Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قران تل پاتې معجزه (یو څلوېښتمه برخه)
اسلام پنجشنبه _23 _اکتوبر _2025AH 23-10-2025AD

قران تل پاتې معجزه (یو څلوېښتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل پاتې معجزه (یو څلوېښتمه برخه)
له قران کریم او نبوي سنتو سره د نوي جنین ‌پوهنې سمون
د ژوند پوهنې د پوهې ورځ تر بلې پرمختګ سره، په ځانګړي ډول د «جنین ‌پوهنې» په برخه کې داسې مفاهیم روښانه شوي دي، چې د اسلام له دیني متنونو سره په ښکاره ډول سمون لري. په دې برخه کې د رسول الله صلی‌الله علیه وسلم د یوه حدیث علمي تحلیل وړاندې کېږي، چې په دې اړه وايي:
“ما من كل الماء يكون الولد. ‌وإذا ‌أراد ‌الله ‌خلق شيء لم يمنعه شيء.“ ([1]) ژباړه: «اولاد له ټولو اوبو (منې) څخه نه پیدا کېږي او کله چې الله تعالی وغواړي چې یو شی پیدا کړي، هېڅ  څوک نه ‌شي کولای چې د هغه مخه ونیسي.»
همدا راز موږ د قرآن کریم هغه آیتونه څېړو چې د جنین د پیدایښت پړاوونه بیانوي؛ په ځانګړي ډول هغه آیت چې الله تعالی پکې وايي: ثُمَّ جَعَلۡنَٰهُ نُطۡفَةٗ فِي قَرَارٖ مَّكِينٖ 13 [مؤمنون: 13] ژباړه: «او بیا مو هغه د نطفې په شکل سره په خوندي ځای کې ځای پر ځای کړ.»
د دې متنونو تحلیل د معاصرو علمي موندنو په رڼا کې، د الهي وحي او علمي موندنو ترمنځ د بې‌ ساري همغږۍ اندازه څرګندوي.
د نطفې، بیضې او القاح  لومړني مفهومونه
اوسني علم دا ثابته کړې ده چې د انزال پر مهال د ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ میلیونو نطفو (سپرمونو) پورې د ښځې تناسلي سيسټم ته داخلیږي. هره نطفه یو دقیق جوړښت لري:
د نطفې سر: د جنیټیکي موادو (DNA) وړونکی دی
گردن (غاړه): د انرژۍ سرچینه ده
دم( لکۍ):  د حرکت وسیله ده
دا نطفې په یوه مایع کې لامبو وهي چې د هغوی د ساتنې، تغذیې او حرکت د اسانتیاوو مسؤلیت لري. د دې ټولو له ډلې څخه یوازې «څو سوه سپرمونه» د ښځې تخم دانې (اووم) ته رسېږي او یوازې «یوه نطفه» پکې د ننوتو بریا ترلاسه کوي. دا حقیقت په دقیقه توګه د رسول الله صلی‌الله علیه وسلم په حدیث کې هم راغلی دی چې وايي: “ما من كل الماء يكون الولد. ‌وإذا ‌أراد ‌الله ‌خلق شيء لم يمنعه شيء.” ([2])
ژباړه: «اولاد له ټولو اوبو (منې) څخه نه پیدا کېږي او کله چې الله تعالی وغواړي چې یو شی پیدا کړي، هېڅ څوک نه ‌شي کولای چې د هغه مخه ونیسي.»
دا تشریح نه‌ یوازې دا چې دقیقه ده، بلکې د حجروي ژوند پوهنې ‌له تخصصي موندنو سره هم سمون لري چې د سپرم د طبیعي انتخاب رول تشریح کوي.
تخم‌ دانې ته د نطفې د ننوتلو بهیر: مالیکولي تحلیل
د دې بهیر د معجزو د درک لپاره، اړتیا ده چې د القاح مالیکولي سطحې ته نظر واچوو:
د سپرم سر یوه «انزیمي خولۍ» (acrosome) لري.
کله چې سپرم د تخم‌ دانې له دیوال سره اړیکه پیدا کړي دا انزیمونه ترشح کېږي او د تخم‌ دانې محافظتي پوښ تحلیلوي.
