لیکوال: ابوعایشه
نشنلیزم
پنځهویشتمه برخه
سریزه:
د ملتپالو او نشنلیستانو له خورا ناوړه عادتونو څخه یو دا دی چې دوی په ویاړ سره د ملي نښو، اتلانو، زړورو کسانو، علمي او فرهنګي شخصیتونو، تاریخي آثارو، ژبې، نژاد او ورته شیانو ته ارزښت ورکوي او خپل ملت له نورو بېل او ممتاز ګڼي. دوی پر دې باور لري چې د دوی ملت له نورو ملتونو غوره دی. دا خلک ځانونه وطنپال ګڼي، خاوره، ژبه، تاریخ او د ملي اړوند نور شیان سپېڅلي بولي او د خپل ملي غرور او تعصب دفاع کوي.
د دوی دا ډول چلند ددې لامل کېږي چې د نورو ارزښتونه بېارزښته وګڼي او یوازې خپل ارزښتونه حق او حقیقت وبولي.
په دې برخه کې غواړو د نشنلیزم د اساسي عناصرو، مقوماتو او اساسي بنسټونو په اړه بحث وکړو.
هغه بنسټونه او اساسي عناصر چې نشنلیزم پرې ولاړ دی او تر ټولو مهم توکي ګڼل کېږي، دا دي:
ژبه، ګډ تاریخ، خاوره، ارزښتونه، دودونه، عنعنات او فرهنګ.
مليپالنه یا نشنلیزم له خپلې خاورې، ژبې، فرهنګ، تاریخ یا نژاد سره د یوه ملت مینه، تعلق او ژور پیوستون دی، او دا پیوستون خلک دې ته هڅوي چې له دغو ځانګړتیاوو څخه دفاع او ساتنه وکړي۱.
[کله ناکله ددې لامل هم کیږي چې دوی ځان له نورو غوره وګڼي.]
[۱]. نظیفی نائینی، نازنین، “تعامل و تقابل ملیگرایی و اسلامگرایی در ایران پس از پیروزی انقلاب اسلامی ایران”، ۱۳۹۲ هجري شمسي، مخ ۱۹۸.
که د “نشنلیزم” کلیمه له خپل وطن او زادگاه سره د انسان د مینې په مانا را واخلو، او په یوه ټاکلي خاوره کې یې د ګډ احساس او ټولیز هویت رامنځته کول وبولو، نو په دې توګه نشنلیزم دوه بڼې پیدا کوي: یوه قومي بڼه او بله ملي بڼه.
د نشنلیزم د قومي اړخ پر بنسټ، یو تعریف داسې وړاندې کېدای شي:
“نشنلیزم د یووالي او پردیتوب دوهګونۍ تمایل دی چې د زادگاه، ژبې، نژاد، تاریخ، فرهنګ او دین د یووالي یا توپیر پر بنسټ ولاړ دي.”. حسینی، سید رسول، هویت ملی در ابهام: از ناسیونالیسم تا بنیادگرایی در خاورمیانه، فصلنامه علمی، کال ۱۰، ګڼه ۲، ۱۳۹۸ هجري شمسي، مخ ۳.
ملیپالنه د قومي او ملي تړاوونو د اصالت پر اساس تعریف شوې ده .
انسان د ځینو تعلقاتو له امله – لکه خاوره، ګډ ژوند، وینه، نژاد او ورته نور – ځان له نورو جلا ګڼي، ځان یو ځانګړي قوم ته منسوبوي او خپل پام د ملي ګټو تأمین ته اړوي، حتی که دا ګټې د نورو په زیان هم وي. قوامیان، شاکر، ملیگرایی (ناسیونالیسم) از دیدگاه اسلام، ۱۳۸۹ هجري شمسي، د حوزه د معلوماتي وېبسایټ له لارې خپور شوی.
ناسیونالیستان د تاریخي مخینې، ژبې، نژاد، دودونو، عنعناتو او ګډو آرمانونو په څېر په ګډو ارزښتونو ټینګار کوي، او د همدې مشترکاتو په مرسته ملي هویت جوړوي. نو څوک چې له دوی سره پدې مواردو کې شریک وي، ارزښتمن دي؛ خو هغه څوک چې دا مشترکات ونلري، نهشي کولای ځان له دوی سره برابر کړي.
ملي پوهه اکثره وخت د هغه احساس زېږنده وي چې خلک یې د ملت جوړوونکو عناصرو – لکه نژاد، ژبه، دودونه، عادتونه، اخلاقي ارزښتونه او په عمومي توګه فرهنګ – ته د وفادارۍ، مینې او تعلق له لارې لاسته راوړي. دا ډول احساس کله ناکله تر حده زیات درناوی او مبالغه آمېزه ویاړ هم رامنځته کوي، او خلک دې ته خد رسوي چې د خپل ملت مظاهر د نورو ملتونو د مظاهرو په پرتله غوره وګڼي.
څرنګه چې هر ملت ځان ته ځانګړې خاوره لري، نو د خاورې په وړاندې وفاداري، د هغې د دفاع لپاره فداکاري، او د وطن ستاینه، د ملتباورۍ له اساسي بنسټونو څخه ګڼل کېږي. (زندی، محمدعلی، ناسیونالیسم، د باقرالعلوم د څېړنیز مرکز خپرونه، ۱۳۹۳ هجري شمسي.)
په دې اړه چې کوم عامل یا عوامل د ملي احساس، ملي وجدان یا د ګډو ملي جذباتو د رامنځته کېدو سبب ګرځي، او څه ډول یو ملت یا سیاسي واحد رامنځته کېږي، بېلابېل نظریات وړاندې شوي دي چې ځینې یې سره متضاد هم دي.
