ليکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول
شلمه برخه
د اسلامي تاریخ په لړ کې د روغتونونو (شفاخانو) نظام
د اسلامي تاریخ د ویاړلو او مثبتو ټکو له جملې یو یې هم د لویو طبي او درماني مرکزونو شتون دی چې په “روغتون” یا “شفاخانه” مشهور ول. دغو مرکزونو ځینې وخت ثابته بڼه درلوده او ځینې وخت به یې په سیار ډول د ناروغانو خدمت ترسره کاوه. کولای شو ووایي چې: دا د نړۍ د طبي او درماني نظام لپاره د مسلمانانو له خورا مهمو خدماتو څخه و ؛ ځکه دغو روغتونونو د ناروغانو درملنې ته لاسرسۍ ډېر اسانه کړ او د ناروغیو د تداوۍ په برخه کې یې فعاله او اغېزناکه ونډه درلوده.
لومړنۍ اسلامي شفاخانه د اموي خلیفه “ولید بن عبدالملک” په زمانه کې تأسیس شوه. دا شفاخانه یوازې د جذام (پیسي) ناروغۍ لپاره ځانګړې شوې وه. له دې وروسته په اسلامي نړۍ کې ګڼ شمېر شفاخانې جوړې شوې، چې ځینې یې دومره لوړ مقام ته ورسیدې چې د نړۍ په کچه یې ارزښت پیدا کړ؛ تر دې چې ځینې شفاخانې د طبي علم او څېړنې مرکزونه وګرځېدل او د نورو شفاخانو د بنسټ ایښودو لپاره الهامبښونکې شوې. په همدې لړ کې په لویدیځ کې هم لومړۍ شفاخانه د فرانسې په پاریس ښار کې د اسلامي شفاخانو له تأسیس نهه پېړۍ وروسته رامنځته شوه. [۱]
دغو روغتونونو ځینې وخت ګرځنده (سیار) بڼه درلوده او له څلوېښتو څخه پر زیاتو اوښانو به بار وې. د اسلامي مملکت هرې سیمې او ګوټ ته به تللې، له ځان سره به یې د طبابت او علاج بېلابېل وسایل درلودل او یو شمېر اسلامي ډاکټران به هم ورسره ملګري وو. [۲]
د «تاریخ العلوم عند العرب» کتاب لیکوال لیکي: «ګرځنده روغتونونه به پر دواګانو او خوړو مجهز وو، او د ستونزو او اړتیاوو پر مهال به په منظم ډول د اسلامي نړۍ لرې پرتو سیمو ته استول کېدل. یاد رغتونونه به آن زندانونو ته هم لېږدول کیدل. لومړی شخص چې دا کار یې ترسره کړ د خلیفۀ مقتدر وزیر، علی بن عیسی جراح و، نوموړي دا کار د سنان بن ثابت بن قره په امر ترسره کړ.» وروسته د ګرځنده شفاخانو لاره نوره هم پراخه شوه، د پاچاهانو او خلیفهګانو په سفرونو کې به ورسره مل وې، او پوځونو به هم له ځان سره ګرځنده شفاخانې درلودې. «سلطان ظاهر برقوق» به تل له ځان سره یو لوی ګرځنده روغتون لېږدوه. [۳]
ثابت روغتونونه
دویم ډول شفاخانې داسې وې چې ثابته بڼه به یې درلوده او په مشخص ځای کې به یې موقعیت درلود. په حقیقت کې د اسلامي نړۍ اکثره شفاخانې په همدې بڼه وې او مسلمانانو په بېلابېلو ښارونو او سیمو کې ثابتې شفاخانې جوړې کړې وې. د اسلامي نړۍ د مهمو جوړو شوو شفاخانو له ډلې څخه لاندې بېلګې د پام وړ دي:
۱. د بغداد عضدي روغتون
د بغداد عضدي روغتون په ۳۷۱ هـ.ق کال کې د عضدالدین ابن بویه له لوري تاسیس شوی و. په دې روغتون کې تر څلورویشتو زیات طبيبان د ناروغانو د درملنې لپاره ګمارل شوې وو. لوی کتابتون یې درلود او ګڼ شمېر کارکوونکو او خدمتګارانو دنده پکې ترسره کوله.
۲. د دمشق لوی نوري روغتون
د دمشق روغتون په ۵۴۹ هـ.ق کال کې جوړ شوی و. یاد روغتون عادل پاچا «نورالدین محمود زنکي» تاسیس کړی و. د اسلامي تاریخ په اوږدو کې دا یو له سترو او مجهزو روغتونونو څخه و چې د اوږدې مودې لپاره یې د ناروغانو د درملنې او مداوا لپاره کار وکړ. یاد روغتون تر ۱۳۱۷ هـ.ق کال پورې فعال و؛ یعنې شاوخوا اته سوه کاله.
۳. د قاهرې لوی منصوري روغتون
د قاهرې روغتون په ۶۸۳ هـ.ق کال کې د ملک منصور سیفالدین قلاوون له لوري په قاهره کې تاسیس شوی و. یاد روغتون د دقت، نظم او پاکوالي یوه بېساري بېلګه وه او دومره ستر او پراخ و چې په یوه ورځ کې یې له څلورو زرو څخه د زیاتو ناروغانو د درملنې او مداوا ظرفیت درلود.
