لیکوال: م. فراهي توجګي
فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (دریمه برخه)
د فرانکفورت مکتب او انتقادي تیورۍ
په تېره برخه کې د انتقادي تیورۍ اصلي بنسټ اېښودونکي (لوکاچ او ګرامشي) معرفي شول او ومو ویل چې دواړه مفکرین سره له دې چې مارکسیستان ول، خو د «هیګل» او «ویبر» د افکارو او نظریاتو پر اساس یې مارکسیزم ته بیا کتنه وکړه.
انتقادي تیوري د فرانکفورت مکتب په نوم هم یادیږي؛ که څه هم دواړه مفاهیم مشابه ماناوې نه لري، خو په ځینو مواردو کې برابر ګڼل شوي دي. په حقیقت کې انتقادي تیوري د فرانکفورت مکتب یوه برخه ګڼل کېدای شي؛ ځکه د یاد مکتب تر عنوان لاندې نورې تیورۍ هم مطرح شوې دي.
د انقادي تیورۍ لپاره د فرانکفورت مکتب اصطلاح د څو دلیلو له مخې کارول شوې ده:
۱. د هورکهایمر په وینا انتقادي تیوري د سنتي تیورۍ په مقابل کې مطرح شوې ده، له همدې امله یې مسایل او موضوعات له هغو مسایلو او موضوعاتو سره توپیر لري چې په سنتي تیوریو کې مطرح شوي دي؛
۲. له مارکسیزم او پوزیتیویزم سره توپیر لري او پر مارکسیستي، اثباتي او تفسیري لیدلورو نیوکه لري.
انتقادي تیورۍ په دې دلیل د فرانکفورت مکتب تر عنوان لاندې رواج وموند چې د آلمان په فرانکفورت ښار کې رامنځته شوې او همدلته یې وده موندلې ده.[۱]
هېره دې نه وي چې د انتقادي تیورۍ لپاره تر هغې د فرانکفورت مکتب نوم نه و کارول شوی تر کومې چې د انستیتیوت غړي بېرته آلمان ته نه و راګرځېدلي.[۲]
د انتقادي تیورۍ د رامنځته کېدو عمده عوامل
الف: ټولنیز بستر
انتقادي تیوري د خپل وخت د بېلابېلو شرایطو تر اغېز لاندې وه؛ له همدې امله کله چې د دغو شرایطو او عواملو اغېز کم شو، نو یادې تیورۍ نوې بڼه خپله کړه او په پای کې له زوال سره مخ شوه.
په پانګواله ټولنه کې لاندې نوي بدلونونه د انتقادي تیورۍ عمده ټولنیز بنسټونه جوړوي:
۱. د څو ملیتي شرکتونو د انحصارګرایۍ د ودې په پایله کې د ملتونو لوټل کیدل؛
۲. د سیمهییزو دولتونو رامنځته کېدل او خپلواکي؛
۳. د ملي اقتصاد وده؛
۴. په ټولنیز ساختار کې بدلونونه، په ځانګړې ډول د ټولنیز حیثیت لوړوالی او د کارګرې طبقې د پوهاوي زیاتوالی؛
۵. د منځنۍ طبقې وده؛
۶. د ښياړخو سیاسي ګوندونو رامنځته کېدل؛
۷. د کیڼاړخو ګوندونو د سیاستونو ناکامي؛
۸. د محصلینو د رادیکالو سیاسي او ټولنیزو خوځښتونو وده؛
۹. په صنعتي هېوادونو کې د کارګرانو د انقلاب په اړه د مارکس د وړاندوینې ناسم ثابیتیدل او په مقابل کې یې له پانګوال نظام څخه د کارګرې طبقې دفاع: «مارکوزه باور لري چې په پرمختللو صنعتي ټولنو کې د انقلاب رامنځته کېدل که د کاپیتالیزم تابع وي او که د سوسیالیزم حتمي او ضروري چاره ده. د روښانفکرانو د ځپلو او د هغو کسانو لپاره چې د ټکنالوژۍ د پرمختګ تر اغېز لاندې راغلي د ښه ژوند د شرایطو د برابرولو هڅې بېګټې دي.»
مارکوزه د راتلونکي انقلاب سرچینه کارګران نه بولي. د ده په اند کارګرانو، بزګرانو او منځنیو طبقو ته باید له دې وروسته د ټولنې د انقلابي ځواکونو په سترګه ونه کتل شي؛ ځکه یادې ډلې په ټکنالوژیک نظام کې استحاله شوي دي او د معاشونو د لوړوالي او نسبي هوساینې له امله یې تسلیمۍ، رضا او سازګارۍ ته غاړه ایښې ده. ننني کارګران د منځنۍ طبقې (بورژوا) په پرتله د تفاهم او همکارۍ اړیکې لري او د پانګوال نظام د استثمار او ګټې اخېستنې په پراختیا کې برخه اخلي. کارګرې طبقې د تېرې ورځې آرمانونه هېر کړې دي.
په ټولنیزو شرایطو کې دا ډول بدلون د «کارګرې طبقې» په اړه د انتقادي تیورۍ د مفکرانو د بېلابېلو برداشتونو لامل شو. په لومړنیو پړاوونو په ځانګړي ډول د ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ لسیزو په موده کې په آلمان او نورو اروپایي هېوادونو کې تر ډېره پر کارګرې طبقې او کارګري خوځښتونه تکیه کیده. خو په وروستیو پړاوونو (۱۹۴۰ لسیزه او وروسته) پر کارګرې طبقې تکیه کمه شوه او پر ځای یې د عمومي لیدلوري پر بنسټ عمومي ټولنیزو مسایلو ته توجه زیاته شوه.
