لیکوال: ابوعایشه
نشنلیزم
دوه دېرشمه برخه
د ملتپالنې حدود او ننګونې
د ملتپالنې یو اساسي زیان د مرزونو او یا سرحداتو رسميت دی، چې یوازې دیني وروڼه نه سره جلا کوي، بلکي ترمنځ یې ژور اختلافات هم راټوکوي.
ملتپالنه جغرافیايي سرحدونو ته اصالت ورکوي او موخه یې د ملي واحدونو ایجاد دی، چې پر اساس یې هېواد د وفادرۍ اصلي حق دار بلل کیږي، په داسې حال کې چې اسلام عقیدې او مذهب ته رسمیت ورکوي او د زړه تړلو ځای رب بولي او د ایډیالوژۍ پر اساس نړۍوال بشري یووالي ته دعوت کوي. د اسلام له نظره ملتپالنه د انساني فکري افق تیاره کوي او انساني ټولنې ته یې پام لیرې کوي، چې همدا چاره د نژادپالنې، استعمار او استثمار سبب کیږي[1].
په ملتپالنه کې په طبیعي توپیرونو لکه؛ ژبه، نژاد او نورو تاکید کیږي او مادي لاملونه د ټولنې ماهیت ترسیموي، خو په اسلام کې د ټولنې اساس پر عقیدې بنا شوی دی او پکې رنګ، ژبه او نژاد د یووالي او لوړتیا معیارونه نه دي. د نېشنلېزم اساس ملي جوړښتونو ته رسمیت ورکول دي او همدا ملي ګرايي ټول بشریت نه مخاطب کوي، بلکه یوازې ملیت په نظر کې نیسي او پایله یې د نړۍوالې ټولنې پر ځای ملیتي ټولنو ایجاد دی[2].
(نېشنلېزم د اسلام له نظره) د کتاب لیکوال لیکي: (که څه هم په یوه نظر سره نېشنلېزم د کتلو د یو ځای کولو عامل ښکاري، خو اصلي پایلې یې دا دي، چې بشریت د اختلاف، شخړو، جنګونو او ان د وینې تویولو لور ته سوق کوي[3].
اسلام؛ د یووالي پیغام راوړونکی
اسلام تل خپلو پیروانو ته د یووالي او پر الهۍ رسۍ د منګولو ټېنګولو، چې له سختیو څخه یې ژغوري، پر لور دعوت کړی، خو لکه څنګه چې وویل شول؛ په نېشنلېزم کې تاریخ، قوم او قبیله معیارونه دي، نو په داسې نظام کې د دې امکان نشته چې د ټولنې د دوو مختلفو قشرونو افراد دې د یو بل سره یو ځای شي.
اسلام دا ټول تفکرات باطل ګڼي او د اسلام په تاریخ کې داسې نمونې زیاتې موندل کیږي، چې سترو رهبرانو له خپلو غلامانو سره یو ځای ژوند کاوه او له هغوی سره یې یو ځای د ژوند سفر پر مخ وړ .
علامه اقبال لاهوري د دې واقعیت په اړه د ابوجهل له ژبې د نظم په چوکاټ کې داسې ستايي:
مذهب او قاطعِ مُلک و نسب (دین شو پرېکون د سلطنت او نسب) از قریش و منکر از فضلِ عرب ( له قریشو دی، خو د عربو له فضل منکر
در نگاه او یکی بالا و پست ( ده ته لوړ او ټیټ یو دي) با غلام خویش بر یک خوان نشست ( له خپل غلام سره په یوه دسترخوان کښېناست)
قدر احرارِ عرب نشناخته ( د آزادو عربو قدر نه پېژني) با کلفتانِ حبش در ساخته (له حبشي غلامانو سره یې ژوند جوړ کړی)
احمران با اسودان آمیختند (سورپوستي او تورپوستي یې سره یو کړل) آبروی دو مانی ریختند (د نژادي افتخارونو اوبه یې تویې کړې)
این مساوات، این مواخاتِ اعجمی است (دا مساوات، دا وروري د عجم دود دی، نه د عرب دود) خوب میدانم که سلمانِ مزدکی است (زه ښه پوهېږم چې سلمان یو مزدکي دی (مزدک – د هغه وخت ایراني مذهب)
ابن عبد الله فریبش خورده است (د عبد الله زوی (نبي ﷺ) دوکه شوی) رستخیزی بر عرب آورده است (پر عرب یې قیامت راوستی)
دا بیتونه د اسلام د برابرۍ او یووالې غوښتنې پر روح شاهدي ورکوي، چې د مليت پالنې له تفرقې اچوونکي اصل سره کاملا مخالف دی.