یوهان هِردر او یوهان فیخته، چې د آلماني نشنلیزم له مشهور استازو څخه دي، د هر قوم د ملي شخصیت د جوړېدو په برخه کې ژبه او تاریخ تر ټولو مهم عوامل ګڼلي، او په ځانګړې توګه ژبه یې د ملي روح جوهر او د هر ملت بېل هویت ګڼلی دی. (مقدمفر، گلناز، ناسیونالیسم و ریشههای آن، خپور شوی په وېبسایټ: مجله ویستا، ۱۴۰۳ هجري شمسي.)
ژبه
څېړنې ښيي چې ملتپالان او نشنلیستان ژبه د قومپالنې او ملتپالنې له تر ټولو مهمو وسایلو څخه ګڼي. تر دې حده چې ژبنۍ وحدت یې د امت روح او د هغې د ژوند سرچینه بللې ده.
ژبه د فرهنګ له مهمو عناصرو څخه ده، ځکه ژبه هم د فرهنګ یوه برخه ده او هم ددې وړتیا لري چې نور فرهنګي مفاهیم ونوموي او څرګند یې کړي. ژبه په حقیقت کې د نړۍ له درک او تجربې ژور تړاو لري.
د بیلګې په توګه، هغه لغتونه او جوړښتونه چې موږ یې کاروو، زموږ د تجربو د بیانولو ظرفیت څرګندوي. (نواختی مقدم، امین، زبان و ناسیونالیسم، نقش زبان در جنبشهای ناسیونالیستی عربی، فصلنامۀ سیاست، مجلۀ دانشکده حقوق و علوم سیاسی، ګڼه ۴، ۱۳۸۹ هـ ش، مخ ۳۵۳.)
ګډه ژبه د نشنلیزم او مليپالنې له تر ټولو مهمو ارکانو څخه ده. (علیخانی، علیاکبر، دین و ملیگرایی در ایران؛ از تقابل تا تعامل، فصلنامۀ مطالعات ملی، ګڼه ۱، ۱۴۰۱ هـ ش، مخ ۱۳.)
ژبه د انسانانو ترمنځ د خبرو، تفاهم او اړیکې وسیله ده. انسانان د ژبې په وسیله خپل دروني احساسات او افکار تر نورو رسوي. خو همدا ژبه، سره له دې چې د اړیکو وسیله ده، کله ناکله د بیلتون، تفریق او د ځان د برتر ګڼلو لامل هم ګرځي. ځینې خلک خپله ژبه له نورو ژبو غوره ګڼي، او د مقابل طرف ژبه او کلتور بېارزښته بولي. چې دا چاره د قومپالنې او نشنلیزم د پراخېدو لامل ګرځي.
په نړیواله کچه د نشنلیزم له پراخېدو وروسته، ژبنی نشنلیزم وخت ناوخت د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې را څرګند شو.
په همدې لړ کې، د هند په لویه وچه کې د ژبني نشنلیزم تحریک، په ځانګړي ډول د نوي هېواد بنګلهدېش رامنځته کېدل، د یاد نشنلیزم ښکاره بېلګه ګڼل کېږي.
په پاکستان کې د بنګالي ژبې د رسمي کېدو لپاره ژبني حرکتونه او مظاهرې، له لوېدیځ پاکستان څخه د ختیځ پاکستان (نننی بنګلهدېش) د بېلتون پیل و.
[۱]
عرب لیکوالانو او روڼاندو د عربو د نشنلیستي خوځښتونو د فکري او نظري ملاتړ ژه موخه، ګڼ آثار خپاره کړل چې پکې ژبه د ملي هویت او یووالي د رمنځته کیدو وسیله ګڼل شوې ده.
په عربي هېوادونو کې د دې حرکت مخکښان عیسويان او دیني مبشرین (تبشیریان) وو، چې د نشنلیزم د خپراوي په برخه کې یې ځانګړی رول درلود. دوی نه یوازې مدرسې او پوهنتونونه جوړ کړل، بلکې یو حرکت یې هم پيل کړ چې د خلکو پام یې عربي ژبې ته واړاوه او خلک عربي قومپالنې ته راوبولي. ځکه چې په عربي نړۍ کې د مسلمانانو او عیسویانو ترمنځ شریک ټکۍ ژبه او فرهنګ و، نه دین. [۲]
د یوې ژبې د ودې، پرمختګ او پراختیا لپاره هڅه کول هېڅ ستونزه نه لري.
خو ستونزه هغه وخت پېښېږي کله چې یو شمېر خلک – مسلمانان وي یا غیر مسلمانان – خپله ژبه تر نورو ژبو برتره وبولي او نورو ته هېڅ ارزښت ورنکړي.
دا کار د ټولنې په داخل کې د اختلاف، بېلتون او شخړو لامل ګرځي، او د یوه هېواد پرمختګ، پراختیا او رفاه ته زیان رسوي؛ ځکه هغه خلک چې ژبه یې سپکه وګڼل شي یا پرې ملنډې ووهل شي، د خپل هېواد د راتلونکي په اړه ناامیده کېږي، او بیا د هېواد په پرمختګ کې برخه نه اخلي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[۱]. نواختی مقدم، امین، زبان و ناسیونالیسم، نقش زبان در جنبشهای ناسیونالیستی عربی، فصلنامۀ سیاست، مجلۀ دانشکده حقوق و علوم سیاسی، ګڼه ۴،
۱۳۸۹ هـ ش، مخ ۳۵۷.
[۲]. هماغه، مخونه ۲۶۱–۲۶۲.