Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د حج حکمت، فلسفه او اسرار (څوارلسمه برخه)
اسلام جمعه _13 _جون _2025AH 13-6-2025AD

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (څوارلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي

د حج حکمت، فلسفه او اسرار 

څوارلسمه برخه

په حج کې د اسلام اصلاحي نقش 
اسلام حج ته هم هماغه اصلاحي بڼه ورکړې لکه څنګه یې چې دریو نورو رکنونو ته ورکړې. د جاهلیت په دورې کې خلکو په داسې حج کې له ځانه جاهلي عادات او کړنې زیاتې کړې وې، چې هېڅ ډول دلیل یې په اړه نه و، نازل شوی. دوی له ډېره وخته په حج کې په داسې امورو سره سلا شوې وه، چې په ابراهیم علیه والسلام باندې په فرض کړای شوې حج کې لاسوهنه وه، کوم چې په عربي قبیلو کې نسل په نسل انتقالېده. دا د حج له مقاصدو او اهدافو سره جفا وه، چې لاملونه یې هم جاهلي عصبیت، قبیلوي غیرت او فخر، تکبر او له کچې زیات حرص وه. خو قران او اسلامي قانون دا بدعتونه او تحریفات له بېخه واېستل او باطل یې کړل. قران کریم دا بدعتونه هر یو جلا، جلا بیان کړی او له منځه وړلو وروسته یې غوره بدیل وړاندې کړی دی.
یو بدعت یې له نورو حجاجو سره د قریشو عرفات ته نه تګ وو، دوی په حرم کې پاته کېدل او ویل به یې: ” مو د خدای اهل او په ښار او کور کې یې استوګن یو.”
همداشان ویل به یې: موږ حمس (متشدیدین) یو او موخه یې له نورو څخه ځان متفاوت ښول او د خپل مقام ساتل وه. خو اسلام دوی ته امر وکړ؛ هغه کارونه چې نور یې ترسره کوي، باید دوی یې هم وکړي او په عرفات کې حاضر شي.
” ثُمَّ أَفِيضُوا مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ ” بيا له كوم ځاى څخه چء نور ټول خلك راګرځي، له هماغه ځایه تاسو هم راوګرځئ.
امام بخاري سره له سنده له عایشې رضي الله عنها څخه روایت کړی؛
“عن عائشة رضي‌الله‌عنها: كانت قريش ومن دان دينها يقفون بالمزدلفة وكانوا يسمون الحمس وكان سائر العرب يقفون بعرفات فلما جاء الإسلام أمر الله نبيه صلى‌الله‌عليه‌وسلم أن يأتي عرفات ثم يقف بها ثم يفيض منها فذلك قوله تعالى { ثم أفيضوا من حيث أفاض الناس }”.
قریش او نږدې خلک یې په مزدلفه کې اېسارېدل او دېته به یې (حمس) ویل او نور عربان به پع عرفات ودرېدل، خو کله چې اسلام راغی نو الله تعالی یې خپل رسول ته امر وکړ، چې عرفات ته لاړ شي او هلته ودریږي او بیرته له هغه ځایه را وګرځي او همدې د همدې ایت (من حیث افاض الناس) معنی ده.
یو بل مورد په ځان ویاړل او شعري سیالۍ وې، چې دوی د حج برخه ګرځولې وه، دوی به په عکاظ، مجنه، ذوالمجاز بازارونو کې راټولېدل او په هر فرصت کې به یې د خپلو نیکونو کارنامې یادولې او په نورو به یې خپل ځان لوړاوه، چې په لړ کې یې بیا (منا) د دې جاهلي حس د ترلاسه کولو لپاره غوره ځای وو. خو الله تعالی له دې کار څخه منعه وکړه او پر ځای یې یو غوره بدیل وټاکه؛
” فَإِذَا قَضَيْتُم مَّنٰسِكَكُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَذِكْرِكُمْ ءَابَآءَكُمْ أَوْ أَشَدَّ ذِكْرًا ۗ “
بيا كله چي مو د خپل حج ركنونه آداء کړل، نو څنګه چي مو پخوا خپل پلرونه، نيكونه (په وياړ سره) يادول، هماغسې اوس الله ياد کړئ، بلكې له هغه څخه هم زيات…
بل مسأله دا وه، چې د وخت په تېرېدو سره حج هغه خپل پاکوالی او تقدس بایللی و او تر ډېره په یوه جاهلي اختر او د ساتېریو او جنجال په یوه راټولېدنه بدل شوی وو.
خدای تعالی په دې اړه فرمايي:
“الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَّعْلُومٰتٌ ۚ فَمَن فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِى الْحَجِّ ۗ “
د حج مياشتې ټولو ته څرګندې دي، څوك چې په دې ټاكليو مياشتو کې د حج نيت وکړي، هغه بايد په دې خبر اوسي چې د حج په دوران كې له هغه څخه څه شهواني عمل، څه ناوړه فعل او څه جنګ جګړه و نه شي.
بل مورد یې بیا د خپلو بتانو لپاره د نښه شویو او بې نښې قربانیو ذبح کول و، چې غوښې یې هغو ته ورکولې او د قربانۍ وینه به یې پرې پاشله، نو الله تعالی یې په اړه داسې فرمايي؛
” لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَآؤُهَا وَلٰكِن يَنَالُهُ التَّقْوٰى مِنكُمْ ۚ”
