Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه :۳)
متفرقه شنبه _17 _جنوري _2026AH 17-1-2026AD

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه :۳)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ایوب راسخ
نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه :۳)
د دې ډول الحاد په اړه څه نوي دي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې موږ کولای شو چې د نوي الحاد د څلورو مشهورو څېرو، چې په تېرو برخو کې مو پرې بحث وکړ، د اثارو او ليکنو په پام کې نيولو سره هغه ځانګړتياوې او شاخصونه پيدا کړو چې په عمومي ډول دا غورځنګ د الحاد له پخوانيو ډولونو (کلاسيک الحاد) څخه بېلوي:
 (۱) پر دین او مومنانو سپک او توهينوونکی برید: ماډرن ملحدان په ښکاره او بې‌ ادبانه ډول پر دین او مومنانو برید کوي او دا خپل ماموریت ګڼي چې هر څوک بايد پر خدای او مذهب باندې د باور کولو  له خطرونو څخه خبر کړي. له همدې امله په ښکاره ډول له خدای څخه انکار کوي او پر خدای باور د دفاع وړ نه، بلکې زیانمن او تاواني ګڼي.
(۲) له عیسی مسیح عليه السلام څخه په ښکاره ډول انکار کول: ماډرن ملحدان په ښکاره ډول له عیسی مسیح علیه ‌السلام څخه انکار کوي. دوی په دې باور دي چې زوړ عهد داسې یو خدای معرفي کوي چې کینه کوونکی او غچ ‌اخستونکی دی او ډېر مخلوقات یې وژلي دي. همدارنګه نوی عهد، لکه د دوی د مکاشفې کتاب، عیسی علیه ‌السلام داسې معرفي کوي چې لا ډېر کینه کښ او غچ‌ اخستونکی دی. د دوی په اند د زوړ عهد خدای او هم عیسی علیه‌ السلام دواړه د تلپاتې دوزخ ژمنه ورکوي؛ په ځانګړي ډول د دوی له نظره عیسی علیه ‌السلام خلک په دوو ډلو وېشي (خپل او پردي)، دا کار ډېر خطرناک ګڼل کېږي او تل د دیني او مذهبي شخړو د ډېرېدو وړ ګرځي.
(۳) د هستۍ پېژندنې د يوازینۍ سرچينه په توګه پر علم تکيه کول: نوی الحاد په ځانګړي ډول پر پوهې او علمي لید لوري ولاړ دی. د نوي الحاد دا څلور مشران ټول علم او علم‌ باورۍ ته ژمن دي او په دې باور دي چې وروستی قاضي باید علم او علمي موندنې وي او هر څه باید د علم په رڼا کې تشریح شي. د دوی ژمنتیا د طبیعت‌ پالنې او مادیت‌ پالنې  له نړۍ‌ لید سره یوه مطلقه او له څرنګوالي پرته ژمنتیا ده.
(۴) د دیني عقایدو پر وړاندې زغم نه درلودل: نوی الحاد د متوازنو دیني عقایدو او ازادو ډولونو زغم نه لري. دوی د خپلو پخوانیو اسلافو برعکس، نه غواړي چې ان هغو دیني فکرونو او منځلارو مومنانو ته هم ځای ورکړي، چې د زمانې له شرایطو سره د همغږۍ وړتیا لري. له همدې امله نوی الحاد د پخوانیو ډولونو په پرتله د زغم او بیان ازادۍ پر وړاندې سخت برید ګڼل کېږي. د دوی له نظره که د بیان ازادي د دیني بیان د مشروع او روا باورونو نظامونه هم را ونغاړي، نو دا کار ډېر خطرناک دی.
(۵) ماشومانو ته د دیني باورونو نه ښوونه: ماډرن ملحدان په ځانګړي ډول (داکینز) په دې باور دي چې مور او پلار بايد ماشومانو ته د دیني ښوونو القا ونه کړي؛ ځکه دا کار د ماشومانو له ناوړه ګټې اخیستنې سره برابر ګڼل کېږي او باید وغندل شي. څرګنده ده چې دوی ماشومان له مور او پلار څخه جلا او خپلواک هویته ګڼي او ماشومانو ته له بلوغت څخه مخکې دینې عقیدې ور زده کول ناوړه ګټه اخیستنه ګڼل کېږي.
