لیکوال: عبیدالله نیمروزي
د ابوحامد امام محمد غزالي رحمهالله ژوندلیک
څوارلسمه برخه
د دین د علماوو حقیقي رسالت ته د ورګرځېدو بلنه
امام غزالي رحمهالله په پای کې د جهل او عمومي غفلت او د دین د تبلیغ او تعلیم د اړتیا په ترسیمولو داسې وايي: «د هغه چا لپاره چې د دیني واقعیت فکر ورسره وي، دا تبلیغ او تعلم پخپله داسې بوختیا ده چې تر هغې وروسته د دې علومو د کم پېښېدونکو او له کاره لوېدلو جزیاتو د تفصیل او نااړینې ځیرکتیا فرصت نه وي، چې پخپله فرض کفايي دي.»
په اخلاقي مسایلو کې د افراط له انګېزو څخه د امام غزالي رحمهالله تاریخي تحلیل
امام غزالي رحمهالله په خپل تاریخي تحلیل کې دا موضوع ارزوي، چې ولې په تېرو دورو کې اختلافي بحثونه دومره محبوب او زیات شول او څه ډول دیني علماوو هغه د خپلې ځیرکتیا او پوهې د څرګندولو اصلي ډګر وګرځاوه؟ هغه په دې باور دی چې دا موضوع طبیعي او فطري چاره ده؛ خو پر دې سربېره یې د هغه عوامل او تاریخې زمینې تشریح کړي دي او داسې لیکي: «تر پېغمبر صلي الله علیه وسلم وروسته د هغه ځایناستي راشدین خلفا پخپله لوی علما، فقیه او د فتوا څښتنان وو. ډېر کم به پېښېدل چې له نورو اصحابو مرسته وغواړي. له همدې امله د صحابهوو علما د آخرت د علومو لپاره فارغ او په هغو کې ډوب وو. که فتوا ته به اړتیا پیدا کېده، هغه به یې بل کس ته سپارله؛ ځکه چې داسې کسان به زیاتره پخپله په بشپړه توګه د الله تعالی لوري ته متوجه کېدل، لکه له حالاتو چې یې درک کېږي.
خو کله چې وار هغو ته ورسېد چې د خلافت صلاحیت او حق یې نه درلود او په ځان کې یې د فتوا او قضا وړتیا نه لرله، مجبور شول چې له نورو علماوو مرسته وغواړي او هغوی په خپل څنګ کې وساتي. د تابعینو علماوو ترمنځ هم داسې کسان وو چې پخوانۍ طریقې ته پابند پاتې شول او په هغو کې د دین حقیقت او د اسلافو شان څرګند و. کله به چې د بني امیه او عباسیانو خلفاوو هغوی دربار ته ورغوښتل، له ورتلو به یې ډډه کوله. خلفا به مجبورېدل چې دا علما پیدا کړي او د قضا او فتوا د منصب د منلو لپاره به یې پر هغو ټینګار کاوه.
د هغې زمانې خلکو چې د علماوو دا استغنا او د سلطانانو ټینګار لیده، داسې یې وګڼل چې د فقې علم د منصب او مقام د ترلاسي لپاره غوره وسیله ده؛ ځکه چې د هغو له لارې کولی شي چې د واکمنو دربار او د قضا او فتوا منصبونو ته ورسېږي. له دې مخې له هغو څخه یوې ډلې ځانونه واکمنو ته وړاندې کړل، د هغوی دربار ته یې لاره وموندله او د منصبونو او انعامونو په تمه کېناستل. ځینې هیڅکله بریالي نه شول او ځینې چې دې موخو ته ورسېدل، له ذلت او خوارۍ څخه خوندي نه شول او له خپل اصلي مقام څخه د عوامو کچې ته راټیټ شول.
د دې بهیر پایله دا شوه چې کوم علما پخوا واکمنو غوښتل، پخپله د هغوی په لټه کې شول. پخوا یې د استغنا او د واکمنو له اړیکې څخه د ځان ساتلو له امله عزت او درناوی کېده؛ خو اوس هغوی ته په نږدې کېدو سره خوار او ذلیل شول. البته الله تعالی په هر وخت او زمانه کې د علماوو یوه ډله له دې قاعدې څخه مستنثا ګرځولې ده.»
امام غزالي رحمهالله په ښه توګه ښيي چې څه ډول د راشدینو خلفاوو له دورې څخه د عباسیانو تر خلافت پورې د دین د علماوو تګلوری بدل شو. په پیل کې علما د دنیا له منصب او مقام څخه لرې وو؛ خو په تدریج سره دا بهیر بدل شو او نویو علماوو د حکومتي څوکیو لپاره لېوالتیا پیدا کړه. دا چاره د دې لامل شوه، چې د فقې علم په تېره په اختلافي مسایلو کې دربار ته د نږدېوالي په وسیله بدل شو.