لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل پاتې معجزه (برخه: ۴۹)
په الهي ایتونو کې د وینې دوراني سيستم عظمت
په نړۍ او د انسان په بدن کې د الله تعالی د عظمت له سترو نښوو څخه يو هم د وینې پېچلی او حیرانوونکی سيستم دی. خدای جل جلاله په قران کریم کې په دې اړه فرمايي: “وَفِی أَنفُسِكُم أَفَلَا تُبصِرُونَ” ژباړه: « او ستاسو په خپل وجود کې نښې دي ایا تاسو یې نه وینې!؟»
دا ایت انسان ته بلنه ورکوي چې په خپل بدن کې دقیقو او همغږو سيستمونو ته پام وکړي او ویې ګوري، چې تر ټولو ستر يې سيستم د وینې د دوران سيستم دی. دا سيستم چې « د دوراني سيستم» په نوم هم يادېږي، د انسان په بدن کې د الله تعالی د خلقت له سترو معجزو څخه ګڼل کېږي، چې د حیاتي مایعاتو او تغذیه کوونکو حجرو د لېږدولو مسؤلیت پر غاړه لري.
د وینې دوراني سيستم پېژندنه او ارزښت
دوراني سيستم ( د وینې د دوران سيستم) د انسان په بدن کې دا دنده پر غاړه لري، چې له غذايي موادو او اکسیجن څخه غني شوې وینه ټولو حجرو ته ورسوي. هر ژوندی موجود د خپل ژوند د دوام او فعالیتونو لپاره غذايي موادو ته اړتیا لري. د هاضمې سيستم خواړه له بهرني چاپېریال څخه بدن ته لېږدوي او هضموي يې، خو دا چې هضم شوي غذايي مواد هرې حجرې ته ورسېږي، دا د وينې د دوراني سيستم مسؤلیت دی. دا سيستم د بدن د دقیقو او همغږو سیستمونو له ډلې څخه دی، چې د الله تعالی د خلقت یوه ستره معجزه ګڼل کېږي.
دا دوران د انسان په څېر په پېچلو ژوندیو موجوداتو کې په یوه تړلي او منظم مدار کې ترسره کېږي. دا په دې معنا چې وینه په دوامدره توګه په رګونو کې دوران کوي او د زړه له لارې په حرکت راځي. د زړه په څېر د اغېزمن پمپ او رګونو په څېر پېچلې شبکې پرته د وینې لېږد او حجرو تغذیه ممکنه نه ده.
د دوراني سيستم برخې او جوړښت
دوراني سيستم ( د وینې د دوران سيستم) له بېلابېلو برخو څخه جوړ شوی دی:
(۱) زړه: یو عضلاتي پمپ دی چې وینه پمپ کوي.
(۲) رګونه: شریانونه (هغه رګونه دي چې اکسيجن لرونکې وينه لېږدوي)، د څانګو رګونه، نري رګونه (ډېر کوچني رګونه چې له حجرو سره د موادو تبادله پکې ترسره کېږي) او رګونه (هغه رګونه چې وینه بېرته زړه ته لېږدوي) شامل دي.
د رګونو شبکه د انسان بدن په پراخه کچه پوښي، د دې رګونو ټول اوږدوالی له (۱۵۰) کیلومترو څخه ډېر دی.
د دوراني سيستم حیرانوونکې ځانګړنې
د انسان په بدن کې له (۱۰۰ څخه تر ۱۶۰) میلیاردو پورې نري رګونه دي. دا نري رګونه ډېر کوچني دي چې د بدن په ټولو برخو کې خواره دي او د وینې جریان پکې ترسره کېږي.
د ورځې په اوږدو کې له (۷ څخه تر ۱۰) لیټرو پورې وینه په دوامداره توګه د دې رګونو له لارې تېرېږي. د وینې سرې حجرې( سره ګلبولونه) د دوران په جریان کې له زړه څخه ټول بدن ته وینه رسوي او بیا یوازې په (۲۳) ثانیو کې بېرته زړه ته راګرځي.
وینه په یوه شپه او ورځ کې نږدې (۳۷۰۰) ځله په بدن کې دوران کوي. د ورځې په اوږدو کې زړه په منځني ډول (۸۰۰۰) لیټره وینه پمپوي، چې له (۸) متره معکب حجم سره برابره ده، چې د دې حجم وزن (۸) ټنو ته رسېږي.
د انسان د منځني عمر په پام کې نيولو سره، د وینې ټوله اندازه چې د دوراني سيستم له لارې لېږدول کېږي، له (۱۵۰) زرو څخه تر (۲۵۰) زره ټنو پورې ده، چې دا حجم د څو لویو او لوړو ودانیو له ډکولو سره برابر دی.