په اسلام کې تر ټولو قوي اړیکه د دیني ورورولۍ اړیکه ده، چې له هر ډول د وینې له شراکت او خپلوۍ څخه مخکې ده، په اړه یې خدای تعالی فرمايي: «إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ»؛[4] (بې له شکه مؤمنان سره وروڼه دي)
په اسلام کې د لوړتیا معیار، قوم، ژبه، رنګ، نژاد او شتمني نه دي، یوازې د لوړتیا معیار تقوا ده او بس.
څوارلس پېړۍ مخکې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ایماني اړیکې حقیقت بیان کړی، چې پر اساس یې مسلمانان سره تړاو پیدا کوي او د یو بل وروڼه کیږي. په حدیث کې راځي؛ «المسلم أخو المسلم لا یظلمه ولا یخذله ولا یحقره… بحسب امرئ من الشر أن یحقر أخاه المسلم، کل المسلم علی المسلم حرام: دمه، وماله، وعرضه…»؛[5]
مسلمان د مسلمان ورور دی، چې ظلم پرې نه کوي، یوازې یې نه پرېږدي او سپکاوی یې نه کوي، د یوه انسان لپاره همدومره بد کفایت کوي، چې د مسلمان ورور تحقیر یې وکړي. د یوه مسلمان وینه، مال او عزت پر بل مسلمان حرام دی.
په همدې ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «مثل المؤمنین في توادهم وتراحمهم وتعاطفهم مثل الجسد؛ إذا اشتکی منه عضو، تداعی له سائر الجسد بالسهر والحمی»؛[6]
په مهرباني، دوستي او محبت کې د مسلمانانو مثال د یوه بدن په شان دی، چې که یې یو غړۍ درد وکړي، نو نور بدن هم ورسره درد او تبه کوي او ورسره ځوریږي.
دا حدیث په څرګند ډول ښيي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانان یووالي ته دعوت کړي، تر څو د یوه بدن غوندې و اوسي او قوي وي، چې د دښمن دسیسې او لومې یې زیانمن نه کړای شي.
د نړۍوال امنیت د پراختیا لپاره د اسلام د تاکیدي ابزارو څخه یو یې د بشري ټولنو ترمنځ وحدت دی او له بل لوري د اسلامي ټولنو ترمنځ، نو په همدې اساس ملیت پالنه او ملي او نژادي تفرقې د اسلام له نظره کاملا مردودې دي. د اسلام مخالفت د همدې پدېدې له ویجاړونکي اساس سره دی[7].
وحدت د اسلامي امت د بریا راز دی، د دې امت د بریا کیلي د دې لومو او دسیسو په وړاندې دا ده، چې ټول اقشار یې پرته له دې چې قوم، ژبې، نژاد ته وګوري سره یو شي او د استعمارګرو او فرصت پلټونکو په وړاندې ودریږي. کله چې اسلامي امت یو موټۍ وو، نو هېڅ زبرځواک یې په وړاندې جرئت نشو کولای چې دښمني ورسره وکړي، خو کله چې یو له بل څخه جلا او په کوچنیو هېوادونو ووېشل شول، نو هر چا ځانته دا جراأت ورکړ، چې لاس ور اوږد کړي.
شیخ عبدالرحمن حسن حنبکه په (أجنحة المکر الثلاثة) کتاب کې، د مسلمانونو د یووالي د لمنځه وړلو لپاره د دښمن هڅې داسې بیانوي:
“دښمنانو د مسلمانانو ترمنځ د ستر وحدت د له منځه وړلو لپاره زیات کوښښ وکړ، خو تر هغو پر دې چاره بریالي نشول، تر څو یې د ملیت پالنې وسله رامخکې کړه، داسې یوه خطرناکه وسله چې چاودنې یې مسلمانان په ملیتونو او ډلو ووېشل او هغوی له دې مخکې چې یووالي ته وګرځي په تفرقو کې بوخت کړل، د همدې ملیت پالنې پر اساس د مسلمانانو منځ کې تفرقه ایجاد شوه او تاریخي پېښو په رامنځته کېدو سره دا درز لا پراخه شوو[8].”
