Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (شپږدېرشمه برخه)
اسلامي علما یکشنبه _13 _جولای _2025AH 13-7-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (شپږدېرشمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله

شپږدېرشمه برخه

د عبدالله فکري له لوري سید جمال‌الدین ته پیغام
کله چې سید جمال‌الدین د هند د پرېښودو او سفر کولو لپاره چمتووالی نیوه، نو خبر شو چې یو شمېر خلکو د مصر د پاچا په حضور کې هغه ته بد رد ویلي دي. عبدالله فکري د سید له یوه ملګري سره هلته حاضر و او له جمال‌الدین څخه یې دفاع کړې وه. له همدې امله یې دا پیغام ورته راولېږه:

 

«جناب عالی! که زه ووایم چې ته د حق له لارې اوښتی یې، په داسې حال کې چې ستا فطرت او طبیعت له دې انحرافه انکار کوي او ته د ستونزو پر وړاندې کلک درېږې، نو دا به په دې معنا وي چې ما خپل یقین په شک بدل کړی دی. که دا شک راته پیدا شي چې ته د عقل او رشد پر ضد ولاړ یې او له عدالت څخه اوړېدلی یې، په داسې حال کې چې زه باور لرم چې ته لا هم د حق پر لاره روان یې او له تا څخه نه افراط شوی او نه تفریط نو په دې صورت کې به ستا په حق کې ما خپله پوهه په ناپوهۍ بدله کړې وي. که زه ووایم چې ته د هغو کسانو له ډلې څخه یې چې د حق له ویلو څخه وېره لري او له ظالم او ستمګر څخه ډاریږي؛ حال دا چې ته د ظالم پر وړاندې درېږې، په دې کار سره نه د پښېمانتیا احساس کوې او نه هم پرېشانه کېږې، که څخه هم باطلې او بربادکوونکي پېښې درباندې راشې او له خطرناکو حالاتو سره دې مخ کړي، نو که زه ستا په اړه دا ډول برعکس عقیده پیدا کړم، نو ما به خپل ځان دروغجن ګڼلی وي او هر هغه کس چې زما خبره واوري، هغه به هم ما دروغجن وبولي؛ ځکه چې له عالمه تر جاهله، له زیرکه تر ناپوهه، ټولو ستا د نفس پر صفاوالي او د فطرت پر پاکوالي باندې اجماع کړې ده.

 

ټول په دې متفق دي چې ته هر ځای ته ځې، هلته فضیلتونه وي، او حق همېشه له تا سره وي. که ته مجبوره شې او فشار درباندې راشي نو هېڅکله د اخلاقو رسۍ نه پرېږدې. ستا د پیدایښت بنسټ پر خیر او برکت ولاړ دی، شَر هېڅکله ستا چاپېریال ته لار نه پیدا کوي، له تا څخه هېڅ کله په قصدي ډول بد عمل نه ترسره کېږي، د حق پر بنسټ قضاوت کې سستي نه کوې او د حق په اړه د شاهدۍ په ورکولو کې هېڅکله نه په شا کېږې.» [۱]
د پیغام پای او د سید جمال‌الدین راتلونکی

 

«له دې ټولو خبرو سره ته زما د کار او فکر د حقیقت په اړه ښه پوهېږې، ته زما پر پټو او ښکاره اړخونو هم خبر یې، او زما په اړه هیڅ څه درڅخه پټ نه دي؛ خو زه وینم چې تا له هغه حق څخه دفاع ونه کړه چې درته لازم وو. نه دې دفاع وکړه او نه دې هغه عهد او ژمنه پوره کړه چې درناوی او مراعات یې ستا ذمه‌داري وه. تا خپله ګواهي پټه کړه، سره له دې چې ته ښه پوهېږې چې ما نه د خدیوي په اړه او نه هم د مصر د خلکو په اړه په زړه کې څه بد نیت لری دی او نه مې په زړه کې د بل چا پر ضد د ضرر او تاوان کوم خیال ځای پر ځای کړی دی. خو تا زه د هغه افسر تیرو غاښونو ته پرېښودم چې د یوه زاړه وحشي حیوان په څېر مې ټوټه ټوټه کړي، تر څو خپله هغه دښمني او کینه چې له سید ابراهیم لقاني سره یې لري پر ما خالي کړي، او هغه کسان چې زما دښمنان او د عبدالحلیم پاشا د ګوند غړي دي زما په ضد راوپاروي. ما هېڅکله داسې ګمان نه کاوه چې ته به دا کار وکړې. له تا څخه دا تمه نه کیده د یو هوښیار او تدبیر لرونکی انسان په دې توګه له عقل او پوهې سره سره دې له حق څخه دفاع ونه کړې.» «زما ژبه یې له بیان څخه عاجزه ده، کنه زه په زړه کې ستا د فضیلتونو، مقام او منزلت په اړه پوره باور لرم او ستا د کمالاتو پر لوړوالي اعتراف کوم. زه یواځې دا ویلی شم چې خدای تعالی دې پر تېر د عفوې خط راکش کړي، خو دا به هله ممکن شي چې ته د حق دفاع وکړې، صداقت خپله طریقه وګرځوې او د حق لپاره شاهدي ورکړې، شکونه له منځه یوسې، باطل مات کړې، او د شر پلویان رسوا کړې.»

