
لیکوال: مفتي نورمحمد محبي
قران؛ تلپاتي معجزه
اتمه برخه
د کلمو او ویونو (لغتونو) په انتخاب کې د قران اعجاز
له بلاغي، ژبپوهنېز او مانیز اړخه د قران څېړنه؛
قران د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تلپاتې معجزې په حیث، یوازې د محتوا له اړخه نه، بلکې د بنې او ژبني جوړښت له اړخه هم له اعجازونو ډک دی او د دې اعجاز یوه مهمه ځانګړنه د کلمو په انتخاب کې نهايي دقت دی او هره کلمه په خپل مناسب ځای کې استعمال شوې ده.
د قران د ویونو د څېړلو وروسته څرګندیږي، چې دې الهي کتاب کې ان په ښکاره متراف الفاظ هم د معنايي، سبکي، حسي او سیاقي توپیرونو پر اساس پکې دقت شوی او په خپلو مناسبو ځایونو کې ترتیب شوي. لکه؛ د – جاء او أتی – نور او ضیاء او یا هم د – قتل او ذبح – کلمې چې نه یوازې ظریف لغوي توپیرونه لري، تر څنګ یې د ایتونو په جوړښت کې ځانګړې معنا افاده کوي، چې دا جوړښت یوازې د قران په توان کې دی.
دا دقت او هماهنګي له یوه لوري د کلمات په انتخاب کې تصادف نفي کوي او له بل لوري دا څرګندوي، چې قران د بشریت له توان څخه لوړ کتاب دی، چې غوره مانیز او جوړښتیز ترکیبونه لري.
دلته د قران د مفرداتو اعجاز ته کتنه کوو او د څو نمونو په راوړلو سره هڅه کوو، چې د نږدې معنا لرونکي ویونو د انتخاب تحلیل وکړو، تر څو مو د قران د اعجاز پېژندنې په برخه کې یو بل ګام اخیستی وي.
په قران کې د مترادفو کلمو توپیر
قران کریم په دقت سره د مترادفو کلمو ترمنځ توپیر کړی، چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کیږي؛
– د ـزړه او فؤاد) کلمې دواړې په قرانکریم کې راغلي دي، خو؛
• قلب – تر ډېره د درک مرکز او تعقل ته اشاره کوي.
• فؤاد – بیا تر ډېره قوي عاطفي حالتونو ته استفاده شوی دی، چې په داخلي درد، غم یا هم شدیدې علاقې دلالت کوي. د نمونې په ډول: ﴿وَأَصْبَحَ فُؤَادُ أُمِّ مُوسَىٰ فَارِغًا – قصص: 10] ۰ دلته د – فؤاد- کلمه ځکه استعمال شوې، چې حالت احساسي او شدید عاطفي منظر دی.
– د – رأی او أبصر – کلمې
• رأی – کلمه د درک، تفکر او ذهني ادراک لپاره استفاده شوې.
• أبصر – بیا د سترګو لید ته ځانګړې شوې کلمه ده.
قران د کلماتو په مخته او وروسته کولو کې زیات دقت کړی او په مناسبو ځایونو کې یې استعمال کړې دي.
د ایت له عاطفې او رواني حالت سره د کلماتو همغږي
د ﴿فَأَنجَیْنَاهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا ٱمْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ ٱلْغَٰبِرِینَ﴾ [اعراف: ۸۳] کې د -غابرین – کلمه د شاته پاتې – په معنا ده او دلته د دې کلمې پر ځای – هالکین – هم استفاده کېدای شوه، خو د غابر کلمه د خلاصون لور ته له حرکت څخه د شاته پاته کېدو انځور وړاندې کوي، یوازې هلاکت نندراې ته نه ږدي.
د کلماتو د تکرار او نه تکرار اعجاز
موخه ییز تکرار
د – الرحمن – کلمه په قرانکریم کې ۵۷ ځلې راغلې او د – الرحیم – کلمه بیا ۱۱۴ ځلې، چې خپلې ځانګړې معناوې لري. الرحمن په دنیا کې د عام رحمت په معنی دی په داسې حال کې چې الرحیم په اخرت کې د ځانګړې رحمت معنی ورکوي.
له بې ځایه تکرار څخه پرهېز
په قران کې هېڅ یوه کلمه هم د وزن د پوره کولو او یا هم د قافیې د جوړولو لپاره نه ده راغلې، بلکې هر تکرار د یوې موخې او د معنی د زیاتولو لپاره راغلې.
