د دې ترڅنګ قرآن کریم ځینې داسې علمي حقایق بیان کړي دي چې پرته له دې چې په فزیک او نجوم کې پراخ علم ولري څوک یې نه شي درک کولی او نه هم کولی شي توضیح یې کړي. همدا چاره د دې لامل شو چې مسلمانان دې علم ته خاصه توجه وکړي.
د ستورپوهنې د ودې په پیل کې مسلمانان د پخوانیو تمدنونو له علمي آثارو سره آشنا شول. په لومړیو کې یې د یونانیانو، کلدانیانو، سریانیانو، فارس و هندیانو نجومي کتابونه وژباړل. لومړنی کتاب چې مسلمانانو وژباړه، د «مفاتیح النجوم» په نوم و، چې د «هرمس حکیم» له خوا لیکل شوی و، او له یوناني څخه عربي ته وژباړل شو. دا ژباړه د اموي خلافت په وروستیو کې ترسره شوه.
ځینې نور مهم نجومي کتابونه چې له یوناني څخه عربي ته ژباړل شوي د ستورو د حرکت او نجوم په اړه د بطلمیوس د «المجسطی» کتاب و، ددې کتاب ژباړه د عباسیانو په دوره کې ترسره شوه.
په عباسي دوره کې د «موسی بن شاکر» د اولادونو په نوم درې کسان د ستورپوهنې په علم کې مشهور شول. موسی بن شاکر یو ستورپوه و چې د خلیفه مأمون په دربار کې یې کار کاوه. د هغه تر مړینې وروسته، مأمون د ده د زامنو سرپرستي وکړه او هغوی یې د «یحیی بن ابی منصور» په نوم ستورپوه ته وسپارل.
په همدې موده کې الخوارزمي د بغداد د بیتالحکمه په مرکز کې د بطلمیوس تېروتنې اصلاح کولې. کله چې د موسی بن شاکر زامن لوی شول، محمد بن موسی بن شاکر په ستورپوهنه کې ډېر مشهور شو. مأمون د خپلو ستورپوهانو لپاره د بغداد په لوړه سیمه، «دربالشمّاسیه» ته نږدې، ځانګړی کور جوړ کړ، تر څو دقیق علمي رصدونه ترسره کړي او د پام وړ اندازهګیري وکړي. دا اندازهګیري وروسته د «جُنديسابور» او درې کاله وروسته له دمشق سره نږدې د «قاسیون» په غره کې له ترسره شویو رصدونو سره پرتله کېدلې.
مأمون د محمد بن موسی بن شاکر تر مشرۍ لاندې د ستورپوهانو یوه ډله وګومارله تر څو آسماني اجرام مشاهده کړي او د خپلو مشاهداتو پایلې ثبت کړي. د دوی هدف دا و چې د بطلمیوس مشاهدات تایید کړي او د لمر په اړه څېړنې ترسره کړي. هغوی د ځمکې د درجو د اندازه کولو لپاره کروي ځمکه بنسټ وټاکه، او د لمر موقعیت یې هممهاله د «تدمر» او «سنجار» له سیمو وڅارلو.
دغه مشاهدې هغوی ته دا زمینه برابره کړه چې د درجې اندازه ۵۶ مایله او د دوه پر درېیم مایل له مخې تخمین کړي، چې دا اندازه له نني تخمین څخه شاوخوا نیم مایل زیاته ده. د همدې نتایجو پر بنسټ هغوی د ځمکې محیط شاوخوا شل زره مایله تخمینه کړ. دغو ستورپوهانو له علمي تجربو پرته هېڅ شی نه مانه او تل یې خپلې څېړنې پر خالصو علمي اصولو ولاړې ساتلې.
واقعي لاستهراوړنه دا وه چې اسلامي تمدن د پخوانیو ملتونو د علم له خوندي کولو او د هغوی د تېروتنو له اصلاح وروسته، علم له نظری مرحلې څخه عملي او تجربوي مرحلې ته داخل، او له خرافاتو او جادوګریو څخه یې پاک کړ، کوم چې د جاهليت په زمانه او د پخوانیو قومونو د نجوم د پیل پر مهال موجود وو. ځکه چې اسلامي شریعت د نجوم هغه بڼه رد کړې چې له عقیدې سره په ټکر کې وه.
ددې چارې د تایید یو مهم دلیل د لویو او مجهزو رصدخانو او متخصصو علماوو شتون دی، کوم چې د اسلامي نړۍ په بېلابېلو سیمو کې جوړ شوي وو.