Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»شېن ‌تو دین (برخه: ۱۷)
دینونه پنجشنبه _25 _دسمبر _2025AH 25-12-2025AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۷)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوعائشه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۷)

د (۱۹۴۵ز) کال تر پای پورې د شېن تو دولتي مذهب
شېن تو دولتي مذهب د هغو عباداتو او دیني تشریفاتو یوه لړۍ وه چې د دولت تر ملاتړ لاندې ترسره کېدل. دې لړۍ د (۱۹۴۵ز) کال تر پايه دوام وکړ او په هغو ځانګړو معبدونو کې اجرا کېده، چې هېڅ کومې دیني فرقې او ډلې ته منسوب نه و او د دولت ملکیت و. یاد مراسم یوازې د وطن پالنې روحیې د راویښولو او روزنې په موخه ترسره کېدل. په دغو معبدونو کې ماشومانو او ځوانانو ته د لرغونو زمانو کیسې او روایتونه ورښودل کېدل، چې هېواد له هر ډول انقلاب څخه چې د عصري، اقتصادي، فرهنګي او سیاسي ژوند اړتیا وه خوندي وساتل شي او د لوېدیځ تمدن د نفوذ پر وړاندې د دیني او ایماني باورونو یو قوي سنګر وي.[۱]
د (۱۹۴۵ز) کال په سپټمبر کې د جاپان له تسلیمېدو وروسته، دغه هېواد اووه کاله د متحدینو تر اشغال لاندې پاتې شو. امپراتور «شوا» د امریکا په فشار د (۱۹۴۶ز) کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د راډیو له لارې په یوه اعلامیه کې له خپل الهي مقام او د جاپان له اسطوريي اصالت څخه لاس په سر شو.[۲]
په دې توګه د سیاسي نظام د بدلون لپاره زمینه برابره شوه. په (۱۹۴۷ز) کال متحدینو د جاپان لپاره نوی اساسي قانون تدوین کړ، چې له مخې یې له امپراتور څخه سیاسي مسؤلیت واخیستل شو، رسمي دین لغوه شو او ولس د حاکمیت سرچینه وګرځېده. د دې بدلونونو پر اساس شېن تو نور د سیاسي ایډیالوژۍ له سطحې خارج شو او د قانون له مخې یې د بودا، کنفوسیوس، اسلام او مسیحیت په څېر د نورو ادیانو بڼه غوره کړه.[۳]
د شېن تو دين تاریخ په پنځو دورو وېشل شوی، چې په هره دوره کې يې لوی بدلونونه رامنځته شوي دي:
(۱) لومړۍ دوره (له اوومې قبل المیلاد پېړۍ څخه تر شپږمې میلادي پېړۍ پورې): په دې موده کې شېن تو یوازینی دین و چې په جاپان کې موجود و.
(۲) دويمه دوره (له شپږمې ميلادي پېړۍ څخه تر اتمې میلادي پېړۍ پورې): د کنفوسیوس، بودا او دايو ایینونه د شېن تو ترڅنګ د پام وړ شول، خو شېن تو بيا هم تر ټولو پیاوړی او غالب دین و.
(۳) درېیمه دوره (د نهمې پېړۍ له پیل څخه د اوولسمې پېړۍ تر پای پورې): شېن تو دین له نورو دینونو، په ځانګړي ډول له بودیزم سره یوځای کېږي او ګډ شکل خپلوي.
(۴) څلورمه دوره (اتلسمه او نولسمه پېړۍ): لومړنی شېن تو دين بېرته را ژوندی کېږي او پر بنسټیزو زده کړو یې ټینګار کېږي.
(۵) پنځمه دوره (۱۸۸۲ ز): د دولت رسمي چارواکو شېن تو دین په دوو برخو ووېشه: «حکومتي شېن تو» او «فرقوي شېن تو». فرقوي شېن تو د نورو ادیانو ترڅنګ د یوه دین په توګه وپېژندل شو، خو حکومتي شېن تو دین نه و، بلکې ملي مراسم وو چې ټولو جاپانیانو، چې د هر دين پيروان وو،  ګډون پکې کاوه.[۴]
له پورته پنځو دورو څخه څرګندېږي چې شېن تو دین له ګڼو بدلونونو سره مخ شوی او له وخت او شرایطو سره سمه بڼه ورکړل شوې ده. دا یو ښکاره حقیقت دی هر هغه دین چې د رب‌ العالمین له لوري نه وي نازل شوی او الله تعالی د هغه د ساتنې ژمنه نه وي کړې، نو په هر زمان او هر حالت کې د بدلون وړ دی.
په دینی تاریخ کې لوړوالی، ټیټوالی، بدلون، وده او زوال هغه حقیقت دی چې ټول پرې قانع دي؛ ځکه د دنیا قانون همدا دی چې هر څه باید د تحول مرحلې تېرې کړي. د شېن تو دین هم له دې قاعدې مستثنا نه دی؛ ځکه یاد دین د واکمنانو تر سیوري لاندې یوه موده وده وکړه او لوړو څوکو ته ورسېده، خو کله چې د دولت له لوري د رسمي دین په توګه په بشپړ ډول رد شو، نو خپل پخوانی مقام یې له لاسه ورکړ او په بېلابېلو ډلو ووېشل شو.
په تېرو برخو کې مو د شېن تو دين د مختلفو دورو په اړه بحث کړی و. په دې برخه کې، چې د څېړنې وروستیو فصلونو ته مو نږدې کوي، د شېن تو دين هغه فرقوي مقام څېړو چې د رسمي او دولتي موقف له لاسه ورکولو وروسته رامنځته شوی دی.
شېن تو له دين څخه تر فرقې
شېن تو دین هم لکه د نورو ټولو شيانو په څېر چې يو وخت نوم، اعتبار او رسميت درلود، خو د وخت په تېرېدو سره يې خپل پخوانی مقام له لاسه ورکړ او د زوال خواته لاړه. شېن تو دین چې د عجيبو او غريبو مراسمو په مرسته پياوړی شوی و او پر اسطورو او خرافاتو ولاړ و، بالاخره هغه ورځ را ورسېده چې خلک پوه شول دغه خرافات او افسانې د دوی په ژوند کې هېڅ رښتینې ګټه نه لري.
د جاپان د (۱۸۸۹ز) کال د اساسي قانون له تصويب او نافذېدو وروسته، چې له مخې یې د هېواد ټولو وګړو ته مذهبي ازادي ورکړل شوه، د شېن تو دین په څو بېلا بېلو څانګو او ډلو ووېشل شو او د بوديزم، مسيحيت او نورو نړیوالو مذاهبو په څېر یې پراختیا ومونده. له دويمې نړیوالې جګړې وړاندې د جاپان د ملي مذهب ادارې د شېن تو ديارلس فرقې ثبت کړې وې، چې هره یوې يې ځانګړې اداري خپلواکي درلوده، د خپلو پلويانو په لګښت اداره کېده او ټولو جلا نوم او هویت درلود.
له دويمې نړیوالې جګړې وروسته چې حکومت په بشپړ ډول له مذهب څخه بېل شو، د شېن تو د ډلو شمېر نور هم زیات شو او نن ورځ د دوی شمېر شاوخوا (۸۰۰)  ته رسېدلی دی، چې هره یوه یې ځانته ځانګړي عقاید او مراسم لري، خو په عموم کې ټول د شېن تو د يوه لوی چتر په چوکاټ کې سره راټول دي. دغه فرقې د نورو ژوندیو مذاهبو د کلامي اصولو د اغېز او همدارنګه د عصري علمي او رواني مفاهيمو د اقتباس په پایله کې رامنځته شوي او هره یوه يې د خلکو د فکري اړتیاوو د پوره کولو لپاره کوښښ کوي او د نهايي حقيقت او روحي سکون په لټه کې دي.[۵]
د مېجي د مرمت دوره (۱۸۶۸–۱۸۸۹ز) د شېن تو د تاریخ وروستۍ دوره ده، چې له شېن تو څخه د غیر مذهبي اهدافو لپاره کار اخیستل کېده. د جاپان ځينو مومنو او سخت ‌دریځه کسانو هڅه کوله چې شېن تو د جاپان یوازینی رسمي دین کړي او ان هڅه یې کوله چې بودیزم په بشپړ ډول له منځه یوسي. په دې دوره کې د شېن تو دين زیارتونه پر دولتي ادارو بدل شول او د دولت تر مستقیم مدیریت لاندې راغلل. دغې نظام ته د «شېن تو دولت» نوم ورکړل شو او دا حالت د دويمې نړیوالې جګړې تر پايه روان و. وروسته د شېن تو دولتي مقام لغوه شو، خو د جاپاني نېشنلېزم او شېن تو ترمنځ زاړه ټپونه تر پورې ننه پاتې دي.[۶]
د نولسمې پېړۍ له وروستیو او د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې شېن تو دین د دولت د مشرانو په فکري او سیاسي جوړښت کې مهم ځای وموند او د امپراتور کورنۍ او ناسیونالیستي ایديالوژي یې د شېن تو له افکارو سره وتړله. په دې وخت کې زیارتونه د دولت تر سرپرستۍ لاندې راغلل او خلکو ته په زور او جدیت سره ویل کېدل چې امپراتور ته د یو الهي موجود په توګه درناوی وکړي. په همدې زمانه کې د نورو ادیانو پیروان تر یوې اندازې ناهیلي او څنډې‌ ته شول او شېن تو د جاپان مهم او حاکم دین شو. کله چې جاپان په (۱۹۴۷ز) کال کې په رسمي ډول سیکولريزم اعلان کړ، د دولت شېن تویي نظام پای ته ورسېده او د امپراتور الهی مقام لغوه شو.[۷]
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[۱]. جان ناس، تاریخ جامع ادیان، ژباړه: علي اصغر حکمت، درېیم چاپ، ۱۳۵۴ هـ ش، د فرانکلین خپرندویې موسسې په همکارۍ، مخ ۲۸۶.