د وینې دوراني سيستم کاري ځواک
که موږ غواړو چې د زړه ځواک د نورو محسوسو فعالیتونو په برخه کې څرګند کړو، نو کولی شو ووایو چې د وینې د حرکت کولو دا ځواک له صفر څخه تر (۴۸۰۰) مترو لوړوالي پورې د ریل ګاډي د کشولو له وړتیا سره مساوي دی!
خدای جل جلاله په قران کریم کې فرمايلي دي: “هَٰذَا خَلقُ ٱللَّهِ فَأَرُونِی مَاذَا خَلَقَ ٱلَّذِینَ مِن دُونِهِۦۚ بَلِ ٱلظَّٰلِمُونَ فِی ضَلَٰل مُّبِین.”[1] ژباړه: « دا (چې تاسې یې ګورئ او وینئ) دا الله پیدا کړي دي، نو وښایاست ماته هغه کسان چې له الله پرته دې، څه شی یې پیدا کړي؟ (چې په عبادت او الوهيت کې د شریکۍ وړ وي)، بلکې ظالمان (کفر کوونکي) په ښکاره ډول په ګمراهۍ کې دي.»
دا ایت انسان ته بلنه ورکوي چې د الله تعالی د پېچلي خلقت دې سيستم ته پام وکړي، په تېره بیا دې پېچلي حیاتي سيستم ته.
شریانونه او رګونه د وینې دوراني سيستم لارې
د انسان بدن دوه ډوله اصلي رګونه لري:
(۱) شریانونه: هغه رګونه دي چې اکسیجن لرونکې وینه له زړه څخه ټول بدن ته لېږدوي. دا رګونه په تدریجي ډول په ډېرو کوچنیو او نریو رګونو تقسیمېږي، چې غذايي مواد او اکسیجن حجرو ته لېږدوي.
(۲) وریدونه: هغه رګونه دي چې راستنه شوې او کمه اکسیجن لرونکې وینه له نسجونو څخه زړه بېرته لېږدوي.
د وریدونو د دریڅوو حیرانوونکی فعالیت
د وينې په دوراني سيستم کې یو له حیرانوونکو ځانګړنو څخه، د وریدونو دننه «یواړخیزې دریڅې» دي. دا دریڅې وینې ته اجازه ورکوي چې یوازې د زړه په لور حرکت وکړي او د بېرته راګرځېدو مخه يې نیسي.
دا دریڅې چې د رګونو پر دېوالونو د کوچنیو کڅوړو په بڼه خپرې دي، هغه مهال چې وینه پورته حرکت کوي، خلاصېږي او د وینې تېرېدو ته اجازه ورکوي، خو که وینه وغواړي بېرته را وګرځي، نو دا کڅوړې ډکېږي او لاره بندوي چې د وینې بېرته راتګ مخه ونیول شي.
دا ډېر دقیق سيستم په ځانګړي ډول په هغو رګونو کې خورا مهم دی، چې وینه له ښکته غړو، لکه پښو څخه زړه ته لیږدوي؛ ځکه چې وینه باید د جاذبې قوې په مقابل کې پورته حرکت وکړي.
د وینې په دوران او دریڅو پورې اړوندې ناروغۍ
که د وریدونو دریڅې له ګډوډېدو یا کمزورۍ سره مخ شي، نو وینه نه شي کولای په ښه توګه زړه ته بېرته را وګرځي او په رګونو کې راټولېږي. دا حالت د وریدونو فشار زیاتوي، چې له امله یې پړسوب، درد او د پوستکي توروالی په ځانګړي ډول د پښو په برخه کې رامنځته کېږي. دا وضعیت په طبي اصطلاح کې د «واریس» یا «واریسي رګونه» په نوم یادېږي. له همدې امله د دغو دریڅو سم فعالیت حیاتي ارزښت لري او د الله تعالی د دقیق جوړښت او بې ساري حکمت یوه ښکاره بېلګه ده، چې په خلقت کې یې څرګندېږي.
لنډه دا چې د انسان په بدن کې د وينې دوراني سيستم يو حیرانوونکی او پېچلی سيستم دی، چې په ټولو حجرو کې ژوند روان ساتي. دا سيستم له خپل دقیق جوړښت او منظم فعالیت سره، د الله تعالی د قدرت او حکمت له سترو نښو څخه ګڼل کېږي.
په قران کې راغلي دي: «لَقَد خَلَقنَا ٱلإِنسَٰنَ فِی أَحسَنِ تَقوِیم.»[2] ژباړه: « په رښتیا سره موږ انسان په غوره بڼه او تر ټولو ښکلي شکل پیدا کړی دی.»
دا ایت د انسان د خلقت پر بې نقصه او ښکلي جوړښت ټینګار کوي چې د وینې دوراني سيستم هم پکې شامل دی.[3]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. لقمان: 11.
[2]. تین: 4.
[3]. موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة: ج 1، ص 144-146.


