Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اووه‌ویشتمه برخه)
اسلامي تمدن یکشنبه _6 _جولای _2025AH 6-7-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اووه‌ویشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو رائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول 

اووه‌ویشتمه برخه

د هندسې علم په برخه کې د عرب او مسلمان علماو رول
د ریاضیاتو یوه بله مهمه څانګه هم د هندسې علم دی چې مسلمان عالمانو او مفکرینو یې په پراختیا، تشریح او توضیح کې خورا مهم رول ادا کړی دی. د هندسې علم چې په بېلابېلو برخو کې کارول کېږي کولای شي د شرعي مسایلو، په ځانګړي ډول د لمونځونو د وختونو او د قبلې د معلومولو په برخه کې مهم رول ولوبوي. همداراز د هندسې علم د ودانیو او د ښارونو د جوړولو په چارو کې هم د پام وړ اغېز لري.
دا ټکی هم باید له پامه ونه‌غورځول شي چې د هندسې علم د بشري تمدن له تر ټولو بارزو اسلوبونو څخه شمېرل کېږي. انسانانو د کورونو، ماڼیو، بېلابېلو ودانیو د جوړولو او همدارنګه د کرنیزو ځمکو د تیارولو لپاره یاد علم ته اړتیا درلوده او عملاً یې ګټه ترې اخیسته. باید ومنو چې د هندسې علم د یوناني عقل او فکر له نوښتونو او ابتکارونو څخه دی او د افلاطون، فیثاغورس، دیموکراتیس او ثالیس په څېر کسان د دې علم بنسټ‌ایښودونکي او مؤسسان بلل کېږي.
عرب او مسلمان علماوو د هندسې علم ته ډېر ارزښت ورکاوه، په ځانګړي ډول د تطبیقي هندسې په برخه کې، ځکه د هندسې علم له هغوی سره علمي موخو ته د رسیدو په برخه کې ډېره مرسته کوله [۱]، حال دا چې روميانو هیڅ پام نه ورته کاوه. د هندسې علم په برخه کې د عرب او مسلمان علماوو لومړني ګامونه د عباسيانو د خلافت په دوره کې د «ابو جعفر منصور» (۱۳۶ – ۱۵۷ هجري کال) تر مشرۍ لاندې پورته شول. په همدې دوره کې د اقلیدس د «اصول هندسه» کتاب چې ځینې وخت «ارکان هندسي» هم بلل کیږي، وژباړل شو. اقلیدس هغه عالم دی چې واقعاً د «هندسې عالم» د لقب وړ دی.
یاد کتاب پنځلس مقالې لري: څلور مقالې یې د «هندسي سطحو» په اړه دي، یوه مقاله یې د «تناسب د مقادېرو»، بله مقاله یې د «سطحو ترمنځ د تناسب»، درې مقالې یې د «شمېرو» او «هندسي نمایش»، یوه مقاله یې د «منطق»، او پنځه نورې مقالې یې هم د «هندسي اجسامو» په اړه دي. [۲]
په دې کې شک نشته چې عرب او مسلمان عالمانو د مسطحې هندسې ودې ته حرکت ورکړ او د دې پرمختیا په سر کې محمد بن موسی الخوارزمي (۱۶۴–۲۳۵هـ) و چې له خپلې مشهورې هندسي پوهې څخه یې د الجبري مسئلو د حل لپاره ګټه واخیسته، نوموړي په دې برخه کې د «حساب الجبر والمقابله» له کتاب څخه ځانګړې ګټه پورته کړه.
همدارنګه حجاج بن یوسف بن مطر (۱۷۰–۲۲۰هـ) د اقلیدس «اصول هندسه» دوه ځله وژباړه او تشریح یې کړ؛ لومړنۍ ژباړه یې «الهاروني» ونوموله او دوهم ځل ژباړه یې «المأموني» وبلله.
خو ثابت بن قره (۲۲۱–۲۸۸هـ) چې په سریاني، عبري او یوناني ژبو یې تسلط درلود د اقلیدس «اصول هندسه» یې په غوره ډول وژباړه او دا ژباړه د اوږدې مودې لپاره د اسلامي نړۍ د ریاضي‌پوهانو ترمنځ د یوې باوري مرجع په توګه کارېده.
نوموړي وروسته یو مهم کتاب ولیکه چې د الجبر او هندسې ترمنځ ژورې اړیکې یې پکې وڅېړلې. دا کار د تحلیلي هندسې پر لور یو ستر ګام و، کوم چې وروسته عمر خیام بشپړ کړ او  «رنه دکارت» یې اساسي قواعد رامنځته کړل. [۳]
د ریاضیاتو په برخه کې د عرب او مسلمان عالمانو وېش
عرب او مسلمان عالمانو د ریاضیاتو په برخه کې د هندسې علم په دوو برخو وېشلی دی، دا وېش د تاریخ په اوږدو کې د پام وړ ګرځیدلی او په عملي توګه کار ترې اخیستل شوی دی. دا دوه برخې په لاندې ډول دي:
۱. عقلي هندسه:
عقلي هندسې ته نظري هندسه هم ویل کېږي، عقلي هندسه د هندسې هغه ډول دی چې د فکري تحلیل او ذهني استدلال له لارې د درک وړ دی. عقلي هندسې ته د یوناني علماوو له‌ لوري وده ورکړل شوه چې په سر کې یې اقلیدس دی.
۲. حسي هندسه:
حسي هندسه هغه هندسه ده چې په سترګو لیدل کېږي او په لمس سره پېژاندل کیږي، یعنې تطبیقي یا عملي هندسه ده. حسي هندسه د عرب او مسلمان علماوو له ځانګړو ابتکاراتو څخه ده او د دې برخې مشهور استازی الحسن بن هیثم دی. [۴]
