Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قرآن تلپاتې معجزه (پنځه دېرشمه برخه)
اسلام شنبه _13 _سپتمبر _2025AH 13-9-2025AD

قرآن تلپاتې معجزه (پنځه دېرشمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ډاکټر نور محمد محبي
قرآن تلپاتې معجزه (پنځه دېرشمه برخه)
د نظر، شریعت او روغتیا ترمنځ اړیکه
د خدای جل جلاله له لویو نعمتونو څخه یو هم د لید یا سترګو ځواک دی، هغه وسیله چې کولی شي یو څوک د پوهې لوړې درجې ته ورسوي یا یې د تباهۍ کندې ته وغورځوي. که سترګې په سمه توګه لارښوونه ونه کړي، نو دا به د ویجاړونکو فزیکي، رواني او اخلاقي هڅو یوه دروازه وي. په اسلامي لارښوونو کې د غیر محرم په وړاندې ښکته کتل( غضّ بصر) په امر سره ډېر ټینګار شوی دی، خو هغه څه چې ډېر حیرانونکي دي هغه نوې ساینسي څېړنې او موندنې دي چې د دې دیني او اسلامي احکامو سره عجیب مطابقت یا ورته والی لري.
د سترګو له لارې د جنسي هڅونې بیولوژیکي نظام یا میکانېزم
کله چې یو سړی یوې نا محرمې ښځې ته ګوري، په ځانګړې توګه  څو ځلې، د انسان په بدن کې د یو لړ کیمیاوي او هورموني تعاملاتو لړۍ پیلېږي چې د وسلې د ماشې کش کولو په څېر دي:
  • په ټول بدن کې د جنسي هورمونونو وده او خپرېدل.
  • د ​​زړه ضربان زیاتېدل.
  • د سطحي یا برسېرن رګونو پراخېدل او د منځنیو رګونو تنګېدل.
  • د وینې فشار لوړېدل.
  • د پروستات هڅونه او تحریکول.
  • د خالي ادرار د لارې بندیدل او د مني د لارې خلاصېدل.
  • د جنسي غریزې د چمتووالي لپاره د خوشبو لرونکي، مغذي او ضدعفوني موادو ترشح.
  • جنسي اړیکو ته د بدن چمتو کولو لپاره د وینې کیمیا کې بدلونونه راتلل.
که چېرې دا غبرګونونه په خپل طبیعي چوکاټ (قانوني او مشروع جنسي اړیکه) کې ځای په ځای شي، نو د نسل بقا او پایښت ته خدمت کوي، خو په بد اخلاقۍ ککړ چاپیریال کې سترګې ازادې پرېښودل دا دقیق او منظم سیستم له ګډوډوۍ سره مخ کوي.
د قرآن او سنتو خبرتیا
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمايي: قُل لِّلۡمُؤۡمِنِينَ يَغُضُّواْ مِنۡ أَبۡصَٰرِهِمۡ وَيَحۡفَظُواْ فُرُوجَهُمۡۚ ذَٰلِكَ أَزۡكَىٰ لَهُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرُۢ بِمَا يَصۡنَعُونَ [نور: ۳۰] ژباړه: (اې پیغمبره!) مومنانو ته ووایه چې خپل نظرونه تر کنټرول لاندې وساتي او د خپلو شرم ځایونو ساتنه وکړي. دا د هغو لپاره ډېره پاکه کړنلاره ده. په باوري توګه هغوی چې څه کوي الله جل جلاله پرې خبرېږي.
ازکي په لفظي توګه پاک او صحي معنی لري، دواړه په معنوي ډول (له ګناه څخه پاکوالی) او په فزیکي یا جسمي ډول (جسماني روغتیا).
رسول الله صلی الله علیه وسلم هم فرمایلي دي:  النظرة سهم ‌من ‌سهام ‌إبليس مسمومة فمن تركها من خوف الله أثابه جل وعز إيمانا يجد حلاوته في قلبه، هذا حديث صحيح الإسناد ولم يخرجاه.” ([1])
ژباړه: (نامحرم ته) کتل د شیطان د غشو څخه یو زهرجن غشی دی. څوک چې د الله تعالی له ویرې (نامحرم ته) نه ګوري، الله تعالی به هغه ته داسې ایمان ورکړي چې خوږوالی به یې په زړه کې احساس کړي.
د سترګو او فزیکي روغتیا په اړه علمي څېړنه
په یوه شل کلنه علمي څېړنه کې وموندل شوه، چې په دوامداره توګه غیر محرم ته کتل په وینه کې د جنسي هورمونونو د دوامداره جریان سره یو ځای یا تړلي وي. د نن ورځې په معاصره ټولنه کې، چې پکې بې له کوم حد او سرحده اړیکې، لیدل، کتل او بې حیايي عامه ده، د زمانې دا دوره ډېر زیانونه رامنځته کوي.
الف: لومړني زیانونه:
  • د تخرګونو او پښو بد بويي.
  • د پښو او ملا ترمنځ (نشیمنگاه )ساحه کې د خولې کېدو او چربي زیاتولو غدو زیاتوالی.
  • د تناسلي غړو د خارش او سوزش له امله د بواسیرو منځته راتلل.
  • د غوړ او هورمونونو د زیاتوالي له امله د ځواني دانو را پیدا کېدل([2]).
  • د هورموني جوش له امله اوږدمهاله سر درد پیدا کېدل.
ب: د بدن بندونو ته زیانونه:
  • د هډوکو ترمنځ د بندونو د مایعاتو کمېدل.
  • د هډوکو خرابي او په هغو فشار راتلل.
  • په زنګون، کولمو او نورو بندونو کې شدید درد.
ج: د زړه او خولې کېدلو زیانونه:
  • د زړه ضربان ورو کېدل
  • د وینې د ټوټه کېدو یا ټینګېدو امکان زیاتېدل.
  • د رګونو د ځواک او زغم کمېدل او د وینې شریانونه کلکېدل.
  • نورې ناروغۍ لکه (د وینې لوړ فشار)، سکته او د زړه ناروغۍ
هورمونونه: محدود درمل او ډېر زهر
لکه څنګه چې د مار زهر په ټیټه کچه کې درمل دي، (جنسي هورمونونه) هم په نورمال یا کافي مقدار کې ګټور دي، خو د هغې د فزیولوژیکي کارونې پرته د دوی دوامداره اخراج یا منځته راتګ په یو داخلي زهر بدلېږي چې په عموم کې د بدن روغتیا ګواښي.
د هورمونونو د زهري کېدو څرګندې نښې
  • د بدن بد بويي
  • اوږدمهاله قبضیت (له ۵۰ زیاتو اړونده نورو ناروغیو سره)
  • د ژبې دروندوالی او په خبرو کولو ستونزه.
  • د تریخي تیږې پېدا کېدل.
  • له وخت مخکې د پروستات غدې لویوالی.
  • د عصبي، حافظې او لید اختلالات (په سختو پېښو کې لکه: ړوندوالی، فلج، لېونتوب)
د لوېدیځې ټولنې په ځینو روغتیایي راپورونو کې ویل شوي، چې د دوی د دیرش کلن یا ترې دې لږ لوړ سن ځوانان د مفاصلو د ورستېدو څخه ځورېږي او رنځ وړي، چې لامل یې له بې حده جنسي هڅونې څخه بل کوم څرګند دلیل کېدلی نه شي.
په نبوي سنتو کې یې د مخنیوي حللاره
اسلامي شریعت په دې اړه په ډېر دقت سره د مخنیوي احکامو یوه ټولګه وړاندې کړې ده چې ځېنې یې عبارت دي له:
  • غیر محرمو ته د دوهم ځل کتلو څخه منع کول
  • د ښځو لخوا د ځان او زینت ښکاره کول منع کول
  • له کوره بهر د ښځو لخوا د عطرو له کارولو منع کول
  • غیر محرمو سره د یوازیتوب څخه منع کول
  • غیر محرم ښځې ته د لاس له ورکولو څخه منع کول
  • د روا او منظم واده د اړیکو لپاره سپارښتنه کول
دا ټول احکام د انسان بدن او روح د بې کنټروله شهوت (پټو خو ژورو زیانونو) څخه د ساتنې لپاره دي.
د شریعت حکمت او د انسان روغتیا
اسلام د غیر محرمو د لیدلو بندیز د محدودیت په توګه نه، بلکې د انساني روغتیا ساتنې لپاره وضع کړی دی. هرکله چې علم د شریعت حکمت څرګند کړي، د انسان ایمان پرې پیاوړی او قوي کېږي.
الله تعالی فرمایي: لِيَزدَادُوٓاْ إِيمَٰنا مَّعَ إِيمَٰنِهِمۗ[الفتح: ۴] ژباړه: تر څو چې د خپل ایمان تر څنګ هغوی یو بل ایمان هم زیات کړي.
یو شاعر څومره ښکلی شعر لیکلی دی:
يا رامياً بِسِهَامِ اللّحْظِ مُجْتَهِداً              أنتَ القَتِيلُ بِما تَرْمِي فَلَا تُصِبِ
وباعثَ الطَّرْفِ يَرتادُ الشِّفَاءَ لَهُ                  احبِسْ رَسُولَكَ لا يَأتِيكَ بِالعَطَبِ
اې هغه سړیه چې د سترګو د غشي سره مبارزه کوې!
ته پخپله د هغه څه له امله وژل کېږې چې ته ګوزار پرې کوې، نه د هدف په ویشتلو سره!
او هغو کسانو چې د شفا په هیله خپله سترګه خلاصوي او یوې خواته ګوري، هغه څه چې ته یې لیږې خپلې سترګې یا لیدل ودروه، که نه نو دا به تاته د تباهۍ لامل شي.
دا معنی لرونکې بیتونه دا خبرداری ورکوي چې یو بد نظره سترګه نه یوازې ګټه نه رسوي، بلکې زیان او تباهي هم له ځان سره راوړي، لکه څنګه چې د سترګو غشی، مخکې له دې چې بل ته ورسېږي، پخپله غورځونکي ته زیان رسوي.([3])
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

([1])  المستدرك على الصحيحين،‌‌كتاب الرقاق، رقم الحدیث: 7875، ج 4، ص 349.

[2] د پوستکي یو ډول ناروغي ده

[3] موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 126 -129.

Previous Articleد دروزي فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)
Next Article شېن‌تو دین (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۰)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۵۹)

شنبه _31 _جنوري _2026AH 31-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD1 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹) سریزه د دې لپاره…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې د…

نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD3 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲) د…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵) الله…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.