Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نشنلیزم»نشنلیزم (نولسمه برخه)
نشنلیزم یکشنبه _6 _اپریل _2025AH 6-4-2025AD

نشنلیزم (نولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ابو عائشه

نشنلیزم

(نولسمه برخه)

سریزه

د نړۍ په هره څنډه کې چې د ملتپالنې مفکوره دود شوې، تر شا یې خامخا د ګوندونو، بنسټونو، سازمانونو او مشهورو شخصیتونو مهمه ونډه ده، بلکې د همدې مجموعو له لارې دا لړۍ غځېدلې. په ترکیه کې هم ملتپالنې همدا بهیر او مراحل تر شا کړي دي. د څېړنې په دې برخه کې هڅه کېږي چې د ترکي ملتپالنې هغه مشران، ګوندونه او ټولنې معرفي شي، چې د دې مفکورې د پراخولو لپاره یې هڅې کولې.

د پان‌ترکيزم مشران

د معلوماتو له مخې، د پان‌ترکيزم په خپرولو کې ګڼو کسانو کې ونډه درلودلی دی او د بریا لپاره یې هڅې کړې دي، تر دې چې د ډېرو کلونو په تېریدو سربېره، نن هم یاده پدیده د ترکانو ترمنځ په ښکاره توګه لیدل کېږي، نو په دې مقاله کې هڅه کوو چې د یادې مفکورې تر ټولو مشهور شخصیتونه در وپېژنو.

ضیاء گوک آلپ

ضیاء گوک آلپ یو له هغو کسانو څخه و چې د ترکي او توراني ملتپالنې د بیا راژوندي کولو هڅه یې کوله. هغه د دې مفکورې د پراخولو په برخه کې ډېرې هڅې وکړې، کتابونه یې ولیکل او په بېلابېلو ځایونو کې یې تبلیغات وکړل. ضیاء گوک آلپ غوښتل یوه نوې او داسې ترکیه تاسیس کړي چې د عثماني ترکانو او د تېر وخت تورانیانو ترمنځ پل شي.

ضیاء گوک آلپ (۱۸۷۴-۱۹۲۴ زېږدیز) د اناتولیا په جنوب ختیځ – دیاربکر کې چې زیاتره وګړي یې کردان ول، نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه داسې کس و، چې زده کړې یې له ځانه سره کړې وې. آلپ د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د پان‌ترکيزم د تحریک له مخکښو شخصیتونو څخه شو. په حقیقت کې د ضیاء گوک آلپ له یاودلو پرته د ترکیې د ملتپالنې د ودې او د پان‌ترکيزم د رامنځته کېدو په اړه خبرې نیمګړې دي. ضیاء گوک آلپ د ترکيې د نوي نشنلېزم پلار او د دې خاورې له وتلو متفکرینو څخه ګڼل کېږي. هغه نږدې ۳۰۰ مقالې لیکلي، چې د ۱۹۰۸ تر ۱۹۲۱ زېږدیزو کلونو په اوږدو کې په بېلابېلو نشریوو کې چاپ شوې دي.[۱]

ضیاء گوک آلپ د عثماني خلافت او د نولسمې پېړۍ د وروستیو کلونو او همداراز، د شلمې پېړۍ د پیل یو مخکښ روڼ‌اندی و.[۲]

نوموړی د (۱۲۹۱ – ۱۳۴۳ هـ.ق / ۱۸۷۴ – ۱۹۲۴ ز.) کالونو ترمنځ د ترکیې تر ټولو لوی متفکر او لوېدیځ‌پلوه نظریه‌پرداز ګڼل کېږي. هغه د «پان اسلامیزم» پر وړاندې ترکي نشنلیزم او له غربي تمدن څخه کامل اقتباس په دې موخه اړین باله، چې ترکان د کړاو او جهل له زنځیرونو خلاصوي. ضیاء گوک آلپ د طه حسین په څېر ادعا کوله چې د ده ملت له اروپا سره تړلی دی، نه له اسلامي نړۍ سره. له همدې امله، هغه ټینګار کاوه چې ترکیه باید له ختیځ سره خپلې ټولې فرهنګي، فکري او ټولنیزې ریښې وشلوي او له لوېدیځ سره وصل شي. گوک آلپ په دې باور و چې نه یوازې ټکنالوژي او صنعتي تولیدات، بلکې د لوېدیځ فکر، ارزښتونه او نظامونه هم باید په بشپړ ډول د ترکیې برخه شي. هغه ټینګار کاوه چې زاړه عنعنوي ارزښتونه باید شاته پرېښودل شي، خو ترکي ملي هویت، پان‌ترکيزم او د ترکانو لرغوني اساطیر او افسانې باید بیا راژوندي شي.[۳]