(۶) د انسان د ازادۍ لپاره د دین له منځه تلل: نوي ملحدين په دې باور دي چې د انساني ازادۍ د ساتنې لپاره بايد دین له ټولنې څخه له منځه وېوړل شي. دوی انساني ازادي د خدای یا کلیسا له واک سره په ټکر کې ګڼي.[1]
نوي الحاد له را څرګندېدو وروسته په چټکۍ سره د رسنیو له لارې خپور او مشهور شو.  که په دقت سره هغه څه ته وګورو چې مطبوعاتو او رسنيو د نوي الحاد په اړه لیکلي دي، نو درک کوو چې لیکوالانو او خبریالانو نوی الحاد په څو عمومي موضوعاتو کې تشریح کړی دی:
لومړۍ موضوع: د دې لپاره چې نوی الحاد د دین او دیني ارزښتونو پر وړاندې علمي، ژوند پوهنیز او دارویني نقد ګڼل کېږي، نو نوی الحاد د دین پر وړاندې د علمي او طبیعت‌ پال نقد په توګه توصیفېږي.
دویمه موضوع: د نوي الحاد په اړه د نقد او ارزونې له مهمو مطالبو څخه یو دا دی چې ډېرو کسان په تحلیل کې له دیني چاپېریال څخه اخیستل شوې استعارې او تعبیرونه کارولي دي، د بېلګې په توګه د «د کافرانو کلیسا»، «په نبوت باندې پیغمبرانه برید»، «د الحاد تبلیغ»، « داکینز د الحاد ستر کاهن»، «د الحاد صلیبي جګړه»، «د الحاد مذهبي تبلیغ»، «د الحاد انجیلی ډول»، «د الحاد رسولان» او داسې نور، چې په مطبوعاتو کې له اشنا تعبیرونو څخه ګڼل کېږي. په دويمه موضوع کې نوی الحاد د یوې ایډیالوژۍ یا دین په توګه د مطبوعاتو او رسنیو له خوا معرفي کېږي.
درېیمه موضوع: ماډرن ملحدان د دین او د هغه د پیروانو پر وړاندې د جګړه کوونکو او شخړه کوونکو په توګه انځورېږي.[2]
د نوي الحاد په کړنو کې ځینې کسان د «علم» د بنسټيز عنصر پر ټینګار سربېره، په دې نوي بهیر کې دوه مهمې ځانګړنې یادوي چې همدا ځانګړنې ماډرن ملحدان له کلاسیکو ملحدانو څخه بېلوي:
بهرنۍ ځانګړتیا: د دې غورځنګ شهرت يې په لیکوالانو او د هغوی په کارونو کې دی.
داخلي او ذاتي ځانګړتیا: نوی الحاد د دیني عقایدو په اړه په خپل چلند کې په علم او علمي مېتود تکیه کوي، نه پر فلسفه.
دوام لري…

مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه

[1]. شهبازی و دیگران، 1395: 166-167.

[2]. همان.

الحاد د نوي الحاد پېژندنه نوی الحاد د نقد په تله کې
Previous Articleشېن‌تو دین (برخه: ۲۵)
Next Article د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۲)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۲)

چهارشنبه _21 _جنوري _2026AH 21-1-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۱)

دوشنبه _19 _جنوري _2026AH 19-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶) د انسان تنفسي سيستم (د…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD4 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳) په دې…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD7 Views

لیکوال: م. فراهی توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۵)

چهارشنبه _21 _جنوري _2026AH 21-1-2026AD10 Views

لیکوال: دوکتور نور محمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۵) د انسان په هاضمې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.