Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قرآن تلپاتې معجزه (دېرشمه برخه)
اسلام شنبه _6 _سپتمبر _2025AH 6-9-2025AD

قرآن تلپاتې معجزه (دېرشمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ډاکټر نور محمد محبي
قرآن تلپاتې معجزه (دېرشمه برخه)
په پاملرنه او عادت منلو کې د مغز ونډه
الله جل جلاله په قرآن کریم کې فرمایي: وَءَاتَىٰكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلۡتُمُوهُۚ وَإِن تَعُدُّواْ نِعۡمَتَ ٱللَّهِ لَا تُحۡصُوهَآۗ[ سورت ابراهیم:  ۳۴] ژباړه: او ټول هغه څه چې تاسې وغوښتل، درکړل شوه، که تاسې وغواړئ چې د الله جل جلاله نعمتونه وشمېرئ نو شمېرلی یې نه شئ.
په دې آیت کې، د ” نعَم” (جمع) کلمې پر ځای، د “نعم” (مفرد) کلمې چې د یوه نعمت د عظمت او ارزښت ښودلو لپاره کارول شوې ده، یعني که یو څوک خپل ژوند د یو نعمت د ارزښت شمېرلو ته وقف کړي، نو هغه به یې ونه شي شمېرلی او که هغه یې ونه شي شمېرلی، نو هغه به نور هم د هغې نعمت د شکر کولو توان ونه لري.
د خدای پاک له لویو نعمتونو څخه یو د “انسان مغز” دی، چې په یو پیچلی او حیرانونکی جوړښت سره خدای پاک په انسان کې ځای پر ځای کړی دی. په دې برخه کې به موږ د انساني مغز دوې مهمې وړتیاوې وڅېړو: “توجه/ پاملرنه” او “عادت منل”، چې دواړه د خدای پاک له پټ نعمتونو (هغه نعمتونه چې شتوالی یې نه ښکاري) دي چې انسانانو ته یې ورکوي، چې د دې نعمتونو په نشتوالی سره انساني ژوند په دوزخ بدلېږي.
پاملرنه: په شعوري ډول په یوه موضوع تمرکز کول
پاملرنه یا توجه: د مغز هغه وړتیا ده چې د بې شمیره حسي معلوماتو په منځ کې په یو ځانګړي محرک تمرکز کوي. چې دا وړتیا انسانانو ته دا توان ورکوي څو فکر وکړي، زده کړي او په اغېزناکه توګه کار وکړي. پوهانو دې پدیدې ته “انتخابي پوهاوی” یا (Selective Attention) وايي.
یو تجربوي مثال: که تاسې د غږ ریکارډر په یوې داسې کړکۍ کې کېږدئ چې سړک لور ته خلاصېږي او په همدې وخت کې د کورنۍ له یو غړي سره د نیم ساعت لپاره په یوې مفصلې او حساسې موضوع خبرې وکړئ، بیا له هغې وپوښتئ چې په دې وخت کې چې ما او تا خبرې کولې په سړک څه پېښ شول، هغه کېدای شي ووایی: “ما هېڅ نه دي اورېدلي.” خو کله چې تاسې ثبت شوی ریکارډ وغږوئ، تاسې به داسې غږونه واورئ لکه چیغې، شور، غالمغال، په کراچیو کې د لاسي سودا پلورونکو غږونه او مختلفې صحنې.
دلته څه شوي دي؟ غږ اورېدل کېږي، د غوږ پرده لړزېږي یا وهل کېږي او مغز ته لېږدول کېږي، خو مغز هغې ته پاملرنه نه کوي. دا د مغز وړتیا ده چې په یوه شی تمرکز وکړي او نور محرکاتو ته پام ونه کړي.
دوامداره پاملرنه
ځینې وختونه مغز د اوږدې مودې لپاره په ځینو محرکاتو تمرکز کوي، لکه ماشوم ته شیدې ورکوونکې مور چې د ټولو لوړ غږونو او غالمغال په منځ کې د خپل ماشوم د ژړا په غږ له خوبه راویښیږي، یا یو موټروان چې د خپل موټر یو غیر معمولي غږ واوري او سمدلاسه په خپل موټر کې یوه ستونزه وویني. دا ټول مثالونه د پاملرنې د یوې پرمختللی بڼې استازیتوب کوي چې “دوامداره پاملرنه” ورته ویل کېږي.
عادت منل: د تکراري هڅونو له پامه غورځول
د پاملرنې برعکس، “عادت منل” د مغز هغه وړتیا ده چې هغه محرکات له پامه غورځوي چې تکرارېږي خو مهم او اړین نه دي. د دې وړتیا پرته، به انسانان د فابریکو، هوایی ډګرونو، یا سړکونو ته نږدې په څېر شورماشور چاپیریال کې عادي ژوند ونه شي کړی.