د رایجو (کلیشه) کلمو پر ځای د نوو کلماتو استعال
قران کله نا کله له داسې کلمو څخه استفاده کوي، چې تر ډېره د عربو په ورځنۍ محاوره کې نه وې رایجې، خو ځانګړې معنايي او ژنبنیزه ښکلا لري. لکه؛ (فَسُبْحَانَ ٱللَّهِ حِینَ تُمْسُونَ وَحِینَ تُصْبِحُونَ﴾ [روم: ۱۷]
د – تمسون او تصبحون – کلمې په عربو کې د رایجو کلماتو پرځای استعمال شوي او ایت ته یې ځانګړی موسیقیت ورته کری.
په قران کې د یو بل پر ځای د کلمات د اېښودو ناممکنتیا
په ډېریو مواردو کې که چېرته په کوم ځای کې د یوې کلمې مترادفه کلمه هم راشي، نو ایت د مانیز، موسیقیز او یا هم بلاغي ګډوډۍ سره مخ کیږي، مثلا:
﴿وَجَاءَ رَبُّكَ وَٱلْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا﴾ [فجر: ۲۲] که چېرته د – جاء – پر ځای – أتی – کلمه راشي، نو هغه د الهي مجئت بلاکیف له جلاله ډکه صحنې انځور کمزوری کیږي.
دقیقه معنايي همغږي
قران کریم د کلماتو په استعمال کې ډېر زیات دقت لري، کلمې له معنايي بار سره د یو بل پر څنګ کې تنظیم شوې دي؛ تَتَجَافَىٰ جُنُوبُهُمْ عَنِ ٱلْمَضَاجِعِ﴾ [سجده: ۱۶]
د – تتجافي – لفظ دقیق ترکیب یعنې له په ارادي او سخت ډول ځان لیرې کول، المضاجع چې د خوب ځای ته وايي او اشاره یې د مؤمنانو شپنیو عبادتونو ته ده.
په بېلابېلو سیاقونو کې د کلماتو د راتګ تحلیل
د انسان او بشر – کلمې
– بشر – تر ډېره د انساني جسماني او بدني ماهیت افاده کوي.
– انسان – بیا عقلانیت ته اشاره کوي.
مثلا: : ﴿إِنَّ ٱلْإِنسَـٰنَ لَفِى خُسْرٍ﴾ [عصر: ۲] دلته نه دي ویل شوي – البشر – ځکه خبره د مسؤلیت او عقلي میسر په لاره کې د زیان خبره ده.
د ادم علیه السلام په خلقت کې «نَفَخَ» چې په دې ﴿فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي﴾ [ص: ۷۲] ایت کې راغلې،
په مخامخ او شعوري ور پو کولو باندې دلالت کوي، نه دا چې یوازې د ورکولو معنی ورکړي.
په دې کلمې سره د انسان کرامت او له خپلې الهي مبدأ سره روحې اړیکې څرګندیږي.
په قران کې د منتخبو اعجازي کلماتو( مفرداتو) لیست
د کلماتو – ویونو – مقایسه آیت معنايي توپیر په قران کې د انتخابېدو دلیل
جاء / أتى الفجر، ۲۲ جاء – له هیبته ډک او صحنې بدلون
أتی – معمولي راتګ د اخرت په ورځې له جلاله ډک الهي مجئت، چې له – أتی – څخه دقیق دی.
نور / ضیاء یونس، ۵ ضیاء – ذاتي نور
نور – منعکس نور لمر – ضیاء- خپل نور لري، د سپوږمۍ رڼا نور دی.
قتل / ذبح البقرة،۷۱ ذبح – قرباني کول – حلالول
قتل – عام وژل د غوا په کیسه کې – ذبح – لفظ ډېر دقیق دی، ځکه قرباني ده.
خشیت / خوف فاطر، ۲۸ خشیت – د پېژندنې له مخې وېره
خوب – عمومي وېره عالمان د خدای له پېژندو وروسته وېریږي، نو ځکه خشیت راغلی.
نسيان / سهو التوبة، ۶۷ نسیان – قصدي ترک
سهو – په هېره سره ترک هدف یې د خدای هېرول دي، نو نیسان دقیقه کلمه ده.
زوج / امرأة البقرة، ۳۵ / القصص، ۹ زوج – کامل واده
امرأة – میرمنه، واده ده، د اشارې نشتون غیر دیني یا ناقصه رابطه – فرعون سره د امراة لفظ راغلی.
قعد / جلس التوبة، ۸۳ قعد – له امتناع سره کښېناستل
جلس – عادي کېناستل قعد – له مسؤلیت څخه ځان اېستل.
