لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول
اووهویشتمه برخه
د هندسې علم په برخه کې د عرب او مسلمان علماو رول
د ریاضیاتو یوه بله مهمه څانګه هم د هندسې علم دی چې مسلمان عالمانو او مفکرینو یې په پراختیا، تشریح او توضیح کې خورا مهم رول ادا کړی دی. د هندسې علم چې په بېلابېلو برخو کې کارول کېږي کولای شي د شرعي مسایلو، په ځانګړي ډول د لمونځونو د وختونو او د قبلې د معلومولو په برخه کې مهم رول ولوبوي. همداراز د هندسې علم د ودانیو او د ښارونو د جوړولو په چارو کې هم د پام وړ اغېز لري.
دا ټکی هم باید له پامه ونهغورځول شي چې د هندسې علم د بشري تمدن له تر ټولو بارزو اسلوبونو څخه شمېرل کېږي. انسانانو د کورونو، ماڼیو، بېلابېلو ودانیو د جوړولو او همدارنګه د کرنیزو ځمکو د تیارولو لپاره یاد علم ته اړتیا درلوده او عملاً یې ګټه ترې اخیسته. باید ومنو چې د هندسې علم د یوناني عقل او فکر له نوښتونو او ابتکارونو څخه دی او د افلاطون، فیثاغورس، دیموکراتیس او ثالیس په څېر کسان د دې علم بنسټایښودونکي او مؤسسان بلل کېږي.
عرب او مسلمان علماوو د هندسې علم ته ډېر ارزښت ورکاوه، په ځانګړي ډول د تطبیقي هندسې په برخه کې، ځکه د هندسې علم له هغوی سره علمي موخو ته د رسیدو په برخه کې ډېره مرسته کوله [۱]، حال دا چې روميانو هیڅ پام نه ورته کاوه. د هندسې علم په برخه کې د عرب او مسلمان علماوو لومړني ګامونه د عباسيانو د خلافت په دوره کې د «ابو جعفر منصور» (۱۳۶ – ۱۵۷ هجري کال) تر مشرۍ لاندې پورته شول. په همدې دوره کې د اقلیدس د «اصول هندسه» کتاب چې ځینې وخت «ارکان هندسي» هم بلل کیږي، وژباړل شو. اقلیدس هغه عالم دی چې واقعاً د «هندسې عالم» د لقب وړ دی.
یاد کتاب پنځلس مقالې لري: څلور مقالې یې د «هندسي سطحو» په اړه دي، یوه مقاله یې د «تناسب د مقادېرو»، بله مقاله یې د «سطحو ترمنځ د تناسب»، درې مقالې یې د «شمېرو» او «هندسي نمایش»، یوه مقاله یې د «منطق»، او پنځه نورې مقالې یې هم د «هندسي اجسامو» په اړه دي. [۲]
په دې کې شک نشته چې عرب او مسلمان عالمانو د مسطحې هندسې ودې ته حرکت ورکړ او د دې پرمختیا په سر کې محمد بن موسی الخوارزمي (۱۶۴–۲۳۵هـ) و چې له خپلې مشهورې هندسي پوهې څخه یې د الجبري مسئلو د حل لپاره ګټه واخیسته، نوموړي په دې برخه کې د «حساب الجبر والمقابله» له کتاب څخه ځانګړې ګټه پورته کړه.
همدارنګه حجاج بن یوسف بن مطر (۱۷۰–۲۲۰هـ) د اقلیدس «اصول هندسه» دوه ځله وژباړه او تشریح یې کړ؛ لومړنۍ ژباړه یې «الهاروني» ونوموله او دوهم ځل ژباړه یې «المأموني» وبلله.
خو ثابت بن قره (۲۲۱–۲۸۸هـ) چې په سریاني، عبري او یوناني ژبو یې تسلط درلود د اقلیدس «اصول هندسه» یې په غوره ډول وژباړه او دا ژباړه د اوږدې مودې لپاره د اسلامي نړۍ د ریاضيپوهانو ترمنځ د یوې باوري مرجع په توګه کارېده.
نوموړي وروسته یو مهم کتاب ولیکه چې د الجبر او هندسې ترمنځ ژورې اړیکې یې پکې وڅېړلې. دا کار د تحلیلي هندسې پر لور یو ستر ګام و، کوم چې وروسته عمر خیام بشپړ کړ او «رنه دکارت» یې اساسي قواعد رامنځته کړل. [۳]
د ریاضیاتو په برخه کې د عرب او مسلمان عالمانو وېش
عرب او مسلمان عالمانو د ریاضیاتو په برخه کې د هندسې علم په دوو برخو وېشلی دی، دا وېش د تاریخ په اوږدو کې د پام وړ ګرځیدلی او په عملي توګه کار ترې اخیستل شوی دی. دا دوه برخې په لاندې ډول دي:
۱. عقلي هندسه:
عقلي هندسې ته نظري هندسه هم ویل کېږي، عقلي هندسه د هندسې هغه ډول دی چې د فکري تحلیل او ذهني استدلال له لارې د درک وړ دی. عقلي هندسې ته د یوناني علماوو له لوري وده ورکړل شوه چې په سر کې یې اقلیدس دی.