تر هغه وروسته چې یو سپرم تخم ‌دانې ته ننوځي تخم دانه سمدلاسه «د بندېدو» غبرګون ښیي، تر څو نور سپرمونه داخل نه‌ شي.
له علمي اړخه دا غبرګونونه ډېر دقیق، وخت‌ معلومونکي او کنټرول شوي دي. همدا حیرانوونکی نظم، د الله تعالی پر تدبیر یو ښکلی شاهد کېدای شي.
جینیټک، وراثت او حیاتي کوډونه
د  هرې نطفې او تخم‌ دانې هسته د جنیټیکونو ټولګه ده، چې د یو شخص ټول بیولوژیکي معلومات له خپل ځان سره لري. دا معلومات عبارت دي:
جسمي ځانګړنې د (پوستکي رنګ، قد، د وېښتو ډول او نور)
فزیولوژیکي ځانګړتیاوې (هورمونونه، انزایمونه)
د چلند وړتیاوې او حتی د ناروغیو لپاره جينټیکي چمتوالی
دا جینونه په پروګرام شوي (programmed) ډول فعالېږي. د بېلګې په توګه:
د بلوغ په دوره کې هغه جینونه فعالېږي چې د جنسي بدلونونو مسؤولیت لري.
د امیندوارۍ پر مهال د نسجونو جوړولو جینونه یو په بل پسې فعالېږي.
دا ټول تنظیمونه او پروګرامونه په دوو لومړنیو حجرو کې یعنې سپرم او تخم دانې کې ذخیره شوي دي. قرآن کریم په یوه جامع او دقیق تعبیر کې وايي:  ﵟإِنَّا خَلَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ مِن نُّطۡفَةٍ أَمۡشَاجٖ نَّبۡتَلِيهِﵞ [إنسان: ۲] ژباړه: «موږ انسان له ګډې نطفې (د نارینه سپرم او د ښځې تخم دانې)  څخه پیدا کړی دی او بیا یې د مکلفیتونو او مسوولیتونو له مخې ازمایو.»
د “امشاج” کلمه د «مخلوط» مانا لري او په څرګنده توګه د نارینه او ښځینه د جينټيکي موادو ترکیب ته اشاره کوي.
د قرآنی کلمې څېړنه: «قَرَارٖ مَّكِينٖ» د قرانکریم په مبارک ایت کې راغلې: ﵟثُمَّ جَعَلۡنَٰهُ نُطۡفَةٗ فِي قَرَارٖ مَّكِينٖ 13ﵞ [مؤمنون: 13] ژباړه: «او بیا مو هغه د نطفې په شکل سره په خوندي ځای کې ځای پر ځای کړ.»
په دغه ایت کې دوې کلیدي کلمې راغلې:
الف: «قرار» د مور رحم د جنین د ځای پر ځای کیدو لپاره یو باثباته او مناسب ځای دی. دا غړی د ښځې د لګن په هندسي مرکز کې موقعیت لري.
ب: «مکین»د کلک، خوندي او ساتل شوي ځای په مانا دی.
رحم د خپلو قوي عضلاتي دیوالونو، د وینې پراخې شبکې او د رباطونو ملاتړ لرونکي جوړښت له امله، د جنین د ودې لپاره تر ټولو مناسب چاپېریال ګڼل کېږي. له بلې خوا، جنین د «امنيوټیک کیسې»  دننه موقعیت لري او په مایع کې لامبو وهي، چې د بهرنیو ضربو جذبولو وړتیا لري. دا حقیقت په ژوره توګه د قرآن کریم په تعبیر «قَرَارٖ مَّكِينٖ» کې انعکاس موندلی.
په وروستیو پېړیو کې د لوېدیځ پوهانو عکس‌العملونه
تر اتلسمې پېړۍ پورې لوېدیځ پوهان په دې باور و، چې له والدینو څخه یوازې یو د جنین په جوړولو کې رول لري. خو رسول الله صلي‌علیه ‌وسلم په یوه روایت کې په دې اړه وايي:
“يا ‌يهودي، ‌من ‌كل ‌يخلق، من نطفة الرجل، ومن نطفة المرأة، فأما نطفة الرجل فنطفة غليظة، منها العظم والعصب، وأما نطفة المرأة فنطفة رقيقة، منها اللحم والدم“ ([3])
