لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم، تحلیل او نقد (دریمه برخه)
ج: د (مډرنېزم) جامع او غوره شوی تعریف
که څه هم پورته ذکر شوي تعریفونه هر یو د مډرنېزم د واقعیت یوه برخه روښانه کوي، خو بیا هم هېڅ یوه یې په یوازې توګه ددې پدیدې د ټولو اړخونو د درک کولو لپاره کافي نه دی. له همدې امله په لاندې ډول د (مډرنېزم) یو نسبتاً هر اړخیز او غوره شوی تعریف وړاندې کېږي چې په فکري او نظري ډګر کې یې د ډېری پوهانو پام ځانته اړولی دی.
ډاکټر حارث فخري، چې په دې برخه کې یو مشهور کارپوه دی، د مډرنېزم یو لنډ او جامع تعریف داسې وړاندې کړی دی. نوموړی په خپل کتاب کې لیکي:
زما په نظر او زما لخوا د ترسره شویو څېړنو په اساس، د مډرنېزم ډېری پلویان په عمومي توګه په لاندې اصولو باندې سره همغږي دي:
۱. د علم او پوهې د اصلي سرچینې په توګه په عقل تکیه کول، که څه هم د دې تکیې جدیت د دوی ترمنځ سره توپیر ولري.
۲. د نړۍ د خلاصون لپاره هڅه د وروسته پاتې والي او نه پرمختګ سره سره د اوسني بحراني وضعیت څخه د وتلو دا هڅه او کوښښ ممکن د تېرې زمانې د دود دستور د میراث بشپړ یا تدریجي ردولو سره یو ځای وي، ځان د لویدیځ د ماډل په څېر جوړول، یا د هغې د یوې برخې غوره کول.
۳. د لویدیځ له تمدن سره یو ډول لیوالتیا، دې ته ورته افکارو، نظریو، میتودونو او ټیکنالوژیو سره که څه هم له مختلفو جدیتونو او ګواښونو سره مخ وي.
۴. د تېرو میراثونو (دود او دستور) په وړاندې منفي چلند غوره کول، د ټولنې د وروسته پاتې والي د یوازېني او اصلي عامل په توګه.
۵. د انسان او نړۍ ترمنځ اړیکو ته د ټکر چلند غوره کول، د ګډ ژوند او اسلامي خلافت د نظر برعکس، ددې نظریې له مخې، انسان باید د نړۍ د تسخیر او پر هغې د واکمنۍ لپاره هڅه وکړي.
۶. د یو وروستي هدف په توګه په انسان او دنیوي ژوند تمرکز کول، په دې باور او عقیدې سره چې په دې نړۍ کې د انسان نیکمرغي یوازې د مادي ارزښتونو په چوکاټ کې ترلاسه کېدلی شي.
د دې اصولو په پام کې نیولو سره ډاکټر فخري مډرنېزم په لاندې ډول تعریفوي: (مډرنېزم یوه داسې هڅه ده چې د نوې الګو یا نمونې په جوړولو سره د اندېښنې او ژوند په برخه کې د سنتي رواجونو یا میراث څخه وړاندې لاړه شي او له دې قیدونو خلاصه شي، څو د عقل او د غرب مډرن میتودونو باندې په تکیه کولو سره د انسان پرمختګ او لوړتیا ممکنه او نړۍ د انسان د غوښتنو سره سمه بڼه غوره کړي.([1])
د: د مډرنیست مفهوم (عربي: الحداثي)
یو مډرنیست یا مډرن مفکر هغه چا ته ویل کېږي چې د مډرنېزم په اصولو، میتودونو او فکري ارزښتونو پوره باور لري او خپل تحلیل او عمل د هغې په اساس وړاندې کوي. یو مډرنیست انسان نړۍ ته د عقلانیت، علم پالنې، فردپالنې او پرمختګ له لید لوري ګوري او په عمومي توګه دود، مذهب او پخوانیو واکمنو په وړاندې انتقادي غبرګون ښکاره کوي.