۲. حسي هندسه:
حسي هندسه هغه هندسه ده چې په سترګو لیدل کېږي او په لمس سره پېژاندل کیږي، یعنې تطبیقي یا عملي هندسه ده. حسي هندسه د عرب او مسلمان علماوو له ځانګړو ابتکاراتو څخه ده او د دې برخې مشهور استازی الحسن بن هیثم دی. [۴]
الحسن بن هیثم (۳۵۴–۴۳۰هـ) په تطبیقي یا عملي هندسې ډېر تمرکز درلود او دا خبره په ښکاره ډول د هغه په ځینو تألیفاتو کې څرګندېږي. لکه هغه مقاله چې د قبلې د سمت د معلومولو طریقې بیانوي. دویمه مقاله چې د شرعي چارو اړتیاوې یې د هندسي مسایلو له نظره څېړلي دي. درېیمه مقاله چې د هندسي مسایلو پر بنسټ د دوو ښارونو ترمنځ د واټن محاسبه یې توضیح کړې ده.
سربېره پر دې نوموړی یو کتاب هم لري چې د ودانیو او کیندنو ترمنځ د مطابقت راوستلو موضوع یې د مختلفو هندسي ډولونو په کارولو سره څېړلې ده.
ابن هیثم همداراز له نظري او تطبیقي هندسې څخه په خپلو څېړنو او کشفیاتو کې د بصریاتو په علم کې پراخه استفاده کړې ده؛ لکه په کروي، استوانهيي او مخروطيي آیینو کې د انعکاس د نقطې ټاکل، که «محدبه» وې او که «مقعره».
عرب او مسلمان عالمانو د اقلیدس په هندسه کې ګڼ اصلاحات راوستي دي، په ځانګړي ډول د هغه په مشهوره «موازي فرضیه» کې چې اقلیدس ونهشو کولای چې ثابته یې کړي او د یوې نظريې په بڼه یې وړاندې کړي.
ابن هیثم لومړنۍ کس و چې دې فرضیې ته یې جدي پاملرنه وکړه، وروسته عمر خیام او ورپسې نصیرالدین طوسي (۵۹۷–۶۷۲هـ) هم یاده فرضیه وڅېړله. سره له دې چې د دوی هڅې د دې فرضیې د قطعي اثبات لپاره بریالۍ نه شوې خو دې علمي هڅو د اروپا د عصري ریاضيپوهانو لپاره د الهام او پرانیستې دروازې حیثیت درلود چې په مرسته یې نوې هندسې لکه «هندسهٔ فوقالعلوه» رامنځته شوې. [۵]
لنډه دا چې عرب او مسلمان عالمانو د یونانیانو له لوري رامنځته شوې نظري هندسه یوازې یو څه پراخه کړه؛ هغوی دا علم ولوست، یادښتونه او تعلیقات یې پرې ولیکل، ځکه دوی په دې علم کې یو منطقي تسلسل او استدلالي پیوستون لیدلی و. دوی باور درلود چې د قطعي قضیو او فرضیو په مرسته کولای شو چې نوو هندسي نظريو ته ورسیږو.
خو د تطبیقي هندسه په برخه کې عرب او مسلمان علماوو پراخه تجربه او ژوره سابقه درلوده، دا خبره د هغو آثارو په مرسته څرګنده ده چې علمي ژوروالی او عملي اړخونه لري. له همدې امله وینو چې دوی د تطبیقي هندسې نظريې د صنعت، ښار جوړونې، هنر او ودانیزو چارو په برخو کې په مهارت سره کارولې دي.
د «الخوارزمي»، «ثابت بن قره»، «ابن هیثم» او «نصیرالدین طوسي» هلو ځلو د هندسې علم په برخه ککې ستر رول لوبولی او د یاد علم د بنسټ اېښودونکو له جملې څخه ګڼل کېږي. له همدې امله د عربي او اسلامي امت پر ځوانانو لازمه ده چې د دوی لارې ته دوام ورکړي، په خپلو تحقیقاتو، هڅو او کارونو کې زیات کوښښونه وکړي او د کائناتو هغه قوانین کشف کړي چې الله تعالی رامنځته کړي دي، تر څو د علم او بصیرت پر بنسټ زموږ ایمان نور هم قوي شي.
همدارنګه مسلمانانو له هندسي علومو څخه د اسلامي جوماتونو، تاریخي ودانیو او دیني آثارو په جوړښت کې هم ګټه اخیستې ده او د دوی دا ښایسته، بډایه او باوقاره نښې نن هم په اسلامي هېوادونو کې تر سترګو کېږي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
سرچینې:
[۱]. تاریخ العلوم عند العرب، مخ: ۲۷
[۲]. روائع الحضارة العربیة والإسلامیة فی العلوم، مخ: ۱۰۲
[۳] هماغه منبع، مخ: ۱۰۳.
[۴] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ: ۲۷۷.
[۵] روائع الحضارة العربیة والإسلامیة فی العلوم، مخ: ۱۰۲.