Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله»د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (پنځلسمه برخه)
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (پنځلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک

پنځلسمه برخه

د اسلامي تاریخ په اوږدو کې د علمي او ديني اصطلاحاتو د نزول بهیر
د امام غزالي رحمه‌الله د اثارو یوه مهمه برخه دا ده چې د اسلامي تاریخ په اوږدو کې د علمي او ديني اصطلاحاتو د نزول بهیر څېړي، او په ډېر دقت سره څرګندوي چې څه ډول د دیني کلماتو او عنوانونو ماناوې د وخت په تېرېدو سره بدلې شوې دي، تر دې چې نور د خپلو اصلي مفاهیمو سره هېڅ ډول مناسبت نه لري.
امام غزالي په دې تحلیلي بحثونو کې د اسلامي تاریخ د تحریفاتو ژوره څېړنه کوي او څرګندوي چې دغو بدلونونو د دیني پوهاوي پر خرابېدو څومره منفي اغېز کړی دی.
دی وایي، هغه مفاهیم او اصطلاحات چې د اسلام د لومړنیو پېړیو په دوران کې کارېدلي، د وخت په تېرېدو او د ټولنیزو او سیاسي شرایطو د بدلون له امله په انحرافي ډول کارول شوې دي. دا تحریفات په اصطلاحاتو او دیني عنوانونو کې ددې سبب شوي چې د اسلام اصلي مفاهیم خپل اصل له لاسه ورکړي، او پر ځای د دې چې د ديني او علمي فهم د لوړوالي لامل شي، د مسلمانانو ترمنځ د نوو غلط فهمیو سبب شوي دي.
امام غزالي رحمه‌الله په خپلو اثارو کې په صراحت سره بیانوي چې دا ډول تحریفات یوازې د علمي او ديني ټولنې د لا زیاتې ګمراهۍ سبب ګرځي، او دا د اسلام له مقدسو عنوانونو څخه یو ډول ناسمه استفاده ده.
هغه په ډېر دقت سره دا بدلونونه څېړي او څرګندوي چې دا بهیر څه ډول له حقیقت څخه د انحراف سبب شوی، او علم یې له خپل اصلي مسیر څخه منحرف کړی دی.
د امام غزالي دا تحلیلونه او انتقادونه په حقیقت کې یو ډول خبرداری دی، چې د علمي او ديني اصطلاحاتو د کارولو په برخه کې باید خپل وخت او راتلونکۍ په نظر کې ونیول وشي. (احیاء علوم الدین، لومړۍ جلد، مخونه ۲۸ – ۳۴.)
کلي پایله
د اسلام په تاریخ کې په ځانګړي ډول د نبوت له دورې وروسته په بېلابېلو زمانو کې اسلامي علماوو تل د علم او دین د ساتونکو په توګه مهم او مؤثر رول لوبولی دی. د دوی نقش نه یوازې د دیني اصولو او بنسټونو د ساتنې په برخه کې څرګند دی، بلکې د اخلاقو، ټولنیز ژوند، او فکري ابعادو د لوړولو په برخه کې هم د پام وړ اهمیت لري.
په همدې لړ کې امام غزالي رحمه‌الله د اسلام له سترو علماوو او فلاسفه‌وو څخه شمېرل کېږي. نوموړي په خپل ستر اثر احیاء علوم الدین کې د خپل وخت ډېری علمي او دیني ستونزې روښانه کړې دي، او دا یې په ډاګه کړې چې اسلامي علما څه ډول کولای شي ټولنه له بېلابېلو انحرافونو وژغوري او بېرته یې د حقیقت لور ته را وګرځوي.
اسلامي علما؛ د دیني او ټولنیزو اصولو ساتونکي
اسلامي علما له پخوا راهیسې نه یوازې د دیني چارو متخصصین بلل شوي، بلکې د هغو کسانو په توګه هم پېژندل شوي دي چې د ټولنیز ژوند د بېلابېلو اړخونو په سمون کې یې فعاله ونډه اخیستې ده. دوی تل د فقهې، حدیث او د قرآن د تفسیر له تدریس سره سره، د واکمنانو سلاکاران، ټولنیز او اخلاقي اصلاح‌کوونکي، او کله نا کله حتی د سیاسي او ټولنیزو چارو منتقدان پاتې شوي دي.
د دوی دا ډول رول له پېړیو راهیسې تر نن ورځې پورې د اسلامي ټولنې په جوړښت او بقا کې مهم پاتې شوی دی. په ځانګړي ډول د اسلامي ټولنو د لومړیو پېړیو په بهیر کې، ستر علما لکه امام ابوحنیفه رحمه‌الله، امام شافعي رحمه‌الله، او امام غزالي رحمه‌الله د اسلامي اصولو او معارفو له لارې، په دې وتوانېدل چې د دیني ارزښتونو د ساتنې ترڅنګ، د ټولنې فکري او ټولنیزو اړتیاوو ته نوې لارې چارې پیدا کړي.