ژباړه: « ای یهودیه! انسان له دواړو نطفو څخه پیدا کېږي: د نارینه له نطفې او د ښځې له نطفې. د نارینه نطفه غلیظه ده، چې هډوکي او عصاب ترې جوړېږي او د ښځې نطفه رقیقه ده، چې غوښه او وینه ترې پیدا کېږي.» په دې حدیث کې د دواړو ترکیبي نطفو رول  ته دقیقه اشاره شوې، په داسې حال کې چې لوېدیځ پوهان د وروستیو پېړیو په اوږدو کې کلونه د ناسم او له یو بل سره له متضادو نظریاتو سره لاس او ګرېوان وو.
په پای کې په لنډه توګه ویلای شو: چې د قرآن کریم او نبوي سنت بیانونه د انسان د ژوند د پیل د پړاوونو په اړه نه‌ یوازې له معنوي اړخه، بلکې له علمي نظره هم ډېر دقیق دي او له نننیو علمي موندنو سره بشپړ سمون لري. دا ټولې نښې ښيي چې اسلام له پوهې سره په ټکر کې نه، بلکې په همغږۍ کې دی؛ لکه څنګه چې قرآن کریم وعده ورکړې ده: ﵟسَنُرِيهِمۡ ءَايَٰتِنَا فِي ٱلۡأٓفَاقِ وَفِيٓ أَنفُسِهِمۡ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمۡ أَنَّهُ ٱلۡحَقُّۗ ﵞ [فصلت: 53]
ژباړه: «موږ به هغوی ته چې له اسلام او قرآن څخه منکر دي، ډېر ژر خپلې نښې او دلایل په آسمانونو او ځمکه کې (چې لوی جهان دی) او د دوی په خپل وجود کې (چې کوچنی جهان دی) وښیو، تر څو هغوی ته دا روښانه شي چې اسلام او قرآن حق دي.» ([4])
دوام لري…

مخکنئ برخه/ راتلونکې برخه

سرچینې:

([1])  صحيح مسلم، كتاب النكاح، باب حكم العزل، رقم الحدیث: 1438، ج 2، ص  1064 ت عبد الباقي.

([2])  صحيح مسلم، كتاب النكاح، باب حكم العزل، رقم الحدیث: 1438، ج 2، ص 1064 ت عبد الباقي.

([3])  مسند أحمد، مسند عبد الله بن مسعود رضي الله تعالى عنه، رقم الحدیث: 4438 ، ج 4، ص 258 ت أحمد شاكر.

([4])  فشرده از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 88 -91.

Previous Articleساینټولوژي؛ رېښې او باورونه (لومړۍ برخه)
Next Article ساینټولوژي؛ رېښې او باورونه (دویمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۷)

شنبه _24 _جنوري _2026AH 24-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۵)

چهارشنبه _21 _جنوري _2026AH 21-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۷)

شنبه _24 _جنوري _2026AH 24-1-2026AD4 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۷) معاد د احادیثو…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶) د انسان تنفسي سيستم (د…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳) په دې…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD10 Views

لیکوال: م. فراهی توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۷)

شنبه _24 _جنوري _2026AH 24-1-2026AD

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.