Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»خلكو ته خدمت؛ د الهي رضا د حاصلولو  لار
متفرقه شنبه _19 _اپریل _2025AH 19-4-2025AD

خلكو ته خدمت؛ د الهي رضا د حاصلولو  لار

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: مهاجر عزيزي

خلكو ته خدمت؛ د الهي رضا د حاصلولو  لار

خلكو ته خدمت یو لوی عبادت او د ايمان عملي وړانګې دي. قرآن­كريم او نبوي احاديث په دې خیرغوښتونکي عمل ډېر ټينګار کوي؛ خو په خواشينی سره چې دغه ارزښتناکه سنت اوس په مسلمانانو کې ډېر پیکه شوی دی؛ حال دا چې زموږ صالحو اسلافو او د دين بزرګانو د دې لارې غوره او څرګنده بېلګې وې.
د ريښتيني خدمت روښانه بېلګه: ‌
د انساني خدمت له غوره بېلګو څخه يوه هم د حضرت ابوبکر صديق رضی‌الله‌عنه کیسه ده. ابوبکر صديق رضی‌الله‌عنه هم د خلافت پر مهال او هم تر خلافت وړاندې، د اړمنو له پاللو سره ډېره مينه درلوده او د خلکو خدمت يې خپل اخلاقي مسؤليت ګاڼه. په یوه روايت کې راځي چې په مدينه منوره کې يوه زړه او ړنده ښځه اوسېده. حضرت عمر رضی‌الله‌عنه به یې د شپې له خوا خدمت کاوه، اوبه او خواړه به يې وروړل او اړتیاوې به یې ورپوره کولې؛ خو ډېر کله به له ده څخه وړاندې یو بل کس د دې ښځې خدمت ته ځان ور رسولی و.
حضرت عمر رضی‌الله‌عنه هڅه وکړه چې تر نورو مخکې ځان خدمت ته ورورسوي، خو بيا به يې چې لیدل، نو کوم بل چا به تر ده وړاندې دا کار کړی و. يوه شپه ورته پټ شو، ترڅو یې معلوم کړي؛ نو ویې لیدل چې دا کس حضرت ابوبکر صديق رضی‌الله‌عنه دی، یعنې د مسلمانانو خليفه![1]
 د حضرت ابوبکر رضی‌الله‌عنه د خدمت  بله بېلګه دا وه چې د بې‌سرپرستو کورنيو وزې به يې لوشلې. کله چې حضرت ابوبکر رضی‌الله‌عنه د خليفه په توګه وټاکل شو، نو د دې کورنۍ يوې نجلۍ ورته وويل: «له دې وروسته به تاسې زموږ وزې نه لوشئ.» ده ځواب ورکړ: «پر خداى قسم! زما نوې دنده به ما د تېر وخت له نېکو کارونو منع نه کړي.» هغه به لا هم د دې کورنۍ وزې لوشلې او د کور ماشومانو ته به يې په ډېرې مينه او مهربانۍ سره ويل: «أرغي لك أو أصرح؟» يعنې: «په شودو کې درته ځګ جوړ کړم که نه؟» د حضرت ابوبکر رضي الله عنه دې خدمت د سُنح په سیمه کې شپږ مياشتې دوام وکړ او هله پای ته ورسېد، چې مدينې منورې ته لاړو.[2]
د مسلمانانو د لومړي خليفه او د رسول‌الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم د سمڅې ملګري، دا ډول خدمت د اسلامي حکومتونو د مشرانو او چارواکو لپاره ستر پېغام لري. يو مشر بايد د يوه مهربانه پلار په څېر، د خپل رعايت د اړتياوو د پوره کولو په فکر کې واوسي. لکه څه ډول چې یو پلار د خپلو اولادونو د هوساينې او آرامۍ غم خوري، همداسې يو امير او حاکم ته هم پکار ده چې د خلکو د ژوند اسانتياوو، راحت، مادي او معنوي اړتياوو ته رسیدګي وکړي او پر بې‌وزلو، يتيمانو او بې‌سرپرستو خلکو ځانګړی پام وکړي.
د خدمت‌ بڼې او لارې چارې:
د الله تعالی د مخلوقاتو خدمت‌ بېلابېلې بڼې او لارې چارې لري، چې شمېر یې محدودېدای  نه شي؛ خو قالبونه او چوکاټونه یې مختلف دي، چې هره ټولنیزه ډله په کې خپلو دندو او مسؤليتونو ته په کتو، مهم رول لوبولی شي. لاندې به د خدمت يو شمېر مهمو بڼو ته اشاره وشي:
۱. د الله تعالی مخلوق ته د علماوو او علم پالو خدمت:
د علماوو او علم­پالو مسؤلیت د خلكو په وړاندې ډېر دروند دی او دا يوازې يوه عادي وظيفه نه ده، بلکې د خلکو له معنوي، ايماني او انفرادي ژغورنې سره تړلی دی. علماء چې د انبياوو وارثان دي، د خپل نفس له اصلاح وروسته باید د ټولنې په اصلاح لاس پورې کړي او د خلکو د تربيت او روزنې لپاره منظم پلانونه طرحه کړي. که چېرې په دې مسؤليت کې ناغېړي وشي، نو ډېرې بدې او درنې پايلې به ولري.