امام غزالي رحمه‌الله چې د دې ستر دیني او علمي جریان یو له مخکښو استازو څخه ګڼل کېږي، په خپلو اثارو، په ځانګړي ډول احیاء علوم الدین کې د خپل عصر پر علمي او ټولنیزو مسایلو له انتقادي نظره بحث کړی، او هغه زیانونه او ستونزې یې په ډاګه کړې دي چې له فکري او علمي انحرافاتو زېږېدلې دي.
هغه په ځانګړي ډول د خلافت د دربار د فکري او علمي جریانونو، او د ديني او فلسفي تحریفاتو د تحلیل په برخه کې دا څرګنده کړې چې څه ډول د علمي لیدلورو او اصطلاحاتو بدلیدل په لومړي پړاو کې د ټولنې د تفرقې سبب ګرځي، او وروسته د اخلاقي او ټولنیز فساد لپاره زمینه برابروي.
د علمي مناظرو او مباحثو نقد: د امام غزالي شخصي تجربه
امام غزالي رحمه‌الله د خپل ژوند په اوږدو کې، په ځانګړي ډول په هغو دورو کې چې پر دیني او علمي مناظرو او مباحثو بوخت و، ګڼې تجربې تر لاسه کړې چې دې تجربو یې پر علمي او ټولنیزو لیدلورو ژور اغېز کړی دی. هغه چې کلونه کلونه د علمي سیالیو او بېلابېلو مناظرو برخه‌وال پاتې شوی و، په خپلو اثارو، په ځانګړي ډول احیاء علوم الدین کې د دې مناظرو په معنوي او اخلاقي زیانونو خبرې کوي.
امام غزالي د خپلو شخصي تجربو او مشاهداتو پر بنسټ داسې نظریات وړاندې کوي چې پکې څرګندوي: که علمي مناظرې په ناسم ډول ترسره شي، نه یوازې دا چې د حقیقت په موندلو کې مرسته نه کوي، بلکې د غرور، ځان‌غوښتنې، او د مسلمانانو تر منځ د تفرقې سبب ګرځي.
نوموړی ټینګار کوي چې ډېری مناظرې د اصلي هدف پر ځای چې د حق لټون دی، تر فردي تمایلاتو، شخصي شهرت‌طلبۍ، او ناعادلانه رقابتونو لاندې راځي.
امام غزالي وایي، هغه شخصي تجربه چې دی یې له دا ډول مناظرو څخه لري، دې پایلې ته رسولی چې که دغه ډول بحثونه د اخلاص او دقت له مخې ترسره نه شي، نو ډېرې خطرناکې معنوي او اخلاقي پایلو به له ځانه سره ولري.
هغه پر ټولنیزو او انساني اړیکو د دا ډول مناظرو د منفي اغېزو په اړه خبرې کوي او مسلمانانو ته خبرداری ورکوي چې په دا ډول مناظرو کې باید د اخلاقو او انساني اصولو ساتنې ته جدي پاملرنه وشي، تر څو د فکري او ټولنیز فساد څاه ته له لویدو خلاصون ومومي.
امام غزالي رحمه‌الله په حقیقت کې له خپلو شخصي تجربو څخه د یوه عیني شاهد په توګه استفاده کوي، تر څو اسلامي ټولنه له دا ډول خطرونو وژغوري.
د دیني مفاهیمو پر تحریف د علمي کلماتو او عنوانونو اغېز
د امام غزالي رحمه‌الله د مهمو انتقادي موضوعاتو له جملې یوه یې په مختلفو دورو کې په علمي مفاهیمو او اصطلاحاتو د بدلونونو اغېز دی. نوموړي په خپل مهم اثر احیاء علوم الدین کې دا مسئله په تفصیل سره څېړلې او څرګنده کړې یې ده چې څه ډول د علمي اصطلاحاتو او عنوانونو په برخه کې معنوي او کاربردي بدلونونه د دیني مفاهیمو د تحریف لامل کیږي او له حقیقت څخه یې لرې کوي.
امام غزالي څرګندوي چې د ده د زمانې ډېری علمي عنوانونه چې په پیل کې یې اصلي او دقیقې معناوې درلودې، نن ورځ د تحریفاتو او معنایي تغیراتو له امله، په نوو او ځینې وخت په بې مانا مفاهیمو بدل شوې دي.
د بېلګې په توګه، د «فقهې»، «علم»، «علم کلام» او «حکمت» په څېر اصطلاحاتو چې په پیل کې یې واضح مانا درلوده، د وخت په تیریدو سره په ځانګړي ډول د اسلامي تاریخ په وروستیو پړاوونو کې کاملاً په متفاوتو او ځینې وخت په انحرافي مفاهیمو بدل شوې دي.