مثالونه: یو کاریګر چې په یوه داسې فابریکه کې کار کوي چې د موټر او نورو غږونو ډکه وي، نوموړی د دې غږونو سره عادت کېږي او یوازې هغه وخت ویښېږي چې کله موټر په ناڅاپي ډول ګل شي.
هغه څوک چې هوايي ډګر ته نږدې ژوند کوي د الوتکو غږ ته پام نه کوي، خو د ځینو ناڅاپي غږونو سره بیا غبرګون ښیې.
د انسان مغز، د یوه داسې بهیر له لارې چې لا هم ‌پوهانو ته په بشپړ ډول نه دی روښانه شوی، دا تکراري محرکات ځپي او نه پرېږدي چې د دغو محرکاتو د توجه یا پاملرنې مرکز ته ځان ورسوي. چې دا همغه د ( په عادت د روږدي کېدلو(Habituation) ځانګړتیا ده.
د پاملرنې او عادت منلو همغږي
دا دوې وړتیاوې، سره له دې چې په خپل منځ کې سره ښکاره تضاد لري، خو بیا هم یوځای کار کوي، څو انسان ته دا توان ورکړي چې تمرکز وکړي او خپل ذهن په یوه پیچلې نړۍ کې چې د مختلفو محرکاتو څخه ډکه ده، له ګډوډۍ څخه پاک وساتي.
پاملرنه یا توجه مغز ته دا توان ورکوي چې په هغه څه ډېر تمرکز وکړي چې مهم دي او عادت منل له مغز څخه د غیر ضروري شورماشور په مقابل کې ساتنه کوي.
لنډه دا چې، د مغز د دې دوو وړتیاوو پرته ژوند به له ګډوډۍ، د تمرکز له نشتوالی او دوامداره کړاو پرته بل څه نه وي. دواړه د الله جل جلاله بېساري نعمتونه دي. د همدې نعمتونو  ځینې کوچنۍ برخې دي چې خدای پاک په سوره ابراهیم کې ترې داسې یادونه کوي: وَءَاتَىٰكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلۡتُمُوهُۚ وَإِن تَعُدُّواْ نِعۡمَتَ ٱللَّهِ لَا تُحۡصُوهَآۗ [ابراهیم: ۳۴] ژباړه: او هغه ټول هغه څه چې تاسو وغوښتل درکړل، که تاسې وغواړئ چې د الله جل جلاله نعمتونه وشمېرئ، نو شمېرلی یې نه شئ.
کوچنی مغز: د بدن د حرکاتو د همغږۍ مرکز
 کوچنی مغز یا (Cerebellum) د مغز هغه برخه ده چې لږ پام ورته کېږي، خو د انسان په ژوند کې حیاتي او حیرانونکی رول لري. د مغز دا کوچنۍ برخه، چې شاوخوا ۱۵۰ ګرامه وزن لري، د هغه څه په پرتله ډېر کار کوي، کوم چې تصور یې کېږي.
اصلي دنده
پوهانو د ګڼ شمېر تجربو له لارې موندلي چې کوچنی مغز د “د بدن د حرکتونو همغږی کوونکی” مرکز دی. د کوچني مغز پوښ یا قشر برعکس، چې په ذهني فعالیتونو کې مهم رول لري، کوچنی مغز په فکري تحلیل او شننه کې کوم رول نه لوبوي، بلکې دا حرکتي دندې لکه ولاړېدل، ګرځېدل، د یو شي نیول او توازن ساتل تنظیموي.
مثال: کله چې مغز د موټر د دروازې د خلاصولو امر ورکوي، دا کوچنی مغز دی چې دا محاسبه وکړي چې د دې کار د ترسره کولو لپاره څومره ځواک یا انرژي ته اړتیا ده. لکه څنګه چې یو ساختماني انجنیر د ودانۍ پلان جوړوي او یو تخنیکي انجینر بیا تخنیکي محاسبه کوي، کوچنی مغز هم د بدن د حرکتونو د ترسره کولو لپاره د اړینې او دقیقې محاسبې مسوولیت لري.([1])
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

[1] موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، صـ 115-118.

Previous Articleقرآن تلپاتې معجزه (نهه ویشتمه برخه)
Next Article د «دروزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۰)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۵۹)

شنبه _31 _جنوري _2026AH 31-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰) سریزه موږ په تېره برخه کې…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD4 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹) سریزه د دې لپاره…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې د…

نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.