Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوېښتمه برخه)
اسلامي تمدن دوشنبه _21 _جولای _2025AH 21-7-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوېښتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول

څلوېښتمه برخه

هواپېژندنه (المتيورولوجيا)
د اسلامي تمدن د طلايي دورې په اوږدو کې مسلمانو پوهانو د ځمک‌پېژندنې او هواپېژندنې (متيورولوجي) په برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. هغوی د طبیعي پدیدو د دقیقو مشاهداتو له لارې، د ځمک‌پېژندنې او د فضا د بهیرونو ژور درک ترلاسه کړ، چې ډېر یې له اوسنیو عصري علمي موندنو سره همغږي لري.
مسلمانو پوهانو د هواپېژندنې علم ته د «علم الآثار العلوية» نوم ورکړی و او دوی د فضا، حرارت، چګوالي، بادونو او وريځو څېړنه کوله. هغوی د تودوخې ټيټې درجې د بېلابېلو کچو په توګه وېشلې وې، لکه: «برد»، «قر»، «زمهرير»، «صقعة»، «صر» او «أريز». همداراز یې د تودخې ړ لوړې درجې لپاره یې د «حر»، «حرور»، «قيظ»، «هاجرة» او «فيح» اصطلاحات کارول.
مسلمانانو پوهانو بادونه د لوري او ځانګړتیاوو پر بنسټ نومولي وو؛ لکه: الشمال (د شمالي لورې باد)، الجنوب (د جنوبي لورې باد)، الصبا (د ختيځ له لورې)، الدبور (د لوېديځه له لورې)، الصرصر (يخ باد) او السموم (ګرم باد). د وريځو لپاره یې هم ځانګړي اصطلاحات کارول، لکه: الغمام، المزن (سپینه باراني ورېځ)، السحاب، العارض، الدیمة او الرباب. [۱]
دا وېش او دقيقې مشاهدې د جاري پدیدو په اړه او د مسلمان پوهانو ژور درک څرګندوي، او په ډاګه کوي چې دوی هڅه کوله یادې پدیدې په علمي توګه طبقه‌بندي کړي او ویې څېړي.
همداراز مسلمانانو د وريځو لپاره داسې نومونه هم غوره کړي وو چې د وريځو د جوړېدو پر پړاوونو او برخو دلالت کوي؛ د بېلګې په توګه: الغمام او المزن، چې سپینې باراني وريځې دي، او همداراز: السحاب، العارض، الدیمة، او الرباب. د وريځو په برخه کې کولای شو له «الهیدب» څخه یادونه وکړو چې تر ټولو لاندې واقع ده.له دې پورته «الکفاف» دی، ورپسې «الرحا» دی چې د وريځو منځنۍ حلقه یا شاوخوا برخه ښيي، او «الخنذیذ» د وريځو تر ټولو لیرې څنډه ده. د ورېځو تر ټولو لوړه برخه یې «البواسق» نومولې ده.
همداراز هغه اوبه چې له اسمانه را اوري یا د حرارت د کمښت له امله راټولېږي، مسلمانانو ځانګړي نومونه ورته ټاکلي دي، لکه: القطر، الندى، السدى (د شپې شبنم)، الضباب، الطل، الغیث، الرذاذ، الوابل، الهاطل، او الهتون.
ابن سینا او اخوان الصفا یاد ټول مفاهیم په تفصیل سره تشریح کړي دي.[۲]
د احافیر علم (د فسیلونو پېژندنه)
ځینو مسلمانو پوهانو د ځمکې د عمر د مطالعې په ترڅ کې د احافیرو (فسیلونو) څېړنې ته مخه کړې وه، او په خپلو دلایلو کې یې پر وچو سیمو د سمندرونو بَدلېدو ته اشاره کړې ده.
البیروني په خپل مشهور اثر «تحدید نهایات الأماكن لتصحیح مسافات المساكن» کې استدلال کوي چې د جزیرة‌العرب سیمه پخوا تر سمندر لاندې وه، او د وخت په تېرېدو او د ځمک‌پېژندنې دورو په اوږدو کې له اوبو راوتلې ده.
نوموړی وایي: که څوک په دغو سیمو کې یو حوض یا کوهی وکيندي، نو داسې ډبرې به ومومي چې که ماتې شي، له منځه به یې صدفونه او سمندري حلزونونه راووزي. په بله وینا: عربي سیمې پخوا د سمندر برخه وې او اوس د رسوباتو په مرسته پټې شوې دي.
د دې موضوع نښې له دې لارې هم څرګندیږي چې کله یو څوګ کوهی یا حوض وکيندي، نو له هغو ځایونو څخه د خاورې، شګو، وړو ډبرو، او ان د خټو، ښیښې او د هډوکو پوړونه راووځي؛ چې دا تصادفي ښخېدنه نه ده، بلکې داسې ډبرې پکې موندل کیږي چې د ماتېدو پر مهال یې له دننه څخه د صدفونو، سمندري حلزونونو یا هغه څه چې «غوږ‌ماهي» بلل کیږي پاتې شونې راووځي. [۳]
دلته البیروني د “فسیلونو” یا احافیرو یادونه کوي؛ یعنې د ژوندیو موجوداتو پاتې شوني یا د هغوی قالبونه چې د وخت په تېرېدو سره د ډبرو دننه خوندي پاتې شوي وي. البیروني د همدې شواهدو پر بنسټ دا پایله اخلي چې ځینې هغه سیمې چې اوس وچې دي، پخوا تر آوبو لاندې وې.
ابن سینا هم البیروني ته ورته نظر لري. دی باور لري چې په وچه کې د سمندري ژویو د فسیلونو شتون دا په ډاګه کوي چې دا سیمې پخوا تر اوبو لاندې وې. هغه په خپل اثر «الشفاء» کې لیکي: «ممکنه ده چې دا سیمه په لرغونو زمانو کې آباد نه وه او تر سمندري اوبو لاندې پرته وه. کله چې له اوبو راووته، نو د وخت په تېرېدو سره ورو ورو په ډبرو بدله شوه. دا بهیر په داسې زمانو کې رامنځته شوی چې دقیق تاریخ یې ثبتول ناشوني دي، یا دا بدلون تر سمندر لاندې د شدیدې تودوخې له امله رامنځته شوی دی. خو تر ټولو زیات احتمال دا دی چې کله سیمه له اوبو راووته، نو د هغې د خاورې د چسپناکې ځانګړتیا له امله د ډبرکېدنې بهیر پیل شو. ځکه ډېر وخت کله چې ډبرې ماتیږي، دننه یې د سمندري ژویو لکه صدفونو او نورو ژویو نښې راڅرګندیږي.» [۴]
ابن سینا زیاتوي: «که دا خبره رښتیا وي چې نباتات او حیوانات په ډبرو بدلېدلی شي، نو علت یې ښايي دا وي چې په ځینو سمندري سیمو کې د ځمکې د معدني قوې شدید اثر دې دا بدلون رامنځته کړی وي، یا دا چې د زلزلو او ځمکې د کېناستو  له امله دې د ځمکې یوه برخه له بلې برخې څخه په ناڅاپي ډول جلا شوې وي او پر ډبرو د بدلیدو بهیر دې یې رامنځته کړی وي.» [۵]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ: 321.

