Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»نوروز د اسلام په تله کې؛ تاریخي او فقهي ارزونه (دوهمه او وروستۍبرخه)
متفرقه پنجشنبه _20 _مارچ _2025AH 20-3-2025AD

نوروز د اسلام په تله کې؛ تاریخي او فقهي ارزونه (دوهمه او وروستۍبرخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: مهاجر عزیزي

نوروز د اسلام په تله کې؛ تاریخي او فقهي څېړنه (دوهمه او وروستۍبرخه)

 

نوروز د اسلافو او اهل سنتو د امامانو له نظره
د اسلام علماوو، مفسرینیو او د اهل سنت والجماعت امامانو په اتفاق سره د نوروز د جشن لمانځل حرام ګڼلی او د غیر الهي دینونو له شعائرو څخه یې بللی دی. همداراز، د مختلفو سرچینو د دقیقو پلټنو سربېره مو د صحابه کرامو، تابعینو یا د معاصر وخت د حقاني علماوو کوم داسې قول ونه موند، چې په هغې کې یې د نوروز د جشن لمانځل جایز ګڼلی وي.
د دې جشن د جواز په اړه چې هر څه ویل کېږي، هغه د هغو شهوت‌پرستو اشخاصو نظريات دي، چې د اسلافو نظریات یې له پامه غورځولي او له خپله ځانه یې دلایل ورته تراشلي دي، ترڅو دا جشن یوازې یو عادي کلتوري دود وښيي.
په دې برخه کې به د نوروز په اړه د صحابه کرامو، تابعینو او د اهل سنتو د علماوو نظریات وڅېړو:
الف: د نوروز په اړه د صحابه کرامو او تابعینو نظر
صحابه کرام او تابعین د قرآن کریم او سنتو تر ټولو معتبر او باخبره مفسرین دي، ځکه چې هغوی یا د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په زمانه کې وو او یا ورسره په جوخته پېړۍ کې، نو طبیعي خبره ده، چې د شرعي مفاهیمو په اړه یې ډېر ښه فهم درلود.
  1. عبدالله بن عمرو بن عاص رضی‌الله‌عنه وايي: «څوک چې له عجمو څخه پیروي کوي او د نوروز او مهرجان جشنونه لمانځي او ځان دوی ته ورورته کوي، نو د قیامت په ورځ به له دوی سره حشر شي».[[1]]
  2. له حسن بصري رحمه‌الله، چې په تابعینو کې له سترو علمای کرامو څخه و، د نوروز په اړه وپوښتل شول، نو ده د نوروز لمانځل مکروه وبلل او ویې ویل: «دا ورځ عجم (غیر عربي زردشتیان) لمانځي».[[2]]
  3. زبید الیامي رحمه‌الله، چې د تابعینو له مشهورو علماوو څخه و، هر کال به د نوروز په ورځ له یوې ډلې سره په مسجد کې اعتکاف کاوه او ویل به یې: «دې خلکو (د نوروز تجلیل کوونکو) په خپل کفر اعتکاف کړی؛ نو موږ هم د خپل ایمان د ساتنې په خاطر اعتکاف کوو. ای پروردګاره! ته مو وبښې».[[3]]
ب: د نوروز په اړه د مفسرینو نظر
د امت ستر مفسرین هم نورز د مشرکینو اړوند غیر اسلامي مراسم ګڼي او لمانځل یې ناسم او حرام بولي.
  1. امام قرطبي رحمه‌الله د احکام القرآن په تفسیر کې د ﴿وَالَّذِینَ لاَ یشْهَدُونَ الزُّورَ﴾[[4]] آیت د تفسیر په اړه لیکلي دي: «ابن عباس رضی‌الله‌عنه ویلي دي چې له «زور» څخه موخه د مشرکانو اخترونه دي».[[5]]
  2. امام ابن کثیر رحمه‌الله د همدې آیت په تفسیر کې لیکلي دي: «ابو العالیه، طاووس، محمد بن سیرین، ضحاک، ربیع بن انس او نورو ویلي چې «زور» هماغه د مشرکانو اخترونه دي».[[6]]
  3. امام سیوطی رحمه‌الله په الدر المنثور کې د ابن عباس رضی‌الله‌عنه له قوله لیکلي دي: په دې آیت کې له «زور» څخه موخه د مشرکانو اخترونه دي».[[7]]
ج: د نوروز په اړه د امامانو او څلور ګونو مذاهبو د فقهاوو نظر
د څلورو مذهبونو فقها او امامانو د نوروز د جشن لمانځل او په هغه کې ډالۍ ورکول، تفریح کول، د دې ورځې په مناسبت د تبلیغاتو لیکل او د شعارونو نصبول حرام او ناسم ګڼي. آن د حنفي مذهب ځینو لویو علماوو، لکه علامه ابوحفص کبیر رحمه‌الله، د دې موضوع په اړه ډېر سخت دریځ خپل کړی. هغه په ډاګه کړې: «که څوک د نوروز د تعظیم په نیت، آن یوازې یوه هګۍ هم کوم مشرک ته ډالۍ کړي، نو کافر شوی او ټول اعمال یې ختم تباه شوي».
د ځینو فقهاوو نظریاتو ته کتنه:
  1. علامه ابن نجیم حنفي رحمه‌الله وایي: «د نوروز په ورځ د دُف غږول او سندرې ویل حلال نه؛ بلکې مکروه دي».[[8]]
  2. په الدر المختار او رد المحتار کتاب کې راغلي: «په نوروز کې ډالۍ ورکول مکروه دي، آن که د دې ورځې د تعظیم نیت هم ونه لري؛ خو که څوک دا کار د نوروز د تعظیم په نیت وکړي، نو حرام ګڼل کېږي».
د اختیاط په خاطر غوره دا ده چې ډالۍ یا مخکې له نوروز او یا وروسته له نوروز څخه ورکړل شي، ترڅو د مجوسیانو له تقلید څخه ډډه وشي.[[9]] همداراز، د نوروز په خاطر د شعارونو نصب او تبلیغات کول مکروه بلل شوي دي.[[10]]
  1. ابوحفص کبیر حنفي وایي: «که څوک د نوروز د تعظیم په نیت، حتی یوه هګۍ هم یو مشرک ته ډالۍ کړي، نو کافر کیږي او اعمال یې باطلیږي». قاضي ابوالمحاسن بن منصور حنفي هم ویلي دي: «که څوک د نوروز په ورځ داسې څه واخلي چې مخکې یې نه اخیستل، یا نورو ته ډالۍ ورکړي، نو که د دې کار نیت د کفارو په څېر د نوروز تعظیم وي، کافر کېږي؛ خو که دا کار یوازې د عادت او محبت له مخې کوي، د کفر سبب کیږي نه، خو مکروه عمل دی، ځکه چې د کفارو له تقلید څخه باید ډډه وشي».[[11]]
  2. په منح الجلیل شرح مختصر خلیل (مالکي فقه) کې راغلي: «په نوروز او مهرگان کې ښوونکو ته ډالۍ ورکول ناروا دي، ځکه چې مسلمانان باید د خپلو ښوونکو احترام یوازې د لوی او کوچني اختر په ورځو کې پر ځای کړي».[[12]]
  3. ابن رشد مالکي هم وایي چې: «د مسلمانانو د اخترونو لپاره تیاری نیول مستحب دي، خو د نوروز او مهرگان په څېر نصاراوو او مشرکانو د اخترونو، لمانځل مکروه او ناروا دي، ځکه چې د دې ورځو تعظیم یو ډول شرک ګڼل کېږي».[[13]]
  4. د حنبلي مذهب لوی عالم امام ابن تیمیه رحمه‌الله د نوروز په ورځ د مسلمانانو د ځینو اعمالو لکه: د نوروز په ورځ کفارو ته ډالۍ ورکول، او یا د دوی په څېر د جشنونو د نیولو په اړه داسې فتوا ورکړې ده: مسلمانانو ته جایزه نه ده چې د کفارو د اخترونو اړوند چارو کې، ځانونه هغوی ته ورورته کړي، هغه که د خوړو په تیارولو کې وي، که د خاصو لباسونو په اغوستلو کې وي او یا هم د اورونو په بلولو او داسې نورو دودونو کې وي. هغه که دنیوي بڼه ولري او که عبادي. مسلمانان باید د کفارو اخترونو ته د عادي ورځو په څېر وګوري او هېڅ ځانګړی امتیاز ورنه کړي».[[14]]
پایله
تاریخي او فقهي څېړنې ښیي چې نوروز د ایران او ګاونډیو سیمو په کلتور کې ژورې او لرغونې ریښې لري او له پخوا راهیسې د یوه ملي جشن په توګه لمانځل شوی دی. خو له اسلامي نظره، د اهل سنت علماوو او فقهاوو په دې دلیل یاد جشن نامشروع ګڼلی چې اعتقادي اړخونه لري او د کفري آدابو او رسومو سره مشابهت دی.
نبوي حدیث هم د جاهلیت د اخترونو پر ځای د کوچني او لوی اخترونو په لمانځلو ټینګار کوي. له همدې امله، د شریعت له نظره د نوروز لمانځل حرام دي، او مسلمانان له دې جشن څخه باید په جدي توګه ځانونه وساتي او په دې شرکي جشن ځانونه ککړ نه کړي.