دلته له خلکو سره د علماوو د ځینو مهمو او بنسټیزو خدمتونو لنډه یادونه کوو:
الف) د دیني مدرسو او علمي مرکزونو جوړول
د خلکو لپاره د دیني مدرسو جوړول په سترو خدمتونو کې راځي. مدرسې د اولادونو د تعلیم او تربیې، د نفسونو د تزکیې، او د خلکو د دیني ستونزو د حل په موخه جوړېږي. د دغو مدرسو فارغان د ټولنې د مصلحینو په توګه، خلک له دیني او ایماني زده‌کړو سره آشنا کوي او د دوی د دنیا او آخرت د بریا زمینه برابروي.
ب) د دعوتي مرکزونو جوړول
علماوو د دعوتي مرکزونو په جوړولو سره خلکو ته لوی خدمتونه ترسره کړې دي. دا مرکزونه چې په بېلابېلو هېوادونو کې د تبلیغي بنسټونو په توګه فعالیت کوي، میلیونونه انسانان له ګمراهۍ څخه د اسلام رڼا ته رابللي دي.
ج) د جوماتونو او منبرونو له لارې خدمت
د علماوو د خدمتونو بل آدرس جوماتونه او منبرونو دي. د پنځه­ګونو لمونځونو امامت، د جمعې د خطبو وړاندې کول او د اصلاح او تربیې پروګرامونه جوړول د دې خدمت ښکاره بېلګې دي.
د) د جهادي مرکزونو جوړول او پراخول
د علماوو یو بل مسؤلیت دا دی، چې خلک د ظلم، فساد او طاغوت پر ضد جهاد ته وروبلي. تاریخ ښودلې، چې د جهاد مشري او د کفر پر وړاندې مبارزه اکثراً د علماوو پر اوږو وه.
۲. د الله تعالی د مخلوق لپاره د سوداګرو او مسلکي کسانو خدمت
سره له دې چې تجارت په اسلام کې د حلال رزق ګټلو وسيله ده، د خلکو د مادي اړتياوو د پوره کولو وسیله هم ده. سوداګر د خلكو خادمان دي او بايد د انصاف او عدالت په پام کې نيولو سره خلکو ته اسانتياوې برابرې کړي. له بده مرغه، په اوسنيو وختونو کې ځينې سوداګر يوازې د خپلو شخصي ګټو په فکر کې وي او د خلکو له ستونزو خبر نه وي. دا ډول چلند نه يوازې دا چې په دنيا کې بدې پايلې لري، بلکې په آخرت کې به هم له الهي حساب کتاب سره مخ شي.
۳. خلکو ته د حاکمانو او سياستوالو خدمت
حاکمان او سياستوال د خلکو په وړاندې اساسي مسؤليتونه لري، چې ځینې مهم يې دا دي:
۱. د امنيت تأمين او د عدالت ساتنه؛
۲. د عامه خدمتونو وړاندې کول لکه تعليم، روغتيا او زېربناوې؛
۳. اقتصادي وده او د فساد کمول؛
۴. د ښاريانو له حقونو ملاتړ.
رهبران بايد د يو مهربان پلار په څېر، د خلکو د اړتياوو پوره کولو او د ستونزو هوارولو ته جدي پاملرنه وکړي.
پایله
خلكو ته خدمت، که د ديني زده‌کړو او لارښوونو له لارې وي، که د مادي اړتياوو د پوره کولو او که د امنيت او عدالت د ساتنې له لارې وي، په سترو عباداتو کې ارځي او د الهي رضا د تر لاسه کولو یوه وسیله ده. هر څوک خپلو وړتیاوو او مسؤلیتونو ته په کتو باید په دې لار کې قدم پورته کړي. علما، سوداګر او سياستوال هر يو په دې برخه کې ځانګړی مسؤليت لري او د دوی کړنې د ټولنې د يووالي او د آخرت د نجات په برخه کې مهم رول لوبوي.
پای

 

[1]. ابن سعد، الطبقات: ۳/۱۸۶.

[2]. علامه طنطاوي، أبوبكر الصديق، ص: ۹

Previous Articleبدعت او دقیقه مانا یې (شپږمه برخه)
Next Article د ابو حامد امام غزالي رحمه الله ژوندلیک (اوومه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۴)

یکشنبه _1 _فبروري _2026AH 1-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD2 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰) سریزه موږ په تېره برخه کې…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹) سریزه د دې لپاره…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD12 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.