لیکوال: ایوب راسخ
نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۲)
د نوي الحاد پېژندنه
ابن منظور په «لسان العرب» کې الحاد له لغوي پلوه داسې معنا کړی دی: الحاد د لحد له مادې څخه اخیستل شوی (د لام په فتحه او ضمه او د حا په سکون سره) چې له یو شي څخه د مخ اړولو، له منځنۍ لارې څخه د ګرځېدلو او نورو اړخونو پر لور د لېوالتیا ښودلو په معنا دی.[1]
په «التحقیق» کتاب کې د دغې کلمې تعریف داسې راغلی دی: «لحد، اصل یدل علی میل عن استقامه، یقال ألحد الرجل إذا مال عن طریقه الحق والایمان.»[2] لحد د یوې کلمې ریښه ده چې له ټینګې او سمې لارې څخه د ګوښه کولو په معنا دی. هر کله چې يو څوک د حق او ایمان له لارې څخه ځان ګوښه کړي، ورته ویل کېږي چې الحاد یې کړی دی. دا کلمه (الحاد) په قران کریم کې هم له حقیقت څخه د لرې کېدو، له ګمراهۍ او ناسمې لارې سره د یوځای کېدو په معنا کارول شوې ده.
قران کریم په دې اړه وايي: “إِنَّ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي آيَاتِنَا لَا يَخْفَوْنَ عَلَيْنَا.”[3] ژباړه: «په رښتیا هغه کسان چې زموږ له ایتونو څخه مخ اړوي او له سمو لارو ګرځي، له موږ څخه پټ نه دي.»
په بل ځای کې په دې اړه داسې وايي: “وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَائِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ.”[4] ژباړه: «او تر ټولو ښایسته نومونه (د معنا له پلوه) د الله لپاره دي، نو هغه د همدې نومونو په وسیله یاد کړئ او هغه کسان چې د الله له نومونو څخه مخ اړوي پرېږدئ، دوی به ډېر ژر د هغو عملونو سزا وویني چې تل یې ترسره کوي.»
د الحاد کلمې عامه کارونه نن سبا تر ډېره په خدای نه منلو کې ده، چې له اتئیزم (Atheism) کلمې سره برابره ګڼل کېږي او د (تئیزم، (Theism)خدای پر شتون باور لرلو) پر وړاندې راځي.
په بله وینا د نوي الحاد یا ماډرن ملحد ځانګړنه په حقیقت کې یو بهرنی صفت دی چې د دې لارې پیروانو خپله پر ځان نه دی پلی کړی او نه یې هېڅکله د دیني باورونو او خدای ناباورۍ په نیوکه کې د نوې لارې یا نوې طریقې دعوه کړې، بلکې د ټولنې اوسني بحث دا صفت پر دوی ایښی او دوی منلی دی.
ماډرن ملحدینو یا د دې طریقې تش په نامه پلویانو د: «بې دینه»، «کافر»، «بې ایمانه»، «ملحد»، «بې خدایه»، «د خدای ضد»، «پر دین نیوکه کوونکي» په څېر لقبونه پر ځانونو ایښي دي.
دا اصطلاح په (۲۰۰۶ز) کال کې د دې غورځنګ د درېوو مخکښو کسانو: ډاکینز، ډینیټ او هیرس له یوځای کېدو وروسته په بېلابېلو خپرونو کې د ګڼ شمېر لیکوالانو له خوا وکارول شوه او مشهوره شوه. د یادولو وړ ده چې د افراطیانو له تاوتریخوالو وروسته، په لوېدیځ کې د افراطیانو د کړنو پر وړاندې د غوسې او کرکې ستره څپه را پیدا شوه. ځینو نړيوالو ځواکونو له دې تاوتریخوالي څخه د منځني ختیځ پر وړاندې د خپلو پوځي بریدونو پلمه جوړه کړه، خو موضوع په دې سادګۍ سره پای ته ونه رسېده، بلکې بله څپه چې د مناسبې موقع په تمه وه، را څرګنده شوه او خپل ټول زور یې د دین او دیني باورونو د ځپلو لپاره وکاروه. دا په حقیقت کې هماغه څپه ده چې د نوي الحاد یا عصري ملحدانو په نوم مشهوره شوه.
د دې راڅرګندېدونکي ملحد غورځنګ مهم شخصیتونه چې په حقیقت کې د دې فکر مخکښ او معیار لرونکي دي، په لاندې ډول دي: ریچارډ ډاکینز، ډینیل ډینیټ، سام هیرس او کریسټوفر هیچنز. دا نوی را پیدا شوی غورځنګ چې دین یې خطرناک او غیر منطقي باله، تسلیم نه شو او خپلې زیانمنې کړنې یې پیل کړې. ډاکينز په ګارډین ورځپاڼې کې د ټوین ټاورونو له بریدونو څلور ورځې وروسته ولیکل: « له دین څخه ډکه نړۍ، په ځانګړې توګه د ابراهیمي ډول له بار وړونکو ټوپکونو څخه د ډک سړک په څېر ده چې د ډزو لپاره چمتو ده، نو دا د حیرانتیا خبره نه ده چې دا ټوپکونه به یوه ورځ وکارول شي.»[5]
نوی الحاد چې پیروان او منونکي یې باید په رښتیا سره «نوي ملحدین» وګڼل شي، د نړۍ ډېر مصیبتونه او ناخوښۍ د دین پر غاړه اچوي. دوی د صلیبي جګړو، د جادوګرو قتل عام، مذهبي جګړو، نه زغمل، ترورېزم او ګڼو نورو پېښو یادونه کوي او دا ټول د دین د ناکامۍ بېلګې ګڼي.
دا خدای نه منونکي سربېره پر دې چې دین او دیني نظریې یې بې منطقه بللي، هڅه کوي چې خپل مخالفین د منطقي دلیل له لارې نه، بلکې د ملنډو او کرکې په وسیله مات شوي او ناکام وګڼي. د پلانټینګا په څېر منتقدین د پخوانیو ملحدینو لکه برټرینډ رسل او جان مکي په پرتله له فکري اړخه ټیټ او بې ارزښته ګڼي. له همدې امله دوی نوي ملحدین د خدای او مذهب په اړه د معاصرو بحثونو په مخ د تور داغ په توګه یادوي.[6]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. ابنمنظور: 1414ق: 3/389.
[2]. مصطفوی: 1360: 10/16.
[3]. فصلت: 40.
[4]. اعراف: 180.
[5]. Dawkins 2001.
[6]. Plantinga 2011.