ډاکټر علي حرب د مډرنېزم او مډرن پالونکي شخص په اړه وايي: (مډرنېزم یوازې د ژوند یوه لاره یا طریقه نه ده، بلکې دا یوه داسې ایډیالوژي ده چې دریځونه او فکرونه تنظیموي. دا ایډیالوژي ځینې وخت د یوې داسې پردې په څېر عمل کوي چې حقیقت پټوي، یا په غیر قصدي ډول حقایق تحریفوي. په هر حال د مډرنېزم د ملاتړو لپاره مډرنېزم د یوې ځانګړې پروژې سره یوه ایډیالوژي ګرځېدلې ده. همدې نظریې ته په کتلو سره عصري مفکر هغه څوک دی چې له ځان سره انتقادي نظریه لري او په دوامداره توګه د خپلو واکمنو، ادارو او فکري میکانېزمونو بیاکتنه کوي، څو کمزورۍ یې په نښه او د فکر او بیان لپاره نوي ظرفیتونه رامنځته کړي.)([2])
یو مډرنیسټ شخص هغه څوک دی چې ایډیالوژي یې د واقعیت او متنونو په لوستلو ولاړه ده، انګېرنې او تحلیل یې دلیل، شک او تخریب ته لومړیتوب ورکوي. هغه مډرنېزم د علم پای او د حقایقو د اندازه کولو د یو معیار په توګه مني، په داسې حال کې چې متنونه د فکري معلوماتو په توګه چې د نیوکې او تغیر وړ دی چلند کوي. مډرنیسټ په ورته وخت کې پټول او فاصله نیول کوي او هم دا ادعا کوي چې هغه څه چې متن پټ کړي لوستل کېږي، له همدې امله طه عبدالرحمن دا وړاندیز کوي چې مډرنیسټ (مډرن کوونکی) (الحداثي) پر ځای د (مډرنیسټ پالونکی) (الحداثوي) اصطلاح وکارول شي، ځکه چې مډرنیسټ هغه څوک دی چې په ساده ډول د عصري کولو لوېدیځ ماډل تقلید کوي، په داسې حال کې چې یو مډرنیسټ اړ یا مجبور نه دی چې دا تقلید حتمي تعقیب کړي.([3])
د عصري کونکو د مهمو اهدافو څخه یې ځينې عبارت دي له:
۱. عصري کونکي هڅه کوي چې زاړه او پخواني قوانین او دودونه شاته پرېږدي او د نوې بڼې ریفورمونه او رواجونه رامنځته کړي.
۲. دوی عقل د خپل حد او معیار په توګه غوره کړی، دوی د وحی او نبوي سنتو واکمني ردوي، دوی تل خپلې موخې ته د رسېدو لپاره پلان جوړوي او په نړۍ کې یې د پلي کولو هڅه کوي.
۳. عصري کوونکي تل تجربوي علم د انسان او بشریت د پرمختګ عامل ګڼي او هڅه کوي چې د طبیعي علومو، طب او صنعت زده کړې ته نوره وده ورکړي، څو په دې ډول دوی خپل اصلي اهداف ترلاسه کړي، کوم چې د پخوانی کلتور او لرغونی میراث پرېښودل دي.
۴. مډرنیست یا عصري کونکي په انفراديت یا فرد پالنې باور لري، یانې په دې معنی چې د دوی په وینا فرد باید د دود، دستور، کورنۍ، دین او استبدادي حکومتونو له تسلط څخه ازاد شي.
۵. دوی ددې غوښتونکي دي چې دین یا مذهب باید د سیاست، قانون او زده کړو څخه جلا شي، څو د شخصي باورونو یا عقایدو په وړاندې یو عقلي، غیر مذهبي او بې طرفه سیستم رامنځته شي.
دوام لري…
مخکنئ برخه
[1] حارث فخری، «الحداثة وموقفها من السنة»، ص ۳۳.
[2] حرب، علی، حدیث النهایات، ص ۳۴.
[3] طه عبدالرحمن، روح الحداثة المدخل الی تأسیس الحداثة الإسلامیة، ص ۴۷؛ الحداثة وموقفها من السنة، ص ۳۵.