 

«زه باور لرم چې ته دا کار د فریضې، حق او عدالت د ادا کولو له امله ترسره کوې. له دې خبرو وروسته باید تاسې ښاغلي ته اطلاع درکړم چې زه لومړی لندن ته ځم او له هغه ځایه بیا پاریس ته روانېږم. په پای کې السلام علیکم او ستا په حق کې دعا کوم.»

 

«ما عارف» (عارف ابوتراب چې د سید جمال‌الدین خادم و، له هغه سره له افغانستانه راغلی و او په هر ځای کې به ورسره ملګری و) «واستاوه تر څو د صدراعظم ریاض پاشا حضور ته ورشي او زما هغه مالونه او کتابونه چې په مصر کې پاتې دي ترې واخلي. صدراعظم ته مې یو لیک هم ولیکه او هغه څه چې په مصر کې رباندې تېر شوي په تفصیل سره ورته بیان کړل او له هغې مصیبت څخه مې هم خبر کړ چې په هند کې راته پېښ شوی و.» «زه د هغه فضیلت له امله چې تاته پرې قایل یم له تاسې ښاغلي هیله لرم چې عارف ته په ښه نظر وګورې او د هغه دندې په ترسره کولو کې ورسره مرسته او همکاري وکړې د کومې دندې لپاره مې چې درلیږلی دی.»

 

والسلام عليكم و على أخي الفاضل البار أمين بك.
۸ صفر ۱۳۰۰ هجري، جمال‌الدین افغاني.[۲]

 

خو ډېر وخت نه و تېر شوی چې سید جمال‌الدین ته دا خبره روښانه شوه چې عبدالله فکري په هغه مجلس کې له ده څخه په قاطع ډول او پوره مېړانې سره دفاع کړې وه.
پایله
د پورته مطالبو له مخې دې پایلې ته رسېږو چې د اسلامي نړۍ د معاصر تاریخ، په ځانګړي ډول د نولسمې پېړۍ په ترڅ کې په اسلامي هیوادونو کې د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو په برخه کې د سید جمال‌الدین افغان نوم د تاریخ د تیارو په منځ کې د یو څراغ په څېر روښانه ځلیږي. هغه نه یوازې د فکري او دیني برخو یو ستر مصلح و، بلکې د لوېدیځ له استعمار او کورني استبداد سره د مبارزې یو مخکښ هم و. په مصر کې دا ډول مبارزې خپل اوج ته ورسېدې، هلته چې د احمد عرابي په مشرۍ عرابي انقلاب د مسلمانانو د ازادۍ‌غوښتونکو مبارزو په برخه کې د پام وړ نکته وګرځیده. د دې انقلاب اصلي اغېزو یوازې سیاسي او نظامي بڼه نه‌ درلوده، بلکې د اسلامي امت د فکري او فرهنګي ویښتیا یوه نښه هم وه او په دې برخه کې سید جمال‌الدین یو څرګند او اغېزناک رول ولوباوه.
عرابي انقلاب چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې په مصر کې را منځ ته شو د مصر د فاسد سلطنتي رژیم پر ضد او د بهرنیو استعماري ځواکونو د سلطې پر وړاندې د مبارزې یوه هڅه وه. که څه هم په ظاهري توګه دا انقلاب د استعماري ځواکونو او د هغوی د لاس‌پوڅو په وړاندې ناکام شو خو په حقیقت کې یې د مسلمانانو تر منځ د یو ستر فکري او فرهنګي غورځنګ حیثیت درلود چې د تل لپاره د تاریخ په پاڼو کې ژوندی پاتې شو.

 

سید جمال‌الدین افغان چې په همدې وخت کې یې د خپلو اصلاح‌طلبانه افکارو له لارې د مسلمانانو د ویښتیا لپاره هڅې کولې، د عرابي انقلاب فکري ملاتړ کاوه او د همدې ملاتړ له لارې یې د مسلمانانو په ذهنیت کې د آزادۍ، خپلواکۍ او ټولنیز عدالت په اړه یو ژور بدلون رامنځته کړ.
سید جمال‌الدین افغان د «اسلامي تجدد»، «دروني اصلاحاتو» او «د مسلمانانو ترمنځ د یووالي» په اړه د نوو نظریو په وړاندې کولو سره نه‌یوازې دا چې د استعمار پر ضد یې د مبارزې لپاره لاره هواره کړه، بلکې هڅه یې وکړه چې یوه داسې اسلامي ټولنه رامنځته کړي چې پر شریعت ولاړه وي او د زمانې له نويو ننګونو سره د مقابلې توان ولري. هغه باور درلود چې دا بدلونونه باید یوازې تر سیاسي ساحې محدود نه وي، بلکې د ټولنې په ټولو برخو، لکه فرهنګ، ټولنیزو اړیکو او علمي پرمختګ کې هم ژورې رېښې ولري. په دې لار کې سید جمال‌الدین د خلکو د پوهولو، د پوهې د سطحې د لوړولو او د بېلابېلو ټولنیزو طبقو د ویښتیا پر اړتیا یې ټینګار کاوه، او په دې باور و چې د اسلامي نړۍ له نوې فکري مفکورې څخه باید د مسلمانانو د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره کار واخیستل شي.
د مصر عرابي انقلاب چې په حقیقت کې د بهرني استعمار او کورني فساد پر وړاندې یوه غبرګون و، د اسلامي نړۍ د عمومي ویښتیا پیل و. دا انقلاب یوازې تر سیاسي اعتراضونو محدود پاتې نه شو، بلکې پراخه اغېز یې درلود او د اسلامي نړۍ ګڼ هېوادونه یې په حرکت راوستل.