[1] – ابن تیمیه، اقتضاء الصراط المستقیم، ج 2، ص 488.

[2] – ابن ابی شیبه، المصنف فی الأحادیث و الآثار، ج 2، ص 343.

[3] – بیهقی، شعب الایمان، روایت 3683.

[4] – الفرقان، ۷۲.

[5] – تفسیر قرطبی، ج 13، ص 79.

[6] – تفسیر ابن کثیر، 1420 هـ، ج 6، ص 130.

[7] – سیوطی، تفسیر الدرالمنثور، ج 6، ص 282.

[8] – ابن نجیم، البحرالرائق، ج 8، ص 233.

[9] – حصفکی، الدرالمختار، ج 6، ص 754.

[10] – ابن عابدین، ردالمحتار ، ج 6، ص 364.

[11] – علی قاری، مرقاة المفاتیح، ج ۳، ص ۱۰۶۹.

[12] – علیش، منح الجلیل، ج 7، ص 481.

[13] – ابن حاج، المدخل، ج 2، ص 334.

[14] – ابن تیمیه، مجموع الفتاوی، ج 2، ص 488.

Previous Articleنوروز د اسلام په تله کې؛ تاریخي او فقهي ارزونه (لومړۍ برخه)
Next Article شیبې له روژې سره (یوویشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزی د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک یوویشتمه برخه په عبادتونو کې…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD2 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه اووه وېشتمه برخه ج: د…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD10 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه دوهمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک شلمه برخه په عمومي ژوند…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.