Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»په سویل ختیځ زون کې د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې پرانیست غونډه
متفرقه چهارشنبه _30 _اپریل _2025AH 30-4-2025AD

په سویل ختیځ زون کې د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې پرانیست غونډه

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
کلمات علمي او تحقیقاتي اداره
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

په سویل ختیځ زون کې د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې پرانیست غونډه

 

 غونډه د قاري سیمع الله شبیر لخوا د قرآنکریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه:
د ویناوالو په لړ کې د پکتیا پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال آصف الرحمن خپلواک وینا وکړه او د تالار ټولو حاضرینو ته یې ښه راغلاست ووایه، د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې افتتاح یې د ویاړ ځای یاد کړ او ویې ویل: د پکتیا پوهنتون ویاړ لري چې د داسې علمي مرکز د افتتاح کوربه دی او یاده یې کړه چې په نړۍ کې زیات نظامونه شته دي، هغه که جمهوري نظامونه  دي او که نور د باطلو افکارو نظامونه دي، دا ټول نظامونه د نړۍ په یوه کنج کې هم اسلامي نظام نشي زغملی او د فکري جګړې لپاره نظامونه کار کوي، مونږ هم باید د کلمات د ادارې سره اوږه په اوږه د حق مبارزه وکړو، د کلمات  ادارې ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې له پردیو څخه مونږ ته پوچ او ناروغ افکار راپاتې دي، باید د ناروغو افکار درملنه وکړو او مسلمانان چې له فکري جګړې سره مخ دي باید علمي کدرونه یې په وړاندې مبارزه وکړي.
د ویناوالو په لړ کې د کلمات د علمي او تحقیقاتي ادارې مرستیال مولوي سیف الله عطاش العلم  ټولو علماوو او مسؤلینو ته ښه راغلاست ووایه، د کلمات د علمي او تحقیقاتي ادارې فعالیتونه او اهداف یې روښانه کړل، هغه اساسي دنده چې امت پرې غوره بلل شوی دی هغه د نورو د ښېګڼو لپاره کار کول دي، مونږ باید هم د اسلامي امت لپاره فعالیت وکړو لکه څنګه چې خلفایې راشدینو د اسلام مبارک دین له شرق څخه تر غربه او له شمال نه تر جنوبه ورساوه او بیا همداسې په تسلسل د اسلام مبارکه لاره د امت اسلافو ونیوه او اسلامي دعوت یې ترسره کړ، کفار نه غواړي چې مسلمانان چیرته د دعوت مرکز ولري د کلمات علمي او تحقیقاتي اداره د اسلام په اړه د سم  پوهاوي رامنځته کولو اداره ده، د مستشریقینو د شبهاتو د ځواب او رد کولو اداره ده، او د فعالیتونو په نوعیت کې د نشراتو فعالیت دی چې په دریو ژبو نشرات کوي پښتو، دري، انګلیسي چې تر اوسه تقریباَ ۲۰۰ علمي مقالې نشرته سپارل شوي دي د باطلو افکارو په وړاندې مبارزه، د تهذیب او تمدن برخه او د غرب د تهذیب او تمدن څیړل، په ټولیزه توګه د اسلام مبارک دین د عمومي مفاهیمو نشر او تکثیر دی.

 

  د پکتیا ولایت مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین:
د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې کړنې او فعالیتونه  د دین او فرهنګ ساتل یاد کړل او د زون په سطحه یې د ملاتړ ډاډ ورکړ، د کلمات ادارې هدف یې د ځوانانو د فکر جوړول یاد کړل او ویې ویل: کفري نړۍ د اسلام  په راتګ سره تر نن ورځې د مسلمانانو سره هغه څه کړې چې بشریت ترینه شرمیږي، باطل ادیان الله جل جلاله  ته ندې خوښ او هغه دینونه چې سابقه د الله جل جلاله له لوري راغلي وو هغه هم د اسلام مبارک دین په راتګ سره منسوخ شوي دي، زمونږ په هیواد کې تقریباً څلور لسیزي بیلابیل مشکلات وو لکه کودتاوې، کفري نظریې خپریدل دغه ټولې ستونزې نن حل شوې دي او په همدې وخت کې باید مونږ فکري رغونه وکړو ټول علماء کرام د پوهنتون استادان او علمي کدرونه یې مسؤل وګڼل چې د اسلامي فکر لپاره کار وکړي او د تأسف ځای یې یاد کړ چې تر اوسه نه کوم عالم او نه کوم استاد یوه فکري رساله لیکلي، یادونه یې وکړه که مسلمانانو له قلم څخه ګټه پورته کړه ټول دنیوی حاجتونه به یې په ریښتونې معنی پوره شي، د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې سره مونږ په قول، فعل او عمل سره همکار یو…
شیخ القران والحدیث محمد اکبر فضلي د دیني تخصوصاتو رئیس:
د خوشحالي ځاي یې یاد کړ چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې داسې علمي او فکري اداره فعالیت کوي او د نړۍ کفارو نن داسې فعالیتونه پیل کړي دي چې باطل فکرونه رامنځته کوي او یادونه یې وکړه چې فزیکي اشغال پای ته رسیدلي دي باید فکري اشغال علماء کرام او علمي کدورنه پاي ته ورسوي، د کلمات د ادارې پرانېستنه يې لازمه او ضرور وګڼله، د کلمات د ادارې مسؤلین یې د فکري جګړې د درک اشخاص وبلل، او د ملاتړ ډاډ ورکړ.
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس قاضي ثواب جان اسلام یار:
څرګنده ده چې د حق او باطل جګړه  د اسلام د مبارک دین  له پیل څخه را روانه ده او باید د مسلمانانو سره د دې  فکر وي چې اسلامي فکر څنګه جوړيږي لومړی باید مونږ د اسلام مبارک دین د کپیټالیزم او سیکولریزم په وړاندې مطالعه کړو، د فکري جګړې  سترې مبارزې ته د کلمات ادارې کارمندانو غاړه ایښې ده، باید مونږ یې ملاتړ وکړو او د کلمات اداره يې د بیلابیلو ادیانو او فکرونو څیړولو او په وړاندې د مبارزې د ترسره کولو مرکز یاد کړ.