عذاب / بأس غافر، ۸۴ بأس – ناببره او سخت عذاب
عذاب – هر ډول جزا د الهي ناببره عذاب د توصیف لپاره، بأس ډېر مناسب دی.
سأل / دعا البقرة، ۱۸۶ سأل – عادي غوښتنه
دعا – زارۍ او عاجزي د خدای له لوري له بنده ګانو څخه پوښتنه د سوال او اجابت پر دعا دی.
نظر / رأى الصافات،۸۸ نظر – تفکري لید
رأی – ظاهر لید ابراهیم په تفکر سره ستورو ته وکتل، عادي دید نه وو.
كتم / أخفى البقرة، ۲۸۳ کتم – په ښکاره پټول
أخفی – داخلي پټول د ګواهي پټول بهرنۍ کړنه ده، نو ځکه ورته د کتم لفظ استعمال شوی.
فؤاد / قلب النجم، ۱۱ فؤاد – د زړه احساسي حالت
قلب – د فکر او احساس مرکز د ژورې روحاني تجربې درک لپاره فؤاد مناسب دی.
په عربي کې له مرګ او د روح له قبض سره تړلي کلمات
د «مرګ» او «روح اخیستلو» سره تړلي لغات په عربي ژبه او قرآن کریم کې یو له خورا روښانه بېلګو څخه ده چې د کلماتو اعجاز څرګندوي؛ ځکه قرآن کریم د څو مترادفو کلمو له منځه، هر وخت هغه کلمه غوره کړې چې د آيت د سیاق، د بیان د مقام او د وحیې او بلاغت له ژبني جوړښت سره بشپړه همغږي لري.
په پخوانۍ عربي ژبه کې څو داسې لغاتونه شته چې د «مرګ» یا «روح اخیستلو» مانا لري، خو قرآن کریم زیاتره وخت د «توفّى» له کلمې کار اخلي، نه د «مات» یا «قبض» څخه او دا انتخاب د معنا، فصاحت او بلاغت له پلوه ډېر ژور اهمیت لري.
د «توفّى» رېښه او لغوي مانا:
«توفّى» اصلاً دا معنا لري چې یو شی په بشپړه او پوره توګه واخیستل شي. دا کلمه د «تفعّل» له باب څخه ده، چې په تدریجي او مکمل عمل دلالت کوي. په لغوي فرهنګونو کې راغلي دي: «توفاه الله: أتمّ قبض روحه واستيفاء أجله». یعنې: الله تعالی د هغه روح په بشپړه توګه واخیست، کله چې د هغه عمر پوره شو.
ولې قران د توفي له کلمې استفادې کړې؟
په لاندې جدول کې دې پوښتنې ته لس ځوابونه ویل شوې دي؛
دلیل توضیح
۱د خدای یا د الهي ملائکې لهخوا د اختیار سره عمل څرګندوي. «توفّى» د یو دقیق، سنجول شوي او هدفمند عمل څرګندونه کوي، نه یوازې یو طبیعي یا ناڅاپي مرګ.
د انسان د مقام درناوی او تجلیل د «توفّى» کارول دا ښيي چې د روح اخیستل له نظم، حکمت او د ځانګړو مامورینو (ملایکو) لهخوا ترسره کېږي.
د معنا پراخوالی (هم جسم او هم روح ته اشاره لري). «توفّى» د یو څه په بشپړه توګه اخیستلو مانا لري، چې هم روح او کله ناکله بدن هم رانغاړي (که مرګ وي یا خوب).
د مرګ او خوب تر منځ توپیر ته اشاره. په ځینو آیتونو کې «توفّى» د خوب لپاره هم کارول شوې، ځکه په خوب کې هم روح موقتي ډول بېرته اخیستل کېږي.
ولې د انسان د مرګ لپاره په قرآن کې د «مات» کلمه نه ده کارول شوې؟
• د «مات» کلمه یوازې په محدودو مواردو کې، هغه هم د پیغمبرانو (علیهمالسلام) یا پخوانیو قومونو په اړه کارول شوې او زیاتره وخت د اسم په بڼه لکه «بعد موتها» (د هغې له مرګه وروسته) راغلې ده، نه د فعل په بڼه چې د روح اخیستلو پېښه تشریح کړي.
• «مات» یوه داسې معنا لري چې پکې د بېاختیاري، تصادفي او طبیعي مرګ مفهوم نغښتی وي، حال دا چې قرآن کریم مرګ یوه دقیقه، موخهلرونکې او د الهي نظم لاندې پېښه ګڼي. له همدې امله، قرآن د مرګ د بیان لپاره د «توفّى» کلمه کاروي.
دوام لري…