ټولنيز عنعنات مات کړي او د خلکو د حیرانتیا سبب شي. له همدې امله له هغو جامو سره ډېره مینه او لېوالتیا لري چې ځینې برخې یې څيرې وي او بدن یې ترې ښکاره شي. [۳]
دا ډله تل انځور لرونکي کالي اغوندي او تر ډېره له هغو انځورونو څخه ګټه پورته کوي چې په یو ډول د دوی له افکارو سره تړاو ولري، لکه: د کوپړۍ انځور، د پسه سر، د مرګ نښه یا هغه نښې چې له جنسي پارونې او اخلاقي فساد ته له تشویق سره تړاو لري. [۴]
لکه څنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه، شیطان ‌پرستان له تور رنګ څخه ډېره ګټه پورته کوي، د دوی د دې کار دلايل په لاندې ډول دي:
(۱) د شیطان ‌پرستۍ د ځانګړو مراسمو پر مهال د تور لباس اغوستل ضرور دي، نو ځکه تور رنګ ځانګړی رنګ بلل کېږي.
(۲) تور رنګ او تیاره له شر او مرګ سره تړاو لري او شیطان د همدې پیغام را وړونکی ګڼل کېږي.
(۳) شیطان تور رنګ خوښوي.
(۴) شیطان «د تیارو سردار» دی، له همدې امله دا رنګ شیطاني رنګ دی.
(۵) سپین رنګ د دینونو رنګ دی، په همدې اساس له نورو دینونو سره د مخالفت لپاره باید د هغه مخالف، یعنې تور رنګ وکارول شي. [۵]
(ب) د ظاهري پاکوالي نه مراعاتول
شیطان ‌پرستان د خپلې وینې او بولو د څښلو او پر لاسونو یې د مښلو له لارې ځانونه شیطان ته نږدې کوي.
د دې ډلې پر باور انسان د بېلا بېلو ظاهري نجاستونو او کثافاتو په منځ کې د ژوند کولو له لارې کولای شي لا زیات شیطان ته نږدې شي. له همدې امله په خپلو مراسمو کې د یو او بل د نجاست څټلو کار ترسره کوي.[۶]
د شیطان‌ پرستانو دا ډول کړنې د دې څرګندونه کوي چې له دین سره ښکاره مخالفت کوي او له ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو څخه وتلي دي.
(ج) د لاس‌ بند، غوږوالۍ او غاړکۍ اغوستل
د دې فرقې غړي که نارینه وي يا ښځینه، ټول یې د لا س‌بند، غوږوالۍ او غاړکۍ له اغوستلو سره ځانګړې لېوالتیا لري. له همدې امله ډېر کم داسې شیطان‌ پرستان موندل کېږي چې غوږوالۍ، لاس‌ بند یا غاړکۍ ونه لري. د یادونې وړ ده چې دا غوږ والۍ او غاړکۍ د همدې ډلې ځانګړې نښې او سمبولونه لري، چې له بده مرغه د اسلامي هېوادونو په بازارونو کې په پراخه کچه خپاره شوي او د ناپوه نجونو او هلکانو پام ځان ته را اړوي. [۷]
(د) له مقابل جنس سره ورته‌والی
د شیطان‌ پرستۍ په ایین کې له ښځو سره د نارینوو او له نارينوو سره د ښځو ورته والی ورته ‌والی ځانګړی ځای لري. نارینه د اوږدو وېښتانو په پرېښودلو سره ځانونه ښځو ته ورته کوي او ښځې د وېښتانو په خریلو او لنډولو سره د نارینوو په څېر ځانونه جوړوي. د شیطان‌ پرستو نارینوو لپاره د لاس ‌بند او غوږوالۍ اغوستل ډېر مهم ګڼل کېږي، په ځانګړي ډول هغه مهال کله چې زېورات د شیطان‌ پرستۍ نښې ولري. [۸]
(هـ) د لاس او ګوتو اشارې
شیطان ‌پرستان له یو بل سره د تعارف او احوال ‌پوښتنې پر مهال د لاس او ګوتو له داسې اشارو کار اخلي چې د دوی له افکارو او باورونو سره تړاو لري. دا اشارې تر ډېره په درېوو بڼو لیدل کېږي:
(۱) د کوچنۍ ګوتې او شهادت ګوتې خلاص ساتل او له دوو منځنیو ګوتو سره د غټې ګوتې تړل، داسې چې غټه ګوته  یې لاندې راشي.
(۲) د کوچنۍ ګوتې او د شهادت ګوتې پرانیستي ساتل او د غټې ګوتې او دوو منځنیو ګوتو تړل، داسې چې غټه ګوته د هغوی له پاسه راشي.
(۳) کوچنۍ ګوتې او غټې ګوتې خلاصې ساتل او د درېوو منځنیو ګوتو تړل، په داسې بڼه چې د ښکر د نښې په څېر ښکاره شي. [۹]
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[۱]. الحطاب، عبدالمعز، عُبّاد الشیطان: الظاهرة والعلاج، مخ ۲۸.

[۲]. النساء: ۱۱۸–۱۱۹.

[۳]. الباش، حسن، عبده الشیطان وحرکات انحرافیه أُخری، مخ ۶۱.

[۴]. عبدالمنعم، موسوعة الفرق والجماعات والمذاهب والأحزاب والحرکات الإسلامیه، مخ ۴۸۵؛ العوضی، محمد، «ثلاث لیال مع عبده الشیطان»، ۲۰۰۷م.

[۵]. موسوعة المعارف الکبری، ټوک ۱۱، مخ ۲۱؛ د لیکوالانو ټولګه، موسوعة عالم الادیان، ټوک ۲۴، مخ ۱۷۷؛ خالد، محمد عمر، «ضلال عبده الشیطان»، د الدعوة الإسلامیة پوهنځي مجله، مخ ۵۹۷.

[۶]. عبدالمنعم، موسوعة الفرق والجماعات والمذاهب والأحزاب والحرکات الإسلامیه، مخ ۴۸۵؛ خالد، محمد عمر، «ضلال عبده الشیطان»، دوهمه برخه، مخ ۶۰۹.

[۷]. العوضی، محمد، «ثلاث لیال مع عبده الشیطان»، ۲۰۰۷م؛ عبدالمنعم، موسوعة الفرق والجماعات والمذاهب والأحزاب والحرکات الإسلامیه، مخ ۴۸۵.

[۸]. هماغه، مخ ۴۸۱.

[۹]. سمبول‌های شیطان‌پرستان، ۱۰/۱۰/۲۰۰۷م.

خدای جل جلاله ته پناه وړل او د شیطان له دوکې څخه ځان ساتل د شیطان د سوسو خطر او له هغه څخه د ژغورلو لارې د شیطاني وسوسو ماهیت او له دې وسوسو سره د مبارزې لپاره الهي احکام د لاس او ګوتو اشارې دینونه شیطان پرستي له مقابل جنس سره ورته‌والی
Previous Articleقران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۰)
Next Article د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

اړوند منځپانګې

دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۶)

پنجشنبه _29 _جنوري _2026AH 29-1-2026AD
نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۵)

چهارشنبه _28 _جنوري _2026AH 28-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۷)

دوشنبه _26 _جنوري _2026AH 26-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD3 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵) الله…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۷)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD3 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۷) ظاهري نښې په ظاهري بڼه کې هغه توپیر…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۰)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD5 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۰) طب او اسلام اسلام د…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۳)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD3 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل­ زهي کپیټلېزم (برخه: ۳) د کپیټلېزم یا پانګوالۍ پېژندنه پانګوالي د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۷)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.