لیکوال: سید مصلح الدین
دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور
(پنځمه برخه)
د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور
کله چې په ۱۲۷۴هـ ق (۱۸۵۷م) کال کې د انګریزي استعمار پر ضد د هند نیمه وچه کې پراخ او مشهور پاڅون د داخلي دسیسو او د استعماري ځواکونو د نظامي زور له امله له ماتې سره مخ شو، نو د هند حالات نور هم ورسره ترینګلي شول. د مغولي مسلمانانو دولت، چې تر هغه وخته یې په ظاهري توګه په ډهلي کې واکمني لرله، خپلې وروستی ساګانې وویستې او ختم شو او بیا انګریزان پر ټول هند واکمنان شول.
انګرېزي ځواکونو په ډهلي او نورو ښارونو کې د وینو ویالې وبهولې، کوڅې او سړکونه یې د شهیدانو او ټپیانو له جسدونو ډک کړل. په تېره بیا علما، د فکر او دعوت مشران او د پاڅون سرلاري یې ونیول، ځینې یې ووژل، ځینې یې هجرت ته مجبور کړل. په اسیرانو کې یې ځیني اعدام او ځيني د «اندمان» ټاپو یا هغه ځای ته تبعید کړل، چې د اقلیم او ژوند شرایط یې خورا سخت وو.
کله چې دانګریزي استعمار پر ضد د مسلمانانو پرلهپسې او مستقیمې هڅې ناکامې شوې او مسلمانان څو وارې له ماتې سره مخ شول او استعماري ځواکونه وتوانیدل چې پر ټول هند خپله ولکه ټینګه کړي، نو وروستنۍ اقدام دا و چې د دارالعلوم دیوبند بنسټګر امام محمد قاسم نانوتوي رحمهالله له خپلو ملګرو او مجاهدو همکارانو سره په ګډه د «اُترا پردېش» ایالت د «مظفر نګر» ولسوالۍ په شاملي سیمه کې د جهاد او مبارزې ډګر ته ور ودانګي. دا هماغه جګړه وه چې ستر او رباني عالم «حافظ ضامنعلي رحمهالله» له یو شمېر ملګرو سره یو ځای پهکې د شهادت جام نوش کړ.
بالآخره، پر ټول هند تورتم خپور شو، انګریزي حکومت د اسلامي مدرسو لپاره ټول وقف شوي ملکیتونه، جایدادونه او عایداتي سرچینې مصادره کړې او د اصلاح، فکر، دعوت او تعلیم تربیتي مرکزونو د له منځه وړلو لپاره یې عملي ګامونه پورته کړل، تر څو مسلمانان د وخت په تېرېدو سره جاهل او ناخبره شي او په دې توګه یې په آسانۍ سره تحریف شوي مسیحیت ته پام ورواړوي.
کله چې د زاړه استعمار په ملاتړ د تبشیري فعالیتونو لړۍ وغځېده او ترڅنګ یې د اسلام پر ضد د هندوانو پراخ تبلیغات چې ډېری وخت له نصراني تبشیریانو سره همغږي وو، زیات شول، نو د هند علماوو او د اسلام لارویانو د اسلام د ساتنې او د اصیل اسلامي فرهنګ او عقیدې د خوندیتوب په موخه ټولې ممکنه لارې چارې وارزولې او بالآخره دې پایلې ته ورسېدل چې یادې موخې ته د رسیدو یوازینۍ حللاره د مسلمان ملت په ملاتړ او مرسته د اسلامي علومو د زدهکړو مرکزونه او مدرسو جوړول دي. ځکه له دې لارې به د قرآن او سنتو علوم خپاره شي او مسلمانان به پر خپل دین او عقیده ټینګ پاتې شي.