د اسلام دښمنانو له دې فرصت څخه استفاده وکړه او مسلمانان یې په خپلو منځنو کې سره اخته کړل او پایله یې د ستر اسلامي خلافت تجزیه وه، چې د پېړیو، پېړیو لپاره یې د مسلمانانو یووالی ساتلی وو. ګوندونو او پاشلو ډلو د اسلام دښمنانو ته په دې برخه کې ډېر ستر خدمت وکړ.
( مليت پالنه د هغه ابزارو له ډلې څخه وو، چې د اسلام دښمنانو له دین څخه د مسلمانانو د لیرې کولو لپاره استعمال کړه[9].)
قرانکریم په ډېر ښه ډول سره د اسلامي ورولۍ لوړتیا پر ټولو نورو اړیکو ثابته کړې ده او د محمد صلی الله علیه وسلم له تره او عربي ابولهب څخه یې هم یوازې د بېزارۍ دلیل له حق څخه د نوموړي انکار او د الهي هدایت په وړاندې درېدل و[10].
د نېشنلستي احساساتو لکه؛ هندېزم، ترکېزم، افغانېزم، عربېزم او ایرانېزم رامنځته کېدل د نېشنلېزم طبیعي پایله ده.
دې پدېدې د اسلامي امت یووالی له منځه یووړ او تجربو څرګنده کړې، چې د تعصباتو له پیدا کېدو وروسته مسلمانانو یو له بل سره اخته شوې دي[11]. دا په داسې حال کې ده، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دسې کړنو څخه په څرګندو ټکو منعه کړې او وايي: «ألا لا ترجعوا بعدی کفارا یضرب بعضکم رقاب بعض»؛[12] (پام مو وي! چې له ما وروسته په داسې کافرانو بدل نه شی، چې یو د بل غاړې وهئ).
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1] نظیفي نازنین، د اسلامپالنې او مليت پالنې تعامل او تقابل، د سیاست په ستراتېژیکه څېړونو کې نشرې ، دوهم کال، ۵ شمېره، ۱۳۹۲ هـ ، مخ ۲۰۷
[2] لوړ مأخذ – ۲۰۷
[3] شعاعي، محمد علي، نېشنلېزم د اسلام له نظره، 1384 – مخ ۳۹
[4]. سورة الحجرات، آیۀ 10.
[5]. الجمع بین الصحیحین البخاری ومسلم، تألیف: محمد بن فتوح الحمیدی، تحقیق: د. علی حسین البواب، باب: المتفق علیه من مسند أبی هریرة رضیاللهعنه، ج 3، ص 172، رقم الحدیث: 2484.
[6]. رواه مسلم في صحیحه، باب تراحم المؤمنین وتعاطفهم وتعاضدهم، ج 4، ص 1999، رقم الحدیث: 66 و کذلک: 6751.
[7] باقرزاده، محمد رضا، د اسلام له نظره نړۍوال امنیت ته د لاسرسي کړنلارې، د اسلامي حکومت مجله، شلم کال، ۱۳۹۳، مخ ۴۵
[8] حنبکة المیدانی، عبدالرحمن حسن، أجنحة المکر الثلاثة وخوافیها…، 1420 هـ.ق، ص 334- 335.
[9] جریشة، علی محمد، الزیبق، محمد شریف: أسالیب الغزو الفکری للعالم الإسلامی، 1399 هـ.ق، ص 77.
[10] ناصح علوان، عبدالله، القومیة في میزان الإسلام، بیتا، ص 33.
[11] مودودي، ابوالأعلی، نېشنلېزم، د عبیدالله اسد ژباړه، ۱۳۹۶ ، مخ ۴۸ – ۴۹
[12] . مسند أحمد بن حنبل، باب حدیث أبی بکرة نقیع بن الحارث بن کلدة رضیاللهعنه، ج 5، ص 44، رقم الحدیث: 20467.