۱۰. د لوېدیځو ټولنو د لویو بدلونونو یو مهم اړخ له دولتي ساختار او اداري نظام سره تړاو لري. د شلمې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې په نړۍ کې ګڼ شمېر خپلواک دولتونه رامنځته شول چې هر یوه یې د خپلو ملي ګټو لپاره هلې ځلې کولې. له بلې خوا د اهدافو د ترلاسه کولو په موخه د بوروکراسۍ پراختیا او پر ابزاري عقلانیت ټینګار د ټولنیز نظام او روښانفکرانو جدي موضوع ګرځېدلې وه.
د (دولت او بوروکراسۍ) پدیدې په نولسمه پېړۍ کې چندان مطرح نه وې. له همدې امله د شلمې پېړۍ د لومړۍ نیمایي په پای او د دوهمې نیمایي په پیل کې د دولت او اقتصاد، دولت او کلتور، دولت او بوروکراسۍ، بوروکراسۍ او معرفت او دېته ورته د نورو اړخونو په پام کې نیولو اړتیا رامنځته شوه او همدې اړتیاوو د «دولتمحورۍ » او «عقلانیتپالنې» تیورۍ رامنځته کړې.
د انتقادي تیورۍ په رامنځته کېدو کې د ماکس ویبر رول
ماکس ویبر د مارکس ترڅنګ د پانګوالې ټولنې خپلواک تفسیر وړاندې کړی دی. د ټولنې په اړه د ماکس ویبر تیوري پر څو اساسي اصولو ولاړه ده:
۱. د ویبر له نظره د ټولنپوهنې د مطالعې اصلي موضوع «ټولنیز عمل» دی چې د تفسیري-تفهمي میتود له لارې څېړل کېږي.
۲. ټولنیز واقعیت د ټولنیزو مسايلو له څیړوونکي څخه بېل دی، په ټولنیزو څېړنو کې باید ایډیالوژي او ارزښتونه ورګډ نشي، او په مستقل ډول باید وڅیړل شي.
۳. د مدرنې ټولنې د جوړښتونو او ټولنیزو اړیکو د څېړلو په برخه کې اقتدار مهم رول لري. ماکس ویبر درې ډوله اقتدار مطرح کوي: سنتي، کاریزماتیک او قانوني. په مدرنه ټولنه کې د اقتدار غالبه بڼه قانوني اقتدار دی چې د بوروکراسۍ او عقلانیت له لارې تشریح او تبیین کېدای شي.
۴. رسمي او قانوني عقلانیت د علمي، نظري او ذاتي عقلانیتونو په وړاندې دریږي، عامه او غیرشخصي بڼه لري. دا ډول عقلانیت د مدرنو او سنتي ټولنو ترمنځ د توپیر نقطه ده. ویبر د رسمي عقلانیت لپاره شپږ ځانګړنې بیان کړي دي: محاسبه، وړاندوینه، کنټرول، د انسان پر ځای د ټکنالوژۍ ځای پر ځای کېدل، ګټورتیا او غیرعقلاني پایلې.
رسمي او قانوني عقلانیت د نوي بوروکراتیک نظام غالبه بڼه ده چې د انسان حاکمیت ته د پای ټکی ږدي او ټکنالوژیک حاکمیت یې ځای نیسي. ټکنالوژي ورځ تر بلې پر انسان او ټولنه حاکمیږي، تر دې چې د انسان او ټولنې لپاره د تېښتې هېڅ لاره نه پاتې کېږي. له همدې امله ماکس ویبر دې حالت ته د «اوسپنیز قفس» (قفس آهنین) نوم ورکړی دی.
هورکهایمر، آدورنو، مارکوزه او هابرماس د ماکس ویبر تر اغېز لاندې راغلل او هڅه یې وکړه چې د مارکس، ویبر او فروید د نظریاتو یو ډول ترکیب رامنځته کړي. دوی د ماکس ویبر له نظریاتو په استفادې پانګوالې ټولنې په فکري او ساختاري لحاظ تر نقد لاندې راوستې. د منفي او بدبینانه لیدلوري وړاندې کول، د ټکنالوژۍ او صنعتي کلتور حاکمیت، بوروکراسي، ټکنالوژیکي عقلانیت او د تاریخي لیدلوري ردول د فرانکفورت مکتب هغه موارد دي چې د ویبر له نظریاتو اغېزمن شوي دي.
د ماکس ویبر د فکر او د انتقادي تیورۍ تر منځ عمده ګډ ټکي دا دي:
۱. پر ټکنالوژیکي عقلانیت باور؛
۲. د مدرنې نړۍ پر وړاندې بدبینانه لیدلوری؛ ځکه پر مدرنې نړۍ ټکنالوژیکي عقلانیت حاکم دی او د نفې په برخه کې یې هېڅ مقاوم ځواک شتون نه لري. مارکوزه په خپل کتاب «انسان تکساحتي» کې څرګندوي: د پانګوالې ټولنې دوه اصلي طبقې، یعنې بورژوازي او صنعتي کارګران چې د ټولنې اغېزمن کارګمارونکي وو له منځه تللې دي، نور نو هېڅ ځانګړی طبقاتی تسلط شتون نه لري. پر ځای یې سلطه د غیرشخصي ځواک (علمي-ټکنالوژیکي عقلانیت) له لارې چې د ډلهییز مصرف پایله ده او د تولید بهیر تنظیموي، عملي کېږي.
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[۱]. آزاد ارمکي، ۱۳۷۶، ص: ۱۳۳.
[2]. باتومور، ۱۳۷۰، ص: ۱۴.