علامه سید ابوالحسن ندوي په خپل کتاب «ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمین» کې د شکیب ارسلان له قوله لیکي: «په ترکیه کې یوه دویمه ډله هم شته چې د لومړۍ ډلې برعکس، د عثماني ترکانو په قومیت ټینګار نه کوي، بلکې ځانونه تورانیان بولي. د دې ډلې له مشهورو څېرو څخه ضیاء گوک آلپ، احمد آغایف او یوسف آقشورا دي؛ چې وروستي دوه کسان له روسیې څخه ترکیې ته راغلي دي. پر دوی سربېره، جلال ساهر، یحیی کمال، حمدالله صبحي (د تورک بوردی رئیس)، محمدامین بگ (ولسي شاعر) او ګڼ شمېر ادیبان، متفکرین، محصلین او د نوي نسل استازي هم له دې ډلې سره هم‌غږي دي. دوی ادعا کوي چې ترکان د تمدن تر ټولو پخواني، اصیل او پرمختللي خلک دي او په اصل کې د مغولو له قوم سره یو دي. د دوی په باور، ترکان باید خپل اصلي هویت ته ورستانه شي، چې دوی یې «توراني ټولنه» بولي. د خپلو پخوانیو په خلاف، دوی په دې باور دي، چې «ترکان لومړی تُرک دي، بیا مسلمان».

د دې ډلې شعار بې‌دیني، بېباکي، او د اسلامي ټولنې تر پښو لاندې کول دي؛ خو که چېرۍ اسلامي ټولنه د توراني ملتپالنې د پراختیا لپاره یوه وسیله ګرځي، نو په دې حالت کې به اسلام هدف نه، بلکې یوازې یوه وسیله وي.»[۴]

مصطفی کمال آتاترک

د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو او د ملي‌پالانو او دولت ترمنځ د اختلافاتو له پیلېدو وروسته د ترکیې په تاریخ کې یو نوی فصل پرانیستل شو. مصطفی کمال د هغو ملي‌پالانو مشري پر غاړه واخیسته چې د ارضي تمامیت او ملي خپلواکۍ د ساتنې لپاره یې مبارزه کوله. د استقلال له جګړې او د لوزان د سولې تړون تر امضا وروسته، دی د ترکانو د ملي مقاومت د سمبول په توګه مطرح شو.[۵]

 آتاترک د اسلام د دښمنانو لپاره یو وسیله وګرځېده او د اسلام پر ضد یې سخته مبارزه پیل کړه. د لوېدیځ د پلانونو د تطبیق لپاره، آتاترک قرآن کریم ترکي ژبې ته وژباړه او په ۱۹۳۲ زېږدیز کال کې یې د ژباړل شوي قرآن نسخې په خلکو کې وویشلې. همداراز، هغه اذان هم ترکي ژبې ته واړاوه.[۶]
د جګړې له پای ته رسېدو او د اتحاد او ترقۍ کمېټې د پاشاهانو له تېښتې وروسته چې د ځوانو ترکانو د واکمنۍ د پای ټکی و، د نوو شخصیتونو ظهور ته زمینه برابره شوه چې د قدرت ډګر ته راشي. دا شخصیت، چې د عثماني خلافت د پای او د ترکیې د جمهوریت د زېږون لپاره ټاکل شوی و، بل څوک نه و مګر مصطفی کمال، چې وروسته د «آتاترک» په نوم مشهور شو.[۷]
خو د ده هغه غربي باداران چې دی یې واک ته رسولی و، یوازې په همدومره ورانکاریو قانع نه شول، بلکې هغوی غوښتل چې اسلام له دې خاورې په بشپړه توګه محوه کړي، نو له همدې امله یې داسې ډېرې لارښوونې ورته کړې وې، چې د ملتپالنې تاییدوونکي او په کامله توګه له اسلام سره په ټکر کې وو.
د «نشنلیزم د اسلام له نظره» کتاب لیکوال د مصطفی کمال آتاترک او هغو بحرانونو په اړه چې د اسلامي خلافت له منځته راتګ وروسته یې ترکیه ورسره مخ کړه، داسې لیکي: «هغه څه چې پېښ شول، د داسې شخص د کړنو پایله وه چې په ظاهره مسلمان و، خو په باطن کې د شیطان پیرو او د امریکا او لوېدیځ تالي څټی و. هغه داسې ملتپال و چې ملي احساسات یې تر دیني عقایدو غوره وبلل؛ آتاترک یو واقعي نشنلېست و او د ملتپالو له نظره یو اتل دی، ځکه چې هغه وتوانېد اسلام په بشپړ ډول له ترکي مليت څخه جلا کړي.»[۸]
آتاترک واک ته له رسیدو وروسته له انګریزي او فرانسوي استعمارګرو سره د «لوزان تړون» امضا کړ. بریتانیا شرط ایښی و چې یوازې په هغه صورت کې به خپل ځواکونه له ترکیې باسي چې لاندې شرایط عملي شي:
 1. د اسلامي خلافت لغوه کول، له ترکیې د خلیفه شړل او د هغه د شتمنیو مصادره کول؛
 2. ترکیه باید ژمنه وکړي چې د اسلامي خلافت هر ډول ملاتړی غورځنګ او پاڅون به ځپي؛
 3. ترکیه باید له اسلام سره هر ډول اړیکه پرې کړي؛
 4. د اسلامي قوانینو پر ځای باید نوی مدني قانون پلی شي.
آتاترک د یادو شرایطو په منلو د اسلامي خلافت له منځه تګ او د سکولار ملتپالنې بشپړ حاکمیت ته لار هواره کړه.[۹]
آتاترک په کامله توګه په غرب مین و او د هغوی په قوانینو او برنامو یې زړه بایللی و، نو یوازې یې په همدې بسنه ونه کړه او تر دې هم وړاندې لاړو. هغه په ترکیه کې په ګڼ شمېر شرعي او اسلامي احکامو بندیز ولګاوه، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
 1. د لوی او کوچني اختر لغوه کول او د جمعې د ورځې رخصتي له منځنه وړل او پر ځای یې د یکشنبې ورځ رخصتول؛
 2. د حج له فریضې څخه د څو کلونو لپاره مخنیوی؛
 3. پر حجاب بندیز؛
 4. له عربي ژبې څخه ترکي ژبې ته د آذان بدلول؛
 5. د آیاصوفیا جومات په موزیم او د فاتح جومات په تمځای بدلول؛
 6. د اسلامي کتابتونونو، ديني مرکزونو او مکتبونو تړل؛
 7. له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو پرې کول؛
 8. عربي الفبا لاتیني حروفو ته بدلول؛
 9. د هجري تقویم پر ځای د میلادي تقویم رسمي کول.
د ترکیې دا ستر مليپال تر دې حده وړاندې لاړ، چې په یوه لیک کې یې د بریتانیا له سفیر وغوښتل چې د هغه ځای ناستی شي؛ خو سفیر د مصلحت د نهشتون له امله د هغه غوښتنه رد کړه.[۱۰]
دوام لري…