الحسن بن هیثم (۳۵۴–۴۳۰هـ) په تطبیقي یا عملي هندسې ډېر تمرکز درلود او دا خبره په ښکاره ډول د هغه په ځینو تألیفاتو کې څرګندېږي. لکه هغه مقاله چې د قبلې د سمت د معلومولو طریقې بیانوي. دویمه مقاله چې د شرعي چارو اړتیاوې یې د هندسي مسایلو له نظره څېړلي دي. درېیمه مقاله چې د هندسي مسایلو پر بنسټ د دوو ښارونو ترمنځ د واټن محاسبه یې توضیح کړې ده.
سربېره پر دې نوموړی یو کتاب هم لري چې د ودانیو او کیندنو ترمنځ د مطابقت راوستلو موضوع یې د مختلفو هندسي ډولونو په کارولو سره څېړلې ده.
ابن هیثم همداراز له نظري او تطبیقي هندسې څخه په خپلو څېړنو او کشفیاتو کې د بصریاتو په علم کې پراخه استفاده کړې ده؛ لکه په کروي، استوانه‌يي او مخروط‌يي آیینو کې د انعکاس د نقطې ټاکل، که «محدبه» وې او که «مقعره».
عرب او مسلمان عالمانو د اقلیدس په هندسه کې ګڼ اصلاحات راوستي دي، په ځانګړي ډول د هغه په مشهوره «موازي فرضیه» کې چې اقلیدس ونه‌شو کولای چې ثابته یې کړي او د یوې نظريې په بڼه یې وړاندې کړي.
ابن هیثم لومړنۍ کس و چې دې فرضیې ته یې جدي پاملرنه وکړه، وروسته عمر خیام او ورپسې نصیرالدین طوسي (۵۹۷–۶۷۲هـ) هم یاده فرضیه وڅېړله. سره له دې چې د دوی هڅې د دې فرضیې د قطعي اثبات لپاره بریالۍ نه شوې خو دې علمي هڅو د اروپا د عصري ریاضي‌پوهانو لپاره د الهام او پرانیستې دروازې حیثیت درلود چې په مرسته یې نوې هندسې لکه «هندسهٔ فوق‌العلوه» رامنځته شوې. [۵]
لنډه دا چې عرب او مسلمان عالمانو د یونانیانو له‌ لوري رامنځته شوې نظري هندسه یوازې یو څه پراخه کړه؛ هغوی دا علم ولوست، یادښتونه او تعلیقات یې پرې ولیکل، ځکه دوی په دې علم کې یو منطقي تسلسل او استدلالي پیوستون لیدلی و. دوی باور درلود چې د قطعي قضیو او فرضیو په مرسته کولای شو چې نوو هندسي نظريو ته ورسیږو.
خو د تطبیقي هندسه په برخه کې عرب او مسلمان علماوو پراخه تجربه او ژوره سابقه درلوده، دا خبره د هغو آثارو په مرسته څرګنده ده چې علمي ژوروالی او عملي اړخونه لري. له همدې امله وینو چې دوی د تطبیقي هندسې نظريې د صنعت، ښار جوړونې، هنر او ودانیزو چارو په برخو کې په مهارت سره کارولې دي.
د «الخوارزمي»، «ثابت بن قره»، «ابن هیثم» او «نصیرالدین طوسي» هلو ځلو د هندسې علم په برخه ککې ستر رول لوبولی او د یاد علم د بنسټ اېښودونکو له جملې څخه ګڼل کېږي. له همدې امله د عربي او اسلامي امت پر ځوانانو لازمه ده چې د دوی لارې ته دوام ورکړي، په خپلو تحقیقاتو، هڅو او کارونو کې زیات کوښښونه وکړي او د کائناتو هغه قوانین کشف کړي چې الله تعالی رامنځته کړي دي، تر څو د علم او بصیرت پر بنسټ زموږ ایمان نور هم قوي شي.
همدارنګه مسلمانانو له هندسي علومو څخه د اسلامي جوماتونو، تاریخي ودانیو او دیني آثارو په جوړښت کې هم ګټه اخیستې ده او د دوی دا ښایسته، بډایه او باوقاره نښې نن هم په اسلامي هېوادونو کې تر سترګو کېږي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱]. تاریخ العلوم عند العرب، مخ: ۲۷

[۲]. روائع الحضارة العربیة والإسلامیة فی العلوم، مخ: ۱۰۲

[۳] هماغه منبع، مخ: ۱۰۳.

[۴] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ: ۲۷۷.

 [۵] روائع الحضارة العربیة والإسلامیة فی العلوم، مخ: ۱۰۲.

Previous Articleد ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شپږویشتمه برخه)
Next Article د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته‌ویشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۶ او وروستۍ) 

سه شنبه _20 _جنوري _2026AH 20-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۵)

یکشنبه _18 _جنوري _2026AH 18-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰) سریزه موږ په تېره برخه کې…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹) سریزه د دې لپاره…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD10 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې د…

نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.