 

مفتي محمد عمر فضلي د پکتيا پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس:
د ځوانانو د فکر جوړونې مسؤلیت لومړۍ علماوو ته ورګرځي، د کلمات اداره قوي کولو فعالیت او ملاتړ ته ضرورت لري، د کلمات ادارې د الله جل جلاله له لوري یوه پیرزوینه وبلله او زیاته یې کړه: د حق او باطل جګړه د اسلام له راتګ څخه تر نن ورځې پورې دوام لري، نن ورځ  یوه پیچلې وخت راغلی معاصر الحاد د الله جل جلاله څخه انکار کوي په باطل فکر باندې کار کوي د پوځي اکمالاتو څخه هم کار اخلي په تیرو دوو لسیزو کې مونږ تجربه کړل چې په نوم مسلمانانو به هم مشورې ورکولې تر څو باطل فکرونه پیاوړي کړي مونږ باید درې اسباب ولرو چې د ځوانانو فکر روغ وساتو لومړی زمونږ منځته داسې کس داخل نشي چې باطل فکر ته خلکو ترویج کوي، زمونږ روغ فکر په باطلو افکارو بدلوي مونږ باید خپل فکر او علم خرڅ نکړو ریښتينی او منافق وپیژنو تر څو اسلامي فکر بری ومومي دویم هر هغه څوک چې دعوت په غاړه لري لکه علماء او تحقیقاتي ادارې باید په هغو کې د اخلاص ماده پیاوړې وي. هر هغه څوک چې مقاصد يې دنیوي وي له ماتې سره مخ کیږي او درېیم رسنۍ دي چې په مبارزه کې مهم رول لري او باید رسنۍ د نظام په سطحه تقویت شي تر څو مونږ حقیقي مبارزه وکړو او مبارزین متأثره نشي، مبارزه پرېنږدي، له علماء کرامو څخه یې غوښتنه وکړه چي رسنۍ تشویق کړي او ملاتړ یې وکړي ځکه رسنیزه مبارزه ښه رول لوبولی شي او له ټول علمي قشر څخه یې غوښتنه وکړه چې حقیقي مبارزه وکړي او د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې ته يې هر اړخیزه کارونو تمه وښوده.
مجاهد همت یار د خوست شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو مرستیال:
انسان؛ الله جل جلاله ډیر قیمتي او قوي پیدا کړی ده، انسان باید د هیڅ رنګ عبادت او مبارزې څخه شاته نشي او ټول مسلمانان باید د عصري زده کړو تر څنګ دیني او فکري زده کړې وکړي، د شیخ زاید پوهنتون رهبري د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې ته د ملاتړ ډاډ ورکوي.
دوکتور رفیع الله صمیم د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس:
د باطلو افکارو په وړانډې د کلمات علمي او تحقیقاتي اداره یوه مهمه اداره ده د ټولو استازو څخه یې غوښتنه وکړه چې ملاتړ يې وکړي او د کلمات د ادارې فعالیت يې د ځوانانو فکر جوړول وبلل چې غربي فکر له منځه وړي او ټولو کفري قضیو ته ځواب ویوونکی ده، د کلمات اداره د باطلو افکارو په وړاندې مهم سنګر دی، د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت دوی ته د ملاتړ ډاډ ورکوي.
 د پرانیست غونډې په پای کې د کلمات د علمي او تحقیقاتي ادارې مرستیال له ټولو مسؤلینو او حاضرینو څخه مننه وکړه.
د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې د سویل ختیځ زون د څانګې پرانیست غونډه د شیخ القران والحدیث مولوي عبدالکریم په دعاء پای ته ورسیده.
و من الله توفیق
Previous Articleد «خُلق عظیم» مظهر (درېیمه برخه)
Next Article د «خُلق عظیم» مظهر (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۴)

یکشنبه _1 _فبروري _2026AH 1-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰) سریزه موږ په تېره برخه کې…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹) سریزه د دې لپاره…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD10 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې د…

نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.