 

[1]. سامان، بختیار، پیدایش پانترکیسم و تأثیر آن بر خاورمیانه، تاریخ نشر ۱۳۹۷ هجری شمسی، ص ۱۰.

[2]. توکل، محمد و تراپ نژاد، نسیم: تأثیر اندیشه‌های جامعه‌شناختی «ضیاء گوک آلپ» بر شکل‌گیری پایه‌های نظری جمهوری نوین ترکیه، مجلۀ علمی- تخصصی پژوهش ملل، دورۀ اول، شمارۀ ۶، ۱۳۹۵ هـ، ص ۴.

[3]. درازی، علی، آذربایجان و هویت ملی، نشرشده در فصلنامۀ مطالعات ملی؛ ۵۷، سال پانزدهم، شمارۀ ۱، ۱۳۹۳ هـ. ش، ص ۱۴۱.

[4]. ندوی، علی، کندوکاوی در اوضاع جهان و انحطاط مسلمانان ترجمۀ «ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمین»، با ترجمۀ عبدالحکیم عثمانی، ۱۳۸۸ هـ.ش، ص ۱۵۷.

[5]. قیداری، عباس، مصطفی کمال آتاتورک و انحلال خلافت، پخش شده در مجلۀ پژوهش‌های تاریخی ایران و اسلام، شمارۀ ۱۳، ۱۳۹۲ هـ. ش، ص ۸۵.

[6]. کاظمی، أحمد، پان ترکیسم و پان آذریسم، ۱۳۸۵ هـ. ش، ص ۲۱۲.

[7]. قیداری، عباس، مصطفی کمال آتاتورک و انحلال خلافت، پخش شده در مجلۀ پژوهش‌های تاریخی ایران و اسلام، شمارۀ ۱۳، ۱۳۹۲ هـ. ش، ص ۷۶.

[8]. شعاعی، محمد علی، ناسیونالیسم از دیدگاه اسلام، ۱۳۸۴ هـ. ش، ص ۹۹.

[9]. کاظمی، أحمد، پان ترکیسم و پان آذریسم، ۱۳۸۵ هـ. ش، ص ۲۱۲.

[10]. شعاعی، محمد علی، ناسیونالیسم از دیدگاه اسلام، ۱۳۸۴ هـ. ش، ص ۹۹.

Previous Articleنشنلیزم (اتلسمه برخه)
Next Article نشنلیزم (شلمه برخه)

اړوند منځپانګې

لیبرالیزم

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (لومړۍ برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD
نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (نهه‌ دېرشمه برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD
نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (اته دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

لیبرالیزم

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (لومړۍ برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD8 Views

لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه لومړۍ برخه سریزه  الله…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (نهه‌ دېرشمه برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD3 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم نهه‌ دېرشمه برخه د انترناسیونالیزم پدیده او موخې د پیل خبرې: د…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (نهه‌دیرشمه برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD2 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول نهه‌دیرشمه برخه کانونه…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان (اووه‌دېرشمه برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD3 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزی د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان اووه‌دېرشمه برخه د ختیځ سړی د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (لومړۍ برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD

نشنلیزم (نهه‌ دېرشمه برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.