۴. د مراکش روغتون
د مراکش روغتون چې د منصور ابو یوسف یعقوب له لوري د ۵۸۰ هـ.ق تر ۵۹۵ هـ.ق کلونو په شاوخوا کې تاسیس شوی و تر ټولو عجیب او بېساری روغتون ګڼل کېده. د دې روغتون ودانۍ او جوړښت د کمال او جذابیت نښه وه؛ ځکه په دې روغتون کې د ونو ډول ډولونه او کرنیز بوټي کرل شوې وو، آن دننه یې څلور کوچني صنعتي جهیلونه موجود وو. د طبي او درماني وسایلو له پلوه په عصري امکاناتو سمبال وه او په لوړه کچه ماهر ډاکټران په دنده پکې بوخت وو. یاد روغتون په رښتیا د اسلامي نړۍ لپاره د ویاړ نښه وه. [۴]
د اسلامي نړۍ د نورو بېلابېلو شفاخانو له ډلې څخه د زقاق قنادیل، المعافر العتیق، الأسفل، القشاشین، السقطیین، ناصري یا صلاحي او اسکندري له شفاخانو څخه یادونه کولای شو. یادو ټولو روغتونونو په مصر کې موقعیت درلود.
همداراز په عراق او جزیره کې هم ګڼ شمېر شفاخانې موجودې وې، چې مهمې هغه یې دا دي:
د الرشید شفاخانه چې عباسي خلیفه «هارون الرشید» یې بنسټ ایښی و. د البرامکه شفاخانه چې «ابن دُهْني» د طبيب په توګه فعالیت پکې کاوه. د ابی الحسن علی بن عیسی شفاخانه، چې د بغداد په حربیه سیمه کې جوړه کړې وه. د بدر غلام المعتضد شفاخانه، د السیدة شفاخانه، د ابن الفرات شفاخانه او ګڼ نور روغتونونه… .
د هغو شفاخانو له ډلې څخه چې په شام کې یې موقعیت درلود لاندې شفاخانې یادولی شو:
د ولید بن عبدالملک شفاخانه : دا لومړنۍ شفاخانه وه چې په شام کې د اموي خلیفه ولید بن عبدالملک (شپږم اموي خلیفه) له خوا جوړه شوې وه. په دې شفاخانه کې د نابیناوو، پیسي او مزمنو ناروغانو په شمول د بېلابېلو ناروغانو خدمت ترسره کیده. د انطاکیې شفاخانه: دا هم د شام له مشهورو او معروفو شفاخانو څخه وه، چې د مختار بن حسن بن بطلان له خوا جوړه شوې وه. د دمشق د الصفیر شفاخانه، د باب البرید شفاخانه، د حماه شفاخانه او ګڼې شمېر نورې شفاخانې.
همداراز د حرمینو شریفینو په سیمو کې هم بېشمېره شفاخانې موجودې وې، چې د هغوی له ډلې څخه د مکې مکرمې شفاخانه چې د مسجد الحرام په شمالي برخه کې یې موقعیت درلود، او همداراز د مدینې منورې شفاخانه یادولی شو. [۵]
دغه شفاخانې د مختلفو ناروغیو د تداوۍ لپاره جوړې شوې وې، یوه برخې یې د داخلي ناروغیو لپاره ځانګړې شوې وه، بله یې د ډول ډول زخمونو لپاره، بله یې د پوستکي د ناروغیو، بله یې د سترګو ناروغیو، او بله یې هم د فردي ناروغیو او د هډوکو د ناروغیو او ماتېدلو لپاره ځانګړې شوې وه.
یادې شفاخانې یوازې روغتونونه نه وو، بلکې د طب د علم د تعلیم او تدریس ځایونه هم وو. متخصص استاد به چې هر سهار د ناروغانو له څنګ تېرېده نو د هغو زدهکوونکيو قطار به یې هم تر شا روان و چې د طب د علم په ابتدایي پړاو کې به وو. استاد به هغوی ته درس ورکاوه، د هغوی ملاحظات به یې اصلاح او ترتیبول، نسخې به یې ورښودې او درمل به یې ورته تجویزول.
وروسته به استاد یوه لويې تالار ته تلو، شاوخوا به یې زدهکوونکي راټولیدل، د ده په حضور کې به یې طبي کتابونه لوستل او استاد به دکتابونو تشریح او توضیح ورکوله. د زدهکوونکو پوښتنو ته به یې ځواب ورکاوه، او د درسي دورې په پای کې به یې ازموینه ترې اخیسته. هغو کسانو ته به چې په ازموینه کې بریالي کېدل د طبابت اجازهنامه او تصدیقپاڼه ورکول کېده. [۶]
ادامه لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
سرچینې:
- ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: 574.
- همان منبع.
- فروخ، عمر، تاریخ العلوم عند العرب، ص: 293، چاپ سوم، 1980م. دارالعلم للملایین، بیروت، لبنان.
- ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: 577.
- بک، احمدعیسی، تاریخ البیمارستانات فی الإسلام، ص: 186، چاپ اول، 2005م.، دمشق سوریه.
- ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: 575.