[۲] د اخوان الصفا یوه رساله چې د رسالة الآثار العلویة په نوم یادیږي، همدا موضوع څېړلې او تفصیل یې وړاندې کړی.

[۳] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ: 322.

[۴] تطور الفکر العلمی عند المسلمين، مخ: 263.

[۵] هماغه منبع: تطور الفکر العلمی عند المسلمين، مخ: 263.

Previous Articleپه معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (لومړۍ برخه)
Next Article قرآن؛ تلپاتې معجزه (لسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (نهه‌دیرشمه برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اووه‌ دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

لیبرالیزم

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (دوهمه برخه)

دوشنبه _21 _جولای _2025AH 21-7-2025AD0 Views

لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه دوهمه برخه د…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (پنځلسمه برخه)

دوشنبه _21 _جولای _2025AH 21-7-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه پنځلسمه برخه په تېر…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (شپږدېرشمه برخه)

دوشنبه _21 _جولای _2025AH 21-7-2025AD0 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه شپږدېرشمه برخه د نفس ساتنه…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (لسمه برخه)

دوشنبه _21 _جولای _2025AH 21-7-2025AD1 Views

لیکوال: دکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه لسمه برخه د قرآنکریم بلاغت د قرآنکریم بلاغي…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (دوهمه برخه)

دوشنبه _21 _جولای _2025AH 21-7-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (پنځلسمه برخه)

دوشنبه _21 _جولای _2025AH 21-7-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.