[۲]. د دې موضوع تفصیل به، إن‌شاء‌الله، په راتلونکې برخه کې په پراخ ډول وڅېړل شي.

[۳]. د جامعه او فرهنګ ملل تخصصي پایگاه، د مقالې عنوان: «د شېنتو دین د سیاسي ایډیولوژۍ په توګه»، د خپرېدو کال: ۱۴۰۲ هـ ق.

[۴]. د دائرة المعارف طهور وېب‌پاڼه، د مقالې عنوان: «اخلاقیاتِ دینِ شینتویی».

[۵]. جان ناس، تاریخ جامع ادیان، ژباړه: علي اصغر حکمت، درېیم چاپ، ۱۳۵۴ هـ ش، د فرانکلین د خپرندویې موسسې په همکارۍ، مخ ۲۸۴.

[۶]. هژبري، محمدعلي، مقاله: «قوانین مذهبی ژاپن»، خپور شوی د جامعه او فرهنگ ملل تحلیلي پایگاه کې، ۱۴۰۱ هـ ش.

[۷]. د ساون‌وې تریب وېب‌پاڼه، مقاله: «د جاپان دین»، ۱۴۰۴ هـ ش.

Previous Articleد یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۹)
Next Article ساینتولوژي؛ ريښې او باورونه (برخه: ۵)

اړوند منځپانګې

دینونه

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۷)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې (دوام)…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD8 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶) د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD5 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰) د الهي حکمت…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.