د دغو علماوو او مشرانو په سر کې امام محمد قاسم نانوتوي رحمهالله (وفات: ۱۲۹۷هـ ق/ ۱۸۷۹م) و، چې د مولانا رشید احمد ګنګوهي رحمهالله (وفات: ۱۳۲۳هـ ق/ ۱۹۰۵م)، مولانا ذوالفقارعلي دیوبندي رحمهالله (وفات: ۱۳۲۲هـ ق/ ۱۹۰۴م)، حاج سید محمد عابد دیوبندي رحمهالله (وفات: ۱۳۳۱هـ ق/ ۱۹۱۲م)، مولانا یعقوب نانوتوي رحمهالله (وفات: ۱۳۰۲هـ ق/ ۱۸۸۴م)، مولانا رفیعالدین رحمهالله (وفات: ۱۳۰۸هـ ق/ ۱۸۹۰م) او مولانا فضلالرحمن عثماني دیوبندي رحمهالله (وفات: ۱۳۲۵هـ ق/ ۱۹۰۷م) په څېره ملګرو په همکارۍ او مشوره د ۱۲۸۳هـ ق د محرمالحرام په ۱۵مه / د ۱۸۶۶م د مې میاشتې په ۳۰مه، د چهارشنبې په ورځ، د «چتې جومات» په نوم یوه پخواني جومات کې چې د اوسني دارالعلوم دیوبند له مرکز څخه سویل ختیځ لور ته پروت و، د یوې مدرسې او دیني مرکز د جوړېدو بنسټ کېښود.
د دغې مرکز لومړنۍ ښوونکی ملا محمود او لومړنۍ زده کوونکی محمودالحسن و.
وروسته دغه زدهکوونکی دومره لوړ مقام ته ورسېد چې د انګریز استعمار پر ضد د هند د مسلمانانو د ازادۍ غورځنګ مشري یې وکړه او د «شیخالهند» په نوم مشهور شو. چې وروسته همدې نهضت هند خپلواکۍ ته ورساوه.
دیوبند
دغې مدرسې د دیوبند (Deoband) په نوم په یوه کلي کې خپل فعالیت پیل کړ، دې سیمې هغه وخت کومه خاصه ځانګړنه نه درلوده، خو د دې مدرسې په برکت چې په پیل کې یې نوم «المدرسة العربیة الإسلامیة» و، پرمختګ وکړ او شهرت یې وموند. د دیوبند نوم او آوازه په ډېر کم وخت کې د هند په نیمه وچه او آن له هغې ور هاخوا نورو هېوادونو ته هم خپره شوه. نن ورځ دیوبند د هند له ډېرو لویو ښارونو څخه هم زیات شهرت لري.
دیوبند د هندوستان د اترا پردېش ایالت په سهارانپور ولسوالۍ پورې مربوط دی، چې د ډهلي په ۱۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی. د «ګنګا» سیند د سهارانپور له ختیځ او د «جمنا» سیند یې له لویدیځ څخه تېرېږي.
دیوبند یو لرغونی ځای بلل کېږي او شاوخوا ۵۵ سلنه اوسېدونکي یې مسلمانان دي. دغه سیمه د ډېرو علماوو، فقهاوو، ادیبانو او شاعرانو روزونکې ده. لکه څنګه چې مخکې هم یادونه وشوه، د دارالعلوم دیوبند په برکت دا ځای نړیوال شهرت ته رسېدلی دی.
نن ورځ دیوبند په یو ښار بدل شوی دی او هلته ځینې تاریخي ودانۍ هم شته، چې تر ټولو مهمه یې د مغولي امپراتور اکبر شاه (وفات: ۱۰۱۴هـ ق/ ۱۶۰۵م) قلعه ده. نوموتي مورخ ابوالفضل په خپل کتاب «آئین اکبري» کې د دې کلا په اړه لیکلي: «دیوبند یوه کلا لري چې له پخو خښتو نه جوړه شوې ده.» (آیین اکبری: ۲/۱۴۳.)
د مسلمانانو د واکمنۍ پر مهال په دیوبند کې ګڼ جوماتونه جوړ شوي دي چې له هغو څخه لاندې جوماتونه یادولی شو:
-
د «قلعه»جومات چې د سلطان سکندر لودهی (وفات: ۹۲۳هـ ق/ ۱۵۱۷م) پر مهال جوړ شوی دی.
-
د «خانقاه تکیهکلان» جومات، چېد اکبر پاچا په واکمنۍ کې جوړ شوی.
-
د «ابوالمعالي محلې» جومات چې د نیک سیرته مغولي پاچا اورنګزیب عالمګیر (وفات: ۱۱۱۸هـ ق/ ۱۷۰۶م) دورې پورې تړاو لري.