نه د هغو غوښې الله ته رسیږي او نه یې وينه، خو هغه ته ستاسو پرهېزګاري رسیږي.
بل بدعت یې بیا د حج د نیت وروسته د کور له دراوزې څخه کور ته نه ننوتل وو، عربانو به چې کله احرام وتاړه نو بیا به د کور له شا او په دیوال خپل کور ته اوښتل او د کور له دروازې یې کور ته تګ ګناه او د خدای تعالی په حق کې کمزوري بلله، خدای تعالی یې دا کړنه رد او له هغې څخه یې د ثواب تمه بې ځایه وبلله او فرمايي:
؛ وَلَيْسَ الْبِرُّ بِأَن تَأْتُوا الْبُيُوتَ مِن ظُهُورِهَا وَلٰكِنَّ الْبِرَّ مَنِ اتَّقٰى ۗ وَأْتُوا الْبُيُوتَ مِنْ أَبْوٰبِهَا ۚ ؛
دا هم ورته ووايه: “دا ښه کار نه دی، چې تاسي خپلو كورونو ته د هغو د شا له لوري ننوځئ.” – اصلى نېكي(ښه کار) خو دا دی، چې انسان د الله له خپه كولو څخه ځان وژغوري؛ نو تاسو خپلو كورونو ته د دروازو له لارې ورشئ.
 همداسې بل مورد بیا د ځینو خلکو له مالي سمبالتیا پرته حج ته تګ و، دوی به شرمېدل چې حج ته ولاړ نشي او هلته به یې پرته له دې چې څه توښه واخلي حج ته تکل کاوه او ویل به یې: ” موږ د خدای تعالی میلمانه یو او له ځان سره خواړه او نور څه نه اخلو.” خو بیا به یې سؤال او فقر کاوه او له دې څخه به نه شرمېدل او دا کار یې د الله په لاره کې ثواب ګاڼه. خدای تعالی دوی له دې کار څخه منعه کړل
؛ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوٰى ۚ ؛
د حج د سفر له پاره د لارې توښه درسره واخلئ؛ او تر هر څه ښه د لارې توښه پرهېزګاري ده؛
بله ستونزه دا وه، چې مسلمانانو د صفا او مروې ترمنځ ځغاسته ستړیا بلله او هغه یې د جاهلیت له کړنو څخه شماروله.
خدای تعالی په دې اړه ایت نازل کړ؛
؛ إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِن شَعَآئِرِ اللَّهِ ۖ فَمَنْ حَجَّ الْبَيْتَ أَوِ اعْتَمَرَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِ أَن يَطَّوَّفَ بِهِمَا ۚ؛
په يقيني توګه، صفا او مروه د الله له نښانو څخه دي، له دې امله څوك چې د بيت الله حج يا عمره وکړي، د هغه لپاره وبال نشته كه د دې دوو غونډېو تر منځ طواف وکړي.
اسلام په دې اغېزمنو اصلاحاتو سره دا ستر رکن بیرته خپل پاک او اصلي ابراهیمي بڼې ته وګرځاوه او د ناپوهانو لاسوهنې او جعل یې باطل کړ.
په دې اړه شیخ الاسلام احمد بن عبدالرحیم رحمه الله څومره ښه وايي؛
پوه شئ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اسماعیلي امت ته مبعوث شو، تر څو یې ناسمې کړنې سمې کړي او تحریفونه یې له منځه یوسي او نور یې وځلوي او د دې ایت “مِلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ”. معنی همدا ده.
په داسې حالت کې باید د ابراهیمي دین اصول ومنل شي او سنتونه یې ثابت او تایید شي؛ ځکه چې کله یو پېغمبر داسې قوم ته ولېږل شي چې د حقې او سمې سنت لارې نښې او اثار پکې موجود وي، نو د دغو سنتونو بدلول یا له منځه وړل هېڅ معنا نه لري؛ بلکې باید هماغه سنتونه ټینګ او ثابت شي. ځکه دا کار د انسانانو د زیات اطاعت لامل ګرځي او د حق د اثبات پر مهال، دلیل هم پرې قوي وي.
دوام لري…
Previous Articleد افغانستان فیلسوف؛ سید جمال الدین افغان رحمه الله (نولسمه برخه)
Next Article نشنلیزم (څلورویشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د «خلق عظیم» مظهر (شپږمه او وروستۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د «خُلق عظیم» مظهر (پنځمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (شپږ ويشتمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD10 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه دوهمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD3 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک شلمه برخه په عمومي ژوند…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD6 Views

ليکوال: عبيدالله نيمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک نولسمه برخه امام غزالي رحمه‌الله…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD9 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه لومړۍ برخه سریزه:…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.