امام غزالي هغو تحریفاتو ته اشاره کوي چې د «فقهې» او «علم کلام» په مفاهیمو کې رامنځته شوې. هغه وایي، فقه چې په اصل کې د دین د فهم او د شرعي احکامو د استنباط لپاره استفاده ترې کیده، په ځینو دورو کې یوازې د اختلافاتو او نادرو فقهي جزئیاتو په اړه تر بحثونو محدوده شوې وه.
امام غزالي رحمه‌الله دا ډول تحریفات د دین په وړاندې یو جدي خطر ګڼي او ټینګار کوي چې د علمي اصطلاحاتو ناسم استعمال نه یوازې د خلکو د ګمراهۍ سبب ګرځي، بلکې د مسلمانانو ترمنځ د اختلاف، تفرقې او له اصلي دیني ښوونو د خلکو د زړونو د تورېدو لامل هم ګرځي.
هغه خبرداری ورکوي چې د دا ډول اصطلاحاتو د مانا بدلول باید په پوره دقت او احتیاط سره وشي، ځکه چې دا بدلونونه په اسانۍ سره کولای شي د علم او دین بنسټونه وګواهوي.
د اسلام علما: د دیني او ټولنیزې اصلاح مخکښان
اسلامي علما تل د دیني او ټولنیزو اصلاحاتو مخکښان ګڼل شوي دي. دوی د بېلابېلو تاریخي شرایطو په اوږدو کې د دنیوي ځواک غوښتنې، ظلم، او ټولنیز فساد مخه نیولې ده، او پر دیني او اخلاقي ارزښتونو د ټینګار له لارې یې هڅه کړې چې ټولنه د سمون او هدایت پر لور رهبري کړي.
امام غزالي رحمه‌الله هم د همدې لارې له لارویانو څخه و. نوموړي د علمي مناظرو پر ناسمو لارو چارو او د دیني او علمي اصطلاحاتو پر ناسمو بدلونونو سخت نقدونه کړي، او هڅه یې کړې چې اسلامي ټولنه له فکري او ټولنیزو انحرافاتو وژغوري، او بېرته یې د اصلي اسلامي اصولو او مفاهیمو لور ته ور وګرځوي.
 نن ورځ هم په نړۍ کې د اسلامي علماوو رول یو مهم او حیاتي مسؤولیت دی. سره له دې چې په معاصر عصر کې ګڼ فکري او دیني انحرافات رامنځته شوي، اسلامي علما باید لکه څه ډول چې په تېرو زمانو کې د فکري او دیني فسادونو پر وړاندې درېدلي وو، نن هم هماغسې د علمي او دیني تحریفاتو پر وړاندې مبارزه وکړي، او ټولنه له تفرقې او انحرافاتو څخه وژغوري.
لکه څنګه چې امام غزالي رحمه‌الله او نورو سترو اسلامي علماوو د تاریخ په اوږدو ثابته کړه چې علم باید د دین د خدمت، د اخلاقو د لوړتیا، او د حق تحقق لپاره وسیله وي، نه دا چې د شخصي ګټو د لاسته راوړلو یا د نورو د ګمراهۍ وسیله وګرځي.
اسلامي علما تل باید په خالص نیت او د حق او رښتیا پر بنسټ د ټولنې د اصلاح په لار کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي، او له هر ډول تحریف یا انحراف څخه مخنیوی وکړي، تر څو اسلامي ټولنه د کمال او لوړتیا پر لور حرکت وکړي.
ادامه لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Previous Articleد علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شلمه برخه)
Next Article د قدریه فرقه (نهمه او وروستۍ برخه)

اړوند منځپانګې

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (اتلسمه برخه)

جمعه _20 _جون _2025AH 20-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD1 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک شلمه برخه په عمومي ژوند…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD5 Views

ليکوال: عبيدالله نيمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه) امام غزالي رحمه‌الله…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD2 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه) سریزه:…

نور یی ولوله
اسلام

د «خلق عظیم» مظهر (شپږمه او وروستۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD3 Views

لیکوال: شکران احمدي د «خلق عظیم» مظهر شپږمه او وروستۍ برخه  کامله الګو او د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.