 

سید جمال‌الدین چې د مصر او د اسلامي نړۍ د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي شرایطو ژور تحلیل یې درلود، وکولای شول چې د خلکو له ارمانونو سره ځان همغږی کړي او د ظلم او فساد پر وړاندې مبارزې ته یې وهڅوي.

 

په مصر او ټوله اسلامي نړۍ کې د انقلاب لمبې د اسلامي خوځښتونو لپاره یو نوی روح وو. سید جمال‌الدین د دې افکارو د پراخولو او یووالي ته د مسلمانانو د هڅولو له لارې دا روښانه کړه چې ریښتینی انقلاب باید نه یوازې د کورني استبداد او بهرني استعمار پر وړاندې وي، بلکې د اسلامي امت د فکري او دروني اصلاح لپاره هم باید وکارول شي. نوموړي په ښوونیز او فکري نظام او همدا ډول پر ټولنیزو جوړښتونو د بیاکتنې د ټینګار له لارې وکولی شول چې مسلمانان د واقعي ازادۍ او ټولنیز عدالت د تحقق پر لور سوق کړي.
سید جمال‌الدین افغان په خپل عصر کې د یوه اسلامي رنسانسي شخصیت په توګه نه‌ یوازې په سیاست او مبارزه کې فعال رول درلود، بلکې په علمي او فرهنګي ډګرونو کې یې هم بې‌ساری نقش ادا کړی دی. د مصر عرابي انقلاب په حقیقت کې باید نه یوازې د مصر د سیاسي تاریخ، بلکې د اسلامي نړۍ د فکري او فرهنګي تاریخ د یوې مهمې نښې او تحول په توګه وپېژندل شي. دا انقلاب یوازې د سیاسي بدلونونو لپاره نه و، بلکې د یوې نوې اسلامي ویښتیا د بنسټ ایښودو هڅه وه، چې پر شریعت، ټولنیز عدالت او فردي ازادۍ ولاړه وه. په پای کې باید ومنو چې د مصر عرابي انقلاب او د سید جمال‌الدین افغان افکار نه یوازې د اسلامي مبارزو د تاریخ یوه مرحله ده، بلکې د اسلامي تمدن په تاریخ کې یو داسې فکري او فرهنګي بهیر و چې دوامداره اغېز یې درلود. دې انقلاب سره له دې چې په پیل کې له ځینو ظاهري ناکامیو سره مخ شو، وښوده چې ژور بدلونونه باید د ټولنې له دننه څخه پیل شي، او له فکري ویښتیا، ذهني اصلاحاتو او علمي بیدارۍ پرته اجتماعي او سیاسي اصلاح ته رسېدل ناشوني دي. سید جمال‌الدین افغان د خپلو افکارو او نظریو له لارې نه یوازې د مصر، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یو روښانه څراغ شو، چې د آزاد، خپلواک او متعالي راتلونکي په لور د اسلامي روڼ‌اندۍ (اسلامي روشنفکرۍ) پر لور یې لارښوونه وکړه، او نن هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو په اصلاح‌غوښتونکو خوځښتونو کې د هغه د فکر اغېز څرګند دی.
دوام لري…
مخکنۍ برخه| وروستۍ برخه 

سرچینې:

[۱] حکیم م

شرق زمین، مخ۷۳.

[۲] حکیم مشرق زمین، مخ ۷۴.

Previous Articleد ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (دوه‌دېرشمه برخه)
Next Article د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (دوه دېرشمه برخه) 

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلوردېرشمه او وروستۍ برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک  (درې‌دیرشمه برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (دوه‌دېرشمه برخه)

یکشنبه _13 _جولای _2025AH 13-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول اته دېرشمه برخه…

نور یی ولوله
Blog

قرآن؛ تلپاتې معجزه (نهمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD0 Views

لیکوال: دکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه نهمه برخه په بیاني اړخ کې د قرانکریم…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځه دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD0 Views

لیکوال شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه پنځه دېرشمه برخه د دین…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (اته دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD1 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم اته دېرشمه برخه ۲. سیاسي نشنلیزم له سیاسي نشنلیزم موخه دا ده…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (نهمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.